نقشه راه برای حکومتداری محلی: امنیت، مسکن و اصلاحات زراعتی در لوگر
(سخنرانی در سفر به ولایت لوگر)
نکات مهم:
- وحدت ملی: ترویج فلسفه "یک کشتی"؛ صدمه زدن به نظام، آینده همه را با خطر مواجه میکند.
- توانمندسازی جامعه: همکاری با شوراها و علما؛ بزرگان باید به دولت مشوره دهند.
- میثاق شهروندی: تهیه ۱۰،۰۰۰ خانه برای خانوادههای شهدا؛ تضمین شفافیت در امتحانات کانکور.
- بازسازی پس از حوادث: هزینه یک ماه جنگ برابر با هزینه تمام زیربناهای یک ولایت است.
- انکشاف دهات: عصریسازی زراعت لوگر؛ کاهش ضایعات ۴ میلیارد دالری در واردات مواد غذایی.
- اشتغال و کاهش فقر: راهاندازی برنامههای کاریابی؛ رسیدگی به ناامنی غذایی ۳۶٪ تا ۷۰٪ مردم.
- مدیریت منابع: استفاده بهینه از زمین و آب؛ رسیدن به خودکفایی گندم در ظرف ۵ سال.
- امنیت و ثبات: حمایت از نیروهای دفاعی؛ تشویق مخالفین مسلح برای پیوستن به پروسه سیاسی.
۱۵ لړم ۱۳۹۴
بسم الله الرحمن الرحیم
جناب وزیر صاحب داخله، جناب پوپل صاحب، زما ډېر دروند کاکا چې زه یې روزلی یم، جناب والي صاحب، جناب یفتلي صاحب، شیرزاد صاحب، د سنا ډېر دروند معاون صاحب، د شورا محترمو غړو، د ولایتي شورا غړو، ډاکټر صاحب ولي، ټولو مشرانو، علماء کرامو، ټولو ځوانانو، خوېندو او مخصوصاً زما درېیو ډېرو درنو لوګانو، السلام علیکم و رحمة الله و برکاته!
خواهر ما گفت که باز بیا. هغه د کوچۍ نبیره مو اورېدلې؟ کوچۍ نبیره وکړه چې په ښار کې واده شي چې په څلورو دېوالونو کې ایساره شې. زه هره ورځ غواړم چې له ارګ نه وتښتم، خو دا خلک مې نه پرېږدي [خندا]، نو ځکه دا اوله ورځ ده چې فرصت برابر شو چې بېرته لوګر ته راشم او ستاسې منځ کې واوسم.
خدای ﷻ مو آباد لره، خدای ﷻ مو په قرار لره!
زما اراده داده چې هرې هفتې، دوو هفتو کې یوه ولایت ته لاړ شم، ستاسې ستونزې له نږدې واورم او د حل لارو لپاره یې یوې نتیجې ته ورسېږو. د تېر کال امنیتي وضع ټولو ته معلومه ده چې مشکلات وو، اما ستاسې ټولو به یاد وي چې ما درته ویلي وو، سږ کال به زموږ مشکلترین کال وي. د دې خاورې یو وګړی هم په دې خوښ نه دی چې امنیتي وضع مشکلات ولري، اما زه غواړم چې په ابتدا کې زموږ له امنیتي ځواکونو، زموږ له جنرالانو، زموږ له افسرانو، بریدملانو، ساتمنانو او خاصتاً زموږ زړور او د وطن له مینې ډکو سربازانو نه مننه وکړم. د دوی قرباني د دې موجب ګرځېدلې چې مم زموږ او ستاسې سر د افغانستان دښمنانو ته ټیټ نه دی.
که څوک فکر کوي چې د افغانستان جمهور رئیس به چاته ننواتې لاړ شي دا آرزو به ګور ته یوسي! د همدې لپاره ما اعلان وکړ، هغه لس زره کورونه چې د چین په مرسته برابرېږي زموږ د امنیتي ځواکونو او همدارنګه زموږ د ملکي افرادو او د شهیدانو کورنیو ته به په کې لومړیتوب ورکړم.
دا قرارداد دوه اړخیز دی، څوک چې په دې وطن باندې سر ورکوي، موږ مسوول یوو چې کورنیو پسې یې وګرځو. د شهیدانو قدر به یوازې په دې نه کېږي چې د شهید په ورځ یې یادوو، د دوی په کورنیو پسې به ګرځو چې څوک ورته د بې سرپرسته یتیم په سترګه ونه ګوري. هیله ده دا تاسې ټولو ته د منلو وړ وي.
