داکتر اشرف غنی
داکتر اشرف غنی

رشد صنعتی و خودکفایی ملی: تقویت صنعت فولاد افغانستان

رشد صنعتی و خودکفایی ملی: تقویت صنعت فولاد افغانستان

مراسم افتتاح فابریکه‌ی ذوب آهن خان استیل (Khan Steel)

نکات اساسی: 

  • توسعه صنعتی: ترویج و حمایت از تولیدات داخلی فولاد در کشور.
  • سرمایه‌گذاری سکتور خصوصی: تشویق متشبثین ملی و سرمایه‌گذاری‌های داخلی.
  • خودکفایی اقتصادی: کاهش میزان واردات از طریق تولیدات و محصولات داخلی.
  • ایجاد اشتغال: گسترش زمینه‌های کاری و کاهش بیکاری از طریق رشد صنعت.
  • استفاده از منابع: انکشاف و بهره‌برداری اصولی از ذخایر غنی آهن افغانستان.
  • مشارکت عامه و خصوصی: تقویت همکاری‌های میان دولت و سرمایه‌گذاران.
  • تکنالوژی مدرن و استانداردها: حمایت از تولیدات صنعتی با کیفیت و معیارهای جهانی.
  • مسؤلیت ملی: حفاظت از فابریکات و کارخانه‌ها به عنوان سرمایه‌های ملی.
  • دیدگاه اقتصادی: مبدل کردن افغانستان به صادرکننده‌ی فولاد در آینده.
  • پیشرفت ملی: پیوند دادن رشد صنعت با ثبات و رفاه اجتماعی.

 

۱۶ جدي ۱۳۹۶

بسم الله الرحمن الرحیم

جناب ډاکټر صاحب قیومي، جناب مستور صاحب، رسا صاحب، یاري صاحب، غالب صاحب، سرپرست شاروالي کابل، جناب کمین‌زاده صاحب، الکوزي صاحب، هوتکي صاحب، د دواړو خونو [د سوداګرۍ او صنایعو خونې] معززو مرستیالانو، غړو، تجار او پانګه والو، قومي مشرانو، ځوانانو او خاصتاً کوچنیانو، [خندا] السلام علیکم و رحمة الله و برکاته!

من یک خاطره طفلی‌ام را همراهتان شریک می‌کنم، در سینمای پارک سفر اعلیحضرت مرحوم را به مصر دیدم، جایی که می‌رفت، یک فابریکه فولاد بود. عبدالناصر، زعیم فقید مصر میزبانش بود و در همان روز، این آرزو در دل من بود که کدام روز در افغانستان یک فابریکه فولاد درجه اول خواهد بود؟ مننه چې زما د کوچنیوالي آرزو مو ترسره کړه! د زړه له کومې مننه. له خان سټیل، له وردګ صاحب، خان محمد خان، عطا الله جان او ټولو نه او د دواړو اطاقونو نه مننه کوم.

امسال، فضل خداوند تولید فولاد ما از طرف شش فابریکه به ۲۲۰ هزار تن رسیده است. زه غواړم چې له ټولو نه او د افغانستان د صنایعو له خونو نه په خاصه توګه مننه وکړم. کور مو ودان! ښه شروع مو کړې، ان‌شاءالله بشپړېدو ته به یې ورسوو.

او له قاري صاحب نه مننه کوم، آیاتو ته به متوجه شوي یئ چې قرآن شریف کې یې ویلي دي چې د فولادو صفات څه دي؟ نو که په فولادو باندې د خدای عبارت راغلی، تاسې پوهېږئ چې د فولاد اهمیت دې خاورې ته او د دې خاورې راتلونکې ته څومره دی. نو په دې لاره کې تاسې نه یوازې یو ملي حرکت کړی، بلکې یوه لویه اسلامي وجیبه مو ترسره کړې ده. کور مو بیا هم آباد!

امید است، نمونه‌ای یک سرمایه‌گذاری موفق را که امروز دیدیم، کل مردم افغانستان، قسمی که جناب خان محمد گفت این را سرمایه ملی خود بدانند. عرض من به مردم افغانستان و خواهشم این است که سرمایه‌گذاری سکتور خصوصی را نه مضر بدانید و نه راه غلط؛ این را سرمایه ملی خود بدانید. در حفظ هر فابریکه و سرمایه‌گذاری، هر افغان مسؤول است که این را مثل جان خود نگاه کند. چند خصوصیت این را ببینید، اول استندرد است. نن دا فابریکه بهترین ستندرد لري او زما اعتبار په ډاکټر صاحب قیومي باندې دی، ځکه له ډاکټر صاحب قیومي نه خاصه مننه کوم.

