ملي بیرغ؛ د ویاړ او یووالي سمبول
د هراتیانو له خوا د یو میلیون لاسلیکونو د بیرغ په مراسمو کې وینا - ارگ
مهم ټکي:
- ملي هویت: بیرغ د یو متحد هیواد په توګه د افغانستان استازیتوب کوي.
- یووالی او پیوستون: ټول افغانان دې د یوه واحد ملت په توګه یو بل ته لاسونه ورکړي.
- ملي ویاړ او سرښندنه: ملت د تیرو نسلونو قربانیو ته درناوی وړاندې کوي.
- د ځوانانو ځواکمنول: ځوان نسل د راتلونکي پرمختګ د مشرانو په توګه لیدل کیږي.
- پرمختګ او بیا رغونه: اقتصادي وده او بیارغونه د هیواد په لومړیتوبونو کې دي.
- قوي دولت او د قانون حاکمیت: ثبات په قانوني او مؤثره حکومتدارۍ پورې تړلی دی.
- سیمه ییزه همکاري: له ګاونډیانو سره ملګرتیا د سولې او پراختیا ملاتړ کوي.
- هیلې او د راتلونکي لید: پر یوې سوله ییزې او سوکاله راتلونکې بشپړ باور شتون لري.
د کب ۲مه، ۱۳۹۶ کال
بسم الله الرحمن الرحیم
ځوانانو، د مدني ټولنې استازو، خویندو، ورونو، د هرات محترمو اراکین، جناب یاري صاحب، حیدري صاحب، تیموري صاحب، د اطلاعاتو او فرهنګ ښاغلی وزیر او ټولو خویندو او ورونو او د هېواد لومړۍ مېرمنې! تر هر څه لومړی د بشریت د پیشوا تحفه درته وړاندې کوم: السلام علیکم و رحمة الله و برکاته!
نن هغه ورځ ده چې زه واقعاً خوښ یم او تاسو د هرات خلک د ټول افغانستان د خوښۍ لامل شوئ. ستاسو له وطنپالنې څخه له کومې مړۍ مننه کوم.
بېرغ زموږ سمبول دی او پرچم زموږ د تداوم او دوامدار تحول استازی دی. دا پرچم موږ ته چا نه دی بښلی او نه دا بېرغ چا موږ ته په رپېدو کړی؛ بلکې دا د نسلونو، نسلونو او نسلونو د قربانیو ثمره ده او د هرات شهیدان د پنځه سوه کلونو په اوږدو کې د افغانستان د دفاع په لومړي صف کې ولاړ وو. دویم، د ښځو او نارینه وو، سپینږیرو او ځوانانو، کوچیانو، کليوالو او ښاریانو د لاسلیکونو اخیستلو عظیم ابتکار، د هغه تعهد او باور ښکارندوی دی چې افغانستان له میراثي بحرانونو وځي او په خپلو پښو درېږي. زه په ځانګړې توګه دا ابتکار مبارک بولم؛ دا ابتکار په دې کې دی چې تاسو ځوانانو او د هرات پوهانو داسې کار وکړ چې د یووالي وسیله ده. تاسو د افغانستان د خلکو د فکر فضا بدله کړه. هغه کسان چې لنډپایه او لنډبینه دي، غواړي موږ وویشي، وویشي او وویشي ترڅو په «هېڅ» بدل شو؛ خو تاسو متحد کوئ، متحد کوئ او متحد کوئ ترڅو په یو عظیم قوت بدل شو.
زموږ بېرغ د ملت توب نښه ده او دا په وضاحت درک کړئ. دا وطن موږ ته چا نه دی را بښلی. چېرته په کوم کنفرانس کې څو نفره خارجیانو نه دي ناست شوي او کومه نقشه یې نه ده جوړه کړې چې افغانستان نوم پرې کېږدي. موږ دا وطن ګټلی دی! او موږ به یې پايوو! موږ دا وطن ګټلی (کمایي کړی) دی، موږ د یو واحد ملت په توګه د دې وطن ساتنه کوو او سوکالۍ او پرمختګ ته یې رسوو.
