از منازعه تا ثبات: فراخوانی برای وحدت و صلح در ننگرهار
خطاب به مردم شریف ننگرهار
نکات اساسی:
- وحدت ملی: یک ملت واحد افغان، فراتر از هرگونه تفرقه و تقسیمات.
- همکاری امنیتی: هماهنگی و همسویی میان مردم و نیروهای امنیتی.
- صلح و آشتی: دستیابی به صلح پایدار و با عزت از طریق گفتگو.
- حاکمیت ملی: رد هرگونه مداخله خارجی.
- اعتماد عمومی: حکومتداری مردممحور و پاسخگو بودن در برابر ملت.
- توسعه و آبادانی: بازسازی و بهبود وضعیت ولایت ننگرهار.
- اتصال منطقهای: مبدل ساختن افغانستان به مرکز و شاهراه تجارتی منطقه.
- ایثار و فداکاری: ارجگذاری به مقام شهدا و قدردانی از نیروهای امنیتی.
۲۱ سلواغه ۱۳۹۷
بسم الله الرحمن الرحیم
ډېرو درنو وروڼو، شمله ورو شینوارو، مومندو او ننګرهاریانو! قهرمانو امنیتي او دفاعي قواو، جناب مسلمیار صاحب، جناب محب صاحب، ستانکزی صاحب، ټولو مشرانو، وزیر صاحبانو، محترمې خور، معاون صاحب، تر ټولو لومړی د بشریت د ستر پېښوا تحفه در وړاندې کوم. السلام علیکم و رحمتالله و برکاته!
زه د مننې لپاره راغلی یم. د ننګرهار له ستر ولس نه، شینوارو او مومندو نه مننه کوم. په خاصه توګه، تاسې نن د افغانستان شمله جګه کړه! تاسې هغه کار وکړ چې په کلونو نه و شوی. زموږ د نیکونو او غور نیکونو د قهرمانۍ خاطرې مو بېرته را ژوندي کړې! تاسې د هغوی واقعي بچیان یئ، زه درباندې ویاړم، ټول افغانستان درباندې ویاړي او زه غواړم نن ټول افغانستان ته، د ننګرهار په استازیتوب او خاصتاً د غني خېلو له دې مرکز نازیانو ولسوالۍ نه، مبارکي ووایم.
هغه توره وریځ، هغه تور غبار، هغه جنګونه چې خلکو فکر کاوه نه خلاصېږي، خلاص شول. نن امید دی، نن بیا ټول شینواري ولسوالي شنه ده. نن بیا کرونده ده، نن بیا آبادي ده او دا یوازې ننګرهار ته افتخار نه دی، ټول افغانستان ته افتخار دی او دلیل یې دا دی چې په یوې معادلې پایلې ته رسېدلي یوو. هغه معادله څه ده؟ ولس، امنیتي او دفاعي قواوې او ټولې حکومتي ادارې په یوه خط کې په اتحاد، په اتفاق او همغږۍ درېدلي دي.
له امنیتي او دفاعي قواو هم مننه کوم. له جناب قوماندان صاحب د قول اردو، جناب لوی صاحب، جناب معاون صاحب، جناب خوشحال خان، جناب عباد صاحب، قوماندان صاحب د امنیتي، رئیس صاحب د امنیت ملي، ټول قوماندانان صاحبانو او معلومدار له ولایتي شورا ټولو مننه کوم. واقعاً نوې حماسه مو جوړه کړه. هیله ده چې لپوال صاحب په دې برخه کې خپل نوي اشعار جوړ کړي. یوه ورځ به ټول افغانستان په دې حماسې افتخار کوي. مګر خبره څه ده؟ خرابي له دې وجې وشوه چې همغږي نه وه. اوس چې همغږي راغله، په یوه قطار کې ودرېدو او واقعي مشران چې له ولس نه راپورته شوي دي، له هغو مشرانو سره موږ کار کوو. له جناب ستانکزي صاحب زه غواړم په خاصه توګه مننه وکړم. حاجي معاون صاحب یوه غوښتنه وکړه چې ملي امنیت موږ وپالي. تر ابده به مو وپالي، تر هغه چې زه ژوندی یم او تر هغه چې افغانستان وي، تاسې به پالي!
