د جهاد له ویاړه تر ملي وحدته؛ قانون، سوله او د افغانستان دوامدار ثبات | د جهاد د بریا نمانځنې مراسمو وینا
مهم ټکي:
- تاریخي مبارزه: د افغانستان هویت د درېیو سترو جهادونو او د بهرنیو تېریو پر وړاندې د مقاومت پر بنسټ بڼه اخیستې ده.
- یووالی او عقیده: افغانان د اسلام او ملي بقا په شاوخوا کې یو موټی کېږي او د خپلې آزادۍ لپاره لوړه بیه پرې کوي.
- قانون اساسي او ثبات: اوسنی نظام چې پر قانون ولاړ دی، د دولت د دوام، حکومتولۍ او ملي یووالي تضمین کوي.
- ټولنیز پیوستون: د متقابل اعتماد، انعطاف مننې او امنیت رامنځته کولو لپاره باید د نسلونو ترمنځ شته واټنونه له منځه یووړل شي.
- سوله او امنیت: افراطیت رد دی؛ امنیتي ځواکونه د دیني مشروعیت په رڼا کې د هېوادوالو ساتنه کوي.
- نننی ملي جهاد: اوسنۍ مبارزه د فقر، فساد، ناامنۍ او قانون ماتونې پر وړاندې متمرکزه ده.
- سیمهییز لیدلوری او پراختیا: افغانستان غواړي په اسیا کې د اتصال، سوداګرۍ او سوکالۍ په مرکز بدل شي.
- د ولس ځواکمنول: د ۱۰۰ ورځو کاري پلان د خلکو په ژوند، ثبات او حکومتولۍ کې د محسوس پرمختګ ډاډ ورکوي.
۱۲ ثور ۱۳۹۴ | سلامخانه ماڼۍ
بسم الله الرحمن الرحیم
رهبران محترم جهاد و حاضرین گرامی! افغانستان سرزمین جهاد و شهامت است. ما در تاریخ معاصر خود سه تجربهی مهم جهادی را به ثبت رساندهایم. نخست، جنگ اول افغان و انگلیس؛ دوم، جهاد سرنوشتساز مردم ما در جنگ دوم افغان و انگلیس؛ و سوم جهاد تاریخساز ما در برابر تجاوز قوای شوروی سابق که نقشهی بخش مهمی از جهان، از آسیای میانه تا اروپای شرقی را دگرگون کرد و آزادی را برای ملتهای دیگر به ارمغان آورد.
په دغو درې واړو مبارزو کې د افغانستان خلک د دین په محور باندې راټول او سره متحد شول او د یوې منسجمې مفکورې پر اساس یې جهاد وکړ. د انګلیس او افغان د دویم جنګ د دوران یوه انګریز افسر لیکلي چې په کابل کې جهاد د عاشورا په ورځ پیل شو او افغانان بې له دې چې له مرګه او مرمیومو ووېرېږي، جوپه جوپه راتلل، صفونه یې نه رنګېدل. تاریخ راته وايي چې کله د ملت او وطن د بقا موضوع وي، نو افغانان د سر له وېرې پرته په اتحاد سره، خپل شخصي ژوند له ټولنیز ژوند څخه قربانوي.
جهاد مردم ما که بر عقیده و ایمان اتکا دارد، دو ویژگی عمده را آشکار میسازد. یکی اینکه واکنش مردم ما برای بیگانگان قابل پیشبینی نیست. انگلیسیها در آغاز با خاطر آرام به خاک ما داخل شدند؛ اما روزی که مجبور به خروج گردیدند، شرایط سخت و فراموشنشدنی را از سر گذراندند. این حقیقت تاریخی به این معنی است که باید در شناخت این ملت، محاسبه غلط صورت نگیرد.
زموږ د خلکو د جهاد بل خاصیت دا دی چې دوی په کې د ډېر عظیم قیمت ورکولو ته تیار وي. د جهاني بانک تخمین دی چې افغانانو له شوروي اتحاد سره د جهاد په نتیجه کې د ۲۲۰ میلیارده ډالرو په اندازه تاوان ګاللی دی. په دې جهاد کې زموږ لس میلیونه وطنوال مهاجر شول او یو نیم میلیون شهیدان مو ورکړل. مطلب دا چې کله خلکو د جهاد نیت کړی، نو د ډېر عظیم قیمت ورکولو ته هم تیار شوي دي.