له همدې امله زموږ بېرغ له یوې خوا د ملت سمبول او له بلې خوا زموږ د دولت توب نښه ده. د افغانستان د دښمنانو وېره له څه شي ده؟ له دې چې دا خاوره د خپل عظیم ملت په څېر یو قوي دولت ولري. او خنډونه په څه کې دي؟ هغه کسان چې نیت یې ښه نه دی، نه غواړي چې د قانون حاکمیت وي؛ او موږ هغو کسانو ته چې د قانون حاکمیت نه غواړي، دا اجازه نه شو ورکولی چې زموږ د پرمختګ خنډ شي. دا بېرغ به تل په رپېدو وي او زموږ لاره یوازې د پرمختګ لاره ده. موږ شا ته نه شو ګرځېدلی. د شا ته تګ تجربه لرو، خاطرې یې ژوندۍ دي. په ټول هرات کې سېلاب و، په هغو بدو کلونو کې یو بېلډوزر نه پیدا کېده. څوک هغه ورځې غواړي؟ آیا تورو ورځو ته ستنېدل د یو افغان او یو هراتي غوښتنه ده؟ نه، نه، نه او تر ابده نه!
سبا زه ستاسو خدمت ته راځم، پراخې ناستې لرو. ځینو همکارانو مې وویل - خو تاسو پرې غصه نه شئ - چې سهار لاړ شئ او مازدیګر بېرته راشئ؛ ما وویل چې زه په هرات کې د نړۍ کوربه یم، زه د هرات یوازې د یوې ورځې مېلمه نه یم. دوه شپې به ستاسو سره یم او کافي دردِ زړه به وکړو.
خو غواړم له مخکې نه د هرات په اړه څو کلمې ووایم. پنځه سوه کاله وړاندې هرات هم تر پاریس لوی و او هم تر فلورانس. هرات د مرکزي اسیا فکري، هنري او اقتصادي مرکز و. که یوازې غواړئ د هرات د هنر اغېز وګورئ؛ یو ترکي لیکوال [اورهان پاموک] چې په ادبیاتو کې یې د نوبل جایزه ګټلې، یو کتاب یې د «زما نوم سور دی» په نامه لیکلی دی. دا کتاب د اتلسمې پېړۍ په اړه دی او د یو هنرمند د قتل کیسه ده چې د بهزاد له مړینې درې سوه کاله وروسته، پر عثماني امپراطورۍ د بهزاد اغېز ښیي. موږ عظیم فرهنګ لرو چې باید پرې وویاړو. د خواجه عبدالله انصاري ښار به تل ټول افغانستان ته د سولې، زغم، تسامح او تعهد پیغام ولري؛ خو هغه تعهد چې له کلکې عقیدې سرچینه اخلي او ټول ناپاک شیان د پاکې عقیدې په رڼا کې پاکوي.
هرات په بیا رغونه کې د هراتیانو د ارادې سمبول دی. د ۵۰۱ کال او وروستی ځل د هغو بربادیو ترمنځ چې شورویانو په خپلو بمباریو کې راوستلې، په زرګونو کورونه یې ویجاړ او خلک یې شهیدان کړل؛ ما دا نړېدلي کورونه په خپلو سترګو لیدلي وو. دا ځل باید د هرات ابادي پایداره وي او هرات یو ځل بیا د سیمه ییز مرکز په توګه مطرح شي.
د ټاپي (TAPI) راتګ هغه هیله ده چې د هرات په بنسټیز تحول کې لومړی ګام وي. په دې دوو ورځو کې به تاسو نه یوازې د ټاپي پروژې شاهدان اوسئ، بلکې تورغندۍ به بېرته د اوسپنې پټلۍ له لارې له مرکزي اسیا، قفقاز او اروپا سره وصل شي. هرات په سخت تحول کې دی، خو دا د کار پیل دی.
هیله ده په راتلونکو ورځو کې د هغه هرات په اړه په تفصیل خبرې وکړو چې یو ځل بیا د افغانستان له تپاندو اقتصادي، فرهنګي او سیاسي زړونو څخه وي. وروستۍ ټکی دا چې؛ ستاسو او زما نسل دی. لومړی مننه کوم چې هغه دېرش کاله چې زه بهر وم، زما په عمر کې مو نه دي حساب کړي؛ زه ستاسو له نسله او ستاسو سره یم.
زموږ او ستاسو ګډ ټکی څه دی؟ - که سن او کال یوې خوا ته کېږدو - هیله، باور او عقیده. ستاسو نسل زما په څېر له غوټو (عقدو) خلاص دی، موږ عقدو ته نه تسلیمېږو، موږ پر راتلونکي باور لرو، له همدې امله لنډمهاله فکر نه کوو. که ما لنډمهاله فکر کاوه، شاید څلور پلونه به مې درته جوړ کړي وو، خو زه درته ټاپي راوړم.