موضوع دوم این است که حکومتداری باید در صدر توجه ما قرار بگیرد. از این جهت، ما چند اقدام نو کردیم و از جناب پوپل صاحب، ابراز امتنان میکنم که در این بخش، پیشقدم شد. اول؛ در هر ماه، من یک ویدیو کنفرانس همراه والیهای ۳۴ ولایت میداشته باشم تا از نزدیک، دیدگاه والی صاحبان را داشته باشیم و به اساس آن اقدام کنیم. دوم؛ در این هفته امید است، یک رسم نو بسیار خوب را شروع کرده باشیم و آن، این است که در هر دو هفته، تعدادی از والی صاحبان به کابل تشریف میآورند، اول با وزیر صاحبان میبینند و بعد از آن با کابینه، جلسه خاص داشته باشند و در پهلویش همراه شورای امنیت ملی (نیز خواهند دید).
فدایي صاحب دې جلسې ته راغلی و، په مساعد وخت کې به تاسې ټولو ته تفصیلات درکړي، اما دلیل د دې دا دی چې یو قرارداد باید وي. هوایي خبرې کفایت نه کوي. د کابینې ټولو وزیر صاحبانو ته زما هدایت دا دی چې له هر ولایت سره به یو قرارداد کوي، ما ته به د هغه قرارداد د اجرا ګزارش راکوي او ماته به مسوول وي. په دې توګه انشاءالله تعالی موږ او تاسې مشکلات حل کولای شوو. درېیمه خبره دا ده چې له ټولو ولایتي شوراګانو سره به زه انشاءالله تعالی ویدیو کنفرانسونه ونیسم چې د ولایتي شوراګانو لید موږ ته په واضح په منظمه توګه وویل شي او په دې اساس اقدامات وکړو.
بله خبره دا ده چې ټول کار غواړو. د افغانستان ټول وګړي کار غواړي. سږ کال د بقا مسئله وه. تاسې پوهېږئ، زما تخصص په دې کې او چې کار ایجاد کړم، په مقابل کې یې امنیتي وضعیت ودرېد، خو راتلونکو اونیو کې به د کاریابي منظم پروګرام پیل او اقدامات درته ترسره کړم او انشاءالله تعالی دا به نتیجې ته ورسېږي. دا چې لوګر زراعتي ولایت دی او خلک یې ټول په کرنه بوخت دي، نو ټینګه اراده شته چې په راتلونکو پنځو کلونو کې به افغانستان د غنمو له نظره خود کفایی ته رسېږي او د دې معنی دا ده چې د اوبو هرې قطرې باندې باید پانګونه وشي. همدارنګه به کوچیانو پسې هم ګرځو او په مالدارۍ پسې به هم ګرځو. نعیمزوی صاحب راته په قهر نه شي چې یوازې د کوچۍ خبره دې وکړه او د کوچي خبره دې ونه کړه [خندا]. تاسې پوهېږئ چې موږ په کال کې څو میلیارده ډالره زراعتي واردات لرو؟ څلور زره میلیونه ډالر! هغه ځمکه چې د کرنې لاندې ده، یوه درېیمه لا هم د داوود خان له دوران نه کمه ده او دا له دې وجې چې زراعت ته بنیادي توجه نه ده شوې. دې ته به په اساسي توګه پام او اقدامات به کوو.
همدارنګه چې جناب حلیم صاحب د افغانستان قاضي القضات شو، تاسې به عدلي او قضایي برخه کې اساسي تغییرات لیدلي وي او نور به هم انشاءالله تعالی ووینئ.
زه خاصتاً له جناب حلیم فدایي صاحب نه مننه کوم. د حضرت موسی (ع) د دوران کیسه ده چې دوه نفره په کښتۍ کې سپاره وو، یوه یې چاقو را واخیست چې کښتۍ سورۍ کړي، هغه بل ورته وکتل چې څه کوې؟ ده ورته وویل چې خپله برخه سورۍ کوم!
وه خوېندو وروڼو! یوه کښتۍ ده. د افغانستان نظام یوه کښتۍ ده، موږ او تاسې ټول په یوې کښتۍ کې سپاره یوو، هر څوک چې نظام تخریبوي، ځان تخریبوي!
