داکتر اشرف غنی
داکتر اشرف غنی

آموزش از تاریخ نظامی، فرهنگی و سیاسی برای ساختن هویت، نهادها و آینده

آموزش از تاریخ نظامی، فرهنگی و سیاسی برای ساختن هویت، نهادها و آینده

بیانیه در مراسم رونمایی کتاب «تاریخ نظامی افغانستان» اثر علی احمد جلالی

نکات اساسی:

  • آگاهی تاریخی: آموختن از گذشته نظامی، فرهنگی و سیاسی افغانستان.
  • تداوم فرهنگی: حفظ میراث‌های متنوع برای تقویت هویت ملی.
  • بینش سیاسی: استفاده از درس‌های حکومت‌داری گذشته برای هدایت رهبری.
  • استحکام نهادها: ساختن نهادهای پاسخگو و انعطاف‌پذیر.
  • آموزش و پژوهش: ترویج تحقیق، بحث و دانش.
  • شمولیت و نمایندگی: ارج نهادن به نقش و مشارکت زنان و اقلیت‌ها.
  • وحدت ملی: تاریخ مشترک باعث تقویت انسجام و پایداری می‌شود.
  • چشم‌انداز آینده‌نگر: کاربست تاریخ برای ساختن یک آینده پایدار.

 

٢٣ اسد ١٣٩٦ | ملي راډیو تلویزیون

بسم الله الرحمن الرحیم

ډېر دروند ورور جناب وزیر صاحب علي احمد جلالي، لیکوالانو، پوهانو، خوېندو او ورونو اسلام علیکم و رحمة الله و برکاته

نن د ویاړ ورځ ده، لومړۍ برخه یې دا ده چې جناب جلالي صاحب نن د مرحوم استاد جلالي، د مرحوم حبیبي صاحب، د مرحوم کهزاد صاحب، د غبار صاحب او د نورو مشرانو سلسله تازه کړه. جلالي صاحب په داسې یوه کورنۍ کې زېږېدلی چې علم، ادب، تاریخ او پوهه ده ته لکه هوا وه او د ته په شیدو کې ترزیق شوې ده او په عین حال کې دا عنعنه نن د ده د لور ډاکټرې بهار جلالي په وجود کې هم دوام لري، نو د دې لپاره جناب جلالي صاحب زه تاسو ته مبارکي درکوم چې هم مو د تېرو استادانو یاد تازه کړ او هم مو هغه سلسله چې تاسو ته استاد جلالي پیل کړې وه، هغې ته مو دوام ورکړ.

په کومو معیارونو چې د جلالي صاحب لیکل تایید شوي وو، هغه معیارونه ډېر سخت وو، که اشعار یې غلط ویلي وای دا اسانه کار نه و. له استادانو سره چې ده بحث کاوه، د بحث معیارونه یې ډېر اوچت وو. زه په دې خاطر له دې ځای نه شروع کوم چې خلک فکر کوي په افغانستان کې د تاریخ لیکنی او بحث عنعنه نه وه. د تاریخ انجمن او پښتو ټولنې واقعاً یو فرهنګ او کلتور منځ ته راوړ چې باید وڅېړل شي.

دویم جلالي صاحب د فکر او عمل سړی دی او فکر و عمل یې سره یوځای کړي دي. د ده لیکنې یوازې د یوه پروفیسور نه دي، بلکې د ده لیکنې د یوه مسئول افغان سیاستمدار لیکنې دي. د ده مسئولیت یوازې یو نسل ته نه دی، بلکې نسلونو او ټولو وطنوالو ته دی. له دې امله د ده خاصه مننه کوم چې سره له دې چې زیات ډېر مصروفیتونه یې درلودلي، بیا یې هم په دې برخه کې کار کړی دی.

درېیم، نن چې کوم کتاب جناب جلالي صاحب لیکلی، دا نه یوازې په بین‌المللي سټنډرډ دی، بلکې له بین‌المللي سټنډرډونو اوچت دی. نن ورځ ځکه مهمه ده چې یو افغان لیکوال، یوه افغان پوه داسې یو کتاب لیکلی چې ان‌شاءالله‌تعالی په راتلونکو ١٠٠ کالو کې به یو سټنډرډ وي او هر څوک به چې د افغانستان په نظامي یا امنیتي تاریخ غږېږي، پس له دې لومړۍ او اساسي اتکا به یې د جلالي صاحب په کتاب وي، نو ځکه د دې کتاب لوستل او ورباندې بحث ضرور دی.

