ننګرهار ته نوی مسیر: د امنیت، اصلاحاتو او سولې لپاره گډه ستراتیژي
د ننګرهار ولایت د مسوولینو، متنفذینو او ځوانانو په غونډه کې وینا
مهم ټکي:
- سوله: د ۲۹۰۷ علماوو په فتوا د اوربند تایید؛ د ۴۰ کلنې جګړې پای ته رسول یو شرعي مسوولیت دی.
- امنیت: پولیسو او ملي امنیت ته ۹۰ ورځې وخت؛ د سړي تښتونې او بې نظمۍ مخنیوی.
- د ځمکو اصلاحات: د غصب او ځمکو مافیا د مخنیوي لپاره د ځانګړي کمېسیون او سیمه ییزې اردو جوړول.
- بنسټیزې پروژې: په ۵ برخو د کابل-جلال اباد سړک وېشل او د ګوشتې سوداګریزې لارې پرانیستل.
- پوهنه: په دوو کلونو کې د ۶۰۰۰ ښوونځیو جوړول، چې پیل به یې له ننګرهار څخه وي.
- اقتصاد: له جایدادونو او غصب څخه د برېښنا تولید او صنعتي پارکونو ته د پانګونې اړول.
- حکومتولي: د هغو ولایتي رئیسانو ګوښه کول چې د ولس او ځوانانو باور نه لري.
۱۰ چنګاښ ۱۳۹۷
بسم الله الرحمن الرحیم
ډېرو قدرمنو علماء کرامو، مشرانو، خویندو، ځوانانو، ټول زما د زړه سر ننګرهاریانو، له کابل نه راغلو مېلمنو، د کابینې محترمو غړو، امنیتي چارواکو، جناب لوی درستیز صاحب، جناب وزیري صاحب، ډېر دروند د ننګرهار والي صاحب، فضلي صاحب، ازمون پاچا، قتالي صاحب، لومړی تر ټولو د بشریت د ستر پیشوا تحفه در وړاندې کوم، السلام علیکم و رحمتة الله و برکاته!
اول زه له مننې شروع کوم. ننګرهاري ځوانانو له ټولو نورو ولایاتو نه د دې وطن د دفاع او ساتنې لپاره ډېره قرباني ورکړې. تر څو چې دا وطن وي، د دې ننګرهاریو ځوانانو د وینې قدر به ورباندې وي. زما ژمنه دا ده او واضح هدایت مې ورکړی چې د دوی کورنیو ته به توجه کېږي او د دوی اولادونو ته به توجه کېږي. خدای ﷻ دي دوی ته جنتونه ورکړي او همدارنګه د ننګرهار ملکي شهیدانو ته، که علماء کرام دي، که د مدني ټولنو غړي دي... نمونه ډېر دي، هر یو نه وایم چې څوک رانه پاتې نه شي، د ټولو تسلیت درته وایم.
دویم؛ ستاسي له حوصلې نه مننه کوم. ننګرهار تل د علم کور و، تل د افغانستان د ملي وحدت کور او پاتېځای دی، تل د علم او د ژمنې کور دی. نظام په ننګرهار باندې جوړ شوی، ننګرهار د نظام دی او نظام د ننګرهار دی.
ولې هر یوه ته درغلم؟ ځکه هر یو مو د فرد په حیث واجب القدر یئ. یو ننګرهاری ماته تر بل ننګرهاري کم نه دی. لکه څنګه چې ماته یو افغان تر بل افغان کم نه دی. ستاسي په غبرګون کې او ستاسي په مینه کې زه اراده پیدا کوم او هغه مسیر باندې، چې درېدلي یوو، لا په ټینګې ارادې باندې به انشاءالله تعالی عمل وکړو.
