د عدلي نظام پیاوړتیا، د حقونو ساتنه، او د یو عادل او ځواب ویونکي حکومتي سیستم جوړول
د افغانستان د څارنوالانو په پنځمه ملي غونډه کې وینا
مهم ټکي:
- عدالت: له تحقیق څخه تر حکم پورې د انصاف ډاډ ترلاسه کول.
- امانتداري : د اخلاقي او قانوني معیارونو ساتل.
- د قانون حاکمیت: په ټول افغانستان کې د قانوني واک غځول.
- له امنیتي سکټور څخه ملاتړ: د دفاعي او امنیتي ځواکونو قربانیو ته درناوی.
- محلي حکومتولي: د ملي ثبات لپاره د ولسوالۍ په کچه د مسوولینو همغږي کول.
- خپلواکي: له بهرنۍ مداخلې څخه د عدلي او قضايي پرېکړو ساتل.
- ثبات: د قانون او نظم له لارې د ټولنې پیاوړي کول.
- ولسي باور: په مېړانې او ځواب وینې سره ولس ته خدمت کول.
۲۱ عقرب ۱۳۹۶ | کابل – سلامخانه ماڼۍ
بسم الله الرحمن الرحیم.
جناب لوی څارنوال صاحب، جناب سرپرهیز، جناب برمک صاحب، جناب بیک صاحب، ټول څارنوال صاحبان، د امنیتي بنسټونو قوماندان صاحبان، ټولې خویندې او وروڼه او زموږ معزز میلمانه، السلام علیکم و رحمة الله و برکاته!
د خوشحال خان مشهور شعر دی، وايي: عبادت د یو ځان دی عدالت د درست جهان دی
نن تاسې له دغه مقدس میز سره ناست یئ، د عدالت ممثلین یئ او خدای (جل جلاله) به په آخرت کې د دې عدالت پوښتنه درڅخه کوي. زه اول تاسې ته دا ووایم، کله چې زه کور ته ځم، زه ډېر وخت په دې فکر کوم چې ستاسې کار ته وګورم؛ د افغانستان ولس ته باید اداره ورشي. زما او ستاسې دنده ده چې هر څوک چې له موږ وروسته راځي، د اساسي قانون د تطبیق او د عدالت او اجتماعي نظم بېلګه ورته پرېږدو. او دا تاسې یئ چې د دوسیې له پیل او تحقیق څخه نیولې تر حکم پورې چې کوم قضاوت کوئ، دا عدالت باید تل متوازن او برابر وي.
تشکر میکنم از جناب لویسارنوال صاحب و همکارانشان که در مدت بسیار کوتاه در حال ایجاد یک فضای بنیادی اعتماد در دستگاه عدلی و قضایی افغانستان هستند. من از جهت اخلاقی و عمل قانونیشان به نمایندگی از ملت و دولت افغانستان ابراز تشکر میکنم، و از هر سارنوال ما که در راه عدالت، تأمین آزادی مردم و حاکمیت قانون، سنگر و صف گرفتهاند، از صمیم قلب، تشکر میکنم.
زه پوهېږم چې دا اسانه کار نه دی. فساد اسانه دی، عدالت سخت دی او زموږ هیله دا ده چې عدالت اسانه شي او فساد سخت شي! له ولسوالیو څخه ستاسو په راتګ مننه کوم. تقاضا او تمنا مې دا ده چې زما سلامونه د افغانستان د ټولو ولسوالیو خلکو ته، یو په یو ورسوئ.
دوم، عنوان این مجلس باشکوه، یک عنوان به نهایت مناسب است «به سوی گسترش حاکمیت قانون و تأمین عدالت در افغانستان»؛ چون از یک طرف هدف اصلی دستگاه عدلی و قضایی ما را تعیین میکند و از طرف دیگر میگوید که هنوز به آن هدف نرسیدهایم. هر کلمه این عنوان را سرش غور کنید؛ «به سوی گسترش»، یعنی از لویه سارنوالی و شخص لویسارنوال تا آخرین سارنوال در آخرین ولسوالی افغانستان، باید دارای یک نظم باشند. بررسی شما از آن نظم که هنوز وجود ندارد، بجاست؛ و در جمع پیشنهاداتی در شورای عالی حاکمیت قانون، جناب لویسارنوال صاحب به نمایندگی از شما آن را ارائه خواهد کرد.
