د بېرته راستنېدو حق: د کډوالۍ ستراتیژیک مدیریت او د ټولنیز تړون بیارغونه
(د کډوالو د نړیوالې ورځې په مناسبت پیغام)
مهم ټکي:
- د کډوالو راستنېدل: میلیونونه کډوال بېرته هېواد ته راستانه شوي او د راستنېدو دا لړۍ په بریالیتوب سره دوام لري.
- داخلي بې ځایه شوي (IDPs): د ځانګړو پروګرامونو له لارې خپلو اصلي مېنو ته د بې ځایه شویو هېوادوالو د ستنولو هڅې.
- سیمه ییزه ډیپلوماسي: له ګاونډیو هېوادونو سره د کډوالو د حقونو د خوندیتوب په موخه د دوه اړخیزې همکارۍ پیاوړتیا.
- ملکیت او بنسټونه: د ځمکو د غصب د ستونزو حل او د راستنېدونکو لپاره د ښارګوټو د زیربناوو رغول.
- کاري کډوالي: په بهر کې د افغان کډوالو د حقونو د ساتنې په موخه د کونسلګریو د ظرفیت او واکونو لوړول.
- نړیواله ونډه: له نړیوالو شریکانو څخه د افغان پناه غوښتونکو د حقونو د مراعاتولو او خوندیتوب غوښتنه.
- د راستنېدو چټکتیا: هېواد ته د بېرته راستنېدونکو کډوالو په کچه کې د پام وړ او بې سارې چټکتیا.
- ملي یووالی: د ټولو افغانانو لپاره د یو خوندي او ګډ کور په توګه د افغانستان بیا رغول.
٣٠ جوزا ١٣٩٤
بسم الله الرحمن الرحیم. السلام علیکم و رحمةالله و برکاته!
روز ٣٠ جوزا، روز جهانی مهاجرین، برای دولت و مردم افغانستان اهمیت خاصی دارد، زیرا افغانستان کشوری است که میلیونها تن از اتباع آن به سراسر جهان مهاجر شدهاند. اگر چه در طی پانزده سال گذشته، شش میلیون مهاجر ما به وطن خود باز گشته و بیشترشان زندگی موفقیتآمیزی را از سر گرفتهاند، ولی باز هم میلیونها تن دیگر هنوز در کشورهای دیگر اقامت دارند.
زموږ ټوله هڅه باید دا وي چې هېڅوک په افغانستان کې له خپل کور او کلي وتلو ته مجبور نه شي. فعلاً د افغانستان په داخل کې هم په سلګونو زره بې ځایه شوي لرو چې ظلم او جګړې در په دره او پرېشانه کړي دي. د داخلي بې ځایه شویو له کورنیو سره د ملي او بینالمللي موسسو له خوا عاجلې مرستې کېږي او د مهاجرینو او عودت کوونکو د چارو وزارت همدا اوس په خپل سل ورځنی پلان کې په نظر کې لري چې د داخلي بې ځایه شویو په باره کې مفصله مطالعه وکړي، څو د دقیقې سروې او مطالعې په اساس په هغو لارو چارو غور وکړو چې دغه کسان بېرته خپلو کلیو او کورونو ته ستانه شي. بې ځایه شویو کورنیو ته د مرستو رسول او د هغو عواملو ختمول چې دوی یې د کور کلي پرېښودو ته مجبور کړي، زموږ مهم اهداف دي.
بیش از نود و پنج درصد از مهاجران افغان در دو کشور همسایه ما، ایران و پاکستان، به سر میبرند. من از مردم و حکومتهای هر دو کشور تشکر میکنیم که میلیونها هموطن ما را در خاک خود پذیرا گردیدند. همچنین از کمیشنری عالی ملل متحد و سازمانهای انساندوستانه تشکر میکنم که در سختترین شرایط دست مهاجران ما را گرفته و به آنان مساعدت کردهاند.
در سفر گذشتهام به جمهوری اسلامی ایران، هر دو طرف به توافق رسیدیم که برای بررسی امور مهاجرین، کمیته مشترکی ایجاد گردد. این کمیته در ایران روی مشکلات مهاجرین افغان کار خواهد کرد. من از رهبر جمهوری اسلامی ایران تشکر میکنم که فرمان داد تا کودکان مهاجرین افغان حق ورود به مکاتب و مدارس آن کشور را داشته باشند. برای برگشت داوطلبانه مهاجرین، تمدید مدت اقامت، و دریافت جواز کار، با جهت ایرانی در ارتباط هستیم تا به توافقهایی برسیم.
موږ له پاکستاني مقاماتو هم مننه کوو چې د هغو مهاجرینو د راجسټر کولو په برخه کې یې راسره موافقه وکړه چې راجسټر شوي نه دي او د سندونو نشتوالي ورته مشکلات پیدا کولای شي. په پاکستان کې به د ناثبت شویو مهاجرو د ثبتولو کار په همدې روان اوړي کې پیل شي. د یادولو ده چې په پاکستان کې د افغان مهاجرو د استوګنې موده د روان میلادي کال تر پایه پورې بشپړېږي. هیله ده چې د افغانستان خاصو شرایطو ته په پام سره د پاکستان حکومت د دې مودې تمدیدلو ته اقدام وکړي.