نو اول راځوو، ستاسي اولې خبرې ته:
سوله، ومو لیدل چې د سولې په باره کې ټولې حاکمې فرضيې د اوربند په نتیجه کې غلطې ثابتې شوې او زه د ننګرهار له ستر ولس نه، والي صاحب او ټولو چارواکو نه مننه کوم چې ډېر په مدبرانه ډول مو اوربند مدیریت کړ. د سولې په باره کې د هېچا منفي نظر نه منم او د ویټو حق چا ته نه ورکوم! دې لوی تالار کې داسې څوک شته چې سوله نه غواړي؟ را وړاندې دې شي! دا د ننګرهار غږ دی که نه دی؟ دا د ولس غږ دی که نه دی؟ دا د علماء کرامو غږ دی که نه دی؟ دا د ټولو افغانانو مشترک غږ دی که نه دی؟ څلوېښت کاله جنګ بس دی! ماته جنګ په میراث کې را ورسېد. زما وجیبه دا ده چې دا جنګ ختم کړو! پای ته یې ورسوو او زه له علماء کرامو نه خاصتاً مننه کوم.
زه له علماء کرامو نه مننه کوم. له مانه خلکو پوښتنه وکړه، چې ولې دې اوربند اوس اعلان کړ؟ زما ځواب ډېر ساده دی. علماء کرامو ماته د خدای ﷻ امر راکړ. دا یوازې د خلکو غږ نه و، بلکې د علماوو متفقه فتوا وه. جناب کشاف صاحب وه که نه وه؟ آیا څوک ادعا کولای شي چې علماء کرام چا مجبور کړي وو؟ د افغانستان علماء کرام څوک مجبورولای شي؟ ۲۹۰۷ علماء کرامو باندې څوک زور کولای شي چې یوه فتوا ورکړي؟ دا د علماء کرامو هغه فتوا وه چې ټول په قرآن شریف، په حدیث نبوي، د قرآن شریف په ټولو احکامو ولاړه وه. دربدلې وه که نه؟ دلته یو امتحان و چې زه د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس یم او د علماء کرامو فتوا منم یا بل چا ته ځواب ورکوم؟ او زما ځواب دا دی چې زه د علماء کرامو فتوا منم! د ولس فتوا منم! اوس تاسي په دې پوه شوئ چې طالبانو ځکه اوربند اعلان کړ، چې له علماء کرامو سره مخامخ کېدای نه شول. هېڅ نوع شرعي دلیل پاتې نه دی، پاتې دی؟ [د حاضرینو ځواب: نه!] هره موضوع چې دوی لري، لري مې کړه که نه؟ جنګ، وژنه، انتحار او انفجار روا نه دي. اما زه له علماء کرامو نه خاصتاً مننه کوم، ځکه دوی موږ ته د سولې امر راکړ. ( وَالصُّلْحُ خَيْرٌ ) دا د خدای ﷻ هدایت دی. د دې لپاره زه بیا اعلان کوم او بیا غږ کوم، هر نوع اوربند ته موږ تیار یوو! اوس دا جګړه د امنیتي قواو نه ده، دا د حکومت جګړه نه ده. ولس باید له قرآن شریف سره او له اولادونو سره ودرېږي، طالب ته لار شي او ورته ووایي چې په څه باندې خلک وژنې؟ ځکه په واضح توګه مو دا غوښتنه ده او زه درته وایم، هر چېرې چې حاضر دي مذاکرات وکړي، زه به ډاکتر صاحب عبدالله او نور له ځان سره یوسم، چې ورسره مذاکرات وکړو. په کندهار کې خرقه شریفه او دلته د هډې ملا صاحب مدرسه! څوک جرئت کولای شي چې د هډې ملا صاحب په مدرسه کې مداخله وکړي؟ [د حاضرینو ځواب: نه!] له دې ځایه د افغانستان د جهاد او استقلال بیرغ اوچت شو که نه؟ [د حاضرینو ځواب: بلکل شوی و!] را دې شي علماء کرام مو ساتي!
پرون شپه چا ماته عجبه خبره وکړه. امنیتي کسان راغلي وو، ویل یې ننګرهار ته مه ځه، چې انتحاري درباندې کېږي. ما ورته وویل چې زه له کوم ننګرهاري نه ډېر یم؟ او که دوی خیال کوي چې په څو آوازو باندې به ما له خپل ولس نه لرې کړي، بیا دې فکر وکړي! زه مې له خپل ولس سره ودرېږم او هر خطر چې زما ولس مني، زه یې سل چنده منم!
