د وینا متن
ملت جوړونه
د استاد عبدالعزیز مهجور د مړینې په اړه د خواخوږۍ پیغام
په ډېر تاسف سره مې خبر ترلاسه کړ چې د هېواد یو تن مطرح ادب څېړونکی او بیدل پېژندونکی استاد عبدالعزیز مهجور د اجل داعي ته لبیک ووایه او له رڼا نړۍ څخه یې سترګې پټې کړې. انا لله و انا الیه راجعون.
ارواښاد مهجور له ځانه ارزښتمن ادبي او عرفاني اثار په میراث پرېښي او د یوه لیکوال او ادب پېژندونکي په توګه یې د قدر وړ خدمتونه ترسره کړي دي. د هغه مړینه د هېواد لپاره یوه لویه ضایعه ده.
د استاد عبدالعزیز مهجور د مړینې له امله د خپلې تسلیت او خواخوږۍ مراتب د ارواښاد درنې کورنۍ، دوستانو او د هېواد فرهنګي ټولنې ته څرګندوم او د متعال خدای له درباره ورته د مغفرت او الهي رحمت غوښتنه کوم.