د شهید مصطفی کاظمي د لسم تلین په مناسبت پیغام
۱۲ لړم ۱۳۹۶
بسم الله الرحمن الرحیم د ملي وحدت د شهیدانو، په ځانګړې توګه د ملي اقتدار ګوند د مشر شهید سید مصطفی کاظمي لسم تلین لمانځو.
لس کاله وړاندې ترورستانو د خلکو یو شمېر استازي چې د هېواد د صنعت او اقتصاد د پراختیا او بیا رغونې لپاره بغلان ته تللي وو، په نښه کړل. په دغه پېښه کې زموږ یو شمېر بې ګناه هېوادوال په وینو کې لت پت شول او د دې وطن ۵ تنه زامن چې د خلکو د استازولۍ په رول کې یې دنده ترسره کوله، هم په شهادت ورسېدل.
هر یو استازی د ځلانده کارنامو او پراخو ولسي اډو خاوند و او تل یې د هېواد د یووالي، هوساینې او عزت لپاره هڅې کولې. د هېواد د آبادۍ او اقتصادي غوړېدو لپاره د شهیدو استازو صادقانه او زړه سواندې هڅې د ستاینې وړ دي.
په دې ډله کې شهید سید مصطفی کاظمي د هېواد د سیاست او جهاد یوه پیاوړې څېره وه چې په بېلابېلو وختونو کې یې مثبت رول ولوباوه. هغه د جهاد او مقاومت په ډګر کې د خلکو تر څنګ ودرېد او د بن تر هوکړې وروسته یې د نوي فصل د یو بنسټ اېښودونکي په توګه ظهور وکړ.
هغه د سوداګرۍ په وزارت کې د خپل مدیریت پر مهال او همدارنګه په ولسي جرګه کې د اقتصادي کمیسیون په چوکاټ کې د خپلواکۍ او ځان بسیاینې په لیدلوري سره هڅه کوله چې د هېواد د اقتصاد څرخ په حرکت راولي. که څه هم د هغه سفر او هدف نیمګړی پاتې شو، خو نن د هغه او د هېواد د نورو شهیدانو هیلې د زیربنایي پروژو په پلي کېدو سره، له ټاپي څخه نیولې تر کاسا زر پورې، د بندونو، سړکونو او اوسپنې پټلۍ په جوړېدو سره د پوره کېدو په حال کې دي.
شهید کاظمي په ولسي جرګه کې هم یو مهم محور ګرځېدلی و. د بېلابېلو قومونو او تمایلاتو په ترکیب سره د پارلماني ګروپ په رامنځته کولو کې د هغه نوښت، په هېواد کې د محوریت او مدیریت لپاره د هغه د لوی ظرفیت نښه وه. کاظمي د دغه ګروپ په جوړولو سره ځان له تنګو سیاسي، قومي، سمتي او حزبي کړیو څخه وایست او په ملت کې یې د سیاسي تعامل یوه نوې بېلګه رامنځته کړه.
افغانستان له هر بل وخت څخه زیات زغم، یو بل منلو او مثبت او رغنده تعامل ته اړتیا لري. شهید کاظمي په هغه وخت کې چې د سیاسي اپوزیسیون په رول کې یې دنده ترسره کوله، په اصلاح غوښتونکي لیدلوري او بدیلو طرحو سره یې خبرې کولې. هغه هیڅکله د حکومت په نقد کې د کرکې او له نزاکت څخه بهر ادبیاتو سره څرګند نه شو. دا چلندونه د ځوان نسل او د شهید کاظمي د لارویانو لپاره د چلند ښه الګو کېدای شي.
په پای کې یو ځل بیا د بغلان د تروریستي پېښې د شهیدانو روح ته او د ټولو په سر کې شهید کاظمي، شهید حاجي محمد عارف ظریف، شهید صبغت الله ذکي، شهید صاحب الرحمن همت، شهید نازک میر سرفراز او شهید انجینر عبدالمتین ته درود وایم او د هر یو یاد ته درناوی کوم.