امنیت ته راځو! اول له ملي اردو نه مننه کوم. جنرال صاحب وزیري او نور ټول جنرال صاحبانو واقعاً مهرباني کړې. داعش مو ښه وټکاوه. عملیاتونه مو ښه دي او اوس هم ښه روان یاست. [د جمهور رئیس په احترام تر درېدو وروسته ورته د جمهور رئیس ځواب: مهرباني وکړئ!] جناب لوی درستیز نه مننه کوم چې همیشه یې ملي دریځ نیولی، خدای دې یې وساتي. اما پولیس تراوسه په ننګرهار کې بریالي نه دي او دا یو داسې حقیقت دی چې عام خلک او هر څوک ورباندې پوهېږي. لمر په دوو ګوتو نه پټېږي.
ټول مشرانو چې وغږېدل او ویې ویل چې په امنیتي برخې کې ستونزې لرئ او د ستونزو ذکر یې وکړ، په حقه دي. نو قومندان صاحب د امنیه او رئیس صاحب د ملي امنیت، پاک یې کړئ! دواړه د درېیو میاشتو لپاره راغلي یئ، که په درېیو میاشتو کې بریالي نه شوئ، دواړه لرې کوم! مګر داسې خلک مې نه دي در لېږلي چې د ډار خلک وي. دا قومندان صاحب¹ د امنیه مو د خاصو جرایمو عمومي رئیس و. چارواکو ورته وویل چې په فساد کې څوک مه نیسه. لاړ احتیاط یې ومانه، خو کاله په خپل کور کېناست، خو دا یې ونه منله چې په فساد کې دخیل شي، همداسې ده که نه ده؟ دې بل رئیس صاحب د امنیت په کابل کې دومره اختطافچیان ونیول چې ورنه تنبېدل، ځکه مې را لېږلی چې هم اختطاف پاک کړي او هم زورواکي ختمه کړي!
والي صاحب²، د غصب په باره کې یو خاص کمیسیون جوړ کړئ. هر څه مو چې په کار وي، زه یې درکوم. د ولس غږ مو واورېد، آیا د پنځه او لس نفرو لپاره غواړئ ننګرهار قرباني کړئ؟ غواړئ ننګرهار ګټئ که غواړئ پنځه نفره بېواکه ګټئ؟ یوه ورځ پیدا شوي یوو، بله ورځ ځو او خدای ﷻ ته حساب ورکوو. همدا بهتره ده چې د ولس په ارادې، په مېړانې او په قاطعیت باندې رفتار وکړو. نن درته وایي چې دا مه کوه ځکه چې سبا انتخابات دي، دا دي... هغه انتخابات نه پرېږدم چې په هغه کې معامله وشي! زه د دې لپاره د دې خاورې جمهور رئیس نه شوم چې هره ورځ د وطن په ګټو معامله وکړم. مجبوریتونه بل شی دي، محدودیتونه بل شی دي، مګر اوس قاطعیت په کار دی. قاطعیت غواړئ که یې نه غواړئ؟ که قاطعیت غواړئ، دا دی زه والي صاحب او قومندان صاحب د امنیه ته اختیار ورکوم چې له ما وغواړي، څه په کار دي؟ چې د غصب مسئله ختمه کړو. او تاسي ځوانانو ته وایم چې ودرېږئ، عریضې مو راوړئ، اسناد مو راوړئ، شواهد مو راوړئ چې ټول یې کړو!
ننګرهار ښار مصون کړئ، هر څوک چې د تورو شیشو موټر کې ګرځي، توره شیشه یې ماته کړئ! که څوک درته ادعا لري چې سل کاله یې ګټلي دي، را دې شي اسناد دې درکړي، چې له کوم ځایه یې ګټلي دي؟ دا خو په دې نه کېږي چې راشئ او تمامه ورځ ادعا وکړئ، موږ ټول یو بل ته معلوم یوو چې نه؟ په ننګرهار کې زما د کور آدرس درته معلوم دی که نه؟ نیکه مې پېړېدئ، غور نیکه مې هم پېژنئ که نه؟ خو یو بل پېژنو، تله درته معلومه ده، دا چې تله په ځای نه ده، راشئ چې تله درسته کړو!
