داکتر اشرف غنی
داکتر اشرف غنی

افغانستان در چهارراه صلح، امنیت و دولت‌سازی

افغانستان در چهارراه صلح، امنیت و دولت‌سازی

مصاحبه با فرید زکریا (CNN) در حاشیه مجمع جهانی اقتصاد در داوس، سویس

نکات اساسی 

  • پروسه صلح: پایان دادن به جنگ نیازمند یک رویکرد پیچیده است.
  • دولت مقتدر: افغانستان به نهادهای قدرتمند و حاکمیت ملی نیاز دارد.
  • تهدیدات امنیتی: تروریزم و تهدیدات منطقه‌ای بر ثبات تأثیر می‌گذارند.
  • مشارکت جهانی: همکاری با متحدان بر اساس منافع متقابل استوار است.
  • نقش منطقه‌ای: کشورهای همسایه کلید دستیابی به صلح هستند.
  • رشد اقتصادی: توسعه به تجارت و منابع بستگی دارد.
  • حکومتداری خوب: نهادها و حاکمیت قانون باید تقویت شوند.
  • دموکراسی: انتخابات و انتقال مسالمت‌آمیز قدرت ضروری است.

 

داووس، سویس | ۱۳۹۷ د سلواغې ۴ - ۲۰۱۹ د جنوري ۲۴

ژباړه

فرید زکریا: اغلو او ښاغلو، ستاسې د راتګ مننه کوم. قدرمن مېلمه ته تر ښه راغلاست ویلو دمخه لازمه بولم چې د برنامې ځینې حاکم قوانین درنو حضارو ته بیان کړم. دا مرکه په سي این این (CNN) شبکه کې زما په برنامه کې هم ثبتېږي او میلیونونه نور خلک به هم دغه برنامه وویني. په ډېر درنښت له تاسې1 هیله کوم چې خپل 2تلیفونونه غلي کړئ چې د ثبت بهیر ګډوډ نه شي. دغه راز هیله ده د خپل نظر له څرګندولو او لاس پړقولو نه هم ډډه وکړئ چې نور ډېر خلک هم زموږ د ځانګړي مېلمه له پوهې او لیدلو نه برخمن شي.

هنري کسینجر ویلي، هغه خلک چې پېژندګلوۍ ته اړتیا نه لري، هغوی ډېره تمنا لري. زما په اند دا موضوع د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني په اړه صدق نه کوي. دی په اوسنۍ عصري نړۍ کې نادره او واقعي فرهنګي شخص، واقعي فکري رهبر دی. دی هغه څوک دی چې د بین المللي نظام په لوړه کچه یې کار کړی او وروسته یې د هیواد رهبري ترلاسه کړې او په دې برخه کې یې بریالی عمل کړی. اشرف غني د ویاړ ځای دی چې تاسې له ځانه سره لرو.

جمهور رئیس غني: له تاسې نه ستاسې د عالي معرفۍ له امله مننه کوم. تاسې سره د کتنې او نظرونو د تبادلې د برابر شوي فرصت په خاطر خوشحاله یم.

فرید زکریا: لومړنی موضوع چې غواړم له تاسې یې وپوښتم، یو تازه خبر دی، که څه هم چې تر دې مهاله نه دی تائید شوی. راپورونه دي چې په دوحه کې له طالبانو سره داسې هوکړې شوې چې له افغانستان نه د امریکایي ځواکونو وتل هم په کې شامل دي. یا په بل عبارت هغه هوکړه چې طالبانو هم منلې ده. آیا دا راپور حقیقت لري؟ د دغو مذاکراتو په اړه ستاسې نظر څه دی؟

جمهور رئیس غني: مننه. سوله یوه اړتیا ده. هغه جنګ چې ۱۷ کاله یې دوام وکړ، باید ختم شي. په افغانستان کې اوسنۍ جګړه څو ابعاده لري چې په مختلفو سطحو یو له بله سره تړاو لري. دا چې موږ یوه مشخصه نېټه ترلاسه کړو او په همدې ساده ګۍ فکر وکړو چې جنګ به پای ومومي، آسانه کار نه دی، ځکه افغان حکومت د امریکا متحده ایالاتونو او ناټو سره دوه اړخیزې مشروع او الزامي موافقتنامې او دغه راز د همکارۍ، سوداګرۍ او نورو برخو کې څو اړخیزه موافقتنامې لاسلیک کړي دي.

طالبان یو لړ نوري متقابلي اړیکي لري چې ژور ابعاد لري. دوی له ټولو مشهورو تروریستي ډلو سره اړیکي لري، دوی له کوکاینونو او هیروئینو نه راوروسته د ځمکې پر مخ د تر ټولو سترې جنایتکاره مافیا سره اړیکي لري. دوی د پاکستان دولت سره چې دوی (طالبانو) ته پټنځای، منابع، ملاتړ او نور چمتو کوي بنسټیزه اړیکه لري. دوی «د ملاتړي او پیرو اړیکه» له نورو سره هم لري چې د اړیکو مجموعه جوړوي.