هدف واضح ما این است که یک مساوات سرتاسری انشاءالله تعالی در کشور، در حاکمیت قانون به وجود بیاید؛ اما نکته اساسی این است که چشمه از بالا صاف شده است، مبارکتان باد. اگر از بالا چشمه پاک باشد، انشاءالله آب پاک به همهتان خواهد رسید.
تأمین عدالت به اندازه قربانیهای دستگاه امنیتی و دفاعی ما اهمیت دارد. چیزی را که آنها با خون خود میکنند، شما با قلمتان میکنید. زور و اهمیت قلمتان را هیچ وقت فراموش نکنید؛ چون شما هم مال مردم را میتوانید بگیرید و هم زندگیشان را به صورت قانونی از پیششان میتوانید بگیرید. این اعتبار به گلوله نه، بلکه به قلم شما شده است. بنابراین مردم افغانستان که همیشه خواهان یک نظام عادل بودند، میخواهند که همین نظام از دستان قوی و پاکتان تأمین شود. من اطمینان دارم که انشاءالله با تعهد و روحیهای که میبینم، این هدف مردم افغانستان بجا آورده خواهد شد.
عدالت در دین مبین و فرهنگ عظیم ملی ما، ریشههای بسیار وسیع دارد. د خوشحال خان اشعار وګورئ، د سعدي اشعار وګورئ، د امیر علي شیر نوايي اشعار وګورئ، ۹۵ فیصده دا یو دي. په عدالت ټینګار کوي.
این را فراموش نکنید که در فرهنگ عظیم ما، مردم ریشه و حکومت درخت هست. درخت هرچه توانا و بلند باشد، اگر ریشهاش ضعیف باشد، چپه میشود و بعد از آن دسته تبر از پیشش ساخته میشود، نه سایه عدالت. از این جهت لازم است که ما باید بفهمیم این چیز وارد شده نیست. یک هزار و چهارصد سال میشود که انوشیروان وجود ندارد، امروز در فرهنگ اطراف و شهری ما یاد از عدالت انوشیروان میشود. همین قسم نام بر جا بگذارید که از هر کدامتان نیز یاد شود.
در این بخش باز میخواهم تکرار کنم که من مداخله نمیکنم و به هیچ کسی اجازه مداخله در فیصلههای عدلی و قضایی افغانستان را نمیدهم. این جهت منفی قضیه است؛ چون ما مردم، باید اول از زور گپ بزنیم؛ چون تهدید میشویم و تهدید را با تهدید جواب میدهیم. افراد مسلح غیرمسؤول! به وضاحت برایتان میگویم که اگر غیرمسؤولانه رفتار کردید، در قفس انداخته میشوید. مردم افغانستان از دست بیقانونی به بینی آمدهاند و حال که دستگاه از بالا پاک شده است، مردم انتظار این را دارند که در پایین نتیجهاش را ببینند که باید وضاحت داشته باشد.
اما جهت مثبت چیست؟ حمایت کامل من با استقلال عدلی و قضایی و حمایت کامل دولت را به حیث دولت دارید. دولتی که بر اساس قانون استوار نباشد، مثل یک بید است که به هر بادی تکان میخورد. این حاکمیت قانون است که درخت را به یک سنگر وسیع و مستحکم مبدل میکند.
موږ باید پوه شوو چې څه باندې غږېږو او له بلې خوا په دې هم باید پوه شئ چې ترڅو په افغانستان کې عدالت نه وي، سوله نه راځي، د سولې معنی دا ده: هغه څوک چې پخوا یې په ټوپک او باروتو باندې اتکا کړې، سبا چې سوله راغله او انشاءالله راځي به، باید اطمینان ولري چې ځان او مال یې محفوظ دي، په آزاده ګرځېدلی شي، په اساسي قانون باندې که عمل وکړي، هېڅوک به ورسره غرض ونه لري.
