ډاکټر اشرف غني
ډاکټر اشرف غني

د ولس خوندیتوب، د قانون درناوی او د سولې ترویج

د ولس خوندیتوب، د قانون درناوی او د سولې ترویج

میدان وردګ ته د سفر پر مهال د شهیدانو کورنیو، قومي مشرانو، ماشومانو او چارواکو ته وینا

  • خواخوږي: غمځپلو کورنیو سره خواخوږي او ځان په غم شریک ګڼل.
  • حقونه او ځواب‌وئینه: د عدالت تامین د قانون له لارې او د صحرایي محکمو رد.
  • د قانون حاکمیت: حکومت او امنیتي ځواکونه ولس ته مسؤل؛ تورن پلټل او محاکمه کېږي.
  • ماشومان او بې‌وزلي: د ماشومانو زړورتیا ستاینه؛ فقر او بې‌وزلي د بې‌امنۍ عامل.
  • بنسټ او فرد: د سرغړونکو او ملي اردو، پولیسو او استخباراتو ترمنځ توپیر.
  • خپلواک امنیت: د یووالي او استقلال ساتنه؛ د افغانانو په مشرۍ د سولې بهیر.
  • امنیت او پراختیا: پنځه میاشتنی امنیتي پلان؛ د خوراکي توکو اوبو او ځمکو پروژې پیل.
  • د سولې غږ: دیني عالمانو، ځوانانو او ښځو ته غږ د تاوتریخوالي پای او یووالي لپاره.

 

۲۷ لیندۍ ۱۳۹۴

اعوذ بالله من الشیطان الرجیم، بسم الله الرحمن الرحیم

د شهیدانو ډېرو قدرمنو کورنیو، حاجي صاحب جانان، ډېرو په زړه پورې ماشومانو، محترو خوېندو، محترمو ورونو، د ولایتي شورا محترمو غړو، د ملي شورا محترمو وکیل صاحبانو، د مشرانو جرګې محترمو غړو، جناب والي صاحب، لوی درستیز صاحب، مشرانو جناب هوتک صاحب، جناب روشن صاحب، خپلواک صاحب، جناب د کورنیو چارو وزیر صاحب، زموږ ټولو ملکي او نظامي اراکین؛ اسلام علیکم و رحمة الله و برکاته.

تر ټولو لومړۍ، زه یوازې غمشریک نه یم، زه د وینې شریک یم او د وینې شریک په دې معنی یم چې دوه حقه دي: د الله حق دی او حق العبد دی. حق العبد تاسې غواړئ او د الله حق زه غواړم!

هدایت مې واضح دی، تر هغو چې دواړه حق العبد او حق الله پر ځای نه شي موږ قرار نه کینوو. نو زموږ او ستاسې دریځ دا نه دی چې زه غمشریکۍ ته راغلی یم، زه ستاسې خدمتګار یم، له ما مننه مه کوئ! نن ورځ نه د افغانستان جمهور رئیس، نه د افغانستان د کورنیو چارو وزیر، نه د افغانستان لوی درستیز او د افغانستان یو چارواکی هم د مننې وړ نه دی. موږ درنه بښنه غواړو!

یفتلي صاحب د افغانستان د ټولي اردو قومندان دی، د ټولې اردو په استازیتوب له تاسې بښنه غواړي. ځکه باید پوه شوو او دا اخلاقي جرئت باید ولرو چې کله اشتباه کېږي ونه وایوو چې مننه! باید ووایو چې بښنه! او ټول په یو آواز د شهیدانو له کورنیو نه بښنه غواړو. د میدان وردګ له ولس نه بښنه غواړو!

قانون به تطبیقوو او قانون به تطبیقېږي. وضاحت داشته باشید، یک رئیس‌جمهور، مثل یک گودی پران است؛ تار در دست مردم است، بدون اجازه مردم، کس بلندپروازی کرده نمی‌تواند؛ چون تار به دست شماست؛ تار را هر روز کش کرده می‌توانید و گودی پران را به زمین می‌زنید.