د افغانستان جمهور رئیس نه دیکتاتور دی، نه له شرعیت نه وتلی او نه له قانون وتلی دی. د افغانستان جمهور رئیس د افغانستان لومړی خادم دی، اما یو بل ته به لاس ورکړو چې نظام جوړ کړو، ځکه بله لار نشته.
اوس لوګر ته ګورئ! نن سهار مې اول هدایت دا و چې هېڅوک به علماء کرامو باندې چاپه نه اچوي، که څوک په کوم عالم شک لري، کور ته دې ورشي. علماء کرام موږ ته د انبیاو میراث دی، همېش یې دې خاوره کې موږ ته رهنمايي کړې ده، د حل لار یې راوړې ده، نو زه د خپلې کورنۍ شپږ سوه کلن تاریخ په یوه ورځ کې نه بدناموم. دوی ته مې واضح هدایت دی چې ولایتي شورا او د لوګر سرتاسري شورا دې چې جناب فاروقي صاحب وجود لري او نور مشران ناست دي، له دوی نه مرسته وغواړئ.
هغه ستونزه چې په ښو اخلاقو حل کېږي، په ترخو الفاظو او اعمالو نه حل کېږي. علماء کرام لکه څنګه چې جناب حلیمي صاحب ثابته کړه، د دې نظام ستنې دي.
دوه لښکرې دي. جهانګیر چې پنځه سوه کاله مخکې د مُغلو امپراتور شو، په دې مطلب باندې پوه شو. یو د زور لښکر دی، یو د دعا لښکر دی. تر هغو چې دا دواړه یوځای نه شي مملکت کې ثبات نه راځي. له دواړو لښکرو غواړو چې حرکت وکړئ، خلکو ته هدایت وکړئ او نظام ټینګ کړئ. په مقابل کې یې ستاسې عزت زموږ په سترګو.
دویمه ستونزه د غصب ده. نن مې پیکار۱ صاحب را وغوښت، پیکار صاحب زمور د اراضیو د ادارې مشر دی، با تدبیره سړی دی، پاک سړی دی، ډېرې ښې طرحې لري، نو د دې څلورو دښتو مشکلات به درته په اساسي توګه پیکار صاحب حل کړي. ده ته مې هدایت ورکړی چې د افغانستان کوچیانو ته په هغه ولایتونو کې چې ډېره او ښه ځمکه لري، د مېشتېدو ترتیبات ونیسي.
لوګر کې خو زره کاله کوچیان او ده نشین سم اوسېدلي او نن باید د نفاق په لاره لاړ نه شي او دا ستونزې به یې انشاءالله په اساسي توګه حل کېږي.
همدا راز پل علم. پل علم د افغانستان له ډېرو ښکلو ځایونو دی.
(پل علم) از زیباترین جاهای ماست؛ اما ساحه سبز، زیر پای گذاشته شده و کثافتهای رخ داده است. هدایت من این نیست، اشخاص غریب و بی بضاعت که پول دادهاند، مورد جبر قرار داده شوند؛ کسانی که سر اینها زمین فروخته و غصب کردهاند، دستگیر شوند و به دست قانون سپرده شوند. تقاضای من از پیشتان این است که سه یا تا چهار کاندیدای درجه اول را برای شاروالی پل علم در این هفته برای من معرفی کنید که تا آخر هفته، من شاروالتان را منسوب کنم. کسی (را معرفی کنید) که لوگر را درک کند، اهمیت پل علم را بفهمد و کسی که بفهمد، پل علم آینده دارد. مردم کابل، شمالی را شناختند؛ اما هنوز زیبایی چرخ، پل علم، تنگی و...(را نمیدانند) [صحبت یکی از حاضرین، خنده رئیسجمهور و کف زدن حاضرین] خوب است که سرخاو و سلطان صاحب را یاد نکردید.
خو جنجال مې دا دی چې که ستاسې تعریف وکړم، بیا به خلک وایي چې د خپل ځان تعریف کوي، اما ستاسې تعریف همېشه په سر سترګو.
ولسوالهای لوگر، کُلش برای من مساوی است؛ کل مردم لوگر برای من یکی است.
عینک [مس عینک کان] پسې زه خپله ګرځم. د چین د جمهوررئیس معاون راغی، پخواني قرارداد کې ستونزې وې، اوس صبا صاحب۱ ډېر په دې کار اخته دی، انشاءالله تعالی ډېر ژر به یې ستونزه حل کړو. د کرومایټ موضوع په سرطان بدله شوې ده، دې شیانو پسې به انشاءالله تعالی په اساسي توګه ګرځو.