بله برخه مو اداري کې ده. والي صاحب او ځینې معاون صاحبان او نور نوي مقرر شوي دي. والي صاحب! زما هدایت درته دا دی چې په ټولو رئیسانو دې، په ټولو آمرینو باندې دې یوه څېړنه وکړه، هر څوک چې د ولس د منلو وړ نه دی، پیشنهاد راوړه چې زه یې بدل کړم! ژونده که د پلار ده، هم په وار ده! او زه د ټول ننګرهار د ولس ګډون غواړم. هېڅ برخه کې انحصار نه شي راتللی، ټول ننګرهاریان دې ځان د ننګرهار په ادارې کې وګوري او دا ضروري ده. د ننګرهاریانو په مغزو باندې مو نیمه دنیا آباده کړه، خپله ننګرهار نه شي آبادولای؟ نو دا ضروري ده چې دا ماغزه مو چې په ټولو نورو ځایونو کې په کار واچول، هلمند کې دې په سخت ترینوه شرایطو کې دې وطن ته خدمت وکړ [والي حیات الله حیات ته اشاره]، همدا رقم نورو ځایونو کې دې خدمت کړی دی. راشئ لاس یو کړو چې ننګرهار یو کړو.
بله برخه مو د مشخصو قومونو ده. زه هر قوم ته نه راځم. یاداشت مې ونیوه. والي صاحب! دوی ما سره بېرته په کابل کې کښېنوئ چې په اساسي توګه د دوی د زړه خواله وشي چې زه وکړی شم واضح او مشخص، ما یاد داشت کړل، څه چې له تاسي نه ما یاداشت کړل زه به په هغه باندې عمل وکړم. د دې په ځای چې خبرې وکړم، بیک صاحب او والي صاحب به دا درسره تعقیب کړي او هر یو وزیر صاحب به دا درته تصویب کړي.
مګر اجماع چې ما له ټولو ولیدله هغه په سوله اجماع ده. له یوه نفر نه هم ما وا نه ورېدل، چې سوله زموږ لومړیتوب نه دی. دویمه اجماع مو د قانون په حاکمیت باندې ده. ځکه امنیت بې د قانون له حاکمیته نه شي راتللی. په دې برخې کې والي صاحب زما هدایت تاسي ټولو چارواکو ته دا دی چې له ولس سره کښېنئ او خنډونه که اشخاص دي، که بنسټونه دي چې د قانون د حاکمیت په مخ کې دي، ویې څېړئ، ماته له مشخصو وړاندیزونو سره راشئ. که ستونزه په څارنوالۍ کې ده، که په محکمه کې ده، که په پولیسو کې ده، ولس دې یې را سره شریکه کړي. تاسي ته هر څه معلوم دي، نه دي؟ نو شریک یې کړئ چې موږ وکړی شو مشخص اقدامات وکړو.
بې د قانون له حاکمیته موږ بل کار نه شو کولای او مخصوصاً په دې برخه کې جناب والي صاحب! که فساد په انتخاباتو کې پیل شوی وي، په نطفې کې باید ودرېږي. هر چارواکي ته همدا اوس له دې ځایه نه وایم، که د ولسوالیو په کچه کې یئ، که د ولایت په کچه کې یئ، که د زون یا بله هره کچه کې یئ، که مې ولیدل چې په انتخاباتو کې مو مداخله وکړه، نو نه یوازې چې لرې کوم مو، بلکې تهدیدوم مو! که هر وکیل مداخله وکړه، وکیل محروم کړئ! کوم سند یې له علماوو نه راوړی چې دوامدار باید وکیل ووسي؟ دا د ولس انتخاب دی، ولس دې فیصله وکړي، ولې له انتخاباتو نه ډارېږئ، ولې وایي چې انتخابات نه کېږي؟ ډارېږي چې ځوانان یا علماء یا مېرمنې ورته شکست ورکوي، له ګز او له میدان نه ډارېږئ؟ ننګرهاریانو! دا د سیاست کور دی که نه دی؟ هر ننګرهاری په سیاست کې دوکتورا لري که یې نه لري؟ نو تاسي څوک غولولی شي؟ لغمانيانو بې ځایه بد شهرت پیدا کړی، اصلي عقل ستاسي دی که نه؟ [خندا] زما خو یوه درېیمه برخه ننګرهارۍ ده، دواړه نیاګانې مې ننګرهارۍ دي.
