داکتر اشرف غنی
داکتر اشرف غنی

فداکاری، دلیری و تلاش برای صلح پایدار: قدردانی نیروهای امنیتی قندهار

فداکاری، دلیری و تلاش برای صلح پایدار: قدردانی نیروهای امنیتی قندهار

نحمده و نصلی علی رسوله الکریم أما بعد، فأعوذ بالله من الشیطان الرجیم، بسم الله الرحمن الرحیم

د افغانستان محترم لوی درستیز، د کندهار محترم والي صاحب، د انکشاف دهات محترم وزیر صاحب او ډېرو زړورو سرتېرو، بریدملانو، افسرانو، جنرالانو او په همدې توګه د پولیسو منسوبینو، د خاصو قطعاتو منسوبینو، زموږ ډېر خواخوږي ډاکټر صاحبانو چې سپینې چپڼې یې په ځان دي، زموږ د خاصو قطعاتو ډېرو زړور پیلوټانو.

له ټولو دمخه د بشریت د پېشوا تحفه در وړاندې کوم: السلام علیکم و رحمة الله و برکاته.

شما از تمام افغانستان هستید و از وجب وجب این خاک، مردانه دفاع می‌کنید. به نمایندگی از دولت و ملت افغانستان از هر کدام‌تان از صمیم قلب، تشکر.

اول از همه درود بر شهدای قوای امنیتی و دفاعی ما و قول‌اردوی اتل، خداوند ﷻ روح‌شان را شاد داشته باشند؛ در قسمت دنیایی (شهیدان) من اطمینان می‌دهم و هدایت داده‌ام که اکرامیه دو چند شود و به فامیل‌های این شهدا، توجه اصلی شود.

قرارداد دولت همراه سربازان، بریدملان، افسران و جنرالان ما یک طرفه نیست؛ ما تنها از شما قربانی نمی‌خواهیم؛ ما دیندار شماییم و این دین را ادا می‌کنیم.

دې ملت خپل ناموس تاسې ته سپارلی او تاسې دا ناموس په ډېر قدر ساتلی، مننه!

یک سرباز در یک جای، یک هفته مانده بود؛ من شخصاً هدایت دادم که هلی کوپتر برود، جنگ نکند و سرباز را به شفاخانه انتقال بدهد. ان‌شاءالله تعالی، شما (دیگر) شاهد این نخواهد بودید که همرزم و همسنگران‌تان در سنگر از خون‌ریزی بمیرد؛ این بر ما لازم است که پشت زخمی‌های خود بگردیم و می‌گردیم او ان‌شاءالله تعالی روزبه‌روز زیادتر می‌شود.

در شفاخانه اردو و تمام شفاخانه‌های اردو، تغییرات اساسی آمده است؛ چهارصد بستر در خدمت‌تان است و شفاخانه پولیس به‌زودی از طرف وزیر امور داخله افتتاح می‌شود.

ستاسې په کورنیو پسې به ګرځوو، اوله برخه یې کېږي، دویمې برخې ته یې لږ څه وخت راکړئ، ان‌شاءالله تعالی در رسېږو.

دا وضع زما لپاره د منلو وړ نه ده چې یوازې د شهیدانو ۹ فیصده کورنیو ته ځمکه ورکړل شوې، نه یې منم، خپله به ورپسې ګرځوو! همدارنګه د زخمیانو په اړه هم. زه هره ورځ پوښتنه کوم.

قبل از این، عادت بر این بود که تنها افراد نظامی، خدمت شما می‌آمدند؛ شروع امروز (نیک است و بعد از این) تمام وزیر صاحبان ملکی، والیان و افراد ملکی به‌صورت دوامدار از قوای امنیتی و دفاعی ما خبر خواهند گرفت او از شما پرسان و تشکر خواهند کرد.

دې برخو کې یقین ولرئ چې نه یوازې په داخل د مملکت کې، بلکې هغه شیان چې په بهر کې هم مهم دي، موږ په پروګرام کې نیولي چې په تاسې پسې وګرځوو.

ځکه دا زما وجیبه او زما وظیفه ده او هر څوک چې دولت کې کار کوي، د هغه وجیبه او وظیفه ده.

من می‌خواهم از صمیم قلب از پیلوت‌های قهرمان ما ابراز امتنان کنم. هیچ پیلوتی دیگر با شرایطی که ما داشتیم، حاضر به پرواز و نشست نمی‌شد؛ از هر یک‌تان تشکر.

من هدایت داده‌ام که بعد از این، ترفیع پیلوت‌های ما به بست بسته نباشد؛ هر کدام‌تان بر اساس شجاعت‌تان، ترفیع خواهد کرد.