جا دارد که از قربانیها و شهدای دستگاه عدلی و قضایی با احترام یاد کنیم، خداوند (ج) همه اینها را مغفرت کند. امید است قسمی که به وضاحت وعده کردهایم، به خانوادههای اینها رسیدگی شود و همچنین شهدای قوای امنیتی و دفاعی خود را احترام و اعتزاز میکنیم و برای زخمیها شفای عاجل میخواهیم.
مسئله سوم من، نقش ولسوالیها است. نکته اول این است که امروز، قوماندان امنیه دو تا پنج موتر دارد؛ ولسوال، یک موترسایکل دارد و سارنوال یک بایسکل هم ندارد، این د منلو وړ نه دی. شرایط جنګي او خاص وو او پانګونه نامتوازنه وه. پر زموږ په بنسټونو باید پانګونه متوازنه شي.
هدایت واضح من – اول له بیک صاحب او برمک صاحب څخه ابراز امتنان کوم چې تفاهمنامې مو لاسلیک کړې او ځینې ګامونه مو اخیستي دي – دا دی چې زه د ولسوالۍ په کچه یوه ملي پالیسي غواړم، چې په هغه کې ولسوال، امنیه قوماندان، سارنوال، د معارف مدیر او نور د یوې تړلې او محترمې شبکې په توګه په ګډه کار وکړي. تاسو هر یو په بل پورې تړلي یئ؛ موږ باید له دغه حالت څخه چې هر څه د وسلې په کارولو پورې اړه لري او د هر چا چې وسله ډېره وه، نو احترام او اهمیت یې هم ډېر وي، راووځو. هغه حالت د یو ملي بحران ښودنه کوي، نه د ملي ثبات. هغه ورځ چې د افغانستان سارنوال، ولسوال او امنیه قوماندان د مساوات په رڼا کې د یو بل د متمم غړو په توګه زموږ له اداري دستګاه او خدماتو سره همغږي شول، انشاءالله تعالی خلک به یې پایله وګوري.
چیزی که جناب لویسارنوال صاحب پیشنهاد کرد، با مشارکت جناب سنگری صاحب و سترهمحکمه که قاضی ماست و همیشه مرجع عدل و انصاف باشد، باید به یک شبکه مبدل شود. در اینجا من از شما یک پالیسی و طرح خاص خواهان هستم. انشاءالله تعالی هغه ورځې چې زموږ سارنوال صاحبان په کرايي دکانونو کې وو، بیا ونه ګورو. دا څه معنی لري؟ معنی یې دا ده چې کوم احترام چې زه له لوی سارنوال صاحب، سنګري صاحب او د عدلي او قضايي دستګاه له ټولو غړو سره لرم، باید امنیه قوماندان یې هم له سارنوال او ولسوال سره ولري. که له دې څخه سرغړونه کېږي، جناب برمک صاحب، زموږ کلتور نه دی بدل شوی. زموږ د اصلاحاتو یو معیار همدا دی چې ټول په ګډه کار وکړو او انشاءالله تعالی دا پالیسي به عملي شي.
نکته چهارم و اصلی ما که در بیانات لویسارنوال صاحب، برمک صاحب و بیک صاحب بود، این است که هدف ما ثبات است. ما در یک جنگ تحمیلشده دفاعی هستیم، له همدې امله مجبوره یو چې له ځان څخه دفاع وکړو. د امنیتي شرایطو له مخې همدا درته ډاډ درکوم چې راتلونکی کال به یوازې د دفاع کال نه وي؛ بلکې د تعرض کال به وي. قولاردوګانې، قطعات خاص، د افغانستان د پولیسو قطعات او موږ ټول آمادګي لرو چې د خپلې وینې تر وروستي څاڅکي له دې خاورې دفاع وکړو. مګر اوس زموږ د هر عملیات هدف د ثبات ټینګښت او د عدلي او قضايي دستګاه ساتنه ده چې زموږ د کار په سر کې قرار لري.