پنځه ځله درغلی او دا یې شپږم وار دی او هر وار چې راځي بیا خو پوهېږی، له چا سره چې له څلوېښتو کلونو ډېره دوستي وي، نو فوراً درته وايي چې څه پېښېږي او څه نه پېښېږي او همېشه یې له تاسې نه په خیر یادونه کړې ده. دلته زه له تاسې نه مننه په دې کوم چې تاسې کولای شول یوه دویمه درجه یا درېیمه درجه فابریکه راوړی یا زړه تکنالوژي راوړی، خو تاسې بالعکس بهترینه تکنالوژي، په بهترین ستندرد راوړې ده او د دې معنی څه ده؟ د دې معنی دا ده چې دا څلوېښت کاله رقابت کولای شي، نه دا چې دوه یا درې یا شپږ میاشتې. از این جهت از دیدگاه وسط‌مدت و درازمدت‌تان من ابراز امتنان می‌کنم.

او بله دا چې په بشپړې قوې باندې مو رښتیا پانګونه کړې ده. دا یوه ډېره واضحه مسئله ده، کله چې خصوصي سکتور په واقعي توګه په صنایعو باندې پانګونه وکړي، د کار زمینه برابریږي، مشروع ګټه راځي، ستاسې سرمایه به ورځ په ورځ ډېره شي، اما په عین حال کې ولس ته کار پیدا کېږي.

هر پنځوس زره ټنه چې له وارداتو نه بدلیږي په خپل تولید باندې، په حقیقت کې ستاسې له جیب نه طلا بهر نه ځي، سپین زر او سره زر درنه نه ځي، بالعکس دا د دې موجب کېږي چې ټول په کار ولوېږي، نو دا واقعاً یوه نجیبه حلقه ده او د وزیر صاحب د تجارت او وزیر صاحب د اقتصاد نه مې غوښتنه دا ده چې په دې باندې باید ټول ولس خبر کړي.

تمام ملت از این خبر شود که ما نمونه‌ای موفق سرمایه‌گذاری داریم. اگر مشکلات ما یک طرف قضیه است، دستاوردهای ما یک جهت بسیار مثبت قضیه می‌باشد و خاصتاً از جرئت افرادی مثل وردک صاحب و همکارهای‌شان، باید ابراز قدردانی کنیم. اراده و نیت این‌ها را ببینید و اراده و نیت آن‌ها بیی که می‌خواهند از دزدی صاحب پول شوند. څوک چې په سرحداتو کې غلا کوي، هغوی بیت المال غلا کوي. څوک چې ځمکې غصبوي، هغوی بیت المال غصبوي، اما تاسې چې پانګونه کوئ او په هغو شرایطو مو پانګونه کړې چې نورو فکر کاوه دا کار نه کېږي، نو زه غواړم ستاسې له ملي احساس نه مننه وکړم، ځکه که یوازې په اقتصادي منطق وای، تاسې به دا پانګونه نه کوله، اما ملي تعهد بل شی دی او زه له خصوصي سکتور نه مننه کوم چې په دې خاورې باندې باور لري. دا چې جناب الکوزي صاحب وویل چې په ما او په ډاکټر صاحب عبدالله باندې باور کوئ، دا له ټولو نه غوره ده، ځکه موږ ستاسې خادمان یوو. او ټول ولس همدا غواړي.

بله خبره دا ده چې دلته د همغږۍ نمونه ده. د همغږۍ نمونه دا ده چې زموږ داغمه مواد زښت ډېر او بې حده وو، ۱۶ کاله دا قاچاق کېدل، موږ او تاسې راغلو یوه فیصله مو وکړه، هغه مو په یاد ده؟ دوی غوښتل چې له داغمه جاتو نه ډېرې پیسې په لاس راوړي او بېرته یې خرڅ کړي او د میز او قالینې لاندې یې اعلانونه وکړي. تاسې راغلی او موږ وویل چې څوارلس زره افغانۍ په ټن باندې قانع یئ، ما وویل نه، لس زره! ټولو ته زمینه برابره شوه، په هغو څلور زرو باندې به ما څه کول؟ دا نمونه د دې ده چې موږ باید پوه شوو چې زموږ هدف یوازې عایدات نه دي، تولیدات زموږ اصلي هدف دی او نتیجه یې دا ده چې نن هم خان سټیل او پنځه نورو فابريکو پانګونه وکړه، نو یقین لرم کله چې خصوصي سکتور کومه ستونزه لري او واضح د حل لارې وړاندې کوي، ملي وحدت حکومت ستاسې تر څنګ ولاړ دی او ټول د کابینې غړي او خصوصاً اقتصادي عالي شورا د دې وسیله ده چې ستاسې مشکلات حل شي.

