داکتر اشرف غنی
داکتر اشرف غنی
متن سخنرانی اعمار صلح

صلح به مالکیت افغان‌ها، حاکمیت ملی و پایان جنگ طولانی

صلح به مالکیت افغان‌ها، حاکمیت ملی و پایان جنگ طولانی

سخنرانی به ملت در مورد صلح به مالکیت افغان‌ها، وحدت ملی و پایان دادن به جنگ جاری

نکات اساسی:‌

  • اولویت صلح: صلح هدف فوری و مشترک همه افغان‌ها است.
  • روند به رهبری افغان‌ها: مالکیت و رهبری روند صلح باید به دست خود افغان‌ها باشد.
  • رویکرد محتاطانه: صلح باید با تدبیر همراه باشد تا از تکرار اشتباهات گذشته جلوگیری شود.
  • آموزش از تاریخ: ناکامی‌های گذشته باید رهنما و عبرتی برای تلاش‌های فعلی صلح باشد.
  • هزینه بشری: جنگ برای افغان‌ها فقط رنج، مرگ و آوارگی به همراه داشته است.
  • رد خشونت: جامعه افغانستان جنگ جاری و تروریزم را نمی‌پذیرد و رد می‌کند.
  • حاکمیت و وحدت: وحدت ملی و حاکمیت ملی ارزش‌های غیرقابل معامله هستند.
  • دولت مقتدر: وجود یک دولت قوی برای تامین صلح و ثبات ضروری است.
  • حضور نیروهای خارجی: حضور نیروهای بین‌المللی موقتی و بر اساس ضرورت است.
  • پیام به طالبان: طالبان باید بین صلح و یا انزوای مداوم، یکی را انتخاب کنند.

 

۱۳۹۷ کال د سلواغې ۸

بسم الله الرحمن الرحیم

ګرانو وطوالو، محترمو خوېندو او وروڼو!

موږ غواړو چې د سولې فرصت چې د ټولو افغانانو غوښتنه ده، رامنځته کړو. دا هغه ارمان دی چې زموږ خلک ورته بې صبرانه منتظر دي، موږ نیت او کلکه اراده لرو چې د سولې بندې دروازې به خلاصوو. د سولې په برخه کې د امریکا د متحده ایالاتو کوښښونه زموږ د سولې د برنامې یوه برخه ده چې مالکیت یې د افغانستان د اسلامي جمهوریت تر چتر لاندې دی.

موږ سوله زر غواړو، په سرعت یې غواړو خو په تدبیر یې غواړو. تدبیر ځکه مهم دی چې بیا پخوانۍ تېروتنې تکرار نه شي. هغه اشتباه چې د شهید داوود خان په وخت کې وشوه دا وه چې د سیمې له سیاست نه حکومت خبر نه و او د همدې بې خبرۍ په نتیجه کې د ثور د اوومې فاجعه رامنځته شوه، دا اشتباه باید بیا تکرار نه شي.

هموطنان عزیز!

ما به خاطری به تدبیر تأکید می کنیم که از تجربه زمان داکتر نجیب الله آگاهی کامل داریم. ما همه می دانیم که او چگونه فریب داده شد. ملل متحد به وی تضمین تامین صلح داده بود؛ اما متاسفانه به فاجعه انجامید.

من به حیث یک مسوول و رهبر منتخب ۳۵ میلیون افغان از نقش فعلی منطقه و جهان آگاهی دارم و این را نیز می دانم که خطرها و تهدیدات احتمالی بعد از موافقه صلح کدام ها اند. هر افغان صلح می خواهد، بر اساس همین خواست مردم، من از روز اول حکومت خود تا امروز برای برآورده شدن این خواست مقدس ملت کار کرده ام. نباید فراموش کنیم که قربانیان جنگ افغان ها اند، بناءً ابتکار صلح نیز باید به دست افغان ها باشد.

روانه جګړه کې افغانان هم په هوایي بریدونو کې وژل کېږي او هم په ځمکني جنګونو کې. دا هېڅ افغان ته د منلو نه ده چې د سنګین په څېر دردونکې پېښې بیا بیا تکرار شي. هېڅ افغان ته د منلو نه ده چې ځوانان یې د جنګ خوراک شي او یا پردیو هېوادونو کې سرګردانه او بې سرنوشته پراته وي.

