ډاکټر اشرف غني
ډاکټر اشرف غني
د وینا متن دولت جوړونه

مساوات، اصلاحات، او د هېواد په پرمختګ کې د ښوونکو رول

مساوات، اصلاحات، او د هېواد په پرمختګ کې د ښوونکو رول

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمیسیون لخوا د ښوونکو د رقابتي ازموینو د پرانیستې مراسمو کې وینا

مهم ټکي: 

  • د لیاقت له لارې برابري: ازاد رقابت ټولو ته مساوي فرصتونه برابروي.
  • قانوني ارزښتونه: یووالی او برابري د اساسي قانون لخوا خوندي دي.
  • ښوونکو ته درناوی: ښوونه او روزنه راتلونکي نسلونه جوړوي.
  • پر روڼتیا باور: د خلکو ګډون عدالت تضمینوي.
  • د ښځو زده کړې: د ښځو تعلیم نسلونه بدلوي.
  • د پوهنې ځواک: ښوونځي له هېواد سره د ژمنتیا روحیه پیاوړې کوي.
  • د ځوانانو رهبري: پرمختګ په ځوان نسل پورې تړلی دی.
  • اصلاحات او صداقت: له اداري فساد سره مبارزه د خلکو باور ساتي.
  • پر لیاقت ولاړه حکومتولي: په دندو ګومارنه باید شفافه وي.
  • ملي مسؤلیت: د افغانستان راتلونکی په تکړه او وړ وګړو پورې اړه لري.

 

۷ چنګاښ ۱۳۹۷ | د لویې جرګې تالار

بسم الله الرحمن الرحیم. محترمو کاندیدانو! ستاسې په څېرو کې هم هیله ښکاري او هم وېره. هیله لرم چې هیله مو پر وېره غالبه وي. عزیزو همکارانو، نادري صاحب، خواجه‌عمري صاحب، بلخي صاحب، رسولي صاحب، ټولو همکارانو، خویندو او وروڼو! تر هر څه لومړی د بشریت د مخکښ تحفه تاسو ته وړاندې کوم؛ السلام علیکم و رحمة‌الله و برکاته!

دا تالار [د لویې جرګې تالار] د څه استازیتوب کوي؟ د دوو لویو ملي پرېکړو چې په همدې تالار کې سرته ورسېدې: د افغانستان بیړنۍ لویه جرګه چې په افغانستان کې یې د نوې حکومتولۍ بنسټ کېښود او د افغانستان د اساسي قانون لویه جرګه، زموږ ملي وثیقه چې په هغې کې د هر افغان مساوات له بل افغان سره تامین شو.

نن موږ په دې تالار کې په شفافه او مؤثره وسیله د اساسي قانون د ارزښت تطبیق ګورو. د واسطې او ازادې سیالۍ ترمنځ څه فرق دی؟ واسطه د یو وګړي او یو افغان عدم مساوات له بل افغان سره دی؛ خو ازاده سیالي زموږ د ټولو نجونو او هلکانو مساوات دی یو له بل سره.

زه ستاسې ترمنځ څنګه تفکیک وکړم؟ ستاسې هیڅ یو ماته له مریم او طارق [د جمهور رئیس اولادونه] نه توپیر نه لرئ! یوازینی شی چې ستاسو ترمنځ تفکیک کولی شي، یوه شفافه او ازاده سیالي ده. له همدې امله زه غواړم لومړی له هر کاندید نه مننه وکړم؛ نه د دې لپاره چې د کار په لټه کې یاست - چې دا یو وجیبه ده - بلکې له دې امله چې نن مو د ښوونکي سپېڅلی مسلک غوره کړی دی.

له هر یوه نه مو مننه کوم، د زړه له کومې مننه کوم، ځکه ستاسې په لاسونو او مغزونو به د افغانستان راتلونکې نسلونه ان‌شاء‌الله تعالی مصون وي. او دویم دا چې له هر یوه مو د پروسې په شفافیت باندې د باور له امله مننه کوم. که تاسې باور ونه لرئ او ګډون ونه کړئ، پروسه پایلې ته نه رسېږي. نن ستاسې شتون ماته دا ډاډ راکوي چې د هغو فاسدو کسانو په وړاندې چې یو شمېر افغانانو ته پر نورو افغانانو ترجیح ورکوي، په جرئت ودرېږم او ووایم چې افغانستان د هر افغان دی او هیڅوک پر بل برتري نه لري.

زه غواړم د افغانستان راتلونکو نسلونو ته ستاسې د ژمنتیا له امله مننه وکړم! په ځانګړې توګه زموږ له نجونو او مېرمنو څخه. ځکه نړیوالو تجربو ښودلې، زما همجنسانو ته په پوره درناوي [خندا]، که یو نارینه وروزل شي، یو نسل تغیر کوي؛ خو کله چې یوه ښځه وروزل شي، پنځه نسلونه تغیر کوي. که یې څرګنده نمونه غواړئ، خپل لومړی خادم وګورئ. زه ستاسې په مخکې ځکه درېدلی یم چې زما نیا تعلیم یافته وه او په تعلیم یې باور درلود، په هر بل شي کې یې تېرېدنه (ګذشت) درلود، خو په درس کې یې ګذشت نه درلود او زه یقین لرم تاسې به داسې نسلونه وروزو چې د افغانستان بنسټیز تحولات به دا نسلونه ستاسې د روزنې په برکت راوړي.