برادران محترم و هموطنان عزیز! ببینید که چه داریم؟ حد اقل دو میلیارد تن ذخیره آهن داریم و هنوز هم روزانه سه هزار و پنج‌صد تن فولاد از بیرون وارد می‌کنید، از این کرده ظلم کته‌تر (بزرگتر) در دنیا نیست. نو ضرور دا ده چې موږ دا په کار واچوو، ځکه اوس له یوې خوا نه طبیعي پانګه لرو. تنها د حاجیګک معدن ۲ میلیارده ټنو ته رسېږي. که د افغانستان باقي اوسپني ته وګورو، ما تېره اونۍ ورباندې کافي مرور کړی، ځکه د معادنو ستراتیژي مو جوړوله، دلته کافي امکانات شته. اما بله یې دا ده چې اوس ژوندی مثال لرو. اوس د افغانستان خامو موادو ته ستاسې اړتیا ده او دا چې تاسې اړتیا لرئ، نو معلومه ده چې داخلي بازار په کار اچول کېدای شي. درېیمه یې دا ده چې پانګه او پوهه مو یو ځای کړې ده، هم پانګه لرئ او هم پوهه لرئ. که پانګه یوازې وي او پوهه ورسره نه وي، دا نتیجه نه ورکوي او اوس چې پانګه او پوهه ده ان‌شاءالله تعالی، دواړه به حل شي.

بله خبره مې د دولت ژمنه ده. جناب محترم! تاسې وویل چې مرستې ته ضرورت لرئ. تاسې ولیدل چې وزیر صاحب دفاع په ان‌شاءالله تعالی په دوو هفتو کې دغه ستونزه سر ته پایه درته حل کړي. هماغسې مو چې په ملکي برخه کې د قاچاق مخنیوی وکړ اوس به دا بله برخه هم ستاسې په خدمت کې راولو. اما اصلي خبره دا ده، تاسې چې په ډېره آرامۍ وړاندیز وکړ، یوه ډله پانګوال یو ځای شئ چې د افغانستان د اوسپنې معدن ته په اساسي توګه پخپله انکشاف ورکړئ. دولت مو په خدمت کې دی. له یوې واضح طرحې سره راشئ چې آسانترین ځای کوم دی او په څه ترتیب کېږي؟ برېښنا شرکت یو بل ګام اخیستی. تاسې ډېره پانګونه وکړه زه مننه کوم، اما اوس به یوازې ۵۰ فیصده برېښنا له مخکې غواړي.

او پس له هغه نه به له نورو پانګوالو سره ان‌شاءالله تعالی کافي مرسته وکړي. بیا هم په دې باور لرم چې د افغانستان د ولس آرزو دا ده چې افغانستان جوړ شي. ولس د افغانستان نظام غواړي، خصوصي سکتور د افغانستان نظام غواړي، ځوان، ښځه او پښتنه هغه نظام غواړي چې په اساسي قانون باندې استوار وي او د دوی په خدمت کې وي. هېڅ قدرت دې خاورې کې نشته چې د افغانستان د ملي هدف مخه ونیسي! د ولس غوښتنه په شریعت استواره ده، په قانون استواره ده او موږ باید ټول دې ته ځان چمتو کړو چې څلوېښت کاله بحران بس دی! دې ولس ډېره قرباني ورکړې او ان‌شاءالله تعالی د دې قربانۍ نتیجه به یو آباد، آزاد او پرمختللی افغانستان وي او موږ ټول څو ورځې دلته یوو، ځکه د خدایﷻ په فضل اوس، خونه ملک الطوایفي ده او نه میراثي ده، خلکو چې هر چا ته رایې ورکړه، هغه جمهور رئیس کېږي. د جمهوري ریاست هدف دا نه دی چې خانۍ وکړي، د جمهوري ریاست هدف دا دی چې خدمت وکړي او ټول به ان‌شاءالله تعالی په دغه فرهنګ باندې درېږو.

په آخر کې یو وړاندیز لرم او یو هدایت. هدایت مې دا دی چې د سوداګرۍ صنایعو وزارت نوم، د صنایعو او سوداګرۍ په وزارت بدل شي!

بیا هم مننه. زه مو بېرته خپل کوچنیوالي ته یووړم او ځوانۍ ته یې یووړم چې دا ارقام به موږ لیدل، په هغه وخت کې چې ډاکټر صاحب قیومي او زه په فاکولته کې وو. د یوه مملکت د پرمختګ ټول ارقام په دې وو چې د فولادو تولید یې څومره دی؟ نو نن تاسې هلته شامل کړو. ان‌شاءالله تعالی دا ولس به په ګډه د هغه ورځې شاهد اوسي چې افغانستان د دې صنعت صادرونکی شي. مننه!

تل دې وي افغانستان!

یشه سین افغانستان!

زنده باد افغانستان!

پاینده باد سکتور خصوصي ما!