باید واضح پوه شوو چې څوک چاته مسوول دی؟ تاسې ماته مسوول نه یئ، زه او ټول چارواکي تاسې ته مسوول یوو. هغه څه چې غواړئ په سترګو، اما دا موقعیت راکړئ چې موږ صحرایي محاکمې ته ولاړ نه شوو، موږ اصولي اقدامات وکړو. کله چې قانون تطبیق شي، ټولنه جوړېږي. کله چې قانون تطبیق نه شي هر څه له لارې وځي. درسته ده؟ تاسې یوه برخه او زه د دې تنکیو ماشومانو پلار یم، نیکه یم، مور یم، په غم کې یې شریک یم، په وینه کې یې شریک یم!! [د حاضرینو غږ= موږ محاکمه غواړو!] برابروم یې درته، په اصولو او په ترتیب.

اوس ټول تر تحقیقاتو لاندې دي، ټول بندیان شوي دي، دا کار مو کړی، دویمې مرحلې محاکمې ته رسېږو چې هر څه په اصولو وي. پرته له دې، د دې ماشومانو راتلونکی بیا په خطر کې دی. [د حاضرینو غږ= موږ صحرایي محاکمه نه غواړو!] موږ هم صحرایي محاکمه نه غواړو. موږ اصولي محکمه غواړو چې حق پر ځای شي او عدالت پر ځای شي او دویم شی چې زه غواړم ووایم، مننه ده. لومړی غواړم له دې ماشومانو مننه وکړم چې زموږ د بیرغ افتخار مو پر ځای کړ او له ما مو هغه غوښتنه وکړه چې د هر ماشوم طبیعي حق دی.

تراژیدی امروز مملکت ما را، خواستهی این‌ها نشان می‌دهد، از صدها کتاب کرده، دو دقیقه حرف یک طفل زیاد تأثیر دارد و حرف طفل ما چیست؟ امروز بدبختانه طفل ما معصوم نیست؛ به دو دلیل عمده: یکی، طفل ما معصوم نیست؛ چون امنیت نیست. دوم، طفل ما معصوم نیست؛ به خاطر که فقر بیداد می‌کند. اگر عاید را به روز ۱۳۰ افغانی برسانید، ۷۰ در صد مردم زیر فقر می‌آید، این میراثی است که برای ما و شما به جا مانده است. باید کمر بسته کنیم که این میراث شوم را گم کنیم. هر دو بخشش را هم بی امنیتی و هم فقر را و فقر، مادر بی امنیتی است.

زه غواړم اول له ماشومانو مننه وکړم. دویم، د شهیدانو له کورنیو او خصوصاً له حاجي صاحب جانان مننه کوم. دې ولس کې یوه لویه پوهه ده چې د حاجي صاحب جانان خبرو هغه ته انعکاس ورکړ. که ستاسې پر ځای خدای نخواسته یو څوک وی چې د وطن خیر یې په مغزو او زړه کې نه وی، نن به یې ټولې اردو او امنیتي قواو ته کنځلې کولای. اما تاسې په ډېر تدبیر دا وویل چې د مغرضینو او د ملي اردو په منځ کې فرق وکړئ. زه له تاسې د زړه له کومې مننه کوم، له کلیمزي صاحب مننه کوم، له وکیل صاحب ناصري مننه کوم، له وکیل صاحب بلیغ مننه کوم چې دا تفکیک مو وکړ.

هر کدام‌تان یک تفکیک واضح کردید. قوای امنیتی و دفاعی ما، هر روز برای کلمه «الله» و حفظ آزادی این مملکت، خون می‌دهند، تشکر. بین چند افرادی که اشتباه و خطا کردند با اردوی ملی، پولیس ملی و امنیت ملی فرق باید شد.