متحده ایالات د خپلو تعهداتو د زماني جدول ارزونې ته متعهد دي، خو دا چې فکر وکړو د دوی ترمنځ دې اړیکه ایجاد شوې وي، زما په نظر اغراق آمیزه ده. موږ باید وتوانېږو چې دا اړیکه ومومو، له یوې خوا د موضوع ملي جنبه چې طالبان، خلک او افغان حکومت په کې شامل دي له سیاسي اړخه حل شي. بل پلو په افغانستان کې د تاوتریخوالي دوام او د بهرنیو ځواکونو حضور، د افغانستان په خاطر نه، بلکې د سپټمبر د یوولسمې پېښې لپاره دی چې په تخمیني ډول یې د امریکا متحده ایالاتونو دولت او ټولنې ته ۵۰۰ میلیارده ډالره زیان درلود.

له یادو اړیکو سره به زموږ چلند څنګه وي؟ موږ یوه لار نقشه او تفصیلي بحثونه لرل. باید هېره نه کړو چې زما پخوانی دوست او د متحده ایالاتونو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی سفیر خلیلزاد ونه توانېده له طالبانو سره په پاکستان کې وګوري. آیا دوحه دغه اختیار لري؟ دغه راز د ښاغلي خلیلزاد د دفتر دنده د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د مخامخ بحث او مذاکراتو لپاره زمینه برابرول دي او ورپسې به د متحده ایالاتونو د حضور په څېر په نورو پراخو موضوعاتو هم غږېږو.

فرید زکریا: تاسې وایئ، په وروستیو ورځو کې بریا نه ده ترلاسه شوې.

جمهور رئیس غني: له هغه پلوه نه، ښایي بریا وجود ولري- خبرې اترې وجود لري او د دې خبرو (محتوا) باید د دویم ځل لپاره شریکه شي. په خبرو اترو کې چې سیمه شامله نه وي، تداوم به ونه مومي. افغانستان د دې موضوع د متعدددو ابعادو له هغې ډلې ملي، د ګاونډیو هیوادونو او سیمې، له هند نه تر روسیې، خلیجي او اسلامي هیوادونو او بین المللي ابعادو سره مخامخ دی. تر هغه چې دا ټول ابعادسم درک نه کړو، یوازې یو بُعد کفایت نه کوي.

فرید زکریا: متحده ایالاتو او نورو لوېدیځو هیوادونو ته چې په ۱۷ کلونو کې یې افغانستان ته خپل ځواکونه استولي، ستاسې ځواب څه دی؟ اوسنی وضعیت له تېر سره څه توپیر لري؟ د هغوی استدلال ښایي دا وي چې په ځینو برخو کې له ناکامۍ سره مخ شوي وي.

جمهور رئیس غني: کاملاً. لومړی موضوع دا ده چې د امریکا متحده ایالات په افغانستان کې د جګړې په خاطر حضور نه لري. دا هیواد د خپل امنیت په خاطر جنګېږي. دویم موږ په دې اړه آزاده/پرانیستې مرکه وکړه. متحده ایالات د خپلواک قدرت او نړیوال ځواک په توګه د پرېښودو اختیار لري، خو له دې پرېښودو باید سم درک ولرو. آیا هغه اساسي دلایل او موخې چې له امله یې افغانستان ته امریکا راغلې، ترلاسه شوې؟ لومړی موضوع په افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتونو لګښتونه دي. موږ په بشپړه توګه له دې موضوع سره موافق یوو چې لګښتونه باید راټیټ او لا زیات مؤثریت ولري. له دې امله زما لومړني غوښتنه دا ده هر هغه څه چې واضح دي، د افغانستان د جګړې تر سیوري لاندې رانه شي. کله چې د امریکا سمندري ځواک پیسو ته اړتیا لري، کله چې د امریکا اردو او هوایي ځواک پیسو ته اړتیا لري، نو دا ټولې له افغانستان پسې لیکل کېږي. په افغانستان کې د جګړې لګښت څومره دی؟

دویمه موضوع په هیواد کې د ځواکونو شمېر دی. موږ په دې اړه بحثونه لرل او دا مورد موږ مطرح کړی و چې آیا د ځواکونو شمېر له اړتیاو سره مطابقت لري، ځکه هر امریکایي سرتېری یو میلیون ډالر کلنی لګښت لري. په دې برخه کې د لا زیات مؤثریت ایجادول د ارزښت وړ دي. موږ پوهېږو چې له یوې خوا زموږ اړیکه پر ګډو ګټو او ګډو ګواښونو استواره ده. زه هر هغه مور او پلار ته چې خپل بچیان یې په افغانستان کې له لاسه ورکړي درناوی کوم. د امریکا متحده ایالاتونو حکومت لوړ رتبه افراد د جنرال کیلي په څېر چې خپل ځوی یې په هلمند کې له لاسه ورکړ، هم په دې بهیر کې شامل دي. له یومیلیون نه زیات امریکایي نظامیانو (نارینه او ښځو) په افغانستان کې حضور لرلو. موږ د دوی ټولو قدرداني کوو، خو هغه کار مو چې په ګډه پیل کړی، باید دوام ومومي.