که څه هم په تېرو کلونو کې اکثرو راستانه شویو مهاجرو په خپل هیواد کې کامیاب او خوشحاله ژوند پیل کړی دی او همدا اوس د هیواد یو لوی شمېر سیاستوال، متخصصان او متشبثان هماغه کسان دي چې په کلونو کلونو د مهاجرو په حیث په نورو هیوادونو کې اوسېدل، خو ځینې راستانه شوي مهاجر تر اوسه پورې په غیر عادلانه شرایطو کې ژوند کوي. د دوی کورونه او جایدادونه نورو قبضه کړي او حقونه یې پایمال شوي دي. دغه راز یو شمېر هغه ښارګوټي چې باید راستانه شوي وطنوال په کې اوسېدلای، د لازمو تاسیساتو د نشتوالي په وجه د استوګنې وړ نه دي او یا یې زورمندان ځمکې قبضه کړې دي چې دغه وضعیت ته باید د پای ټکی کېږدو.
بنا بر اهمیتی که مسئله مهاجرین برای حکومت افغانستان دارد، دو ماه قبل، در شورای عالی وزیران فیصله گردید که «کمیسیون عالی مهاجرین» ایجاد شود. من خود ریاست این کمیسیون را بر عهده خواهم داشت، و میخواهم با مشارکت جهتهای ذیدخل، به مشکلات مهاجرین و همچنان بیجاشدگان داخلی رسیدگی کنیم.
د خلیج د غاړې په عربي هیوادونو کې تر نیم میلیون ډېر افغانان ژوند کوي. په سعودي عربستان کې شاخوا درې سوه زره افغانان د اسنادو مشکل لري. سعودي حکومت راسره منلې ده چې خپلو دغو وطنوالو ته افغاني پاسپورټونه ورکړو. دغه راز د خلیج د غاړې په هیوادونو کې د خپلو وطنوالو د کار د شرایطو د بهتري لپاره په هڅو بوخت یوو.
موږ اراده لرو چې د خپلو دغو وطنوالو د مشکلاتو د کمولو لپاره په کوربه هیوادنو کې د خپلو کونسلګریو ظرفیت او صلاحیت زیات کړو. په نورو هیوادونو کې د افغان اتباعو له حقونو نه دفاع د دولت یوه اساسي وجیبه ده. مهاجر ځینې حقوق لري چې دنیا په رسمیت پېژندلي دي. زموږ ټوله هڅه به دا وي چې مهاجر مو له خپلو حقه حقونو برخوز وي او داسې زمینې مساعدې شي چې ماشومان یې تعلیم وکړي او مهارتونه حاصل کړي.
همچنین قابل یادآوری است که هزاران افغان در کشورهای اروپا، استرالیا، کانادا، ایالات متحده و سایر کشورها به حیث مهاجر اقامت دارند، و از مهماننوازی و خدمات آنان مستفید شدهاند؛ اما در این اواخر شماری از پناهجویان افغان به علت نداشتن اسناد و مدارک با خطر اخراج روبهرو هستند. خواهش من از آن کشورها این است که با در نظر داشت مشکلات کشور ما در سال جاری، از اخراج پناهجویان صرف نظر کنند.
داستان مهاجرین ما، بخشی غمانگیز از تاریخ معاصر است. میلیونها افغان در طی چندین دهه مجبور بودهاند به دور از خانه و کاشانهی خود زندگی کنند و سختیهای مهاجرت را متحمل شوند، و متأسفانه این وضعیت هنوز به پایان نرسیده است. ولی تصمیم و فیصله جدی ما این است که افغانستان را بار دیگر به خانه مشترک و باامن همه افغانها تبدیل کنیم، و آیندهای را سامان بدهیم که دیگر هیچ هموطنی مجبور نباشد که به دور از میهن خود زندگی کند، و این آینده به توفیق خدا دور نخواهد بود. در تمام سال میلادی گذشته، هفده هزار مهاجر به وطن عودت کردند، اما در سال میلادی جاری، تنها در شش ماه نخست، چهل و دو هزار هموطن ما به کشور برگشتهاند. آمارها نشان میدهد که روند بازگشت مهاجرین به کشور، چندین برابر شتاب گرفته است.
افغانان که هر چېرته اوسي، خپل وطن نه هېروي. زموږ ادبیات د وطن د مینې له احساساتو او د پردیسۍ د ترخو تجربو له بیانه مالامال دي. زموږ خلک تر بل هر چا په دې حقیقت ښه پوهېږي چې: پردۍ وطن د مېړو قدر کموینه!
د یوې داسې سبا په هیله چې نه یوازې په افغانستان کې بلکې په هېڅ ملک کې هېڅوک د وطن پرېښودلو ته مجبور نه شي.
تل دې وي افغانستان!
زنده باد افغانستان!