زه له ټولو د زړه له کومې مننه کوم، ځکه دا معلومه شوه چې زموږ خبرې د اصلاح لپاره دي، نه د دې لپاره چې خدای ناخواسته ملي روحیه ضعیفه کړو.

یو شی دې واضح وي. سږ کال مو د جنګ اووه مرحلې تېرې کړې، دا ملګري به درته په تفصیل ووایي یا چې بل ځل زه راغلم او غوښتل مو په تفصیل به یې درته ووایم. د جنګ په میدان کې د افغانستان امنیتي او دفاعي قوتونو ته چا ماتې نه ده ورکړې! نن غواړې په تفرقې ورته ماتې ورکړي. اما ستاسې د خادم او ستاسې د جمهور رئیس په حیث زه غواړم درته ووایم چې موږ د سیاست په میدان کې د خپلو سربازانو وینه نه بایلو! دا وینه ساتو، قدر یې کوو، عزت یې کوو او په عین حال کې ورنه پوښتنه کوو. ځکه هماغه ډول چې صحرایي محاکمه نه غواړو، له دوی هم حساب غواړو. دوی به په حساب او کتاب رفتار کوي، ځکه دوی صحرایي خلک نه دي، بیا نو فرق څه کېږي؟

له انجینر صاحب ستار نه هم مننه کوم چې ډېرې مهمې موضوع ته یې اشاره وکړه. ویل یې چې په زرهاوو نفر دلته شهیدان شول، یوه ورځ څوک د کابل حکومت ته ولاړ نه شول. په ما باندې مو ځکه لوی حق دی چې تاسې په ارګ کې کېنولی یم. که ستاسې رایه نه وی، نو چاته چې خلکو ویلې چې لیونی دی او له دې خاورې سره مینه لري، نو چا به ارګ ته رساوه؟ دا خو ثابته شوه چې مینه ده، مګر لیونتوب خو مو تر اوسه ان‌شاءالله تعالی نه دی لیدلی، [خندا] که څه هم زه فکر کوم چې یو ځل نیم ځل تاسې له ما لیونتوب غواړئ [خندا].

درېیم، له ټولو ځوانانو، ستانکزي صاحب، له جنرال صاحب او د ولایتي شورا له محترم رئیس صاحب نه مننه کوم چې ګیله مو رانه وکړه، زه د زړه له کومې مننه کوم، ځکه بې له ګیلې مینه کمېږي. که مو ګیله رانه نه وی کړې، بیا به ما له ځان سره ویلي وی چې د دوی په ماغزو کې څه ګرځي! نو دا چې ګیله مو وکړه زه د زړه له کومې مننه کوم. ګیله مو پر ځای ده. زه دلایل نه وایم، خو سږ کال زما لومړۍ اساسي وظیفه دا وه چې د افغانستان آزادي، استقلال او ارضي تمامیت وساتم. د دښمنانو ټوله اراده دا وه چې افغانستان په دوو سیاسي جغرافیو بدل کړي.

این را اجازه نداده‌ام و تا ابد اجازه نخواهد دادیم. دیدید، خواسته‌های برحق این ملت که استقلال مطلق این دولت، مشروعیت قانون اساسی، مشروعیت دولت و رهبری پروسه صلح که از طرف ماست، بالاخره در منطقه و دنیا قبول شد.

دغه مو هدف و. اما دا مو که د جنګ په میدان کې نه وی ګټلی، نه مو شول کولای. نو زه اول له ګیلې مننه کوم، ځکه چې متوجه مو کړم چې څه وظایف لرم. د افغانستان جمهور رئیس ته اساسي قانون یووپشت وظیفې ورکړې دي. اما مهمترینه یې دا ده چې د ملت اعتماد او د ملت یووالی راولي. نو ستاسې ګیله به د دې موجب شي چې زه به خپل پنځه ساعته خوب یو ساعت نور هم ستاسې د خدمت لپاره کم کړم. زه له ځوانانو، مېرمنو او ټولو د زړه له کومې مننه کوم چې اساسي مطالب مو وویل.