دریم، کله چې ما د جمهوري ریاست چارې ترلاسه کړې، سل زره بهرنیو ځواکونو هیواد پرېښود. له ۴۵ زرو نه زیات افغان امنیتي پرسونل قرباني ورکړه. سربېره پر دې په افغانستان کې د بین المللي ځواکونو تلفات ( له ۲۰۱۴ نه راوروسته) تر ۷۲ تنو کم وو. له دې امله تاسې وینئ څوک جنګېږي او دا یو دوه اړخیزه ملاتړ دی. موږ باثباته افغانستان ته اړتیا لرو چې په امریکا، اروپا او نورو ځایونو کې د امنیت د تامین لامل وګرځي، خو تر ټولو مهمه دا ده چې په سوله او همدلي کې د بنسټونو، ډیموکراټیکو حقوقو او ژوند کولو مالکان شو.

فرید زکریا: که اوسنی افغانستان په پام کې ونیسو، هغه څه چې زما د حیرانتیا لامل ګرځي دا دي چې تاسې یوه مؤثره ډیموکراسي لرئ، تاسې ټاکنو ته چمتووالی نیسئ، د جمهوري ریاست ټاکنې چې د جولای په میاشت کې ترسره کېږي، په دې وروستیو کې کومه لویه تروریستي حمله نه ده شوې او داسې معلومېږي چې د هیواد اقتصاد د پرمختګ په حال کې دی. آیا دا سمه ده چې ووایو افغانستان مخ په ښه والي دی؟

جمهور رئیس غني: افغانستان مخ په ښه والي دی. لومړی د افغان مېرمنو قدرداني کوم. اوس افغان مېرمنې د خپل قشر استازیتوب کوي. د افغانستان په ۳۳ ولایتونو کې بحثونه شوي او په وروستي هغه کې هم د ترسره کېدو په حال کې دي. ټاکل شوې په راتلونکې میاشت کې د افغان مېرمنو لومړنی جرګه جوړه شي، د افغانستان ځوانان په واقعیت کې په یوازې ځان دې پړاو ته رسېدلي دي. لطفاً درک کړئ اوسنی افغانستان د جمعیت د ترکیب له اړخه، متفاوت افغانستان دی او دریم قشر یې بېوزلان دي.

فرید زکریا: حتی د سپټمبر ۱۱ راوروسته افغانستان نه هم متفاوت؟

جمهور رئیس غني: کاملاً. موږ د جګړې له امله درې نسله له لاسه ورکړې. دا لومړی نسل دی چې د مهاجرینو او داخلي بې ځایه شویو له کمپونو نه یې د نړۍ غوره پوهنتونونو ته لار وموندله، یعنې روزنیز ظرفیت یې ترلاسه کړ. اوس موږ قادر یوو د یوې مدرنې او پرمختللې ادارې لپاره کارکوونکي استخدام کړو او هغه مخته یوسو چې پایله یې د مالکیت او مدیریت حس دی. دا نسل د شبکو هغه نسل دی چې له یوه بل سره په اړیکه کې دي. دوی خبرې کوي، دوی په ټوله کې کې رښتیني لري او په مشترکه ژبه له خپلو ټولو ګاونډیانو او بین المللي ټولنې سره خبرې کولای شي.

اقتصاد په بنسټیزه توګه تحرک موندلی، خو تر ټولو مهمه موضوع اساسي قانون دی. د جمهوري ریاست ټاکنې به د جولای په میاشت کې وشي او افغان ولس به خپل رهبر په خپله وټاکي. له ۱۷۴۷ کال نه تر هغه وخته چې زه د مخکني جمهور رئیس کرزي ځایناستی شوم، له څو استثناوو پرته هر ځایناستی له تاوتریخوالي سره مل و. په ۱۹۹۲ کې د هغه رژیم له سقوط وروسته چې شورویانو یې ملاتړ کاوه، د لوبې د قواعدو لپاره هېڅ راز توافق نه و او کابل ویجاړ شو. هیواد د هغه محرومیت او بې وزلي کندې ته ولوېد چې تر دې مهاله یې نه وه لیدلي، ولې؟ ځکه یو شمېر هغه کسان چې سره دوستان هم وو، ونه توانېدل د لوبې پر قواعدو هوکړې ته ورسېږي. اوس د لوبې قواعد زموږ په اساسي قانون کې ځای لري.

په تېرو څلور نیمو کلونو کې یوازې ۳۹۰ قوانین تصویب شوي. دا یو متفاوت هیواد دی. ډاډه یم چې موږ کولای شو د ښه والي پر لور حرکت وکړو. تر ۲۰۲۴ کال پورې به افغانستان د خپلو لګښتونو په تامین قادر وي، ځکه دوام (پایښت) اقتصادي اساس ته اړتیا لري او افغانستان داسې یو هیواد دی چې خپل لیدلوری یې د څلورلارې په توګه چې مفکورې، افراد او توکي په کې جریان مومي، ترسیم کړی دی.