له امنیتي اړخه بیا هم یفتلي صاحب ته، شیرزاد صاحب ته، د امنیت معاون جنرال صاحب داوود ته، خاصو قواوو ته... دې ټولو ته زما هدایت دا دی چې ژمي ته داسې عملیات برابر کړي چې له تکراري عملیاتو خلاص شوو او واقعي سولې او ثبات ته ورسېږو. جلب و جذب کې مې ستاسې مرسته په کار ده. اول درنه مننه کوم، له خوېندو هم مننه کوم، له وروڼو مننه کوم. دویم په دې پوه شوو چې په افغانستان کې کاغذ پراني څومره ده.
د کورنیو وزیر صاحب ته پرون والي صاحب وویل، وزیر صاحب خو ډېره لویه حوصله لري فضل د خدای ﷻ خوښ ځویه سړی دی. ۱۹ صفحې او دوه ویشت عکسونه په کار دي چې یو څوک په ملي پولیسو کې داخل شي. دا مې هدایت ورکړی چې زر تر زره عملي شي او له څلورو مخونو باید زیات نه وي، ځکه په اردو کې څلورو مخونو ته اړتیا ده او بیا خلک ځغلوي چې راشه په میاشتو کې په کابل کې دا ثابت کړه او دا ثابت کړه. نو جلب و جذب کې اول درنه مننه کوم او دویم زموږ ژمنه دا ده چې کار به ساده کوو.
تاسې تعداد ډېر کړئ، هر څومره مو چې تعداد ډېر کړ، په هماغه اندازه به زه د لوګر په امنیت پانګونه وکړم، ځکه دا دوه اړخیز قرارداد دی.
ځوانان معلومدار زموږ د سترګو تور دي او ځوانان جدي ستونزې لري، د بې کارۍ ستونزې لري.
مگر نکته اولی که امسال از خاطر جوانان، محور خاص توجه من است، شفافیت امتحان کانکور است. امسال، هدایت من این است که یک نفر با نفوذ در ساحه کانکور داخل شده نمیتواند، اگر داخل شد، بندیاش میکنم. پارچههای امتحان استندرد نیست؛ پارچه امتحان هر فرد را جدا کردیم. هر فرد پارچه امتحانش جدا است، اگر یک پارچه را دزدی کند، تنها یک نفر را کامیاب خواهد ساخت، نی؟ مگر دلیل جدیاش در این است، برادران و خواهران که میفهمید از خاطر بی عدالتی در کانکور، اولاد و نور چشم ما، انتحار کردند، این بی عدالتی را من قبول ندارم، انشاءالله تعالی، امسال مسئله کانکور به شفافیت مورد توجه قرار میگیرد. از خواهر ما، انیتا، ابراز امتنان میکنم که مسایل دخترهای عزیز ما را ذکر کرد. مخصوصاً یک پروگرام ایجاد کار برای زنان، مورد توجه ما است. همه مسایلتان را درک کردیم، امروز چیزی را اعلان نمیکنم. مره که دیدید. یک عادت ما افغانان را معلوم کردید؛ اگر ده وعده کنم، ۹ اش را عملی کنم، باز محکم میگیرید که دهمی را عملی نکردی. از این خاطر، من طریقه کار خود را تغییر دادهام. میگویم که این چیز را وقتی که اجرا کردم، برایتان راپور میدهم؛ دیگهاش کار من است؛ امید است که این مورد قبولتان باشد، مره پس پارچه ناکامی ندهید. معلم خودش شاگرد دوامدار است، از آن خاطر از پارچه امتحان میترسد. مسایل خواهران، بسیار جدی است؛ مخصوصاً مسایل کاریابی، و کاریابی در بخش زراعت و مسایل لبنیاتی اینها را گفتید، شخصاً همراه وزیر زراعت کار میکنم؛ وقتی پروگرامهای ما آماده شد، برایتان اعلان میکنم؛ اما از توجه و هدایتتان، خاصتاً ابراز امتنان میکنم.