دوم، مسئله اساسی برای ما این است که گذشته در افغانستان، گذشته نیست. بحثی را که جناب جلالی صاحب سرش چند دهه زحمت کشیده، نتیجه کار شش ماهه یا یک ساله نیست، کار حداقل ٥٠ سال است؛ اما واقعاً اهمیت این در چی است؟ گذشته ما تاریخ نشده، ما یک گذشته ساختاری حاضر در حال خود داریم که ریشه‌های عمیق در گذشته دارد و تا آن گذشته از یک طرف درک نشود و خصوصیاتش را نفهمیم و از طرف دیگر واقعاً تاریخ نشود، بحث آینده ما صورت گرفته نمی‌تواند. این گذشته عمیق خود را ما باید درک کنیم و یک بُعد مهم این گذشته عمیق ما، نوع موقعیت ما است که در آن تاریخ نظامی گذشته ما صورت گرفته است و این بخش را به صورت اساسی جناب جلالی صاحب مطرح کرد. به جای اینکه من سرش تبصره کنم، امید دارم که جناب استاد غضنفر، جناب آزمون پاچا او میاخیل صاحب زما وړاندیز دا دی، په دې کتاب یو لوی سمینار ونیسئ چې په ټولو اړخونو یې بحث وشي، عیناً لکه په جناب مجروح صاحب مو چې ونیوه. اوس مو فکر دی چې په جناب کهزاد او نورو باندې هم سیمینارونه وکړو، ځکه دا هر اړخیز بحث ته ضرورت لري. په هر فصل باندې باید متخصصین مقالې ولیکي، زما وړاندیز دا دی چې مقالو ته به موږ یوه جایزه وټاکو. ٥ هغو مقالو ته چې په دې کتاب لیکل کېږي او متمم د دې کتاب به وي، موږ به ورته یوه جایزه وټاکو، دا به دغه دوه استادان کوي ان‌شاءالله‌تعالی.

درېیم دا چې د جنګ په تاریخ د جلالي صاحب په برکت پوه شوو. زموږ د پخواني تاریخ دوه نور ابعاد چې اوس موجود دي او همدومره توجه باید ورته وشي، یکی از اینها تاریخ فرهنگ و دیگر آن تاریخ تجارت ما است.

افغانستان د فرهنګونو د تسلسل ځای و. که د انګلستان ستر تاریخ‌لیکونکي ټاین بي١ ته وګورئ. ده د دوو موقعیتونو یا د خلکو ترمنځ تفکیک وکړ. یوه ته یې چهارسو یا چهارراه٢ وویل او بل ته یې کال‌دوسَک٣ یا هغه ځای چې لاره بندېږي وویل.

که جنګ زموږ د تاریخ یو بُعد دی، دا خاوره، دا وطن او دا ولس د زرهاو کلونو لپاره د فرهنګونو د یوځای کېدو مرکز و. یوازې په ١٩مه پیړۍ کې موږ فرهنګي انزوا ته لاړو، تر هغه وخت پورې موږ یو مرکزي ځای وو. که په دې برخه کې د فریدریک سټار٤ کتاب وګورئ پوه به شئ. پروفیسر فریدریک سټار چې د جناب جلالي صاحب په کتاب باندي يې هم سريزه ليکلې، موږ سره يې کار کړی دی. دا مه هېروئ، د اوبو په تاريخ کې چې کوم موقعيت بلخ او افغانستان لري، د نړۍ ډېر لږ ممالک يې لري. په لومړي ځل شايد د ځمکې لاندې اوبو مديريت شايد په دې خاوره کې شوی وي. همدارنګه د رياضي په انکشاف کې د افغانستان برخه که وګورئ. کوم پوهنتونونه چې په بودايي دوره کې په ننګرهار کې يا په کندز يا باميانو کې درلود، هغه بې ساري وو.

موږ په خپل فرهنګي تاريخ، په کافي اندازه نه پوهېږو. زښت ډېر ضرورت دی چې موږ په دې پوه شوو، ځکه دلته يوه پوښتنه دا وه چې ولې بخاري شريف يا ترمذي شريف په مرکزي آسيا کې تدوين شو؟ ځواب يې دا دی چې دلته د کتاب ليکلو، تفسير، بحث او نورو يو کلتور موجود و او په اسلامي دوره کې بلخ تر بغداد نه کم نه و.