۱۱۷ کاله وروسته افغانستان د منځنۍ آسیا نه جلا کېدونکی جز دی. موږ عالي اړیکه لرو. موږ خپل بنیادی شریک متحده ایالاتو، د ناټو غړو او نورو هیوادونو سره زموږ د اړیکو هر اړخ ته د یوه فرصت په توګه ګورو. د سیمې په اړه موږ د خپلو نږدې او لرې ګاونډیو سره د ښو اړیکو د ټینګولو په خاطر د یوه مثبت لیدلوري په لټه کې یو.

فرید زکریا: هغه ډول چې پوهېږئ، په متحده ایالاتونو کې د «ملت جوړولو» تر عنوان لاندې پراخ بحث وجود لري او خلک په ناچارۍ سره وايي چې «موږ ولې عراق او افغانستان ته ولاړ شو او هلته د ملت جوړولو مفکوره مطرح کړو؟» زما په نظر هغه څه چې خلک ورته ډېره اړتیا لري هغه «ملت جوړول» نه، بلکې «دولت جوړول» او «ولسواکي جوړول» دي. آیا ستاسې په نظر د افغانستان وضعیت داسې دی چې د ملت جوړولو ډول به په کې مثمر واقع شي؟

جمهور رئیس غني: مؤثر به وي، خو د بهرنیو عواملو له لارې نه. د بهرنیو مرستو په اړه باید په اساسي توګه تجدید نظر وشي. په دې برخه کې کلیدي ټکی ملي مالکیت او بین المللي مشارکت دی، له دې طرحې سره چې ډاډه شو چې نور ستاسې لپاره کار ونه کړي، بلکې مالکیت ستاسې په لاس کې دی. د بېلګې په ډول، په افغانستان کې کرنه یو حیاتي سکتور دی، خو پام ورته نه ده ورته شوی. تېر کال موږ د نړۍ په کچه د جلغوزیو ستر تولیدوونکي وو په داسې حال کې چې موږ له دې موضوع نه بې خبره وو. نړیوالو شمېرو دا په ګوته کوله چې زموږ تولید ۳۰۰۰ ټنه وو، خو په واقعیت کې زموږ تولید ۲۶۰۰۰ ټنو ته رسېده. دلیل دا وو، هر څومره جلغوزي به چې په افغانستان کې تولیدېدل پاکستان ته به تلل او له هغه ځایه به په پوره بیه چین ته صادرېدل.

موږ هوایي دهلېزونه ایجاد کړل، یوازې په تېرو درې میاشتو کې مو ۵۰۰ ټنه جلغوزي شانګهای او ۴۰۰۰ ټنه مو د استانبول له لارې نورو هېوادونو ته صادر کړي دي. دا یو ډول اساسي اړیکه وه چې سمه درک شوې ده. هغه څه چې مهم دي د سوداګرۍ اداره په یو عملي رشته بدله شوې، خو بدبختانه چې سیاسي علوم تراوسه هم د تیورۍ او نظري حالت په څېر پاتې دي او په پایله کې ملت جوړول د یوې تحصیلي رشتې په توګه تراوسه هم نه دي تحکیم شوي او موږ باید د هغې د راژوندي کولو په خاطر له نورو هغه افرادو چې په بین المللي سازمانونو کې کار کوي مرسته وغواړو. په ډېر درنښت سره زما مخکښني همکاران حرفه يي نه دي، دوی منضبط نه دي. انضباط له ډیموکراټیک حساب ورکولو نه سرچینه اخلي او ولسواکۍ یا ډموکراتیکه حسابدهي د یوه رهبر یا کارکوونکي د خواب ویلو په خاطر یو اړین امر دی. یادونې ته اړتیا ده. ځینې وختونه ماته ویل کېږي، کله چې زه په انګلیسي خبرې کوم، ځینې خلک داسې فکر کوي چې زه د پښتو، دري او اوزبیکي ژبو پر ویلو قادر نه یم، خو کله چې ما ویني په دې ژبو خبرې کوم، دوی حیرانېږي، ځکه په دې ځای کې د ارتباط ټینګولو ته اړتیا ده. لغات سره توپیر لري. اصل او کلیات مشابه خو لغات تغيیر کوي.

فرید زکریا: له هغه ځایه چې تاسې یو علمي شخصیت یاست او دا موضوعات مو مطالعه کړي اوس نو باید په واقعیت کې له هغوسره ژوند وکړئ، کوم شیان ستاسې لپاره الهام بښونکي دي؟