دا معادله نن په هلمند کې هم عملي کېږي، نن په کاپیسا کې هم عملي کېږي او انشاءالله تعالی زر تر زره به په ټول افغانستان کې عملي شي.
د ننګرهار د ملي امنیت رئیس صاحب له زښتو زیاتو زحمتونو مننه کوم. قوماندان صاحب د امنیتي، قوماندان صاحب د قول اردو، له درېیواړو مننه کوم چې د وروڼو په حیث مو کار وکړ، په یوه صف کې ودرېدئ او د یوه هدف چې د افغانستان عزت او سرلوړي ده، تاسې کار وکړ.
تر کرښې مو ورسول، اوس نو ننګرهار انشاءالله تعالی آرامه دی او معطل یوو چې مومندره هم زر تر زره خلاصه شي. په دې برخه کې غواړم ټولو شهیدانو ته تسلیت ووایم او کورنیو ته یې اطمینان ورکړم چې د دوی خاطرې به زموږ هېڅ وخت هېرې نه شي.
په سولې باندې وغږېدو. موږ سوله مکه معظمه کې غواړو، هغه خوره ده که د مسکو؟ نو خبره واورئ، ولس څه وایي؟ وایي مکې معظمې ته لاړ نه شول او مسکو ته لاړل، نو دې پوښتنې ته دې ځواب ورکړي. انشاءالله تعالی سوله راتلونکې ده، خو باعزته سوله، پایداره سوله، تلپایه سوله. د سولې لپاره هره ورځ زه حاضر یم چې سر ورکړم.
یوه خبره دوی کوي وایي چې دا څوکۍ ورکړه. څوکۍ خو زما د پلار او نیکه نه ده چې ور یې کړم؟ څوکۍ د ولس ده! که جایداد مې وای، بښلې به مې وای. آیا ولس ماته دا صلاحیت راکوي چې دا مانت زه چاته خوشې کړم؟ خو تاسې ووایئ کنه؟ او دلته یوه بله خبره هم ده، ځینې ګاونډیان وایي هغه افغانستان غواړو چې اشرف غني په کې نه وي، نو په دې ځان موږ له دوی سره څه کړي دي چې له موږ دومره ډارېږي؟! [خندا] زه خو د حاجي معاون معاون نیم هم نه یم! [خندا] دا ځکه چې د ماغزو نه لږ څه ډار لري چې افغان لږ څه ماغزه پیدا کړل، تدبیر یې پیدا کړ، دوی په خطر کې ولوېدل! اوبه زما د پلار یا نیکه دي که د دوی دي چې ورباندې دعوه کوي؟ جلغوزي زموږ دي که د دوی دي؟ شوکاني دا زموږ دي که د دوی دي؟
زه څه غواړم؟ زه غواړم چې هر افغان لکه زما غوندې وي، نه دا چې افغانان په بې عزتۍ کې ژوند وکړي. افغان په عمر کې د بې عزتۍ ژوند منلی چې اوس یې ومني؟ نو موږ د عزت خلک یوو او بیا مو ولیدل چې یو وار کله دې ولس ملا وتړله، نو بیا یې ټول اهداف ترلاسه کړل کنه؟ تاسې وویل حاجي صاحب نذیر چې له ولسوالۍ، ولسوال صاحب نه شو وتلی، خو نن زه ټول افغانستان ته نعرې کوم چې راشئ شینواري ولسوالۍ په سر او سترګو وګورئ. راشئ اتڼ ورسره وکړئ؛ راشئ لمونځ ورسره وکړئ؛ راشئ په جومات کې ورسره ودرېږئ؛ نو موږ پایداره سوله راولو، هغې سولې کې به د ټول افغانستان عزت وي.
