دولت جوړونه، ملي یوالی او په افغانستان کې دیموکراتیک اصلاحات
د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د نوماندۍ له ثبت وروسته وینا
اساسي ټکي:
- د دولت جوړونې پیاوړی لیدلوری: د یو مرکزي او بنسټیز دولت جوړول.
- حکومتوالي او بنسټونه: د قانون، عدالت او ځواب ویلو ډاډ ترلاسه کول.
- سیاسي یوالی: د تفرقې ردول او د ملي یووالي وده.
- دیموکراسي او مشروعیت: د ازادو او عادلانه ټاکنو ملاتړ.
- سوله او امنیت: د امنیتي ځواکونو د خوندیتوب ترڅنګ سولې ته رسیدل.
- اقتصادي پراختیا: د اصلاحاتو او سرچینو له لارې د بې وزلۍ کمول.
- ملي هویت: د حاکمیت او عامه مالکیت پیاوړي کول.
- اصلاحات او شمولیت: د ټاکنو، ښځو، ځوانانو او همکاریو وده.
۳۰ جدی ۱۳۹۷ | کمیسیون مستقل انتخابات
بسم الله الرحمن الرحیم
هموطنان عزیز، خواهران و برادران گرامی، بانوی اول کشور، تیم همکار و تمام حاضرین مجلس!
در حکومت آینده من، عالیترین مرجع تصمیمگیری اجرایی یک تیم چهار نفره خواهد بود که تحت ریاست من فعالیت خواهد کرد که در این تیم صالح صاحب، استاد دانش و غضنفر صاحب عضویت دارند.
جناب امرالله صالح داسې یو ځوان دی چې هم په امنیتي سکټور کې پوره تجربه لري او هم د افغانستان په ستراتیژیکو ګټو او مسایلو پوره پوه او واقف دی، ملي ګټې ورته مهمې دي او دې ته هم ژمن دی چې افغانستان باید یو قوي دولت ولري.
دغه راز جناب سرور دانش چې زه ورسره د کار څلور نیم کلنه مثبته تجربه لرم، د افغانستان حکومت ته د قوانینو په برخه کې مهمه سرمایه وه او ده.
جناب محمد یوسف غضنفر پخوا د ولسي جرګې وکیل او ملي سوداګر دی او د افغانستان په اقتصادي سکټور کې یې ابتکاري طرحې عملي کړي دي او په زرګونو خلکو ته یې کارونه ایجاد کړي دي.
خصوصیات این تیم، ترکیب سه نسل است که تعهد، تجربه، طرح، تخصص، نیت و اراده به آینده افغانستان دارند. تیم ما تیم دولتساز است؛ زیرا به نظر ما تنها یک دولت قوی میتواند که بحرانهای موجود را از میان بردارد. بحرانهای چهل ساله کشور در اصل ناشی از عدم موجودیت یک دولت کارا و قوی بوده.
از نظر ما، عزت و آینده ما در یک دولت قوی است، نه در یک ساختار که به اساس گسست ساخته شده باشد. به نظر ما هر نوع قرارداد گسست باعث تضعیف دولت از درون دولت میشود.
متاسفانه از سال ۱۲۵۸ که حمله دوم سر افغانستان صورت گرفت، بدینسو، از خارج فشار و تلاشی وجود داشت که یک دولت گسست و ضعیف داشته باشیم و در همین دوران بعضی عناصر داخلی نیز سعی میکردند تا با آنها کمک کنند.
تیم ما اراده، عزم، نیت و طرح دارد تا فصل ناتمام تاریخ که اساسش را شاه امانالله خان غازی گذاشته بود، تکمیل نماید.