جمهور رئیس غني: لومړی، موضوع د مقاومت ماهیت او څرنګوالی دی. متاسفانه لندمهاله، منځمهاله او اوږدمهاله ملي ګټې تر خپل پوښښ لاندې راولي. دا مقاومت باید جدي ونیول شي. دویمه موضوع هغه چې ډېره الهام بښونکې ده، هغه مهال دی چې د یوې ولس محورې اجنډا هرکلی کېږي او بله مسئله د عادي خلکو فوق العاده توب دی. کله چې یوې مېرمن خپل درې زامن له لاسه ورکړي وي او تاسې په غېږ کې نیسي او وايي: «زما څلورم زوی هم له ما واخلئ، خو ماته عزت او وقار رابښئ.» دا په رښتیا هم هغه څه دي چې بیه یې نه شو ټاکلی، په ملیاردونو ارزښت لري. یا یو ځوان وینئ چې له تاسې سره روان وي، یوه ارزونه وکړي او خپل سر راپورته او ستاسې پر اوږو کېږدي او ووايي، « جمهور رئیس! دا زما نیکه دی» له یوې خوا د ولس او هېوادوالو مهرباني او محبت او له بلې خوا لنډه منډه کول او تنګ نظري (هغه موضوعات دي چې زما لپاره الهام بښونکي دي).

وروستۍ موضوع، ډېری بین المللي همکاران چې ماته مشوره راکوي ورغني علم او معلوماتو سره بلد نه دي. کومې مشورې چې راکوي د نولسمې، شلمې یا د شلمې پېړۍ له نیمایي سره تړاو لري. موږ باید مخکې له مخکې تحرک او خوځښت ولرو او ولس محوره عمل وکړو.

فرید زکریا: آیا لنډ مهاله لیدلوري د دې لامل شوي چې ووایئ کاش د چین جمهور رئیس یا د روسیې جمهور رئیس پوتین په څېر قدرت مو لرلای، ترڅو مو د خپل هېواد لپاره اوږدمهاله افکار او لیدلوري درلودلی؟

جمهور رئیس غني: زه د هېواد په اړه اوږدمهاله لیدلوری لرم. موږ استبدادي حکومتونه تجربه کړل. موږ په شلمه پېړۍ کې له ترټولو بد استبدادي حکومتونه لرل. موږ د شوروي سبک هم تجربه کړی دی. د هیلفینستاین په نوم یو تن چې په ۱۸۰۹ کې یو کتاب لیکلی و، دا مسئله یې سمه درک کړې وه. د هغه په خبره د افغانستان لپاره تر ټولو مناسب او ور انتخاب ولسواکه حکومتولي ده. افغانان د برابرۍ احساس لري. کله چې له نورو افغانانو که نر وي یا ښځه، غږېږم له هغوی سره د برابرۍ احساس لرم چې دا کار ما ژغوري، موږ چاپلوس او متملق نه یوو. زموږ په فرهنګ کې برابري ځای لري. د مراتبو د لړۍ او بازار په اړه موږ د یو لړ مراتبو د منلو غوښتونکي یوو. د دولت په خاطر که چېرې موږ په بحث کې شامل نه شوو، مشهوره وینا ده وايي «که د افغان مخې ته خواړه کېږدي، خو هغه یې په پخولو کې شامل نه کړئ، نو پر هغو خواړو نیوکه کوي.»

فرید زکریا: تر ټولو ستره ستراتیژیکه ننګونه چې تاسې او مخکښنی جمهور رئیس ورسره مخ وی، د طالبانو شورش وو چې تمویل، روزنه او جغرافیایي ملاتړ یې ګاونډي هېواد په نښه پاکستان کاوه. د پاکستان نظامي برخې (اردو) له دې ډلې نه د افغانستان د بې ثباته کولو په خاطر استفاده کوله، څو هغه څه چې دوی یې خپلې منافع بولي، تامین کړي. په پاکستان کې د نوي ملکي حکومت او لومړي وزیر په راتګ سره آیا د افغانستان پر وړاندې د دې هېواد په لید لوري کې کوم بدلون محسوسوئ؟

جمهور رئیس غني: موږ له یوه بل سره ټیلیفوني خبرې کړې دي، خو لیدلي مو نه دي. د دې مسئلې په اړه قضاوت هغه مهال چې په عمل کې ثابت شي، امکان لري. په تېر کې په مکرر ډول له موږ سره ژمنې شوې چې دوی په په راتلونکي اونۍ کې تغيیر کوي، خو برعکس موږ په هېواد کې د جنګ د شدت شاهدان وو. افغانستان له پاکستان سره د همکارۍ غوښتونکی دی. زموږ اړیکې پر درې مؤلفو استوارې دي: لومړی، د تاوتریخوالي د سیوري له منځه وړل چې دې ضمني د څلوېښتو کلونو لپاره وجود درلود او له دې تعهد نه وتل د ټولو قوانینو او اصولو خلاف دي. یو ګاونډی هېواد چې له خپل ګاونډي سره نږدې فرهنګي اړیکي لري، ورانکارې او وسله وال تحرکات نه تمویلوي. بناءً دا د بحث یو اړخ دی.