که يوه برخه مو لکه چې جناب جلالي صاحب ويلي د انزوا او د دې ټولنې ده چې د جغرافيې له نظره په ورو ورو ټولنو وېشل شوې، له بلې خوا موږ د لويو تمدنونو په مرکز کې وو. دا هم زښته ډېره ضرور ده چې موږ د دې خاورې په دې برخي هم پوه شوو، ځکه زموږ راتلونکی بيا په دې پورې تړلی چې يو ځل بيا له فرهنګي پلوه څنګه په يوه مرکز بدل شوو؟

بُعد دیگر آن تاریخ تجارت ما است. در تاریخ تجارت مخصوصاً کسی که زیادترین کار را پیش از فریدریـک سـتـار کرده بود، هولـدیـچ۱ در ۱۹۰۸ دو کتاب نوشته کرده است. یکی از این کتاب‌ها به نام دروازه‌های هندوسـتان که از تاریخ یونان تا دوره یونانی ما، قبل از سکندر تا آمدن انگلیس‌ها، تاریخ تجارت ما را تحلیل می‌کند. در این نقطه اگر تضادهای امنیتی وسیله فصل بود، تجارت وسیله وصل بود. شهرهای افغانستان را ببینید، کل شهرهای عمده افغانستان سر دریا واقع است؛ یک شهر عمده افغانستان نبود که سر یک دریای افغانستان واقع نباشد و هر شهر افغانستان مرکز یک امپراطوری در تاریخ بوده است. هیچ نقطه عمده افغانستان نیست که در تاریخ مرکز ایجاد دولت‌ها نبوده و کل اینها آرزوهای ایجاد امپراطوری‌ها را داشتند؛ اما در پهلوی این تاریخ تجارت، تاریخ وصل بوده است. دو هزار سال پیش ما حواله داشتیم، ۶۰۰ سال گذشته ما حواله را به صورت اساسی داشتیم که ارتباط داشت و یک بخش از تاریخ ما که نقطه وصل بود، کوچی‌های ما بود. زیادترین وسیله انتقال پیش از ایجاد لاری‌ها و سرک‌ها، کوچی‌ها و کاروان‌های ما بودند. نو ضرور ده چې موږ د تاریخ په دې برخې هم پوه شوو. له ټولو لیکوالو او ځوانانو مې هیله ده چې د جلالي صاحب لار ونیسئ او په دې برخې کار وکړئ.

دوه نورې خبرې هم لرم. يو درته د وطن د معمارانو کتاب مبارکي وايم. ما يې دويم ټوک اوس وليد، له ازمون پاچا نه مننه کوم ځکه چې اکثره يې ده راکړي دي. اول د عبدالرحمن خان دنيا او دين، دويم د محمود طرزي ژوندليک، درېيم د مرحوم صديق فرهنگ خاطرات او څلورم د بختاني صاحب. دغه ژوندليکونه او اتوبيواګرافياني زموږ د تاريخ يو بل بُعد او يوه بله برخه ده. دې برخې کې درته معمارانو په خپله ژبه، خپل ماحول د (دين او دنيا) په نوم تشريح کړی دی. دا يې لا شروع ده، خو که دا برخې سره يو ځای کړئ د جلالي صاحب تاريخ يو ژوندی مثال پيدا کوي.

موږ تر ډېره حده پورې مخصوصاً د خپلو ښځو په تاريخ نه پوهېږو. مثلاً ټول د نازو انا او زرغونې انا په اړه غږېږي، اما ډېر کم افغانان په دې خبر دي چې د شاه زمان مور په افغانستان کې تر ټولو ډېر جايداد درلود. ډېر کم افغانان په دې پوهېږي چې د شاه حسين خور زينب هوتکي له نادر افشار سره مذاکرات وکړل. ډېر کم افغانان په دې پوهېږي چې د عبدالرحمن خان مور انګريزانو سره معاهدې ته ورسېده او خپل زوی يې پاچاهي ته ورساوه او ډېر کم خلک په دې پوهېږي چې يو متل په کابل کې دا وه چې: (ټول خلک له عبدالرحمن خان نه ډارېږي او دی له بي بي حوا نه ډارېږي.) د عبدالرحمن خان له مرګ نه مخکې شل کاله ټول ضبط حوالات په بي بي حوا درېدلي وو چې دا د خپل زوی لپاره کوډتا ونه کړي. نو عرض مې دا دی چې ښځو تاریخ یوه اوچته برخه ده، هیله ده چې دې برخه کې هم کار وشي.

جنرال صاحب خاټول تشریف لري، دوی ته هم مبارکي ورکوم، ټولو نورو ته هم مبارکي ورکوم، واقعاً د افغانستان ښځو په تېرو وختونو کې ستره برخه ادا کړې ده. تاریخ ما تنها تاریخ مردان نیست.