آنهایی که از گذشته نمایندگی میکنند، نمیتوانند از آینده نمایندگی کنند، در آینده آرزوی ملت افغانستان، داشتن یک دولت نیرومند و قوی است، به نظر ما آنها نمیتوانند آرزوی ملت عزیز ما را برآورده بسازند. تنها یک دولت کارا و متعهد میتواند اعتماد مردم افغانستان را به دست بیاورد. از نظر تیم ما، دولت قوی، یک دولت فردمحور نیست؛ بلکه یک دولت با نهادهای قوی و قانونمند میباشد.
لېږ تر لېږه تېر څلوېښت کلن تاریخ وښوده، هر هغه ټیم چې د انشعاب او تقسیماتو د ژمنې په اساس رامنځته شوی وي، دولت کمزوری کوي او دوی نه شي کولای زموږ د ګرانو وطنوالو ارمانونه پلي کړي. د نامشروع مصلحتونو وخت تېر شوی دی، هغه ډلې چې په نامشروع مصلحتونو اتکا کوي، ولس یې په هکله ښه قضاوت کولای شي.
موږ د دې اراده لرو چې د کوڅې، سمت او صحرایي عدالت ته د پای ټکی کېږدو او دا کار یوازې او یوازې یو قوي دولت تضمینولای شي. د افغانستان هر وګړی باید اطمینان ولري چې قضایا عادله محکمو کې قضایا سرته رسېږي او په عدالت به دا وطن جوړېږي!
زموږ تیم باور لري چې دولت یو مسئولیت دی، نه غنیمت!
دولت ثروت باد آورده نیست که در بین یک عده محدود تقسیم شود، دولت نتیجه قربانی میلیونها افغان و شهادت قوای امنیتی ماست. دولت باید در خدمت ملت باشد نه در خدمت افراد مشخص و محدود. مالک دولت بعد از خداوند (ج)، ملت افغانستان میشود و ما پاسخگو به این ملت هستیم. تجربه گسست در افغانستان نتیجه نداده و همیشه بحرانزا میباشد. تنها و تنها مشروعیت بیلکه و مردممحور میتواند که افغانستان را نجات دهد، ما مشروعیت بیلکه میخواهیم.
در انتخابات آینده به خیر، مردم ما دو انتخاب دارند: یک طرف حرکت به سوی گسست و برگشت به گذشته و در طرف دیگر ایجاد یک وحدت کارا و پاسخگو است. ما به نیابت یک ملت باعزت و وقار و رنجدیده صلح میآوریم، ما صلح میآوریم؛ اما ما صلح را از کسی گدایی نمیکنیم.
من بالای تک تک نیروهای امنیتی و دفاعی کشور و خانوادههایشان افتخار میکنم. خون شهیدان قوای دفاعی و امنیتی ما همیشه در نظر ما خواهد بود و ما مدیونشان هستیم و تمام ملت مدیونشان است. به حیث سرقومندان اعلی و به حیث یک کاندیدای ریاست جمهوری بالایشان افتخار میکنم.
تیم ما تعهد میسپارد که ابداً و هیچگاه بالای نیروهای امنیتی و دفاعی با وقار، هیچ نوع معامله صورت نخواهد گرفت. زمانی که صلح تامین میشود، صلح انشاءالله تعالی سبب حفاظت وقار و عزت این نیروهای دلیر میشود. پیشنهاد صلح برای نخستین بار از آدرس من صورت گرفت و این تیم متعهد به صلح است و صلح را میآوریم.
که د سولې لپاره زما سر قرباني شي، سر مې دې له سولې قرباني وي، اما تلپایې سوله، نه د معاملې سوله!
من از شرکای بینالمللی خویش که در سالیان پسین همکار ما بودند، تشکر میکنم. میخواهم قسمی که بارها ذکر کردهام، ثبات افغانستان یک مسئله منافع مشترک بین ما و شرکای بینالمللی ماست. با جرأت از منافع ملی خود دفاع میکنیم، مناسبات ما با جامعه جهانی به اساس منافع مشترک است، نه وابستگی!
