د پیر سید احمد ګیلاني د ژوند او میراث درناوی
د سولې د عالي شورا د ارواښاد رییس، پیر سید احمد ګیلاني د جنازې په مراسمو کې وینا
مهم ټکي:
- میراث: پیر ګیلاني د یو ملي مصلح او د سولې د لاروي په توګه پاتې شو.
- روحاني اړخ: د قادریه طریقت د مشر په توګه یې د اعتدال او یووالي تبلیغ کاوه.
- جهاد: نوموړي په پوره عزت او سرلوړۍ سره د سپېڅلي جهاد مشري وکړه.
- یووالی: ده بېلابېلې سیاسي او قومي ډلې سره نښلولې او یو ځای کولې.
- سوله: د سولې عالي شورا او د سولې د هوکړه لیکونو په لارښونه کې یې رغنده رول درلود.
- صداقت: د عاجزۍ، تواضع او ناپیلتوب یوه غوره بېلګه وه.
- ویر: د هغه مړینه یو ملي ماتم او ټوله هېوادوال ورته د درناوي په سترګه ګوري.
- لیدلوری: یو موټی، سوله ییز او خوندي افغانستان د هغه هیله وه.
۴ دلو ۱۳۹۵
بسم الله الرحمن الرحیم.
جلالتمآب کرزی صاحب او ټولو سیاسي او جهادي مشرانو، جناب استاد سیاف، جناب حامد ګیلاني او کورنۍ یې، د وطن ټولو سیاسي، جهادي، ملکي، امنیتي او دفاعي مشرانو! السلام علیکم و رحمت الله و برکاته!
امروز روز وداع ما با شخصیتی است که ملت همیشه به حیث «مصلح ملت» به او نظر میکرد. با شخصیتِ دارای ابعاد مختلف که بهترین وصایف در او جمع شده بود و از بهترین خصوصیات اسلامی و ملی ما نمایندگی میکرد، وداع میکنیم.
بُعد اول زندگی جناب پیر صاحب طریقت بود. به حیث بزرگ طریقه قادری همیشه پیام اعتدال، همبستگی امت اسلامی، اتحاد و اتفاق داشت و وصایفی که همه مردم را با هم بیاورد و دنیای اسلام را باهم مرتبط بسازد - که از عراق تا هندوستان و آمریکا و غیره در این سلسله جمع شده بود - دارا بود.
بُعد دیگر شخصیت او که به همه واضح و معلوم است، یکی از رهبران بزرگ جهاد مقدس ما بود – جناب استاد سیاف نیز که امروز نماز جنازه را ادا کرد و حضور دارد – که یک دوره درخشان اراده ملی را بر اساس فرمایشات و احکام دین مبین اسلام تجلی داد. این بُعد، هم ملی و هم منطقهای و بینالمللی بود.
در بُعد ملی، جناب پیر صاحب همیشه شخصیتی بود که ما را با هم جمع و وصل میکرد. آن روز، جناب داکتر صاحب عبدالله و من، وقتی که خبر درگذشت وی را شنیدیم، فوراً به شفاخانه رفتیم. هر دوی ما همزمان گفتیم که او شخصیتی بود که هیچ وقت موجب نزاع نشده بود و هیچ وقت یک کلمه منفی راجع به دیگران از پیشش نشنیده بودیم.
او آخري برخه یې، ځکه په اوصافو باندې یې په ساعتونو غږېدلی شوو، زه غواړم خلص وغږېږم، هغه دا و چې زه خاصتاً ورنه منندوی یم چې په دې سختو شرایطو کې یې د ملي وحدت حکومت بلنه ومنله، د سولې شورا مشري یې ومنله او له جناب استاد خلیلي او د سولې شورا نورو ټولو مشرانو ته تسلیت وایم، ځکه په لږه موده کې د جناب پیر صاحب تر قیادت لاندې موږ هغه لاس ته راوړنه ترلاسه کړه چې کرزی صاحب یې ابتدا کړې وه او هغه دا وه چې له حزب اسلامي سره او محترم انجنیر صاحب حکمتیار سره د سولې موافقه وشوه او د دې تطبیق به له هغه وجایبو نه وي چې موږ ټول به ورته ګورو.
د ملت مصلح نن موږ سره نشته، اما د ده خاطرې او د ده فرمایشات، د ده شخصیت او د ده کړنلاره به همیشه له موږ سره وي. زه غواړم د افغانستان مجاهد او مسلمان ملت ته د دولت په استازیتوب یې تسلیت ووایم او همدارنګه جناب حامد آغا، فاطمه خور او ټولې نورې کورنۍ ته د افغانستان د ټول ولس تسلیت وړاندې کړم. دا غم ستاسې د کورنۍ غم نه دی، دا د کوم ګوند یا د کوم سمت، یا د کوم تنظیم غم نه دی، دا د افغانستان د ټول ولس غم دی. په دې غمشریکۍ کې ټول درسره شریک یوو او غواړو چې خدای ﷻ داسې شرایط برابر کړي چې د پیر صاحب آرزوګانې د یو باامنه افغانستان چې په هغه کې ملي اقتدار، ملي وحدت او زموږ ملي تړون یو بل سره عملي شي او دا خاوره سولې ته ورسپاري.
نو په دې وخت کې د سولې ضرورت چې موږ ته د اوبو او هوا غوندې دی، ټولو ته بیا تاکید کوو، هغه باعتباره، باعزته سوله چې د افغانستان ټول ولس یو بل په غېږ کې ونیسي، یو بل سره یو ځای شوو او د کلمة الله کلیمې لاندې او د اساسي قانون په چوکاټ کې وکړی شوو دا وطن آباد کړو او راتلونکو نسلونو ته یو میراث پرېږدو چې د ټولو لپاره د عزت او د افتخار ځای وي. بیا هم ټولو ته تسلیت وایم او هیله ده خپله آبايي مقبرې کې خاورو ته وسپارل شي او د خپل معظم پلار تر څنګ چې هغه هم د دې ملت یو ستر شخصیت و، خښ شي. دیشب من یکی از اشعار استاد خلیلی را میدیدم که در وصف پیر صاحب بزرگ سروده و شخصیتشان را تشریح کرده بود.
باز هم به همه تسلیت میگویم. هیله ده چې ورځ مو په خیر تېره شي او ټول ملت دعا کوي چې خدای ﷻ دې جناب پیر صاحب ته جنت ورکړي او کورنۍ ته یې او د افغانستان ټول ملت ته صبر ورکړي.