اوس راځو یو څو بنیادي شیانو ته، دا ځکه چې اوس لمونځ شروع کېږي، وخت کم دی.

لومړۍ امنیتي برخه کې. نن سهار ما هدایت ورکړی چې د راتلونکو پنځو میاشتو امنیتي پلان برابر شي. یو میاشت وروسته تاسې راشئ ما سره په کابل کې کینئ. ماته یوه میاشت وخت راکړئ چې په یوه اساسي امنیتي پلان باندې نتیجې ته سره ورسېږو.

پیشنهادهای شما را من سرش مشخص صحبت نمی‌کنم. شما سر وسیله صحبت کردید، وکیل صاحبان، من می‌خواهم سر هدف صحبت کنم. هدف این است که میدان وردک، آرام شود. این بدون اینکه همزمان در غزنی، کابل، لوگر، کاپیسا و پروان، مشترکاً یک طرح همه‌جانبه نداشته باشیم، به تنهایی نمی‌شود. خانه زنبور است، اگر یک جای را گرفتید و آن جای دیگر را نگرفتید، این خوده تیت می‌کند، دیگه بانی‌د، یک ماه مرا وقت بدهید که یک پلان واضح برای ماه‌های آینده زمستان داشته باشیم تا اول بهار و تابستان فرق داشته باشد، مشخصات را من سرش نمی‌آیم، شاهراه دو، شاهراه یک و مناطق مختلف است؛ اما هغه شی چې له تاسې غواړو او ډېر ممنون یم، ډېر منندوی یم چې له والي صاحب نه تاسې مننه وکړه. کور مو ودان چې قدردان خلک یئ. مننه د زړه له کومې. غوښتنه مې دا ده چې په هغې یوې میاشتې کې چې موږ له امنیتي ځواکونو سره دغه امنیتي پلان جوړوو، تاسې له ولسونو سره ولسي پلان جوړ کړئ.

خواهش من این است که در این یک ماه که اراکین، پلان امنیتی را می‌سازد، شما پلان مردمی را برای ایجاد صلح، ثبات و امنیت بیاورید. بدون تشخیص و سهم‌گیری مردم، امنیت یک طرفه آمده نمی‌تواند. پوسته‌ها را ببینید، انجینیر صاحب ستار فرمود که این شاهراه مبدل شده به یک قتلگاه، راست میگه. حال اگر شاهراه را می‌خواهید به شاهراه بدل کنیم، تنها دور یک خط، امنیت ایجاد کرده نمی‌توانید، باید ساحه وسیع را مد نظر بگیرید، از این خاطر از شما در خواست می‌کنم که راه‌های مشخص را پیشنهاد کنید، این به کمپنی‌های امنیتی نمی‌شود، یک طرح منظم مردمی به کار است.

او دا والي صاحب، ولایتي شورا، ټول مشران، جناب هوتک صاحب، ټول په دې کې لاس راکړئ. څو پوه شوو چې څنګه وظایف ترسره کړو؟ ګورئ اصلي جنجال په څه کې دی؟ اردو هره ساحه نیولې شي، خو له ولس، حکومت او اقتصاد پرته یې ساتلی شي؟ نو راشئ چې پخوانۍ سلسله چې عملیات کېدل او شپږ میاشتې وروسته بیا تکرارېدل، له دې حالته ووځو.

از این برآیید که عشقه پیچان را از بیخ نمی‌کنید، تنها درو می‌کنید، عشقه پیچان هر چه درو کنید، قوی‌تر می‌برآید، گیاه را که دیدید. بنابراین من یک طرح اصولی می‌خواهم که در آن مشارکت واقعی بیاید که تقسیم وظایف بیاید و در آن بخش، بررسی واضح‌تان را از نگاه مردمی می‌خواهم که کی کار مفید می‌کند و کی نمی‌کند؟

والي صاحب زما له خوا مطلق صلاحیت لري چې له ولس نه هره پوښتنه وکړي چې کوم ځای مو خوښ وي. کندک های اردو بدل شد، نورو برخو کې هم اقدام کوو او بله ژمنه مې درسره دا ده چې هغه بل کمیسیون راغلی.