طالبان که په کابل کې دفتر غواړي، دا سبا يې ورکوو. په ننګرهار کې يې ورکوو، په کندهار کې يې ورکوو. که موږ د دوی امنيت ونه ساته، موږ مسؤول. ۳۳ زره نفره په اوربند کې راغلل، پانه ورپېده؟ له دې امنيتي او دفاعي ځواکونو سره يو ځای ونه درېدل، ويل يې ورونه دي او عکسونه يې ورسره وا نه خيستل؟
ولس، ځوانان، سپين ږيري، اديبان، مېرمنې دوی سره په بحث رانغلل؟ دليل يې څه و؟ موږ يو واحد ملت يوو. افغانستان يو واحد ملت دی چې خدای (ج) پيدا کړی او زموږ ټولو پخوانيو مشرانو په څو زره کالو کې او پس له ميرويس نيکه او احمد شاه بابا په دوامداره موږ ساتلی دی. موږ خو کوم مملکت نه يوو چې خارجيانو راته جوړ کړی وي او بيا راته ووايي چې راشئ د دې خاوندان شئ.
آيا افغانانو دا مملکت په وينو نه دی جوړ کړی؟ په وينو مو نه دی ساتلی؟ په وينو مو نه دی پاللی؟ نو څوک کولای شي چې دا مملکت د کوم بل چا تر لاس لاندې راولي؟ موږ داسې ملت نه يوو چې د نورو سيطره ومنو، د نورو استبداد ومنو. هو! ملګرتيا، تجارت، پانګونه، شاعري، د ژبې تجليلول، مولوي صاحب شينوار نه پوښتنه وکړئ، دا ټول شرعي دي، په شرع کې په ګډه درېدلي يوو سره.
خبره په څه کې ده؟ خبره په دې کې ده چې زموږ ګاونډيان بايد پوه شي چې يو باثباته افغانستان، د دوی د ثبات په ګټه دی. يو روغ افغانستان د دوی د روغتيا موجب دی، يو با امنه افغانستان کې دوی ټول تجارت کولای شي او له يو بل سره تړل کېدای شو. موږ خو همېشه وايو چې د آسيا زړه يوو، په ملي سرود کې مو هم شته، مګر تاسې ته مې ثابته هم کړه چې موږ د آسيا زړه يوو که نه يوو؟ [د حاضريانو ځواب: هو!] تورخم به يې وتاره، نو په کابل به لرزه راتله. اوس که موږ تورخم وتړو، په اسلامآباد به لرزه راشي. اما موږ د تړلو خلک نه يوو، د جوړولو خلک يوو، د وصل خلک يوو.
راشئ له افغانانو سره په عزت وګورئ، وبه ګورئ چې څومره مېلمه پالنه درته کوي، څومره عزت درکوي او تر څلوېښتو کالونو پس نور وينه بس ده. وينه به پای ته رسوو او انشاءالله تعالی سوکالي به ګورو او په هغه کې به دا ځوان د افغانستان رئيس جمهور شي! نور ځوانان به راشي، يو له بل وروسته به راشي. تاسې راته په ډېر عزت پاچا وويل. کور مو ودان! مګر پاچاهي د ولس په رايه ده، جمهور رياست د ولس په رايه ده او څوک چې ولس ته خدمت نه کوي، ولس به يې وشړي. څوک چې ملت ته يوه تګلاره ونه لري، ولس به ورته غوږ ونيسي، ورته به ووايي چې مننه، خو رايه مې نه درکوم. دا به انشاءالله تعالی د عزت او د ثبات لاره وي. يو په بل پسې به جمهور رئيسان راشي، پانه به ونه رپېږي، دا ځکه چې يو ولسواک نظام کې به ثبات وي او انشاءالله تعالی آرامي به وي.
آخره خبره مې ساده ده، ځکه تاسې له ما څه ونه غوښتل، هر څه چې غواړئ په سترګو! ژمنه مې دا ده چې موږ به د دې ولسواليو آبادۍ ګورو، هر کور چې وران شوی بېرته به ودانېږي. د دې ولسوالیو په اړه، وزیر صاحبان ناست دي، په اساسي توګه به پرې پانګونه کېږي. ما جناب قمرالدین شینواري، امرخېل صاحب، ملالي شینوارې خور او نور ټاکلي دي چې دا ټول حالات وګوري او زه د دې لپاره راغلم چې ژمنه وکړم چې بيا درځم او بيا به يو آباد او هوسا همېشه بهار ننګرهار ګورو.
تل دې وي افغانستان!
يښه سين افغانستان!
پاينده باد افغانستان!
او تل دې وي د شينوارو، مومندو او ننګرهار قهرمان ولس!