د لوګر په اهمیت ټول پوهېږي، ځکه د کابل امنیت ورسره تړلی دی. کابل پلازمېنه ده، خو نن زه بیا په لوګر کې دا خبره تکراروم، زما هیله دا ده چې آخري سلګۍ مې په کلي کې تېرې کړم، خو زه سرخاې ته نه شم تللی، تر هغو چې د افغانستان او لوګر ټول کلي مصون نه وي، نو ځکه که د بل څه لپاره کوښښ نه کوم، نو د ځان لپاره مې دا آرزو ده چې موږ او تاسې ټول بریالي شوو چې ټول افغانستان کې امنیت راولو. د دې معنی دا ده لکه چې جناب حنیف صاحب دا نعره وکړه، زموږ خور نعره وکړه، هغه خلک چې په ناروا لارې روان دي، لارې ته دې راشي.
راته یې وویل چې مکتب نه لرو، مخکې یې راته وویل چې زیاتره امنیه قومانداني، تعمیر نه لري، د جنګ په یوې میاشتې قیمت دا ټول تعمیرات آبادېږي. د جنګ د یوه کال په قیمت د افغانستان ټول پوهنتونونه آبادېږي. د جنګ د دوو کالو په قیمت سرکونه آبادېږي. د جنګ د درېیو کالو په قیمت د اوسپنې ټول خطونه [پټلۍ] آبادېږي. نو د خدای ﷻ لارې ته وګورئ. که افغان یئ، افغانیت ومنئ، که مسلمان یئ، اسلام ومنئ، اما په خلکو ناروا مه کوئ! او دلته مې له علماء کرامو، قومي مشرانو، خوېندو، ولایتي شوراګانو، وکیل صاحبانو او سناتور صاحبانو نه دا غوښتنه ده چې سوله یوازې په ما پورې تړلې نه ده، ثبات یوازې په ما پورې تړلی نه دی، زه مو خادم یم، تاسې زما باداران یئ، اما لاس راکړئ. لاس چې یو شي، غر یو شي، په یوه آواز راشئ چې دا خاوره مصونه کړو چې بیا وږی شوو مخ پر وړاندې لاړ شوو.
اصلي ستونزه مو څه ده؟ د افغانستان ۳۶ فیصده خلک په ورځ کې یو وار ډوډۍ خوري، که خط ته تغییر ورکړئ ۷۰ فیصدو ته رسېږي. کلي خو تاسې ته معلوم دي! د بېوزلۍ معنی څه ده؟ ورځ کې یو وار ډوډۍ خوړل، دوه وارې که درې وارې؟ په کال کې یوه جوړه کالي اغوستل، دوه جوړه که کافي کالي؟ اولاد دې مکتب ته رسولی شې، درېیم صنف ته که څلورم صنف ته که شپږم صنف ته؟ دا ټول د بېوزلۍ معنی لري!
زموږ اصلي دښمن بېوزلي ده. دا وطن بډای دی، موږ بېوزله یوو. د ځمکې لاندې خدای ﷻ هر شی راکړي. غوره اوبه یې راکړې، ښه ځمکه یې راکړې، ښه ولس یې راکړی، خو بې امنیتي ستونزه جوړه کړې. زما غوښتنه له تاسې دا ده چې راشئ وحدت وساتوو، خپل ملي وحدت باندې وویاروو او هغه اشخاص چې سیاسي مشکل لري، خو لاره یې سیاست دی، سبا راشئ، انتخاباتو کې ودرېږئ، که دې ولس درته رایه درکړه، اول به زه دا لونګۍ ستاسې په سر کېږدم. مګر که ولس مو نه مني په زور په افغان باندې څوک کار کولای شي؟ په زور هېڅوک څه نه شي کولای. علماء کرام دې کنه، درته مې وویل چې [خندا] په زور کار نه کېږي.
له ما یوه خارجي پوښتنه وکړه چې دا افغانان څوک دي؟ ما ورته وویل چې اشرف غني ضرب د دېرش میلیونو. ویل یې معنی یې څه ده؟ ما ورته وویل چې په ما څه منلې شې؟ ویل یې نه! ما ورته وویل چې په یوه افغان یې هم نشې منلی! [خندا]. اما موږ هغه خلک یوو چې په مېلمه پالنه کې په دنیا کې بېساري یوو. هغه څوک چې د مېلمه په حیث راشي غېږ ورته خلاصوو، که نیمه ډوډۍ لرو ورسره یې تقسیموو. راشئ چې خپل دود او دستور او د اسلام د مبین دین شرایط درک کړو او په ګډه مخکې ولاړ شوو.
بیا هم زه زیاته مننه کوم او هیله ده چې وخت په وخت راته اجازه راکړئ چې بیا لوګر ته راشم.
په خیر اوسئ!
تل دې وي افغانستان!
پاینده باد افغانستان!