کندک‌ها و کندک‌های اردو بدل شد. سر جلریز کمیسیونی که آمده بود، من امروز صبح هدایت دادم که پیشنهاد این‌ها عملی شود. مسئله دوم که گفتید، مسئله خاک و آب است، سر انسان میدان وردک که همیشه افتخار کردید، اول خداوند ﷻ محمد خان جان را رحمت کند که اگر نمی‌بود این خاک در آن وقت مستعمره می‌شد. کم مردم خبر دارد که چهل هزار عسکر وردک در اردوی امیر شیر علی خان بود، و همین مردم بود که پشت مشک عالم ایستاد شد، قومنده از عالم دین و اراده از عسکر منسجم ما بود. فراموش نکنید که این جنرال اردو و افسرتان بود که این مملکت را نگاه کردند و هیچ‌کس سه روز پیش از اینکه سر شیر پور حمله کرد، کسی به این باور نداشت که سر شیرپور حمله کرده می‌تواند. انگلیس‌ها فکر می‌کند که آرام درین خاک افتیده است. مردم میدان وردک یک سرمایه بزرگ است در آن بخش دیگه سر مسئله آب و خاک می‌آیم.

پوهېږئ سږ کال د افغانستان تراژیدي څه ده؟ موږ په کال کې څلور میلیارده ډالر له نورو ډوډۍ اخلو. سږ کال چې یو له بهترینو کلونو دی، لا مو هم شاوتخوا اته سوه زره ټنه غنم اخیستي دي. نن بیې ورځ نه ده چې تفصیلات درکړم، خو زما ژمنه درسره دا ده چې راتلونکي ۱۳۹۵ کال کې به په دې وطن کې د اوبو او ځمکې کال وي. زما هدف دا دی چې په څلورو کلونو کې افغانستان بیا واردات ونه لري. ان‌شاءالله تعالی په دې اساس موږ او تاسې جوړېدی شوو. نو موږ ته وخت راکړئ، هماغسې مې چې درته ترتیب ونیوه، اوس به درسره په منظمه توګه په اوبو کار وکړم او همدارنګه به په ځمکو هم کار وکړو.

مشکل بنیادی ما، مشکل آب و زمین است. زمین ما هموار نیست، اگر زمین واقعاً هموار باشد، مقدار فیصدی رشد ۵۰ فیصد زیادتر شده می‌تواند. من سر آب و زمین به صورت بنیادی کار کرده‌ام، در چند ماه آینده، تفصیلات را برای‌تان اعلان می‌کنم که در کجا کدام بند ساخته می‌شود و بندهای که بین دو و سه سال باشد نه بندهای که ۱۰ سال بعد باشد. ان‌شاءالله تعالی آب و زمین افغانستان محراق توجه من است او دا به عملي کړو. په لویو پروژو وغږېدوو، زه نور تفصیلات نه ورکوم، ستاسې مطالب ما یاداشت کړل، ځکه اجازه راکړئ ستاسې خبرې واورم، هر وار مې چې عمل وکړ بېرته بیا ګزارش درکوم.