زه لا هم د استقلال لېسې له ښوونکو - چې لومړي پنځه ټولګي مې هلته لوستي، او د حبیبې لېسې له ښوونکو چې له شپږم تر دولسم ټولګي مې هلته لوست کړي - په پوره درناوي یادونه کوم. کله چې زه له ۲۴ کاله جلاوطنۍ وروسته افغانستان ته راغلم، د یوې نړیوالې خبري ادارې استازي راته وویل چې ولې دې دومره راحت کار او لوړ معاش او نور... پرېښودل - ځکه ما تل وړیا کار کړی - او په لومړۍ اونۍ کې بېرته راغلي؟ ومې ویل د خپل ښوونکي او د ښوونځي د کتابونو په خاطر! د ښوونځي کتابونو موږ ته له دې وطن سره د ژمنتیا او مینې درس راکړی دی. هیله لرم چې تاسې دا لوی میراث چې د افغانانو د درې زره کلونو د زحمت پایله ده، وساتئ، پراختیا ورکړئ او د نوي افغانستان څېره وښایئ.

تاسې د نوي افغانستان استازي یاست او هر یو مو نړۍ ته د افغانستان فوق‌العاده سفیر یاست. نن نړۍ ستاسې په څېرو کې یو نوی افغانستان ویني، هغه کوم افغانستان دی؟ د ملي یووالي او ژمنتیا افغانستان، اصلاحاتو ته د روښانه تعهد افغانستان! یو داسې افغانستان چې پر ځان باور لري، خپل راتلونکی ویني، د یو ملت په توګه د خپل راتلونکي په اړه هیڅ شک نه لري او باوري دی چې هغه ستره طبیعي شتمني چې خدای (ج) ورکړې او هغه ستره بشري شتمني چې تاسې یاست، ان‌شاءالله‌تعالی انکشاف ورکوو.

زه غواړم د پوهنې وزارت نه مننه وکړم چې له ډېر بد حالت نه یې، نن د اصلاحاتو لویه کړۍ شروع کړې ده. که فساد په نورو ځایونو کې وي، ښايي زموږ یو څه پیسې ضایع شي، که څه هم پیسې خپل ارزښت لري؛ خو په معارف وزارت کې فساد د نسلونو او اعتماد د له منځه وړلو لامل کېږي.

زه لا هم خپل یو همکار پېژنم چې په نړۍ کې ستر پروفیسور دی؛ هیڅکله یې نه هېرېږي چې د فاکولتې په دویم ټولګي کې یې په یوه امتحان کې مداخله وشوه او هغه سکالرشیپ ته لاړ نه شو او په څلورم کال لاړ. د هغه عقده هیڅکله له منځه نه تله؛ ځکه بې‌عدالتي هیڅ افغان او هیڅ انسان نه شي هېرولی. له همدې امله زما څرګنده پرېکړه دا وه چې د ښوونکو ټول بستونه باید په لومړي ګام کې ازادې ازموینې ته وړاندې شي او همدارنګه له تاسو سره زما ژمنه دا ده چې د ټولو ادارو بستونه د شفافیت پر بنسټ استخدامېږي. که یو څوک د داسې هېواد جمهور رئیس وي چې په ولسواکۍ باور لري، باید د استخدام په برخه کې د جمهور رئیس واکونه ورځ تر بلې کم شي.

هر هغه بست چې د اداري اصلاحاتو کمېسیون له لارې راځي - زه د اداري اصلاحاتو او په ځانګړې توګه له کمیشنر صاحبانو او نادري صاحب څخه مننه کوم - زه یې سترګې پټې لاسلیک کوم؛ خو هغه بستونه چې د سلیقې پر بنسټ راتلل، زه مجبور وم دوه یا درې میاشتې وځنډوم ترڅو ترسره شي. د لوړو زده کړو له وزارت، د کانکور له ادارې، خاموش صاحب [د کانکور ازموینو عمومي رئیس] او رسولي صاحب نه مننه کوم.

له نوي نسل سره زموږ ژمنه څه ده؟ زموږ ژمنه دا ده چې د افغانستان راتلونکی تاسو ته سپارو، تل دا خبره مطرح کېږي چې راتلونکی د ځوانانو دی، نه! نن ستاسو دی. دا تاسو یاست چې ستاسو پیاوړي مټې او فعال مغزونه دا مملکت په حرکت راولي. [په خندا] باید د ازموینې په جریان کې څوک ډېرې خبرې ونه کړي، زه له ټولو مننه کوم، ستاسو ټولو بریالیتوب غواړم او هیله‌من یم، هغه کسان چې بریالي کېږي، د دې لامل شي چې کاري فرصتونه رامنځته شي. دولت په عمومي توګه دې نسل ته ژمن دی چې بنسټیز اصلاحات تر لاس لاندې نیسي ترڅو ان‌شاء الله تعالی تاسو ټول په خصوصي یا دولتي سکټور کې د دې ټولنې فعال غړي اوسئ.

تل دې وي افغانستان! یشه‌سین افغانستان! ژوندی دې وي افغانستان! بریالي اوسئ.