د شهیدانو درناوی: د افغانستان د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو او د هغوی د کورنیو ملاتړ
د شهیدانو د درناوي او د هغوی د کورنیو د ملاتړ په مراسمو کې وینا – ارګ
مهم ټکي:
- د شهیدانو درناوی: د هېواد د مېړنیو او شهیدو سرتېرو یاد تازه کول او درناوی یې کول.
- له کورنیو ملاتړ: د شهیدانو کورنیو ته پاملرنه او د کورونو په ورکړه کې هغوی ته لومړیتوب ورکول.
- اردو د یوې کورنۍ په څېر: له ټولو ځواکونو سره د یوې متحدې کورنۍ په څېر چلند کول.
- د مرګژوبلې کمول: د تجهیزاتو او روغتیايي چارو اصلاح او د فساد پر وړاندې مبارزه.
- مسلکي اردو: د ځواکونو عادلانه، ماهر او ملي ساتل.
- امنیت ته ژمنتیا: له ټولو ګواښونو څخه د هېواد دفاع کول.
- ولسي ملاتړ: له دفاعي او امنیتي ځواکونو څخه د هېوادوالو پرېکنده ملاتړ.
- اوږدمهاله پلان جوړونه: د پوځي هوساینې د چارو دوام او ښه کول.
۲۰ جدی ۱۳۹۵
بسم الله الرحمن الرحیم.
خانوادههای بسیار محترم شهدای اردوی ملی افغانستان و افتخار این ملت، سربازان عزیز، بریدملهای محترم، افسران گرامی، جنرالهای محترم، وزرای محترم کابینه، جناب لوی درستیز صاحب، جناب وزیر صاحب دفاع، جناب رئیس صاحب شورای علما و عالیقدر محترم مشر ورور جناب مسلمیار صاحب! السلام علیکم و رحمة الله و برکاته!
موږ نن په خپلو سربازانو ویاړو، په هغه قهرمانانو ویاړو چې د وطن د ساتنې، د وطن د استقلال او د خلکو د حفاظت لپاره له سرونو تېر شوي او د شهادت عظیم مقام یې ګټلی دی، خدای ج دې دوی ته جنتونه ورکړي او کورنیو ته یې عظیم صبر غواړو!
اردو یو بنسټ نه دی، اردو یوه کورنۍ ده او د هر شهید پالنه او د هر زخمي ساتل د ټولې اردو او خاصتاً زما دنده او وظیفه ده. د دوی قرباني د یوه کلي، ولایت او یا یوه نسل لپاره نه وه، دوی ځکه ایثار او شهادت ته حاضر شول چې په دې باوري وو چې افغانستان د لسیزو له بحران نه وتلی شي او د دوی بچي، لمسي، کړوسي او کودی به په دې وطن کې په هوساینه، وحدت او ویاړ باندې ژوند وکړي. مننه شهیدانو، مننه سربازانو، مننه بریدملانو، مننه جنرالانو!
زه د ټول ولس او د دولت په نمایندګۍ او د مسلحو قواو د اعلی سرقوماندان په حیث د دوی او د دوی له محترمو کورنیو، اردو او پولیس او ملي امنیت له ټولو منسوبینو نه د زړه له کومې مننه کوم!
دوی ته د کورونو هدیه یو کوچنی ګام دی، ځکه سلګونه نورې کورنۍ هم د دې مستحقې دي.
این تعهد من است که در برنامه خانهسازی سه سال آینده، خانوادههای شهدای قوای دفاعی و امنیتی در اولویت قرار خواهند داشت. اول شما، بعد تمام ملکیها.
این ۱۴ باب آپارتمان که امروز به مستحقین سپرده شد به مثابه قسط اول این برنامه بزرگ است.
د عسکرو بریدملانو او د وطن د ټولو ساتونکو چې د وطن په غرونو او دښتو کې د ولس او هیواد د دفاع په سنګرونو کې پراته دي، پالنه او ساتنه زما مهمترینه وجیبه ده.