بله بیوګرافي چې پاتې وه د استاد اکبر وه. د استاد اکبر دا دوه ټوکه بیوګرافي واقعاً د تېرو مخصوصاً د ۹۰، ۸۰، ۷۰، ۶۰ کلونو یوه ډېره ښه هنداره ده.

موضوع آخرم؛ موضوعی را که با آن استاد جلالی صاحب با آن بحث خود را تمام کرده، نهادهای قوی است. پیشنهاد من این است که تمرکز ما سر از این باشد که در مقطع فعلی تاریخ قرار داریم، رسالت ما به حیث یک ملت چیست و میراثی را که می‌خواهیم از خود بگذاریم، چیست؟ اگر این گذشته را می‌بینیم، یک خط [موضوع] این از زمان احمدشاه بابا تا حالا این است که قشر سیاسی افغانستان نتوانسته سر ساختارهای دوامدار اجماع ایجاد کند.

امپراتوران و خانان هېڅوخت سیاسي اجماع ته ونه رسېدل. شاهي کورنۍ په خپل منځ کې هېڅوخت د څایناستي د موضوع په اړه اجماع ته ونه رسېدې، همدارنګه په اردو باندې اجماع ته ونه رسېدې.

دا عمده مسایل باید واضح شي چې دا ۵ لویې مسئلې چې موږ پرې تاریخ کې اجماع ته نه وو رسېدلي، دا څه دي؟ او څنګه باید پرې اجماع ته ورسېږو؟

اوس فرصت څه دی؟ فرصت دا دی چې اوس اساسي قانون لرو، دا اساسي قانون راته زموږ د قوي بنسټونو تګلاره برابرولای شي. دا ضرور ده چې موږ یوه ملي بحث ته راشو که در این بحث ملی ما از یک طرف، گذشته حاضر یا گذشته عمیق ما مورد بحث قرار بگیرد.

ما آینده خود را به اساس دیدگاه دو ساله تعیین کرده نمی‌توانیم. اگر ریشه‌های عمیق فرهنگی خود را درک نکنیم و در عین حال فرصت‌های آینده را از دیدگاه روشن نبینیم، قضاوت ما غلط می‌شود.

نو په دې برخه کې موږ ته د جلالي صاحب لوی پیام څه دی؟ که غواړئ افغانستان جوړ کړئ، نو افغانستان وپېژنئ. د افغانستان پېژندنه په کتاب نه کېږي! موږ دومره کتابونه نه دي لیکلي. زه چې دلته راغلم، دلیل یې نه یوازې د جلالي صاحب شخصیت دی، بلکې دا هم دی چې نن د افغانستان د سې کال په کارنامو کې دا کتاب یوه لویه لاس ته راوړنه ده.

څو کتابونه مو لیکلي دي په دې سلو کالو کې؟! تر ١٩٧٨ پورې یې ما تقریباً ٩٠ فیصده لوستي وو. دلیل دا نه دی چې ما ګنې ډېر کار کړی، بلکې دلیل دا و چې کتابونه ډېر کم وو.

نو بیا هم وایم، دا ضرور ده چې ټولنې ته د بحث فرهنګ راوړو. ځوانانو ته دا ضرور ده چې خپلي ریښې وپېژني او کومه انرژي چې لري هغه په تدبیر بدله شي.

که جناب جلالي صاحب له دې نظر سره موافق وي، تېروتنې په دې شوې دي چې د افغانستان هر زعیم د پخوانیو زعیمانو په کارنامو خبر نه و او بېرته یې له سره شروع کړې ده. که د عبدالرحمن خان دورې ته وګورئ، پوهېږئ چې د امیر دوست محمد خان له دورې خبر نه و. که وروسته بیا محمد هاشم خان ته وګورئ، هم هغه همداسې... او کله کله کټ مټ هغه اشتباهات تکرارېږي چې مخکې لیدل شوي دي، اما بحث ورباندې نه دی شوی.

زه مو ډېر وخت نه نیسم، بیا هم جناب جلالي صاحب ته مبارکي ورکوم، له جناب میاخیل صاحب او نورو ټولو نورو دوستانو مننه کوم.

هیله ده استاد غضنفر او استاد ازمون پاچا د بحث دې لړۍ ته دوام ورکړي چې دا کتاب چې واقعاً د تحول یو ټکی دی، زموږ په اوسني تاریخ کې په یوه ملي بحث بدل شي. له دې به همېشه میوه اخلو او دومداره میوه به ترې اخلو.

نو جلالي صاحب خدای (ج) دې تاسې لري، تل به درباندې ویاړو.

تل دې وي افغانستان!
یشه‎سین افغانستان!
زنده باد افغانستان!