بیا رغونه، حکومتوالي او ملي یوالی: په شینوارو ولسوالیو کې له جګړې وروسته بیا رغونې ته ژمنتیا
د ننګرهار شینوارو له قومي مشرانو سره کتنه کې وینا - ارګ
اساسي ټکي:
- له جګړې وروسته بیا رغونه: د کورونو، زیربناو او خدماتو بیا رغول.
- بشري مرستې: د شهیدانو له کورنیو، ټپیانو او بې ځایه شویو سره مرسته.
- دیني بنسټونه: د زیانمنو شویو جوماتونو بیا رغونه.
- د پوهنې بیا رغونه: د ښوونځیو بیا رغول او د زده کړو پراخول.
- روغتیایی خدمتونو ته لاسرسی: د کلینیکونو او روغتیایي خدماتو ښه کول.
- ښه حکومتوالي: د شفافې او اغیزمنې ادارې ډاډ ترلاسه کول.
- امنیت او ثبات: د امنیتي ځواکونو ترمنځ د همغږۍ پیاوړتیا.
- د فساد ضد مبارزه: د فساد او له واک څخه د ناوړه ګټې اخیستنې پر وړاندې جدي اقدام.
- د ټولنې ځواکمنول: د ځایی قومي مشرانو ملاتړ.
- د دولت او خلکو ملګرتیا: د حکومت او ټولنو ترمنځ همکاري.
۲۵ مرغومی ۱۳۹۷ – ارګ ریاست جمهوري
بسم الله الرحمن الرحیم
د شینوارو ډېرو درنو، شمله ورو، زړورو او په وطن مینو مشرانو، جناب آزمون صاحب، محترمه ملالۍ شینوارې، جناب قمرالدین خان، قتالي صاحب، جناب رئیس صاحب د امنیت واحدي صاحب او جناب ستانکزی صاحب، د مجلس ټولو حاضرینو ته لومړی د بشریت د پېشوا تحفه در وړاندې کوم، السلام علیکم و رحمتة الله و برکاته!
نن ماته د ویاړ یوه خاصه ورځ ده، په تاسي باندې نازېږم، نازیانو باندې نازېږم، غنيخېلو باندې نازېږم، اچین باندې نازېږم او مومنددرې باندې نازېږم. نن هغه ورځ ده چې څلور کاله د دې ورځې په تمه وم او دا دی ستاسې حاجي صاحب دهقان، حاجي صاحب معاون، میاخېل صاحب او سیال صاحب له برکته او د ټولو مشرانو له برکته، ستاسې د تورې، ستاسې د مېړانې او ستاسې د ژمنې په اساس نن را رسېدلي ده.
د ټول افغانستان په استازیتوب او د افغانستان د لومړي خادم، هغه لقب چې جناب قمرالدین خان شینواري راکړ، په توګه زه له تاسي مننه کوم. واقعاً د زړه له کومې مننه کوم. خدای مو ساته، خدای مه همېشه لره!
تاسي واقعاً په دې دوو میاشتو کې ثابته کړه چې کله ولس حرکت وکړي، بیا یې هېڅ شی هم مخه نه شي نیولی او دا چې د خدایﷻ د فضل د شهیدانو او زخمیانو تعداد ډېر کم و، نو خاصتاً درته مبارکي وایم. جناب حاجي صاحب دهقان شهیدانو ته دعا کوو او ستانکزی صاحب به د دوی شهیدانو او د هغوی کورنیو او د زخمیانو کورنیو ته خاص ترتیبات نیسئ.
وړاندیز ته مو راځم. لومړی په سر سترګو، زر تر زره خپله یو هیئت وټاکئ چې څومره کورونه وران شوي دي، هر کور ته زه حاضر یم، یوه اندازه مرسته ورکړم. د هر کور د آبادولو لپاره مو دولت په خدمت کې دی، هر کور سره به یوه اندازه مرسته وشي او دا مرسته زر تر زره درسره کوو. یو تخنیکي هیئت دې له اداري امور نه لاړ شي، واحدي صاحب او والي صاحب دې ورسره مرسته وکړي چې موږ پوه شو چې څو سوه نفره دي؟ څو سوه کورني دي؟ او دوی باید اطمینان ولري چې مرسته ورسره کېږي.
دویم، که جوماتونه شهیدان شوي وي، ماته د جوماتونو یو فهرست راکړئ، په هره ولسوالۍ کې د جوماتو د بیا آبادولو لپاره مو زه په خدمت کې یم چې د شینوارو د هرې ولسوالۍ لپاره یو سم جومات ترمیم شي، ځکه جومات هم د خدای کور دی، هم د ولس کور دی او په دې اړه به موږ واضح اقدامات وکړو.