زموږ او ستاسو کار او رسالت یوازې دا نه دی. پروژه یوه وسیله ده، هدف څه دی؟ هدف دا دی چې افغانستان پر ځان باور پیدا کړي او پر ځان باور په دې کې دی چې د ځان لپاره فکر وکړو. لکه څنګه چې ګلراني صاحب [د هرات د ځوانانو استازي] وویل، څوک ستاسو استازیتوب نه شي کولی، ځوان نسل باید خپله د ځان استازیتوب وکړي.
ستاسو ځوان فکر او انرژي باید د تېرو نسلونو له تجربو سره یوځای شي ترڅو د اکثریت ژوند بدل کړي. له همدې امله دا د دواړو خواوو ترمنځ د عهد نوي کول دي. ستاسو دا ابتکار ماته زړورتیا راکوي چې د هر ډول څپو (موجونو) په راتلو سره، خپله مستقیمه لاره تعقیب کړم.
زه بید (بیدمشک) نه یم چې په بادونو وخوځېږم، او تاسو هغه نسل یئ چې که یو یا دوه موجونه در باندې راشي، تل پر موج سپاره کېدلی او جهت ورکولی شئ. او د دې مانا څه ده؟ موږ هغه عظیمه پانګه او خزانه چې زموږ تر پښو لاندې ده، انکشاف ورکوو. زه نه غواړم هرات یا د افغانستان کومه نقطه نړۍ ته لاس په نامه وي. موږ باید داسې ورځ غوښتې وي چې د نړۍ لاس هرات او افغانستان ته اوږد وي؛ او د افغانستان دا موقعیت د هغه یوه مهمه پانګه ده.
کبرزاني صاحب [د هرات د ولایتي شورا غړي] یادونه وکړه چې ما ویلي وو خپله سیاست له ترکمنستان څخه پیلوم؛ هغه وخت خلکو پر ما خندا کوله؟ ځکه هغوی هغه څه چې زموږ مخې ته او تر سترګو لاندې دي او دا پټه پانګه نه ویني. زموږ سیاست په اساسي ډول له خپلو ګاونډیانو سره تړلی دی. دا سیاست پر دې بنا دی چې د دې پر ځای چې په تضاد کې واوسو، په همکارۍ سره سیمه بدلولی شو. غواړم واقعاً له ترکمنستان څخه مننه وکړم، ځکه لومړنی هېواد چې د افغانستان د موقعیت په ستراتیژیک اهمیت پوه شو، ترکمنستان و.
دا د کار پیل دی، یو ملیارد متر مکعب ګاز به راشي، ان شاء الله تعالی پایلې به یې د هراتیانو او د ټول افغانستان د ژوند په ټولو برخو کې وګورو.
همدارنګه زه ستاسو د ننني پیغام له امله د افغانستان له نورو خلکو مننه کوم او هغه دا چې: کوم کار چې نن په هرات کې پیل شوی او لومړنیو پایلو ته رسېدلی، په ټولو ولایتونو کې د تکرار وړ دی. په دې څو ورځو کې لکه څنګه چې افغانستان د سلما بند د پرانیستلو جشن ونیوه او هېچا ورته هدایت نه و ورکړی، ان شاء الله تعالی نه یوازې په هرات کې به هیله پیدا شي، بلکې د هرات هیله به د افغانستان د خلکو په ډله ییزه هیله بدله شي.
لا هم په لاره کې ستونزې شته او ستونزې ډېرې دي، خو زموږ هغه پخوانۍ متل په یاد لرئ چې «غر په غره نه رسېږي، خو انسان په انسان رسېږي.» زه بیا هم په پای کې ستاسو له دې عظیم ډله ییز ابتکار، متعهدې او متمرکزې انرژۍ څخه مننه کوم.
ان شاء الله تعالی په راتلونکو ورځو کې به پر نورو بحثونو په تفصیل خبرې وکړو. زما غوښتنه همدا ده چې هر ځل چې یو ښه کار ترسره کېږي، غوښتنې باید لوړې شي نه ټیټې؛ او ان شاء الله تعالی له هغې عظیمې انرژۍ سره چې په هرات کې شته، د تحول پر بل پړاو به خبرې وکړو.
په پای کې بیا هم له ټولو نه مننه کوم. خدای ﷻ مو ساته، خدای ﷻ مو بریالي لره او په ګډه به موږ په هرې ستونزې باندې بریالي کېږو.
یشهسین افغانستان! زنده باد افغانستان! تل دې وي افغانستان! پاینده باد د هرات متحرک، ځوان او مبتکر نسل!