بیا هم تکراروم، ثبات د قانون د حاکمیت او د عدالت د تامین له لارې رامنځته کېږي. د ثبات معیار یو یتیم ماشوم دی چې میراث یې یو سیمه ییز زورواکی ونه شي خوړلی؛ د ثبات معیار یوه کونډه ښځه ده چې څوک یې د شریعت او قانون خلاف کار ته مجبور نه کړي؛ معیار یو بزګر دی چې یو معتبر شخص یې ځمکه په زور ترې ونه اخلي. کله چې جناب لوی سارنوال صاحب زموږ د حقونو او آزادیو په اړه خبرې کوي، دا آزادي په هوا کې نه ده؛ دا آزادي زموږ په وجود، تن او وینه کې ده.
خویندو او وروڼو، په افغانستان کې یو څه درک کړئ؛ زموږ د خلکو قضاوت ډېر عادلانه دی. زه ویاړم چې د دې ولس جمهور رئیس یم! د دې ولس حوصلې ته وګورئ او د دې ولس جرئت ته وګورئ. سرې لښکرې راغلې، دا ولس و چې ماتې یې کړې که بل څوک؟ ۴۰ کاله کېږي چې موږ له وینې سره سر او کار لرو، اما د دې ولس هیله نه ماتېږي. ولس ناهیلی نه دی، تاسو یې مه ناهیلي کوئ! په دې یقین ولرئ چې دغه ولس ته خدای (ج) یوه داسې اراده ورکړې چې اصلاحات غواړي. دا هغه وخت نه دی چې د امانالله خان غونډې اصلاحاتو ته ولس شا وګرځوي. ولس له تاسو نه اصلاحات غواړي، دا له موږ او تاسو جرئت غواړي چې د ولس په نبض باندې حرکت وکړو. انشاءالله تعالی دغه لویه برنامه چې د ولس د ثبات، امنیت او هوساینې لپاره ده، پلې به شي.
نکته آخر این است که تشکیلات تحت نظر شما است، لوی سارنوال صاحب! له زما له لوري تاسو په بشپړه توګه صلاحیت لرئ چې ستاسو تشکیلات انعطاف ولري. په هغه ځای کې چې د قضیو شمېر ډېر دی، ډېر کسان ولېږئ او چېرته چې کم دی، کم کسان. همدارنګه د امکاناتو او بودجې له مخې به انشاءالله تعالی ورځ په ورځ زموږ پاملرنه ډېره شي.
بیا هم زه د خویندو او وروڼو له ډېرې فعالې ونډې څخه مننه کوم او د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي په برخه کې د لوی څارنوالۍ د مرستیالې [څارنیار سینا آشنا منصور] ټاکنه مبارکي وایم، چې زموږ له تجربه لرونکو او بریالیو څارنوالانو څخه ده. ما ان تاسو حضوراً ونه غوښتئ، ځکه چې د لوی سارنوال صاحب پر قضاوت او ستاسو پر شهرت مې باور درلود. تاسو ټولو ونډه واخیسته، ستاسو د مشورو او تحلیل پایلې او په ځانګړې توګه د ستونزو طبقه بندي او وړاندیزونه به انشاءالله تعالی لوی سارنوال صاحب د قانون د حاکمیت عالي شورا ته راوړي او هلته به پرې پرېکړه وشي.
بیا هم له برمک صاحب، سنګري صاحب، بیک صاحب، ستانکزي صاحب او نورو همکارانو چې دلته حضور لري او همدارنګه له خپلو نړیوالو همکارانو څخه چې تاسو یې تقویه کړي یئ، له صمیم زړه مننه کوم.
ژوندی دې وي افغانستان! تل دې وي افغانستان! زنده باد افغانستان! پاینده باد دستگاه عدلی و قضایی!