بله برخه د پروژو ده. جناب والي صاحب د ټولو پروژو یو لېست په منسجمه توګه جوړ کړئ. کوم چې پیل شوي، کار یې حرکت نه دی کړی، کومې چې نیمګړې دي، کومې چې په بل حالت کې دي ... ټول اسناد راوړئ چې زه درسره ټول وزیر صاحبان کښېنوم، خو د نظارت او پرمختګ یوه واضحه طریقه جوړه کړو. د کابل ننګرهار سړک به په پنځو برخو ووېشل شي. پخوانۍ قرارداد ما درته فسخه کړ، اوس به حرکت وکړي او ژر تر ژره به حرکت وکړي! د تورخم په اړه مې در نه واورېدل، اما په عین حال کې ما د فواید عامې وزیر ته هدایت ورکړی چې وګوري موږ د ګوشتې له لارې هم له خېبر پښتونخوا سره وصل کېدای شوو که نه؟ مخکې له دې نه چې اکبر د تورخم لاره خلاصه کړه، اصلي پخوانۍ لار ګوشته وه. نو ضرور ده چې دواړو لارو باندې یوه اساسي څېړنه وشي، چې مومندو ته، شینوارو ته، خوګیاڼو ته او نورو ټولو اقوامو ته لاره جوړه شي. دا چې زه هر یوه ته درغلم، زه تاسي ته په عین سترګو ګورم، هر یو مو زما تن او وجود یاست! اما په یوې طرحې باید کار وکړو، چې د ننګرهار په مواصلاتو باندې په بنیادی توګه فکر وشي.
په اوبو او وچکالۍ باندې هم وغږېدئ. حاجي صاحب ګل میران وغږېده. کریمي صاحب او دُراني صاحب نه پوښتنه وکړئ، په دې باندې ما یو منسجم پروګرام نیولی چې څنګه موږ وچکالۍ ته ځواب ورکړو او د دې کيلې زموږ د اوبو په مدیریت کې ده. څو ورځو کې به، څو هفتو کې به انشاءالله یو څو نوي طرحې وګورئ، که دا طرحې بریالۍ وي زه کولای شم چې د سیلاب مخنیوی به په ډېرو ځایونو کې انشاءالله تعالی امکان پذیره وي. ماته یوه میاشت وخت راکړئ چې زه بېرته درته ووایم چې څه کولای شوو. دا ځکه چې یو ډېر منسجم ټیم مې راغوښتی چې په اسانې طریقې سره څنګه د سیلاب مخنیوی وکړو، په څه ترتیب کېدای شي چې هم زر وشي او هم خلکو ته کار پیدا شي.
حاجي صاحب ګل میره! د کوچیانو په برخه کې ما جلسې نیولي دي. دا د اساسي قانون فرمایش دی چې کوچیان باید مېشته شي او مالداري باید په پښو ودرول شي. سږ کال د افغانستان مالداري واقعاً ډېر بد حالت کې ده، نو دُراني¹ صاحب په دې کار کوي او په اساسي توګه ورباندې کار کوي.