فرهنگ تقدیر و تشکر در قوای امنیتی و دفاعی ما، عام خواهد شد. همین طور از قوای خاص ما می‌خواهم ابراز امتنان کنم؛ عملیات‌های شما، تغییری بزرگ آورده و روحیه را بهتر ساخته است؛ همین قدر دنیا بفهمد که شما در این منطقه، نظیر ندارید؛ قوای خاص ما در منطقه نظیر ندارد و در حقیقت، سرباز افغانستان در منطقه نظیر ندارد.

زه غواړم په خاصه توګه له تاسې اتلانو، ستاسې د قهرمانیو او د هغه څه په اړه چې په دې دوو میاشتو کې مو کړي دي، مننه وکړم.

لویه توطئه وه چې ارزګان ته سقوط ورکړي، تاسې ناکامه کړل، مننه!! غورک کې، شاولي کوټ کې او نورو ځایونو کې درباندې خاینانه حملې وشوې، خو تاسې مات کړل، مننه!

د ذوالفقار له عملیاتو مو مننه چې پرته له دې چې په تاسې برید وشي، تاسې اول حرکت او تحرک وکړ، مننه! ټول اتلان یئ، زه غواړم مننه درنه وکړم.

په عین حال کې زه پوهېږم چې مشکلات لرئ، یو ځوان ودرولم، عکس یې راسره واخیست، مګر په عین حال کې یې راته وویل چې مشکلات دي. زه د دې لپاره نه یم راغلی چې تشریفاتو ته راشئ، زه د دې لپاره راغلی یم چې ستاسې مشکلاتو باندې پوه شم او ستاسې مشکلات به ان‌شاءالله تعالی یو په یو حل کړو.

زه غواړم ډاکټر صاحبانو نه هم مننه وکړم. با چپ ن‌های سفیدتان، زندگی قهرمانان را حفظ می‌کنید و خودتان روزانه و شبانه قهرمانی می‌کنید، تشکر.

راځو اصلي موضوع ته. زموږ او ستاسې ټولنه د سولې تږې ده. ټول سوله غواړو. هغه ځوان هلک چې د اردو مقدس یونیفورم یې اغوستی، زموږ د همت علامه ده، ځکه موږ سوله غواړو، نورو را باندې جنګ ټپلی دی.

موږ جنګ نه غوښت، موږ پایداره سوله غوښته، موږ د عزت سوله غواړو. مګر په یو څه دې ټول پوه شي چې افغان د عجز او زارۍ سوله نه مني! او دلیل یې تاسې اتلان یئ.

نیکونو او پلرونو مو زرهاو کاله دا وطن ساتلی. پنځه زره کاله تاریخ لرو، پنځه زره کاله نور به هم دا وطن وي او دا بچي به یې ساتي. خدای ﷻ موږ ته حق راکړی چې دفاع وکړو. ستاسې حرکات پر ځای دي.

ګورئ دوه ورځې مخکې هرات کې درې زره علماء جګ شول په تاسې باندې یې لاس کېښود. ټول ولس مو تر شا ولاړ دی، ځکه ستاسې د تورې په برکت به دې خاوره کې پایداره سوله راځي. مشکلات به زه په تفصیل واورم، بیا به یې حل کوو.

همدومره درته وایم چې د هرې ورځې په پیل او اخر کې او د شپې مې تاسې په فکر کې یئ، په مغزو کې مې یئ او په اعمالو کې مې یئ. اوس د خدای ﷻ فضل دی زه له ټولو قول اردوګانو سره مستقیم ارتباط لرم او له ټولو والي صاحبانو او امنیه قوماندانانو سره هم.

زه غواړم له محترمو پولیسو نه هم ډېره مننه وکړم. پولیسو واقعاً د تروریزم په مقابل کې لویې قربانۍ ورکړې، زه درنه مننه کوم. که تجهیزات مو کم وو، وسلې مو پخوانۍ وې، دا ستاسې ستونزه نه وه، دا د حکومت ستونزه ده.

د کورنیو چارو وزیر صاحب له ما سره دا خبرې شریکې کړي دي، هغې پسې به هم موږ په بنیادي توګه ګرځو او ان‌شاءالله تعالی حل به یې کړو.

بیا هم په اخر کې وایم چې د حق لپاره درېدلي یئ، د وطن لپاره درېدلي یئ، د دې وطن د هرې برخې خاوره مقدسه ده، ځکه افغانستان د چا هدیه نه ده، د یو نیم میلیون قربانیو نتیجه ده. له هغې نه مخکې په زرهاو کالو موږ قربانۍ ورکړې دي.

دا وطن به تل وي او ملي اردو، ملي امنیت او ملي پولیس به تل تر تله د افغانستان افتخار وي. مننه!

تل دې وي افغانستان! پاینده باد افغانستان!