افغانستان در خط اول مبارزه با تروریزم قرار دارد و افغانستان خط مقدم امنیت جهان است. ما متعهد هستیم که در تمام سطوح حکومت یک انسجام منظم از عالیترین مرجع اجرایی تصمیمگیری حکومت به وجود خواهد آمد تا حکومتداری خوب در تمام سطوح دولتداری و نهادهای دولتی تضمین گردد. از قریه افغانستان گرفته، تا ولسوالی، شاروالی، ولایت و تمام نهادهای شهری و ملی، عین ترتیب و عین حاکمیت قانون خواهد بود. ما که در نیمهای دهه خودکفایی و به خوداتکایی قرار داریم، باید صدمهای را که در استقلال فکری ما وارد شده، رفع نماییم. افغانها باید سر آینده افغانستان باورمند باشند و تنها و تنها آینده خود را در یک ملت با عزت و یک دولت با اقتدار ببینند. مصمم هستیم که حس مالکیت افغانی را در تمام پروسههای دولتسازی احیا کنیم.
تنها استقلال فکری میتواند که ما را کمک کند تا گنج زیر زمین که معادن ما و سر زمین که آب، موقعیت، زمین و تمام سرمایه دیگر ما است، را در حرکت آوریم و این هدف تا ختم دوره بعدی انشاءالله تعالی به دست میآید. همین تحرک باعث محو گرسنگی در اجتماع ما میشود.
بزرگترین قوم افغانستان، دوباره تکرار میکنم، بزرگترین قوم افغانستان قشر فقیر این مملکت است. این قوم بزرگ در هر قریه، کوچه و نقطه افغانستان وجود دارد. ما این را تحمل کرده نمیتوانیم که یک بر سه نفوس این کشور عظیم هر شب گرسنه به خواب بروند، ختم گرسنگی شعار ماست. خدمت رساندن و رسیدگی به این قوم بزرگ یعنی فقرای این مملکت از تعهدات ماست. با وجود تمام چالشها و مشکلات ما توانستیم که تهدابهای مهم را در تمام عرصهها، اقتصاد، امنیت، حاکمیت قانون و دیگر عرصهها بگذاریم، حالا حکومت آینده ما مجبور نخواهد بود، همه چیز را از صفر شروع کند.
ګرانو وطنوالو!
راتلونکی حکومت به د یوه واحد او همنظره ټیم په توګه خپل کار پیلوي. د دې لپاره چې یو قوي دولت د یو عظیم ملت استازیتوب وکړي، دغسې یو قوي دولت یوازې او یوازې په ډیموکراسۍ او انتخاباتو راتللی شي.
موږ ته په ډېرو سختو شرایطو کې افغانستان وسپارل شو، هیله ده قضاوت دا وي چې موږ په دغو سختو شرایطو کې په زغم، تدبیر، حوصلې او پوره دقت سره د افغانستان بقا تضمین کړه او افغانستان سره مو خپله وفا ثابته کړه. موږ له تهداب نه اول منزل ته رسېدلي یوو. یقیناً، ما تازه از تهداب به منزل اول رسیدهایم.
کله چې د تېرو څلور نیمو کلونو خبرې کېږي په دې اړه چې څه شوي او څه نه دي شوي، تر ډېره هر څه ملت ته معلوم دي او په دې هکله نن له گزارش ورکولو نه تېرېږم او په نورو جلسو کې به گزارشونه په ترتیب درکړل شي.
ما تاسې ته ۵ کاله مخکې ویلي و چې زما په راتګ سره به غله تښتېدلي، تاسې ولیدل نیمایي غله وتښتېدل او کله چې زموږ ټیم بریالی شي او په پوره صلاحیت سره راشي، د پاتې نورو چاره انشاءالله تعالی آسانه ده!
در قسمت انتخابات آینده من با صنف سیاسی افغانستان و همچنان با نهادهای نظارتی انتخابات و خواست مبرم مردم افغانستان که کمیسیون انتخابات، کمیسیون شکایات و نهادهای ناظر پروسه انتخابات به اصلاح جدی و گسترده ضرورت دارد، همصدا میشوم. اصلاحات ضرور، حتمی و آمدنی است.