هېڅ افغان ته د منلو نه ده چې د هېواد له نوم سره یې جنګ، فقر او بدبختي یاده شي او هېڅ افغان ته د منلو نه ده چې بهرني ځواکونه یې د اوږد مهال لپاره په هېواد کې مېشت وي. هېڅ افغان نه غواړي په شفاخانه، په مکتب، در مسجد او پارک با انتحاري رو برو شود. موږ کلکه اراده لرو چې د سولې په ټینګېدو سره به د تاریخ دا تور فصل چې څلوېښت کلن جنګ دی بدلوو او د پخلاینې، آبادۍ، ترقۍ او په خپلو پښو ولاړ افغانستان نوی فصل به پرانیزو.

خویندو او وروڼو!

موږ د ځینو هېوادونو د انزوا او د ځینو هېوادونو د مرستو جلبولو طرحه د تېر کال په حمل کې د امریکا دولت ته وړاندې کړه. د دغې طرحې مثبت نتایج موږ نن هره ورځ ګورو.

د تروریزم د حامیانو له منزوي کېدو نه تر اوربنده او بیا ملت ته د سولې د پلان د وړاندې کولو پورې دا ټول هغه ابتکارات او اقدامات دي چې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت له خوا ترسره شوي دي چې د افغانستان د څلوېښت کلن بحران د ختمولو په لار کې سابقه نه لري.

په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو حضور د یوې دوه اړخیزې او نړیوالې پرېکړې په اساس دی. هېڅ افغان نه غواړي چې دوی په خاوره کې بهرني ځواکونه د اوږدې مودې لپاره پاتې شي، خو اوسنی حضور د یو ضرورت په اساس دی او په دې ضرورت همېشه غور شوی او کېږي چې د بهرنیو ځواکونو شمېر باید څومره وي او موږ هڅه کوو چې دغه شمېر د یو منظم پلان په اساس صفر ته راټیټ شي.

د پایدارې سولې د رامنځته کولو لپاره موږ واضح پلان او تګلاره لرو. تعهد ما این است که صلح را تامین می کنیم و جلو هر نوع فاجعه احتمالی و هم پاشی را می گیریم، اما ارزش های وجود دارند که غیر قابل بحث است، مثلاً وحدت ملی، حاکمیت ملی، تمامیت ارضی، دولت مرکزی قوی و کارا و حقوق اساسی اتباع کشور.

اساسی ترین اصل برای ما، اصل غیر قابل انکار و غیر قابل سازش، منافع ملی کشور عزیز ما است، و روابط ما با تمام شرکای بین المللی و منطقه یی استوار بر همین اصل است.

ما باورمند هستیم که با تطبیق شدن پروسه صلح نقش نیروهای قهرمان امنیتی و دفاعی افغانستان در پاسداری از صلح و امنیت بوده و بیشتر خواهد شد. نیروهای دلیر امنیتی و دفاعی ما برای کمک رسانی به آسیب دیدگان حوادث طبیعی بیشتر توجه خواهند کرد.

تعهد ما به صلح یک تعهد بی ریا و سُچه است، همانگونه که تلاش‌های ما به هدف تامین صلح جریان دارد، برنامه‌های انکشافی ما نیز طوری تدوین یافته است که در وسط مدت ان شاء الله به رفاه، آبادی و ترقی کشور خواهد انجامید. تنها دولت قوی و کارا متضمن واقعی عزت هر افغان است، و ملت عظیم افغانستان روی این اصل اجماع مستحکم دارند.

غواړم په وضاحت سره ووایم چې د طالبانو له خوا روانه جګړه نه وي، د میليونونو افغانانو ژوند به هوسا وي او موږ به خپلې ملي انکشافې پروژې تطبیق کړې وي، نو طالبان دوه انتخابه لري: یا به د افغانستان عظیم ملت سره په یوه غږ یو ځای کېږي یا به د پردیو د اهدافو د تطبیق وسیله ګرځي. د طالبانو له خوا تاوتریخوالی او د جنګ دوام د قوي دولت د جوړېدو مخه نیسي او دا د افغانستان د بهرنیو دښمنانو غوښتنه هم ده.

زه په طالبانو غږ کوم چې د پردیو له شومو پلانونو راووځي، خپله افغاني اراده تمثیل کړي او د افغانانو غوښتنو ته لبیک ووایي او دولت سره جدي مذاکرات پیل کړي.

یشه‌سین افغانستان!

زنده باد افغانستان!

ژوندی دې وي افغانستان!