داکتر اشرف غنی
داکتر اشرف غنی

سلامت محیط‌زیستی: تهدابی برای رفاه ملی و تاب‌آوری اقلیمی

سلامت محیط‌زیستی: تهدابی برای رفاه ملی و تاب‌آوری اقلیمی

(پیام به مناسبت روز جهانی حفاظت از محیط زیست)

نکات مهم:‌ 

  • چالش‌های اقلیمی: افغانستان با تغییرات شدید جوی، خشکسالی و پیامدهای ناگوار محیط‌زیستی روبروست.
  • حکومتداری محیط‌زیستی: تبدیل "روز محیط زیست" به "هفته محیط زیست" در تقویم رسمی جهت افزایش آگاهی عامه.
  • کنترل آلودگی‌ها: مبارزه با آلودگی هوا، آب، خاک و صدا به منظور حفاظت از سلامت تمامی موجودات زنده.
  • زیربناهای شهری: بهبود حمل و نقل عامه و ممنوعیت ورود تیل بی‌کیفیت برای کاهش گازهای گلخانه‌ای.
  • تحول فرهنگی: کاهش استفاده از پلاستیک و احیای سنت‌های دیرینه‌ و فرهنگ سازگار با محیط زیست.
  • سرمایه‌گذاری‌های ستراتیژیک: تخصیص ۱.۵ میلیارد دالر برای شبکه‌های آبیاری، بندها، کاریزها و زیربناهای سبز.
  • جنگلات و کمربند سبز: حفاظت از جنگل‌ها و ایجاد کمربند سبز به مساحت ۱۰ هزار هکتار در اطراف کابل.
  • مسئولیت شهروندی: سهم‌گیری فعال شهروندان، رسانه‌ها و جامعه مدنی در امر حفاظت از محیط زیست.

 

۱۵ جوزا ۱۳۹۴

بسم الله الرحمن الرحیم

قدرمنو وطنوالو!

د جون پنځمه نېټه چې د جوزا له پنځلسمې سره سمون خوري، د ژوند د چاپیریال جهاني ورځ ده.

د ژوند د چاپیریال بهتري د ټول بشریت او بلکې د ځمکې په مخ د ټول حیات لپاره خاص اهمیت لري او زموږ لپاره یې اهمیت ځکه زیات دی چې د ژوند د چاپیریال د خرابوالي په وجه اقلیمي تغییراتو زموږ په هیواد باندې نسبتاً زیات منفي اثر اچولي دي.

د جوزا په همدې روانه میاشت کې د بدخشان په ځینو سیمو کې پنځه ساعته سر په سر واوره وورېده چې دغسې غیرمعمولي ورښتونه ژوند او زراعت ته تاوان رسوي.

د افغانستان په جنوب کې له ۱۳۷۵ کال راهیسې له اوږدې وچکالۍ سره مخ یوو چې د کوکنارو د کرلو او د جرمي اقتصاد د زیاتېدلو یو لوی علت یې ګڼلای شوو.

دغه راز په کابل کې اوس د مني او ژمي په موسمونو کې کله نا کله هوا دومره ناپاکه شي چې ان په پنځه مترۍ کې یو شی سم نه لیدل کېږي.

برای تقویت فرهنگ حفاظت از محیط زندگی و برای این که توجه به این فرهنگ افزایش یابد، حکومت افغانستان فیصله کرده است که «روز محیط زیست» در تقویم رسمی را به «هفته محیط زیست» تبدیل کند و پس از این هر سال از پانزدهم جوزا تا بیست و یکم آن، اداره ملی حفاظت از محیط زیست افغانستان و سایر ادارات از طریق پروگرام‌های مختلف، هفته محیط زیست را تجلیل کنند تا در این قسمت، بیداری اجتماعی تقویت شود و روند مبارزه با مشکلات محیط‌زیستی سرعت یابد.

مشکلات محیط‌زیستی یعنی آلودگی خاک، هوا و آب، زندگی انسان، حیوان و نبات را با خطر مواجه می‌سازد.

د هوا ککړتیا د ګڼو کسانو د مرګ مستقیم یا غیرمستقیم عامل دی. د دنیا په نورو هیوادونو کې د ښارونو د هوا د پاکوالي په برخه کې کامیابي تجربې شوې دي چې موږ ورنه استفاده کولای شوو.

مثلاً په عمومي ترانسپورت باندې سرمایه ګذاري د دې سبب کېږي چې خلک په بسونو کې تګ راتګ ته ترجیح ورکړي او په لویو ښارونو کې د لارو بندېدل او د موټرو لوګي کم شي. د هوا د پاکوالي لپاره هیوادوالو ته ډاډ ورکوو چې د بد کیفیته تېلو واردولو ته به په هېڅ وجه اجازه ورنه کړو.

موږ په دې برخه کې کامیاب شوي یوو او د بې کیفیته تېلو د مخنیوي لپاره چې نه یوازې د ماشینونو عمر کموي بلکې د وژونکو ناروغیو سبب ګرځي، هر ډول قانوني اقدام ته چمتو یوو.

در افغانستان برای کاهش آلودگی‌های صوتی به اقدامات جدی ضرورت است. این آلودگی که امراض روحی و جسمی تولید می‌کند، در شهرهای ما زیاد است. در شهرهای ما از صداهای هارن‌های بلند تا استفاده بی‌شمار از لاودسپیکرها عوامل مختلف آلودگی‌های صوتی موجودند. بعضی‌ها به خود حق داده‌اند که در مراسم عروسی یا مناسبت‌های دیگر تا نیمه‌های شب از لاودسپیکرها استفاده کنند و پروای خواب دیگران را نداشته باشند.