به صفت رئیسجمهور این را میخواهم بگویم که مسئولیت بنده این است که از حریم، وقار و عزت هر افغان به شمول تمام منتقدین و مخالفین سیاسی به طور مساویانه دفاع خواهم کرد. به نیروهای امنیتی هدایت میدهم که تمام کاندیدان ریاست جمهوری را به طور مساویانه تحت پوشش امنیتی خود قرار دهند.
څلور نیم کاله پخوا زما له راتګ سره سم د تحول لسیزه پیل شوه. د تحول د لسیزې لوی هدف دا دی چې د دغې لسیزې په پای کې یو باعزته، با ثباته او پخپلو پښو ولاړ افغانستان ولرو.
راتلونکی کال زموږ د استقلال د بیا ګټلو ۱۰۰ مه کلیزه ده. موږ هیله لرو چې له دې وروسته باید هر کال د استقلال کلیزه په داسې شکل ولمانځو چې موږ له هره لحاظه خپلواکي ولرو. د سیاسي خپلواکۍ تر څنګ اقتصادي خپلواکي لرل او په خپلو پښو درېدل زموږ اساسي هدف دی.
د استقلال سلمه کلیزه باید زموږ د ملي وحدت ضامن او اساسي پانګه وي.
در آستانه صدمین سالروز استرداد استقلال کشور باید به همه نشان دهیم که ما یک ملت واحد هستیم. به خاطر اینکه به اهداف یادشده که خواست و توقع همه مردم افغانستان میباشد، برسیم، لازم است تا از قانون اساسی کشور دفاع کنیم، پس برای من صلاحیت کامل بدهید تا قانون اساسی را به شکل اساسی عملی سازم و مساوات هر افغان را با هر افغان دیگر تأمین کنم.
زما حکومت د خپلې اوسنۍ دورې تر پایه خپلو وطنوالو سره تعهدات لري. دغه موده کې به زموږ پروګرامونه او پلانونه تر ډېره د سولې او امنیت، غوره حکومتدارۍ او د لوږې په له منځه وړو متمرکز وي.
په تېرو څلور نیمو کالو کې مې د هر بهرني سفر یو مهم ټکی همدا و چې نړۍ ته ښکاره کړم د افغانستان جغرافیا تهدید نه، بلکې یو فرصت دی. په دې لاره کې زموږ هڅې بریالۍ شوې دي.
سیمې ته زموږ پیغام دا دی چې موږ د سیمې د هوساینې لپاره طرحې لرو او هر ګاونډي هیواد ته مثبت پروګرام لرو، موږ غواړو چې افغانستان نه یوازې د سیمې د هیوادونو لپاره څلور لارې وي، بلکې د ټولې نړۍ لپاره د همکارۍ او همغږۍ مرکز وي. خو دا باید په ډاګه کړم چې موږ د شومو اهدافو لپاره مداخله په هېڅ صورت نه شو زغملی، نو ځکه غواړو چې د سیمې او د نړۍ له نورو هیوادونو سره د رفاه او ثبات لپاره نتیجې ته ورسېږو. زما په حکومت کې له ارګ سره د ځوانانو، ښځو او په ځانګړي ډول د علماء کرامو رابطه او ارتباط آسانه او زیات شوی دی، هماغسې چې مې وعده کړې وه د جومات او ارګ فاصله په لرې کېدو ده او لا به هره ورځ ټینګه او نږدې شي. په تېرو څلورو کلونو کې دومره دیني علما او همدا رقم ګرامي صوفیان ارګ ته راغلل چې تر دې مخکې یې سابقه نه درلوده.