تاریخ راته وايي چې د لومړي او دویم جهاد په دوران کې د افغانستان دولتونو سقوط وکړ. د درېیم لوی جهاد تر شروع کېدو پورې د داوود خان حکومت چې له داخل نه کمزوری شوی و، له منځه لاړ. موږ د دولت د ساختار تداوم نه دی لرلی او مجبور شوي یوو چې له صفره یې شروع کړو. امیردوست محمد خان له ۱۸۴۲ ز نه تر مرګه پورې یعنی په راتلونکو ۲۱ کلونو کې مجبور و چې له آسه راکوز نه شي او د پاشلي دولت د رالولو لپاره کوشش وکړي. دغه راز، د افغان او انګلیس له دویم جنګه وروسته امیر عبدالرحمن خان ۱۶ کاله بیا هم په جنګ کې تېر کړل، ځکه چې ساختار پاشل شوی و.
نن هم له درېیم لوی جهاده وروسته موږ مجبور شوو چې هر څه بېرته له صفره پیل کړو. لکه څنګه چې مو وویل د درېواړو جهادونو په دوران کې خلکو اتحاد او اتفاق درلود، خو له جهاده وروسته د افغانستان سیاسي قشر ونه توانېده چې خپل اتحاد او اتفاق وساتي. په سیاسي قشر کې د اتفاق نشتوالی، هر ځل د قوي د استعمال سبب ګرځېدلی دی. د افغان او انګلیس له لومړي او دویم جنګ وروسته، فامیلي دیکتاتوریو د نظام د جوړولو وظیفه په غاړه لرله، خو اوس موږ الحمدلله د یوه ولسواک نظام او اساسي قانون څښتنان یوو چې د یوې دوامداره حل لارې او د ثبات د تداوم ضمانت کوي.
پخوا به په افغانستان کې ثبات مقطعي و، خو اوس فرد محوره نه، بلکې قانون محوره یوو، نو ځکه د دوامداره ثبات خبره کولای شو. اوس پخوانی زمانه نه ده چې یو فرد او یو وګړی ځان د ملک ناجي وبولي، بلکې زموږ ناجي، له الله تعالی وروسته، زموږ اساسي قانون دی. البته د دې لپاره چې واقعي او دوامدره ثبات ته ورسېږو او مطمئن شوو نو په کار ده چې د اساسي قانون لمن ټینګه ونیسو او د اساسي قانون په رڼا کې باید یو داسې اجتماعي میکانیزم جوړ شي چې ټول یو بل سره ومني او د وېرې او اتهام له فضا نه راووځي.
بیایید واقعیت اجتماعی خود را در نظر بگیریم. یکی از عوامل عمده ثبات اجتماعی، وحدت تجربه نسلها است. جوامعی که بحرانهای کلانی را از سر نگذراندهاند، نسلهای جوان، میانسال و سالخوردهشان در امتداد یک تجربه یکدست تاریخی – اجتماعی هستند. آنان نگاهی مشترک به آینده دارند و میتوانند با تصوری روشن از آن به جلو حرکت کنند. در کشور ما، به علت جنگها و بحرانهایی که سپری کردیم، با ناهمگونی تجربه میان نسلها مواجه هستیم؛ نسل قبل از جنگ، نسل سالهای جهاد و هجرت، نسل جنگهای داخلی و دوران طالبان و نسل سالهای اخیر.
این حکایتی است از وضعیت اجتماعی ما که تأثیر روشن خود را بر روند تفاهم و درک متقابل بر جا میگذارد. اکنون افغانستان نیاز دارد که از گسستها و شکافها عبور کند و به یک بافت قوی و هماهنگ برسد. برای این هدف، باید بر بیاعتمادیهای بازمانده از دوران جنگ غلبه کرد تا به ثباتی که نیاز مبرم و بنیادی ماست، دست یافت. موږ ټول باید یو بل ته لاسونه سره ورکړو او داسې باثباته شرایط رامنځته کړو چې خلک د آینده په اړه اطمینان احساس کړي او د امیدواری، تحرک او خوشبیني په فضا کې ژوند وکړي.
زموږ په ګران هیواد کې باید د تضاد او تقابل ترخې تجربې تکرار نه شي او د دغو ترخو تجربو د مخنیوي لاره دا ده چې اساسي قانون مو د عملونو او فیصلو معیار وي. اساسي قانون مو د سیاسي او اجتماعي چوکاټونو ټاکونکی او د فرد او ټولنې د مناسباتو او دغه راز د ملت او دولت د ارتباط تأمینوونکی وي.