هموطنان عزیز!

آلودگی آب که همه‌ساله باعث مرگ میلیون‌ها انسان در جهان می‌شود، یکی از مشکلات بزرگ مردم ما است. در شهرهای کشور اکثر مردم آب آشامیدنی پاک ندارند و در قریه‌ها این مشکل بیشتر است.

د خاورو چټلوالی د ژوند د چاپیریال یو بل مشکل دی چې زموږ لوی ښارونه او په تېره بیا کابل ورسره مخامخ دی. اوس د کابل کوڅې د مني د پاڼو په شان له پلاستیکي کڅوړو ډکې دي چې د خاورې د زهرجن کولو یو لوی عامل یې بللای شوو.

په کابل کې به د منځني عمر کسانو یاد وي چې د انګورو یوې چېلۍ به ټوله حویلۍ پوښلې وه، خو اوس داسې مثالونه کم وینم، ځکه د خاورې او هوا پاکوالي ته صدمه رسېدلې ده.

د هغو سیلانیانو په سفرنامو کې چې تر څلور، پنځه لسیزې پخوا پورې کابل ته راغلي ، د کابل د نیلي آسمان او پاکې هوا ډېر تعریفونه شوي دي خو اوس نه آسمان هغسې لاجوردي دی او نه هوا پاکه ده.

پخوا به دوکاندارانو کاغذي کڅوړې جوړولې او په هغو کې به یې مشتریانو ته سودا ورکوله. دغه راز په ښاري کورنیو کې به ټوټه یي کڅوړې د سودا د راوړلو لپاره استعمالېدلې، خو اوس یې ځای تر ډېره حده پلاستیکي کڅوړو نیولی چې صحت او چاپیریال ته تاوان پېښوي.

اوس د نانوایي ډوډۍ هم د ټوکر په ځای معمولا په پلاستیکي کڅوړو کې راوړل کېږي چې پکار ده دغه دود پرېږدو او خپل هېر کړی فرهنګ را ژوندی کړو. پلاستکي کڅوړې چې هر څوک یې په بې احتیاطی سره هر لور ته اچوي د خاورې د ناپاکۍ سبب کېږي.

برای انکشاف فرهنگ نگهداری محیط زیست، معارف، رسانه‌ها و جامعه مدنی می‌توانند نقش مهمی داشته باشند. برای داشتن محیط زیست سالم، فضاهای سبز بسیار مهم است. دولت اراده دارد که در چهار - پنج سال آینده، یک و نیم میلیارد دالر برای بازسازی و انکشاف شبکه‌های آبیاری، بندها و کاریزها هزینه کند.

این اقدامات نه تنها به اقتصاد و زندگی دهقان‌ها کمک می‌کند؛ بلکه محیط زیست نیز با آن بهتر می‌شود. در گذشته، سه فیصد خاک افغانستان پوشیده از جنگل بود اما در سال‌های اخیر به ٢.٦ فیصد کاهش یافته است. جنگل‌ها که جلو لغزش خاک و جاری شدن سیلاب‌ها را می‌گیرد، باعث پاکی و تصفیه هوا نیز می‌گردد.

بدین جهت حکومت اراده قوی دارد که برای حفظ، احیا و انکشاف جنگلات، از قطع غیرقانونی جنگلات طبیعی جلوگیری کند و جنگل‌های تخریب‌شده را بار دیگر سرسبز نماید. همچنین حکومت می‌خواهد که از تخریب علفچرها و سبزه‌زارها جلوگیری نماید و در چهار - پنج سال آینده پنجاه هزار هکتار علفچرهای تخریب‌شده را بار دیگر احیا و به حالت اصلی‌شان باز گرداند.

حکومت مصمم دی چې د کابل ښار چارچاپېره د لس زره هکتاره ځمکې په مساحت یو شین کمربند ایجاد کړي، څو په دې ډول د هوا له پاکوالي سره مرسته وشي. دې ته ورته اقدامات د هیواد د نورو ښارونو لپاره هم په نظر کې لرو.

د خاورو، اوبو او هوا پاک ساتل او د ځنګلونو، ورشوګانو او شین چاپېریال خوندي کول زموږ ټولو ملي، اخلاقي او انساني وظیفه ده. موږ هر یو باید برخه په کې واخلو او د خدای پاک له نعمتونو سره بې انصافي ونه کړو.

شیخ سعدی علیه الرحمه فرمایی:

ابر و باد و مه و خورشید و فلک در کارند
تا تو نانی به کف آری و به غفلت نخوری
همه از بهر تو سرگشته و فرمانبردار
شرط انصاف نباشد که تو فرمان نبری

بار دیگر، از تمام هموطنان خویش تقاضامندم که در حفاظت محیط زیست که زمینه‌های زندگی سالم و صحی را فراهم می‌کند با دولت همکاری نمایند. داشتن محیط زیست سالم و صحی، وجیبه انسانی و اخلاقی همه ما است. یک جامعه پیشرفته در کنار تقویت اخلاق، علم و تکنالوژی، به محیط سالم و صحی ضرورت دارد. از تمام دست‌اندرکاران ادارات حفاظت از محیط زیست و وزارتخانه‌های مربوط به خاطر محافل آگاهی‌دهی در مورد اهمیت محیط زیست و اقدامات مناسب‌شان در این زمینه، قبل از قبل سپاسگزارم.

زنده باد افغانستان!
تل دې وي افغانستان