دویم، د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر همکارۍ ولاړې سالمې اړیکې باید څه ډول وي؟ زما په نظر، موږ به د باثباته او مرفه پاکستان لپاره تر ټولو عالي سرمایه ووسو، ځکه موږ له منځنۍ آسیا نه د برېښنا د انرژۍ د ترانزیت او اتصال سرچینه یوو. درېیمه مشترکه موضوع، موږ د تروریزم له دوامداره ستونزې سره څه وکړو؟ موږ باید همکاري او تعهد ولرو. کلیدي موضوع دا ده چې د یوه ملت او دولت په توګه په تېر د بریا په کېدو په اړه مصمم ووسو. هغه پوښتنه چې د پاکستان رهبرۍ ته متوجه کېږي، دا ده چې آیا د افغانستان په اړه د دوی د تېرو ۱۷ کلونو شبوې هغوی ته ګټه رسولې، هغوی یې زیانمن او منزوي کړي او یا یې د توجه په محراق بدل کړي دي. بله پوښتنه دا ده د دې هېواد (پاکستان) وضعیت به په ۲۰۴۷ کال کې چې باید د خپلې خپلواکۍ سلم کليزه ولمانځي، ډېر بې وزله وي، خو که چېرې تغيیر وکړي او په سیمه ایزه همکارۍ، بنسټیز اقتصاد او سیاسي او اجتماعي اصلاحاتو کې ونډه واخلي کولای شي پر متوسط عاید لرونکي هېواد بدل شي. انتخاب له دوی سره دی.

فرید زکریا: واک ته د ټرمپ ادارې له رسېدو سره، تاسې د اوباما د ادارې له هغې بې باورۍ او سردرګمۍ نه چې په افغانستان کې به پاتې شي که نا نجات وموند. د ټرمپ ادارې وویل چې په افغانستان کې به پاتې شي او خپله همکاري او تعهد به زیات کړي، خو باید ووایو، هغوی د سوریې په اړه هم ورته خبره وکړه، خو د دې پرځای، په ډېر تاسف جمهور رئیس ټرمپ له یاد هېواد نه د ځواکونو د ایستلو تصمیم ونیوه.

آیا تاسې اندېښمن یاست چې د امریکا متحده ایالاتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپئو به درته ووايي چې مثلاً، جمهور رئیس ټرمپ په ټویټ کې ویلي موږ به سبا افغانستان پرېږدو؟

جمهور رئیس غني: لومړی موضوع دا ده چې ما او جمهور رئیس ټرمپ عالي رابطه لرله. د جنوبي آسیا لپاره د متحده ایالاتونو ستراتیژي وضعیت ته ډېر دقیق ځواب و. د جنوبي آسیا د ستراتیژۍ اصلي هسته په افغانستان کې د سولې تامین او او موږ یې هرکلی وکړ. دویم دا چې په شرایطو پورې تړلې یوه ستراتیژي ده او ښایي داسې تعبیر شوې وي چې ګویا پر موږ یې شرطونه وضع کړي، حال دا چې شرطونه د نورو لپاره رفع شوي چې بدلونونه رامنځته شي.

د افسرانو د ذاتي چارو قانون اصلاح د یو جنرال د تقاعد عمر ۵۶ ته راکم کړ. زموږ ستر جنرال اوس په ۶۲ کلنۍ کې تقاعد کوي. له ۲۰۰۰ نه زیات جنرالان او ډګروالان تقاعد ته سوق شوي. موږ پر دې تمرکز لرو او ورځ په ورځ د پیاوړتیا په حال کې یوو.

لکه څنګه مې چې وویل، متحده ایالات یو خپلواک دولت او یو نړیوال قدرت دی او حق لري چې خپلې همکارۍ پای ته ورسوي، اما فکر نه کوو چې دا کار وشي. د دې دلیل خیال نه، بلکې په استدلال او دوه اړخیزو ګټو استوار مذاکرات دي. موږ څو بحثونه لرل، ځکه اړتیا وه پر بېلابېلو سناریوګانو غور وکړو. دلته ستونزه داده چې خلک فکر کوي دا سناریوګانې عملي دي. خو لکه تاسې چې پوهېږئ متحده ایالاتونه په خپل دفاع وزارت کې د هغو مسایلو لپاره چې ښایي پېښ شي، زرګونه سناریوګانې لري. یوه له دې سناریوګانو نه افشا شوې چې ما یې په اړه مخکې بحث کړی و.

د جنوبي آسیا ستراتیژۍ دا ثابته کړې ده چې د همکاریو هغه کچه چې د امریکایي نظامیانو او د متحده ایالاتونو د امنیتي ځواکونو له لوري مو ترلاسه کړې، پراخه وه. د تېرې میاشتې په جریان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي قومندان جنرال میلر له موږ سره د همکارۍ او د بې باورۍ له منځه وړلو لپاره خپل کوښښونه زیات کړي. د متحده ایالاتونو او افغانستان نهایي موخه دا ده چې یو د بل همکار اوسو، نه یو بل پورې تړلي. په همدې خاطر موږ باید وتوانېږو چې خپل لګښتونه وکړو، خپل امنیتي لګښتونه او ډاډ ترلاسه کړو چې زموږ اړیکې همداسې ادامه مومي.