تروریزم بینالمللی میخواهد که آینده باثبات را از ما بگیرد. تروریستها میخواهند نظم دولتداری را در منطقه و جهان متلاشی کنند تا از آن طریق به اهداف خود برسند. آنان به نام اسلام، مردم ما را سر میبرند و خانههایشان را ویران میکنند. خوشبختانه جهان نیز با ما همصداست که تروریستها نمیتوانند از اسلام نمایندگی کنند. در اینجا باید از علماء عزیز کشور تشکر صمیمانهی خود را ابراز کنم که در تجمع بزرگشان در هفته قبل، این حقیقت را آشکارا بیان، و یک بار دیگر، مخالفت خود را با گروههای افراطی و دهشتافکن اعلان کردند.
همچنان باید از سربازان دلیر وطن تشکر کنم که هماهنگ با فتوای علماء کرام، رودرروی شبکههای تروریستی ایستاده و با مایهگذاشتن از جان خود، خطر آنان را از سر ملت مسلمان دور میسازند. این موقف ما مبتنی بر رهنمود الهی است، آنجا که در آیه سی و نهم سوره حج میفرماید: «أُذِنَ لِلَّذِينَ يُقَاتَلُونَ بِأَنَّهُمْ ظُلِمُوا ۚ وَإِنَّ اللَّهَ عَلَىٰ نَصْرِهِمْ لَقَدِيرٌ» (به آنانی که از روی ظلم در معرض جنگ قرار گرفتهاند، اجازه داده شده است که بجنگند، و به یقین که خداوند ﷻ به یاری ایشان تواناست). اما چنان که خداوند متعال ﷻ فرموده است «والصلح خیر»، ما جنگطلب نیستیم و به صلح باور داریم و برای تحقق آن تلاش خواهیم کرد.
قدرمنو هیوادوالو، موږ فعلاً څو مهم ګامونه په مخ کې لرو:
۱. چنان که وعده کرده بودیم، فاصله مسجد و ارگ را از میان برمیداریم. ما میخواهیم امکانات سرتاسری در اختیار علماء کرام و مشایخ عِظام قرار بگیرد تا جامعه ما را با رهنمودهای دین مبین اسلام، بیش از پیش منور سازند.
۲. در بخش شهدا و معلولین، ما در نظر داریم که وزارت شهدا و معلولین به یک وزارت کلیدی تبدیل شود. تا شرایط برای بازماندگان شهدا و معلولین کشور به صورت بنیادی تغییر کند، و آینده بهتری را برای این عزیزان مساعد گرداند.
۳. ما از مشورههای بزرگان و رهبران محترم جهادی به صورت دوامدار مستفید خواهیم شد. همچنین، نسل دوم از نخبگان تحصیلکرده و تربیتیافته به دست ایشان وارد سیستم حکومتداری میشوند. ما اطمینان داریم که تجارب و مشورههای ارزنده ایشان فراراه نیروهای رو به رشد کشور قرار خواهد داشت.
حکومت وحدت ملی خود را موظف میداند که در ادامه جهاد افتخارآفرین مردم افغانستان، جهاد را بر ضد فقر، بیقانونی، فساد و ناامنی اعلام کند. روشن است که با تداوم مشکلات موجود و بدون تأمین زندگی و معیشت مناسب، خون شهدا به هدر خواهد رفت و آرمانهای جهاد تحقق پیدا نخواهد کرد. در همین راستا بوده است که ما تأمین همکاری با تمام دنیا را در اولویت خود قرار دادیم و با روی دست گرفتن سیاست منطقهیی بسیار فعال، زمینه را مساعد میسازیم که افغانستان به محور همکاریهای منطقهیی تبدیل شود.
دیدگاه اقتصادی ما متمرکز بر این است که کشور ما چهارراه آسیا باشد تا شرق آن را به غرب و شمال آن را به جنوب پیوند دهد. در شش ماه نخست، بخش عمده چارچوببندی کارهای بینالمللی ما تکمیل گردید و از این پس تمرکز بر روی اقشار مختلف مردم در اولویت کار حکومت قرار دارد. پلان صدروزه کابینه این هدف را با جدیت تعقیب میکند، تا مردم تغییر مثبت را در زندگی خود عملاً احساس کنند.
زه یو ځل بیا خپل مجاهد ملت ته ډاډ ورکوم چې په لنډ وخت کې به د خلکو د ژوند د بهتری لپاره مهم ګامونه واخیستل شي. تل دې وي افغانستان! زنده باد افغانستان!