ځنګلونه د افغانستان ملي پانګه ده. د ځنګلونو په برخه کې زه له ولسونو نه مشخص وړاندیزونه غواړم چې موږ څنګه اوسني ځنګلونه وساتلي شوو او څنګه په اساسي توګه د ځنګلونو د بیارغونې له لارې هم خلکو ته کار پیدا کولای شوو او هم دا ملي پانګه ساتلی شوو؟ څومره چې د غصب مهمه مسئله ده جناب والي صاحب، هومره دا مسئله هم مهمه ده. دې ټولو برخو کې نوي امنیتي قوې ته ضرورت دی. د ننګرهار له قهرمان ولس نه زما یوه غوښتنه دا ده چې منطقوي اردو جوړه کړې. موږ دوه برخې لرو: یو په ملي اردو کې زرها نفره کمبود لرو. دویم دا چې یوه منطقوي اردو جوړه کړو. له ټولو شینوارو مننه کوم چې په ډېر کم وخت کې یې یو کنډک راته برابر کړ. زما وړاندیز دا دی چې تاسي یو کنډک یا دوه کنډکه راکړئ چې د غصب مخنیوي او د قانون د حاکمیت لپاره په خاصه توګه استعمال شي. هغه ځوانانو چې له اردو نه ترخیص اخیستی مخصوصاً له کمانډو نه، هغوی دې راشي چې هم ګمرکات وساتي او هم د غصب مخنیوی وکړي. دغه برخه تاسي راکړئ، زه یې تشکیل درکوم چې په واضح توګه موږ وکړی شوو په مخه لاړ شوو.
اصلي خبره مې د ننګرهار آبادي ده او د دې اوله برخه له ښوونځیو شروع کېږي. شپږ زره ښوونځي په راتلونکو دوو کالو کې آبادېږي. کریمي صاحب¹ او بلخي صاحب² په ګډه کار کوي، تراوسه یې ۲۵ رقمه یا ډېر ترسره شوي، ۲۵ رقمه مختلف تعمیرونه نقشه شوي دي چې هر محیط سره مناسب ووسي، نو د مکتبونو ستونزه به هم حل شي. ما یې پیسې ورکړي دي. اوس د کریمي صاحب او د بلخي صاحب پر غاړه ده چې په توزیع او عملي کولو یې کار وکړي. اوله مرحله کې دوی سرد سیره مناطق نیولي دي، دویمه مرحله کې ګرمسیرو ته رسېږي. د پیسو ستونزه نشته. که د پخوا په شان شوي وي، مخکې له دې نه چې ما فیصله کړې وي، ۴۰ کاله به یې نیول چې دا مکتبونه جوړ شي، خو اوس به دا په دوو کالو کې انشاءالله تعالی تکمیل شي او خاصو ناامنو ساحو ته د ښار جوړونې وزارت له خوا ۷۰ مکتب جوړېږي، په هغه برخه کې هم ګورو چې په کومو ځایونو کې جوړ شي. دا مخکې جوړ شوي دي، اتو هفتو کې سمبالېږي. اول مکتب یې د نمونې په توګه په «ده سبز»³ کې جوړ شو، نورو برخو کې به هم اقدام وکړو.
بودجه مو وغوښته. ماته درې میاشتې وخت راکړئ، چې درې میاشتې پس زه بېرته راشم. والي صاحب سره په ځینو عمده مسایلو غږېدلی یم. د دې پر ځای چې زه درته ووایم چې څه کوم! راشئ څو وړاندیزه لرم: اول، د ننګرهار هغه پانګوال چې حلالې پیسې یې پیدا کړي دي، راشئ ما سره کار وکړئ چې په ګډه ننګرهار آباد کړو! د صنعتي پارکونو مقررات ما ټول بدل کړل. ورونو پوهېږم کافي پیسې لرو. مخکې له دې چې برق راشي مجبور وو نورو ولایتونو ته پیسې یوسوو. داسې ځای په افغانستان کې نشته چې د ننګرهار پیسې په کې نشته. بلخوا ستاسې په پیسو فضل د خدای آباد دی، هرات ستاسې په پیسو باندې آباد دی لکه کابل او لکه نیمروز د افغانستان نور ځایونه... اوس راشئ د تولید په شرایطو باندې سره نتېجې ته ورسېږو.
ننګرهار د معادنو له نظره زیات امکانات لري. دا باید په هغه طریقه استخراج شي چې ټولو ننګرهاریانو ته او ټول افغانستان ته کار برابر کړي. اما مهمترینه موضوع چې زه له تاسې نه غواړم پانګونه پرې وکړئ، هغه د برېښنا تولید دی. ورونو که نورو ته معطل شوو، دا کلونه نیسي. راشئ لاس راکړئ. که یو ترکي شرکت هلمند ته راځي ۱۸۰ میلیون ډالره پانګونه کوي، تاسې ولې نه راځئ؟ نو والي صاحب دوی سره په تفصیل وغږېږه، د دې په ځای چې څو جریبه ځمکه غصب کړئ، راشئ په برق پانګونه وکړئ. نورو ځایونو کې پانګونه وکړئ چې په اساسي توګه مخکې ولاړ شوو.