عمده اصل: زموږ همکاري د ترهګرۍ د تهدید کچې پورې اړه لري. که دغه خطر او تهدید کم شي، البته اړتیا ده چې ځواکونه کم شي او هېواد پرېږدي، اما باید په دې پوه شوو او تاسې نسبت موږ ټولو ته په ښه موقف کې قرار لرئ آیا دا تهدید پای ته رسېدلی که د دې تهدید نورې بڼې چې په ترتیب سره د بدلون په حال کې دي، تراوسه وجود لري، د هغه وروستی نمونه داعش دی. آیا داعش څلورم ډول ته ارتقا کړې؟

که د څلورم نړیوال کېدو په اړه بحث کېږي، لازمه ده چې د ترهګرۍ د څلورمې نسخې په اړه هم بحث وشي. دا مسئله زموږ ټولو پاملرنه غواړي.

فرید زکریا: د زیات وضاحت لپاره، تاسې وایئ چې داعش او یا ښايي طالبان او د طالبانو اړوند عوامل لا هم لویدیځ ته یو تهدید ګڼل کېږي؟

جمهور رئیس غني: همداسې ده. په دې اړه زما د نظریاتو د اخیستو پرځای، فکر کوم موږ باید په دې اړه یوې اجماع او د نظر توافق ته ورسېږو. د سیمې په اړه، هغه ستونزې چې له ځینو سیمه ایزو چلندونو سره شته د ۱۹مې پېړۍ فکر ته ورګرځي. هغوی اوس پر دې باور دي چې د نفوذ بستر یې غوره طرحه ده. هېره باید نه کړو چې منځنی ختیځ، جنوب لویدیځ او جنوبي آسیا اوس په بشپړ ډول وستفالي نظام (Westphalian System) چې په هغه کې خپلواک دولتونه په خپلو کې په تعامل کې دي، نه دي منلي. زما استدلال دا دی چې موږ باید د اقتصاد، ژوند چاپېریال او امنیت په برخو کې د دولت په دولت اړیکي ته ورسېږو، څو زموږ خلک په خپلو کې تعامل وکړي او زموږ ترمنځ سوداګریز تعامل وشي، خو موږ نه شو کولای د صفر حاصل لوبو (zero-sum games) او د خپلو ګټو د تامین لپاره د روشي مداخلو شاهد اوسو.

فرید زکریا: د ټرمپ ادارې بل اقدام هم کړی، اټکل کوم د هغه هرکلی کوئ، دا اقدام د پاکستان پر ضد سخت دریځ نه عبارت دی، خو آیا دا واقعي دریځ دی؟ همدارنګه ویل کېږي د ټرمپ اداره او خپله ښاغلی ټرمپ پاکستان د مرستو په قطع کولو او داسې ورته اقداماتو تهدید کړی. آیا تاسې پر پاکستان د فشار زیاتوالی احساس کړی یا مو لیدلی؟

جمهور رئیس غني: هو! تر ټولو لومړی، ۱،۲ میلیارډ ډالر مرسته پر پاکستان بنده شوې. دا مبلغ به دوباره اعاده نه شي، مګر که په راتلونکي کې بل څه پېښ شي. دویم، د همکاریو کچه ده. بحثونه په ارامۍ وشول، خو ډېر منظم او نږدې و. سره له دې چې د همکاریو کچه هغه څه غواړئ تاسې ته نه درکوي، اما پر اصولو استواره ده او موږ یې هرکلی کوو. همدارنګه دا همکاري د چټک عامل په توګه عمل کوي، ځکه فشار د فشار په خاطر نه، بلکې فشار د همکارۍ په خاطر دی. دا د همکارۍ یوه اجنډا ده.

پاکستان په سیمه کې یو مهم دولت دی. د دې هېواد ثبات د افغانستان، هندوستان او بل هر هېواد د ګټو لپاره حیاتي دی. موږ هیله من یوو چې د پاکستان رهبري له هغو زیانونو نه چې د ایجاد په وخت کې یې لیدلي وو نجات ومومي. غوڅونکي جدایي وه. ټپونه یې سنګین و، خو جنوبي آسیا د یو موټي کېدو په خاطر لکه اروپا پاکستان باید پر دې رواني صدمه چې د جوړېدو له وخته یې پاتې دي بریالی شي. اویا کاله کافي دي او په دې اړه فکر کوو د یویشتمې پېړۍ منل د پاکستان له لوري د دې هېواد ګټه ده.

ټول ګاونډیان، بین المللي شریکان، همکار اسلامي هېوادونه ملاتړ او همکارۍ ته هڅوي. په پایله کې موږ فکر کوو چې د همکارۍ نښګنه د پاکستان لپاره ډېره زیاته ده، حال دا چې د دې هېواد د تقابل نښګنۍ صفر ته نږدې دي، خو که اوس د پاکستان دولت ځینې برخې په همدغه مفکوره فکر کوي، باید له سره ورباندې کتنه وکړي.