د دې پالنې او ساتنې لپاره ځینې بنسټیز بدلونونه په دوو کلونو کې راغلي دي، مثلاً د دفاع وزارت د تدارکاتو کمیسیون ته مې شخصاً خاصه توجه کړې، په تیرو شپږو میاشتو کې په وزارت دفاع کې ۷۰۰ کسان تبدیل شوي دي چې له درې کلونو نه ډیر په دې دندو بوخت وو او نور کار ته هم ضرورت دی، ځکه فساد د دې باعث ګرځي چې تلفات زیات شي او هغه فساد چې د تلفاتو د زیاتیدو باعث ګرځي زما د منلو وړ نه دی، د اردو د سربازانو د منلو وړ نه دی او د وطنوالو د منلو وړ نه دی!
لازم است در عالم اسباب تمام آن اقدامات را در نظر بگیریم که در کاهش تلفات کمک میکند. همان طور که جناب لوی درستیز صاحب ذکر کرد، هفته گذشته در جلسه سرقوماندانی اعلی که در آن وزرای محترم دفاع ملی، امور داخله و دیگران نیز شرکت داشتند، روی موضوع جلوگیری هر چه بیشتر تلفات بحث همهجانبه گردید و تصامیمی گرفته شد؛ مثلاً اگر عساکر کلاه و البسه و سایر تجهیزات مورد ضرورت خود را به کار نبرند، احتمال تلفات افزایش مییابد، بنابراین هدایت دادم که به تجهیز نیروهای دفاعی و امنیتی باید توجه جدی شود و هیچگونه غفلت در این زمینه پذیرفتنی نیست.
جا دارد از جنرال صاحب سیاووش و سایر همکارانشان، در شفاخانه سردار محمد داود خان ابراز امتنان نمایم که به معالجه و تداوی زخمیان توجه جدی میکنند و بیستوچهار ساعته در خدمت مریضان خود میباشند. قانون تدارکات را به صورت بنیادی تغییر دادیم تا بهترین ادویه برای قهرمانان ما میسر شود، نه ارزانترین دوا. دوای ارزان قابل قبول ما نیست.
د افغانستان ولس د خپلو اسلافو په شان په عظیم متانت له خپلو دفاعي او امنیتي قواو سره ولاړ دی. په ډاډ سره ویلی شو چې په تیرو سلو کلونو کې تر بل هر وخت زیات خلک له خپلو دفاعي او امنیتي قواو ملاتړ کوي. زه له خپل ولس نه مننه کوم او دا اجماع باید په دې بدله شي چې دا قوه مطلقاً مسلکي، ملي او لکه چې په اسلامي عقایدو مجهزه ده، مجهزه پاتې شي. واړه سیاستونه، تبعیضونه او اختلافات زموږ په اتله اردو کې ځای نه لري. مسلکي اردو غواړو، ملي اردو غواړو! په کومه ورځ مو چې دغه مقدس یونیفورم واغوست، که نورستاني یئ، که پامیري یئ، که تاجک یئ،که پښتون یئ، که هزاره یئ، که ازبک یئ، نو بیا یوازې او یوازې افغان یئ او مسلمان یئ. په دې برخه کې د لا مثبت بدلون لپاره مو پلان چمتو کړی او ان شاء الله عملي به یې کړو.
کنفرانس وارسا را ملت ما استقبال کرد؛ اما این کنفرانس موفقیتش را منسوبین قهرمان قوای مسلح و خاصتاً اردوی ملی افغانستان به خون خود کمایی کردهاند. از برکت شهدای ما بود که دنیا با افغانستان دوباره تجدید عهد کرد. دغه ستاسې ویاړ دی او دا زما افتخار دی.
امروز سرباز، بریدمل، افسر، جنرال و تمام منسوبین امنیتی و دفاعی افغانستان به یک زبان در خدمت این خاک و وطن هستند. پیام من به دشمنان افغانستان واضح است؛ دو سال پیش و پارسال محاسبه غلط کردید، تکرار محاسبه غلطتان را نکنید. در این خاک اگر با هدف شوم برایش بنگرید، گورتان خواهد بود. دا وطن غیر له خدای ﷻ نه بل چا موږ ته هدیه نه دی راکړی. موږ په وینو ګټلی، په زرهاو کالو کې مو په وینو ګټلی او زرهاو کاله نور به یې په خپلو وینو ساتو.
یشه سین افغانستان!
تل دې وي افغانستان!
زنده باد افغانستان!
پاینده باد قوای امنیتی و دفاعی ما و گران باد یاد شهدای ما و تجدید عهد به رسیدگی همهجانبه از خانواده شهدا که جزء خانواده لاینفک اردوی ملی افغانستان هستند. په خیر اوسئ!