افغاني ښځې اوس خپله غږ لري او د دوی په استازیتوب بل څوک خبرې نه کوي او زما په حکومت کې ښځو ثابته کړه چې لوی لوی کارونه کولای شي او زموږ د ټیم تعهد دا دی چې زموږ په حکومت کې به د دوی سهم او ونډه لا هم زیاته شي. له لومړۍ مېرمن او د هغې له نه ستړې کېدونکو هلو ځلو مننه کوم.
د اقتصادي سکټور اقشارو او استازو ته زموږ واضح پیغام دا دی، چې د قانون د انفاذ په نتیجه کې به دوی ته داسې زمینه برابره کړو چې د دوی سرمایې ته څوک په بده سترګه ونه ګوري. دوی ته زموږ پیغام دا دی چې فرصت بدل شوی دی او پانګوال کولای شي چې خپله شتمني په مشروع سرمایه بدله کړي.
یوه مهمه خبره دا کوم چې د جمهوري ریاست تر راتلونکو انتخاباتو پورې زه د کاندید ترڅنګ جمهور رئیس یم. تر هغو چې انتخاباتو پایلې اعلان شي، زه به خپله دنده د جمهور رئیس او ستاسې د اول خادم په توګه ترسره کوم. هیواد زیات کار ته اړتیا لري او زما زیات تمرکز به د جمهوري ریاست پر کارونو متمرکز وي، نه پر کمپاین.
ژمنه کوو چې له خیره سره د سرطان په میاشت کې د جمهوری ریاست انتخابات، د ولایتي او ولسوالیو شوراګانو انتخابات او هر هغه انتخابات چې د پارلماني انتخاباتو په وخت ترسره نشول، هغه به هم ترسره شي. هیله مو دا ده چې د انتخاباتو پایلې په یوه ورځ کې ولس ته اعلان شي!
دا هیواد د مشورو هیواد دی او لوی تصامیم په لویو او پراخو مشورو ترسره کېږي. کله چې د قانون د حاکمیت نوم اخلو، قانون باید په ټولو نهادونو عملي شي. که د احزابو قانون وي او که د نورو صنفي اتحادیو قانون وي او که دا د تجارانو یا صنایعو خونو قانون وي، دا باید په ټولو عملي شي او دوی هم باید خپلو کې انتخابات وکړي، تر څو دغه بنسټونه په قانوني او انتخابي ډول ملت ته خواب ویوونکي وي او خپل فعالیتونه د خپلو خصوصي قوانینو په اساس پر مخ یوسي.
ګرانو هیوادوالو:
زموږ د بریالیتوب راز زموږ په اتفاق او وحدت کې نغښتی دی. دا چې موږ د جمهوري ریاست د انتخاباتو په درشل کې داخلېږو، له ټولو محترمو کاندیدانو غواړو چې خپلې تفصیلي اصلاحي طرحې له ملت سره شریکې کړي.
دغه راز له محترمو کاندیدانو نه غواړو چې د انتخاباتو قواعد رعایت کړي او زموږ د ټولو هدف باید دا وي چې د دغو انتخاباتو په نتیجه کې یو قوي دولت او ولس ولرو. د اصلاح هره پروسه چې په کار وي اوس ورباندې موافقې ته ورسېږو چې د انتخاباتو په نتیجه کې هېڅ شک او شبهه نه وي. د افغانستان ولس باید موږ ته صلاحیت راکړي چې په ټینګ عزم او ارادې شو د ولس غوښتنې ترسره کړو او دا یوازې په ازادو او شفافو انتخاباتو باندې کېږي.
په پای کې په افغان عظیم ولس باندې غږ کوم چې په دې تاریخ جوړوونکې مرحله کې، په روانو انتخاباتو کې، پراخ ګډون وکړي او دغه څلوېښت کلن بحران ختم او د دولت جوړونې سل کلن ناتمام فصل بشپړ کړي.
یشه سین افغانستان!
زنده باد افغانستان!
ژوندی دې وي افغانستان!