فرید زکریا: تاسې یو له هغو بهرنیو رهبرانو نه یاست چې له ډونالډ ټرمپ سره ښه او مؤثر روابط لرئ. ستاسې په نظر آیا سیاستونه یې هڅوونکي او بریالي دي؟ په دې اړه څه فکر کوئ؟

جمهور رئیس غني: لومړی، زه زیاتې خبرې نه کوم. ښایي تاسې وکولای شئ مهم موضوعات او بحثونه په دوه دقیقو کې ومومئ. جمهور رئیس ټرمپ جذاب شخصیت دی. که تاسې هغه نکات چې په پام کې یې لرئ په مستدل او منطقي توګه بیان کړئ، هغه به نورې پوښتنې وپوښتي. زما لومړنی ټیلیفوني تماس، کله چې هغه د امریکا متحده ایالاتونو د جمهور رئیس په توګه انتخاب شو، له هغه وخت نه چې په پام کې وه ۱۵ دقیقې زیات شو، ځکه یو واقعي مذاکره او بحث و. څوک پوښتنې نه شي ردولای. اساسي پوښتنې چې یو نړیوال رهبر یې پوښتي یا دا چې وغواړو د پوښتنو له ځواب ورکولو اوږدې سپه کې کړو. او بله مسئله تاسې باید په عزت او وقار د خپل هېواد استازیتوب وکړئ. زه (شخصي) غوښتنه نه لرم. ما هېڅ وخت د ځان لپاره ګدايي نه ده کړې، خو د هېواد لپاره یې کوم.

دریم، تاسې باید وښیئ چې د بهرنیو ملګرو او همکارانو په نسبت زیات د خپل هېواد په اړه فکر کوئ. څلورم، زه ډېر بختور یم، ځکه امریکایي دیپلوماتانو، په ځانګړي ډول امریکایي نظامي پرسونل ما او زما هېواد ښه پېژانده. د جمهور رئیس کرزي د حکومت په جریان کې له امریکايي او بین المللي ځواکونو نه (افغان ځواکونو ته) د امنیتي مسئولیتونو د لېږد په خاطر د داوطلبانه کار مسوولیت دا فرصت راته برابر کړ چې هم د هېواد بېلابېل ځايونه وګورم او هم اړیکه ایجاد کړم. د مدرنې رهبرۍ د مهمې برخې استازیتوب په ځانګړي ډول د ځمکې د مخ یو بې وزلي هېواد تشکیلوي. موږ باید شبکې وپېژنو. خو کله چې شرایط او اوضاع بدل شي، ډېر افراد له همغو شرایطو سره هم جنګېږي. زموږ شوبه دا وه چې په نویو شرایطو کې زموږ فرصتونه څه دي؟ او دا کار موږ پر دې قادروي چې موضع ونه نیسو او یا دفاعي عمل ونه کړو. پر دې بنا کله چې پالیسي جوړېږي، تاسې باید پوه شئ چې دا کار د پروسو بشپړولو ته اړتیا لري. کله چې د افغانستان پالیسي د جمهور رئیس ټرمپ د ادارې له لوري جوړېده، زما ډېر شمېر امریکايي دوستان زما خونې ته راغلل، ښه احساس یې نه درلود او څرګنده یې کړه چې دا کار زیات وخت نیسي. ما هغوی ته ډاډ ورکړ چې پالیسي د جمهور رئیس اوباما په وخت کې زیات وخت نیولی و. تاسې ډېر ملګري لرئ چې له پالیسي جوړولو خبر دي. په همدې خاطر، پر ځان ویاړم چې هېڅ وخت ما له بل چا نه په استدلال کې ماته نه ده خوړلې.

مې بین المللي همکاران او ملګري د اندېښنو په خاطر له لاسه نه دي ورکړي او کله چې پوښتنې مطرح کېږي، موږ هغو ته ځواب ورکوو.

فرید زکریا: کله چې امریکایان تېر او په افغانستان کې اوږدو همکاریو ته ګوري، ستاسې په نظر په دې همکارۍ د ویاړ او بریالیتوب احساس کوي؟

جمهور رئیس غني: لومړی. د خدای شکر، د سپټمبر یوولسمې ته ورته پېښې نه دي تکرار شوې. دا د چانس او طالع له مخ نه و، بلکې د زیاتو کوښښونو او سرښندنې په پایله کې ترلاسه شوې. دویم، د افغانستان خلک متفاوت خلک دي. موږ څو زره کلن فرهنګ او تمدن لرو، خو د عمر او ځوان نسل له پلوه موږ یو ځوان هېواد یوو.

دریم، ټولنې بدلون کړی. لکه څنګه چې تاسې دمخه د ولسواکۍ په اړه لیکلي او په خپل پروګرام کې په دې اړه خبرې کوئ، ولسواکي د درملو ټاکلې اندازه چې په شپه او ورځ کې پېچکاري شي، نه ده. ولسواکي جوړېدل زغم ته اړتیا لري او زما په نظر زموږ زغم اعظمي دی. د ټاکنو په اړه هیله مند یم چې دا د واک انتقال نه زیات پیاوړی شي، تر څو ثابته کړو چې د شوې پانګونې ارزښت لرو.

فرید زکریا: جمهور رئیس غني، د ویاړ ځای دی چې په پروګرام کې مو حضور درلود.

جمهور رئیس غني: مننه