خالي وچې وعدې درسره نه کوم. په ابتدا کې راته د ولایتي شورا رئیس وویل چې خبرې لرې وکړه او عمل ډېر وکړه. پیغام دې همدا و کنه؟ نو پرېږدئ چې زه د عمل ترتیبات ونیسم. دې هفتې کې نه، بلې هفتې کې به والي صاحب کابل ته راشي. ما یوه نوې طریقه رامنځته کړې چې له هرو دوو هفتو بعد به د شپږو ولایتونو والیان کابل ته راځي او په تحریري ډول به له وزیر صاحبانو سره یو قرارداد کوي. دا قرارداد څېړېږي او زه یې نظارت کوم. نو والي صاحب به بلې هفتې کې راشي، دې هفتې کې زه سفر لرم، دا قرارداد به په اساسي توګه جوړ کړو او اخري خبره مې دا ده، څنګه چې ستار صاحب وړاندیز وکړ چې د دې ټولو ولایتونو یو ګډ انکشافي پلان برابر کړو، دا غوښتنه ډېره معقوله ده. په دې باندې ما کار شروع کړی، ان‌شاءالله تعالی دا به کوو.

بیا هم زه غواړم له ټولو مننه وکړم چې ماته مو دا فرصت را کړ چې تاسې ته غوږ ونیسم. له تاسې د زړه له کومې مننه کوم، سره له دې چې ټول په غم او درد کې یاست، خو زینت ډېر په متانت وغږېدۍ.

امروز شما، فرد مرا قدر نکردید، مقام ریاست جمهوری افغانستان را شما عزت دادید، از این حس تعهدتان به مملکت و قانون اساسی و تعهدتان برای اینکه افغانستان دارای یک نظام واقعی، موثر و جوابده باشد، من از صمیم قلب ابراز امتنان می‌کنم. ملتی که این قدر تحمل، تعهد و حوصله داشته باشد، ملتی است که ان‌شاءالله تعالی سر تمام مشکلات فایق می‌شوند.

زه بیا هم غواړم د میدان وردګ له ټولو علماء کرامو هم مننه وکړم. د علماء کرامو یوه خبره پاتې شوه. له علماء کرامو چې دومره مشاورین زه لرم، په نړۍ کې چا نه دي لرلي. که ته وایې چې ته په کې نه یې، نو تا به هم په کې داخل کړم. [خندا] او له یاده دې ونه وځي چې ما د اجیر کلمه لرې کړه، دومره بستونه چې ما د حج او اوقافو وزارت ته ورکړل، په تاریخ کې چا نه دي ورکړي، نو لږ څه به دا حساب کوو. صدیقي صاحب پوهېږم چې ستا خبرې د دې لپاره دي چې د علماوو شهرک واخلې، په هغه به هم کار وکړو، [خندا] مګر حقایق به سره وایوو.

اخرۍ غوښتنه مې دا ده چې دا ټول وطن سولې ته تږی دی، نو اول په علماء کرامو، قومي مشرانو، ځوانانو، مېرمنو، ټولو باندې نعر ه کوم چې خلک د خیر لارې ته را وبولئ. دا مملکت اسلامي مملکت دی، مسلمان یوو، مسلمان وو، تر ابده به مسلمان یوو. په دود او دستور ولاړ یوو.

د میدان وردګ لپاره چې کومې ټولې غوښتنې لرئ، د جنګ د درېیو میاشتو په قیمت دا ټول ترسره کېدای شي. د جنګ د یوه کال په قیمت د افغانستان لس ولایتونه آبادېدلی شي. اما دا یې لا پرېږدئ. خو ماته همدومره فرصت راکړئ، له هغه څه سره چې زه مینه لرم او غواړم چې ولس ته یې وکړم، د ولس خدمت دی.

که ما وژنئ، نو زما سر له دې ولس جار، اما دا ولس مه وژنئ!! دا ولس د وژلو ولس نه دی! دا ولس د قدر ولس دی، دا ولس د عزت ولس دی، نو راشئ چې دا د وینې لړۍ ختمه کړو او ان‌شاءالله تعالی هغې سولې ته ورسېږو چې د عزت سوله وي، د قدر سوله وي او ټول افغانان په کې شامل وي. و من الله توفیق

تل دې وي افغانستان!
پاینده باد افغانستان!