درېیمه خبره دا ده چې تاسي نن د بیارغونې وړاندیز وکړ. دا نه یوازې ستاسي حق بلکې دا مو په ما باندې فرض دی. هغه لویه توره چې تاسي کړې، باید د بیارغونې لپاره مو اقدام وشي. آزمون پاچا، ملالۍ خور او قمرالدین خان! تاسي ما سره مرسته وکړئ، زه به د وزیرانو یوه جلسه پخپله ونیسم. قیومي صاحب ته ما له مخکې ویلي وو، ستاسي خبرې راته رسېدلې. د مالیې وزیر صاحب ته مې هدایت ورکړی او چې دې شپږو ولسوالیو ته یوه خاصه بودجه ځانګړې کړې، نو اوس راسره تاسي په لومړیتوبونو نتیجې ته ورسېږئ. کله چې دا لومړیتوبونه تعیین شول، زه به بیا د معینانو یو هیئت درولېږم چې هلته په ساحه کې عملي کار وکړي. د جمهوریت ریاست عملیاتي او حمایوي واحد چې ارګ یې جوړ کړی دی، د جلال آباد روغتون هم جوړوي، دوی هلته یو دفتر لري چې په سرعت سره حرکت وکړي، نو په چټکۍ باید په دې اړه اقدام وکړي، ځکه که قراردادایانو ته یې پرېږدو بیا هغوی بل څه کوي. یوه لاره برابره کړئ، که پخپله د شینوارو ولسوالۍ قراردادایان دي او پېژنئ یې، نو موږ ته یې معرفي کړئ، ځکه چې له بهره راځي، سبا بیا له دې موضوع نورې خبرې راوځي. نو له تاسي همکارانو مې غوښتنه دا ده چې مشرانو سره کښېنئ، هغه لومړیتوبونه څه دي چې عملي کار ورباندې شروع کېدای شي؟
بله برخه مکتبونه دي. څه مکتبونه مو چې ویجاړ شوي دي، زه به یې فوراً د بیا آبادولو امر وکړم. موږ د ۲۷۰۰۰ مکتبونو په جوړولو کې یوو او ۳۳۰۰ اوس د کلیو او پراختیا وزارت له لوري جوړېږي.
د کلیو او پراختیا وزارت ته به زه هدایت ورکړم چې زر تر زره د دغو مکتبونو کار شروع کړي. اوس طریقه دا ده چې نوي فیصده خاوره ده، لس فیصده سمنټ دي، له دې ډېر کلک شی جوړېږي. دا نه ده چې په کابل کې له دې طریقې کار نه دی اخیستل شوی. په کابل کې د چهلستون ماڼۍ او باغ ټول کارونه په همدې طریقې شوي دي. دا زر کېدای شي انشاءالله تعالی خلکو ته هم کار پیدا کولای شي. نو په نورو برخو اوس نه غږېږو.
تاسي د کلینیکونو په اړه وویل. د کلینیکونو په اړه باید فکر وکړو چې په دې کار کې لومړیتوبونه څنګه برابرولی شوو؟ زه مو خدمت کې یم، ځکه په ننګرهار کې موسم ښه دی او کار په کې کېدای شي.
په اداري برخه کې، د دې ۶ ولسوالیو د مدیریت لپاره تاسي درې محترم مشاورین له ما سره کار وکړئ چې بیا داسې خلک مقرر نه شي چې خدای ناکرده خلکو ته جنجال جوړ کړي. ماته له اچین نه یو ځوان راغی، د احصائیې له ادارې یې ډېر شکایت و، همداراز له روغتیا هم، نو زه غواړم چې یو واضح تفکیک وشي چې اوس دوی دا مېړانه کړې ده او وطن یې پاک کړی دی، نو باید بېرته ورته کار وشي.
هغه خبرې چې میاخېل صاحب وکړې، زما زړه ته یې واقعاً سکون راکړ. زه هم د همدې ورځې په انتظار وم. دا چې اوس خلک راځي، د میلې په ډول بېرته خپلو مېنو ته ستنېږي، هلته د ټوپک غږ نشته او خپل کورونه آبادوي. اما که په دې ۶ ولسوالیو کې دي د فساد یوه علامه هم ولیده، واحدي صاحب۱ زما له خوا حق لرې چې تصفیه یې کړې. د دې خلکو نمونه ماته راولېږه، زه به یې ټول بدل کړم چې خبره واضح وي.
د سرحدي پولیسو او اردو په برخه کې، جناب ستانکزی صاحب تاسي د دفاع او کورنیو چارو له وزیرانو سره نتیجې ته ورسېږئ، وروسته یې بېرته ماته ووایئ چې څه کول په کار دي؟
اما لوی قوت د ولس دی. دا ولسي قوت په هر ډول چې کېږي، دا ۳۰۰ نفره په رسمي کېږي، ساتل کېږي او موږ به دوی پالوو. په سر او سترګو به یې پالوو. له ستانکزي صاحب زه د زړه له کومې مننه کوم. واقعاً له کوم وخت نه چې ما ورته ویلي چې دا واحدي صاحب ماته راکړه چې په کابل او هلمند کې یې ځان ډېر ښه ثابت کړی دی، نو زما غوښتنه یې ومنله او ما هم ننګرهار ته در واستوه. نو مننه ستانکزی صاحب او دا چې له مشرانو سره مو کار کړی او همېشه تاسي له دوی سره په تماس کې وئ، شپه او ورځ مو کار کړی او نن یې نتیجه هم مثبته ده. د ملي امنیت ټولو منسوبینو ته مې وړاندیز دا دی چې دا واحدي صاحب او ټول همکاران یې ونازوئ. څوک چې له واحدي صاحب سره دربدلي او ګډ کار یې ورسره کړی دی. ټول ونازوئ.
دا په دې چې کومه ورځ زه او واحدي صاحب په ننګرهار کې کښېناستو او ماته یې دا طرحه وړاندې کړه، نو هماغه ورځ زما زړه ټینګ شو. بیا یې تاسي ته وویل او همداسې نورو مشرانو ته. نو زه ترې د زړه له کومې مننه کوم. زه ورته مبارکي وایم او ژمنه مې دا ده، هغه ادارې چې ناکاره دي، زه به یې تعقیب کړم او آزمون صاحب، ملالۍ خور او قمر الدین خان به هم دوی نه پرېږدي، څو زموږ او ستاسي ژمنې په ځای شي.
تل دې وي افغانستان!
ژوندی دې وي د شینوارو قهرمان ولس!