ملي امنیت، سیمه ییزې اړیکې او د سولې دفاع: د شاه شهید له پېښې وروسته ملت ته وینا
مهم ټکي:
- ملي هوډ: د قربانیانو درناوی او د هیواد د دفاع لپاره د کلک هوډ بیا ځلي څرګندول.
- امنیتي ځواکمني: د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د امنیتي خلا په ډکولو کې د افغان ځواکونو بریالیتوب.
- د حقیقت بربنډېدل: د ملا عمر د مړینې تثبیت او د جګړې تر شا د درواغو او تزویر افشا کول.
- د تروریزم تعریف: یو فراميلي ګواښ چې هدف یې د دولتونو او ټولنو له منځه وړل دي.
- د دښمن تکتیکي بدلون: په جګړه کې له ماتې وروسته، د ملکي خلکو پر وړاندې ښاري ترهګرۍ ته د دښمن مخه کول.
- د پاکستان په وړاندې سیاست: له پاکستان سره د اړیکو مشروطول د ترهګرۍ پر وړاندې د هغه هیواد په عملي ګامونو پورې.
- د سولې دریځ: سولې ته ژمنتیا، خو د بهر څخه د صادرې شوې او تپل شوې جګړې ردول.
- اسلام او قانون: د ګډوډۍ او بغاوت پر وړاندې د قانوني او اسلامي نظام ننګه او دفاع.
نحمده و نصلی علی رسوله الکریم أما بعد، فأعوذ بالله من الشیطان الرجیم.
بسم الله الرحمن الرحیم
السلام علیکم!
قدرمنو وطنوالو، په تېرو څو ورځو کې په هیواد او سیمه کې ځینې مهم تحولات راغلي دي. د افغانانو پر خلاف د جنګ په شیوه کې تغییرات راغلي او د سولې د بهیر په اړه نوي سوالونه مطرح شوي دي. دغه راز خلک غواړي پوه شي چې د افغانستان او پاکستان روابط په کومه خوا روان دي؟ غواړم په همدغو موضوعاتو خبرې وکړم. البته تر هر څه اول د وروستیو پېښو د ټولو شهیدانو روح ته دعا کوم، زخمیانو ته عاجله شفا غواړم او داغدارو کورنیو ته تسلیت وایم.
شما حتماً به یاد دارید که پیشبینی ما و همه کسانی که با شرایط کشور و منطقه آشنایی داشتند، این بود که سال جاری سختترین سال بعد از آغاز پروسه بُن خواهد بود. دلیل آن بسیار روشن است؛ خروج بیش از یکصد هزار نفر از مجهزترین نیروهای نظامی جهان از افغانستان، و تعلق گرفتن همه مسئولیتهای مقابله با تهدیدات به نیروهای دفاعی و امنیتی کشور، تحولی نبود که برای کسی قابل پیشبینی نباشد. کسانی از بیرون پیشبینی میکردند که افغانستان شاید حتی برای چند روز محدود هم تاب مقابله با این وضعیت را نداشته باشد. دشمنان ما از مدتها منتظر بودند که چنین خلایی در کشور پدیدار شود و آنان آخرین تلاش خود را برای براندازی نظام افغانستان به خرج دهند. اما آن چه در عمل اتفاق افتاد، این بود که رویاهای شوم همه بدخواهان نقش بر آب شد. نیروهای امنیتی و دفاعی ما که از همهشان ابراز امتنان میکنم و به خصوص از جناب (حنیف) اتمر که روزانه نقش هماهنگکننده جنگ را ایفا کرد و هم تعهدشان به صلح هیچ گاه مورد شک نبود و قدمهای بزرگی را برداشت؛ جای خالی همه نیروهای خارجی را پر کردند و به تهدیدات دشمنان پاسخ دندانشکن میدهند. در اینجا اجازه بدهید تا از فداکاری و ایثار این فرزندان شجاع و با ایمان کشور سپاسگزاری نمایم؛ از سرباز تا جنرالی که حس وطنپرستی خود را روزانه و باربار تثبیت میکنند.
په وروستیو کې په سیاسي ډګر کې یو مهم تحول دا و چې معلومه شوه ملا عمر ژوندی نه دی. دا زموږ اطلاعاتي دستگاه وه چې د ملا عمر مړینه یې تثبیت کړه او دروغ او تزویر یې افشا کړل. دغه پېښه که له یوې خوا د افغانستان د استخباراتي دستگاه قوت او په خپل کار کې پخېتګي ښيي، له بلې خوا یې هغه حقیقت یو ځل بیا ثابت کړ چې په افغانستان کې د بل چا لپاره جګړه روانه ده او هغه څوک چې امیرالمومنین بلل کېږي او په ظاهره جګړه د ده لپاره او د ده په قومنده ده، ممکن هېڅ وجود ونه لري.