هیله ده، ستاسې هغه فرمایشات، چې ما یاداشت کړي او زه غواړم په ختم کې بیا هم مننه وکړم. زه چې تېرېدم له مشرانو راته یوه وویل چې په سړه سینه او په آرامو اعصابو درنه د افغانستان بریالیتوب غواړو. همدا مو راته وویل که نه؟
د دوو شیانو په منځ کې یې فرق وکړ. یو د هغه اشخاصو احساسات دي چې د افغانستان لپاره طرحه نه لري. ۴۰ کاله تېر شول، دوی طرحه درلوده چې د افغانستان بحرانونو حل کړي؟ نو که هغوی څه بد و رد وایي، زما ورته سلام دی. او که دوی فکر کوي چې په بد و رد باندې ما له هغو ژمنو نه چې ولس سره مې کړي دي راګرځولی شي، بیا دې فکر وکړي، بیا دې کنځلې وکړي، زه به بیا هم ورته سلام وکړم! اما دویم، هغه تصامیم دي چې باید په قاطعیت ونیول شي او په قاطعیت عملي شي.
خویندو او ورونو! افغانستان په یو خاص فرصت کې دی چې د ۴۰ کالو بحرانو خاتمه زه لیدلی شم. بیا یې درته تکراروم. یو حالت ته رسېدلي یوو چې د ۴۰ کالو بحرانونو خاتمه زه لیدلی شم! له علماء کرامو نه بیا هم مننه کوم چې د دې زمینه یې برابره کړه. د سولې امکان شته. د سولې د راوړلو لپاره موږ باید هم آزاد فکر ولرو او هم ټینګه اراده ولرو. اصلاحاتو باندې دا ولس اجماع لري، اصلاحاتو لپاره باید معامله ونه کړئ. د نسلونو منځ کې همغږي شته، اما ضرورت د دې دی چې ځوان نسل ته مسئولیت او صلاحیت ورکړی، اما له ټولو نه مهمه موضوع دا ده چې خدای ﷻ مالک دی اما زما بادار ولس دی. د کونډې زوی، د دهقان زوی، د کارګر زوی، د عسکر اولاد، زما بادارن دي! که باداري ده، باداري د ولس ده.
د افغانستان جهاد یوه حماسه وه چې د ټولو افغانانو ویاړ و. جهاد کې انحصار نشته! دې تالار کې کوم څوک شته چې جهاد کې یې ګډون نه وي کړی؟ دې وطن کې څوک شته چې د جهاد ملاتړ یې نه وي کړی؟ راتلونکي کې نه د سولې لپاره انحصار موجود دی او نه د افغانستان پرمختګ لپاره. ملي اجماع شته، منطقوي اجماع مو تر ۸۰ فیصده رسولې، بین المللي اجماع مو جوړه کړې، اوس وخت د اقدام دی، اوس وخت د وحدت دی.
نو عرض مې دا دی چې وړو مسایلو کې دا عظیم ملت مه بندوئ! لویو مسایلو ته راشئ. عکسونه وګورئ، میرویس خان پاتې شو؟ احمدشاه بابا پاتې شو؟ امان الله خان پاتې شو؟ نور مشران پاتې شول؟ زه خو یو څو ورځې یم. زموږ او ستاسې کار باید دا وي چې یو داسې میراث پرېږدو چې تلپاتې سوله او تلپاتې پرمختګ رامنځته شي. زه له دې جهت نه ستاسې له ژمنې او ستاسې له حوصلې مننه کوم، زه مو خدمت کې یم او ستاسې ملاتړ چې اوسي، هېڅ بل خنډ نه منم!
تل دې وي افغانستان!
زنده باد افغانستان!
یشه سین افغانستان!
پاینده باد ننګرهار!