مشکل تروریزم یک مشکل گسترده و فراگیر است. حملات انتحاری در افغانستان، عربستان سعودی، عراق، سوریه، ترکیه و سایر کشورهای مسلمان، همه از یک نوع است. این حملات هیچ هدفی را تعقیب نمیکنند، جز براندازی دولتها و از میان برداشتن نظام دولتداری در منطقه. به همین دلیل بود که نشست بزرگ علماء دینی در مکه مکرمه آن را محکوم کرد. ما به تلاشهای خود برای غلبه بر این مشکل ادامه میدهیم، و چنان که در کنفرانس شانگهای در روسیه نیز گفتم ما در صدد شکلدهی اجماع و همکاری موثر منطقهیی در این زمینه هستیم.
حملات زنجیرهیی اخیر در کابل و سایر ولایات، نشان میدهد که شکل جنگ تغییر کرده است. دشمن پیش از این برای سیطره بر زمین میجنگید، تا نوعی پیروزی را برای خود رقم بزند، اما اکنون که ستون فقرات آن در میادین جنگ در هم شکسته است، از روی درماندگی، به حملههای ذلیلانه به جان مردم بیدفاع ما در شهرها روی آورده است، تا روحیه و امید مردم ما را نشانه بگیرد.
در گفتگوی دیشبم با صدراعظم و لوی درستیز پاکستان، واضح ساختیم که آن کشور به حیث یک دولت باید آنچنان که تروریزم را برای خود تعریف کرده است، در ارتباط با افغانستان نیز به همان اصول پابند باشد. در سفری که در ماه نوامبر سال گذشته به پاکستان داشتم، ما آمادگی کامل خود را برای صلح اعلام کردیم و واضح ساختیم که این صلح دو بُعد دارد، یک بُعد آن صلح با پاکستان است تا جنگ اعلام ناشدهی ۱۳ سال گذشته با افغانستان خاتمه یابد و بُعد دیگر آن با طالبان. روی فرصتها و تهدیدات مشترکی که وجود داشت بحث کرده و به طرف پاکستانی به وضاحت گفتم که فرصت به وجود آمده، میان دو کشور، دریچهای است که گشوده شده. بستگی به اراده و ظرفیت دولتمردان پاکستانی دارد که بخواهند این دریچه گشودهتر شده به دروازه، راهرو، پیادهرو، یا حتی شاهراهی دایمی تبدیل شود، یا اینکه کاملاً مسدود گردد.
در ده ماه گذشته نشان دادیم که از طرف ما هم اراده و هم ظرفیت کافی برای این امر وجود دارد. ما تحلیل را با طرف پاکستانی شریک ساختیم تا هر دو طرف به مقابله هدفمند و سرتاسری با تروریزم برویم و بساط خشونت را از هر دو کشور برچینیم. در تمام این مدت منتظر بودیم تا طرف پاکستانی، اراده و ظرفیت خود را در عمل نشان بدهد؛ اما پاکستان هنوز شاهد برپایی اجتماعیاتی است که ایادی مزدور از آنجا به ما پیام جنگ میفرستند. حوادث دو ماه اخیر به طور عام، و روزهای اخیر به طور خاص، نشان داد که هنوز لانههای تربیت انتحاری و فابریکههای ساخت بمبهایی که مردم بیگناه ما را به خاک و خون میکشند، مثل گذشته در آن کشور فعال است.
همان گونه که انفجار پشاور و قتل صدها کودک بیگناه، یک نقطه عطف در تاریخ آن کشور شمرده شد، حوادث اخیر کابل و برخی ولایات، برای ما نیز یک نقطه عطف است. اکنون حقانیت ما برای کشورهای منطقه به ثبوت رسیده است. همه میدانند که ما صادقانه برای رسیدن به صلح تلاش کردیم. تصامیمی که دولت پاکستان در هفتههای آینده میگیرد، میتواند بر روابط دو کشور در دهههای آینده تأثیرگذار باشد، زیرا مصونیت مردم و منافع افغانستان، اساس روابط ما است. ما نمیتوانیم بیش از این شاهد به زمین ریختن خون مردم خود در جنگی باشیم که از بیرون صادر و بر مردم ما تحمیل میشود.
شب گذشته، صدراعظم پاکستان وعده سپرد که به مقامهای آن کشور هدایت دهد تا یک پلان عملی برای مقابله با تروریزم تهیه شود و در سفری که هیئت افغانی در روز پنجشنبه آینده به آن کشور دارد، روی نحوه تطبیق آن توافق و فیصله صورت بگیرد. موږ د سولې امید درلود، خو د پاکستان په قلمرو کې زموږ په خلاف د جنګ اعلان کېږي، دا په حقیقت کې له یوه ګاونډي ملت او هیواد سره څرګنده دښمني ده.
زه د پاکستان له ملت او دولت نه پوښتنه کوم چې که فرضاً یوه ډله دغسې یو قتل عام چې د کابل په شاه شهید کې وشو، په اسلام آباد کې ترسره کړي او دغه ډله د افغانستان په خاوره کې پناهگاه ولري او زموږ په لویو ښارونو کې یې دفترونه او د روزنې مرکزونه وي، ستاسې عکس العمل به څه وي؟ آیا بیا به موږ ته د دوستانو په سترګه ګورئ، که د دښمنانو؟
موږ له هغو طالبانو چې د خپل وطن تباه کول او د خپلو وطنوالو وژل نه غواړي، غوښتنه کوو چې د جګړه مارو او باغیانو له صفونو ځانونه رابېل کړي او له خپل ملت سره یوځای شي. نن ورځ هغه امکانات چې باید فابریکې ورباندې جوړې شي، شفاخانې ورباندې ودانې شي او ځمکې ورباندې خړوبې کړو، د وطن په دفاع او د نورو له خوا په صادر شوي جنګ لګوو.
د افغانستان ټول خلک مسلمان دي او اسلام د اختلاف موضوع نه ده. د افغانستان نظام پر اسلام مبني دی او لکه څنګه چې د ځینو لویو محققانو تحقیقاتو ثابته کړې ده، زموږ اساسي قانون له دې نظره د بل هر ګاونډي هیواد تر اساسي قانون زیات دی. علماء کرام پوهېږي چې د اسلامي فقهې له نظره، د نظام ثبات حتی که نظام ناقص هم وي، تر بې نظامۍ او ګډوډۍ بهتر دی. اسلام د ټولنې د ثبات دین دی. هغوی چې په یوه مسلمانه ټولنه کې د بېثباتۍ او ناامنی او مسلمانوژني هڅه کوي، د شریعت له احکامو سره سم باغیان او محارب دي.
پرسش اساسی این است که چگونه کسانی که این همه ادعای شریعتورزی دارند، در برابر قتل بیگناهان به این پیمانه بیپروا هستند؟ آنان به این فرموده قرآن مجید چه پاسخی دارند که در آیت سی و دوم سوره مائده میفرماید: «هر کس که شخصی را به قتل برساند بدون اینکه او مرتکب قتل شده یا دست به اقدامی تبهکارانه زده باشد، بدان میماند که گویا تمام انسانها را یکجا به قتل رسانده است»
با جنایتکاران جایی برای مدارا نیست. به محاکم و دستگاههای قضایی کشور هدایت دادهایم که با مجرمانی که دستشان به خون مردم ما آغشته است، هیچ گونه تسامحی صورت نگیرد، و کسانی که ندای صلح را با جنگ و جنایت پاسخ میدهند، شکی نداشته باشند که اشد مجازات خواهند شد.
موږ په دې پوهېږو چې له سولې سره څوک مخالفت کوي او ولې یې کوي؟ هر هغه څوک چې په جرمونو، د پوډرو په کاروبار او په ظلمونو کې یې لاس دی او هر هغه څوک چې د پردیو لپاره د افغانستان د تباه کولو نیت لري، د سولې دښمن دی. دغسې کسان له سولې وېره لري، ځکه له قانونه وېره لري او له آباد او باثبات افغانستانه په وېره کې دي. تجربې ثابته کړې ده چې کله هم سولې ته امید زیات شي، د سولې په مخالفانو اور بل شي او بیا نو وحشیانه حملو ته زور ورکړي، خو دغسې حملې به موږ نه د سولې له مقدس مقصده منصرف کړي او نه به مو دې ته وهڅوي چې جګړه مارو او شرپسندو ته امتیاز ورکړو. موږ به سوله له هغه چا سره کوو چې د انسانیت، اسلامیت او افغانیت په معنی پوهېږي او خپل وطن د پردو د ګټو لپاره نه ړنګوي.
له سیاسي قشره مو تقاضا ده چې په دې حساس وخت کې ملت متحد وساتي او خدای مه کړه، په ټولنه کې د شکونو او اختلافونو د ایجاد له لارې داسې څه ونه کړي چې ګټه یې دښمن ته ورسېږي. له نېکه مرغه افغان ځوانان تر بل هر وخت زیات د مسلح قواوو په لیکو کې د شاملېدو لیوال دي او موږ هم د دوی دغه ملي او اسلامي احساس ته په پام سره، جلب او جذب ۹ فیصده زیات کړی دی.
په اخر کې یو ځل بیا غواړم له پاکستان سره د افغانستان روابطو ته اشاره وکړم. له پاکستان سره زموږ د روابطو معیار د افغانستان ملي ګټې او د هغوی په رأس کې د افغانستان د خلکو د ژوند مصونیت دی. که زموږ خلک وژل کېږي، روابط معنی او محتوا له لاسه ورکوي چې امید دی داسې ونه شي.
زنده باد افغانستان! تل دې وي افغانستان!