د باور رامنځته کول، مسکن او ښاري بیارغونه: یو ولسمحوره لیدلوری
د کابل د خواجه رواش استوګنیزې پروژې د پرانیستې په مراسمو کې وینا
مهم ټکي:
- د باور رامنځته کول: د هېوادوالو، دولت او خصوصي سکتور ترمنځ د ډاډ بیا راګرځول.
- هېوادوال-محوره حکومتداري: هېوادوال د پرېکړو او ګټو په محور کې راوستل.
- مسکن او ښاري پلان جوړونه: د قانوني، ارزانه او منظمو استوګنځایونو برابرول.
- د عامه او خصوصي سکتور شراکت: د دولت تر نظارت لاندې د خصوصي سکتور ګډون.
- قانوني حقونه او ملکیت: د هېوادوالو د ځواکمنولو لپاره د مالکیت تضمین.
- روڼتیا او ځواب وینه: د فساد کمول او د عادلانه مقرراتو پلي کول.
- بنسټیزه اډانه او خدمتونه: د اوبو، برېښنا، سړکونو او ښاري پاکوالي چمتو کول.
- ټولنیز پیوستون: د ولسي مشارکت او ګډ مسؤلیت پیاوړي کول.
۱۲ سنبله ۱۳۹۵
بسم الله الرحمن الرحیم.
بانوی اول کشور، جناب محترم وزیر صاحب شهرسازی، اعضای محترم کابینه، داکتر صاحب قیومی، گیلانی صاحب، اعضای محترم سکتور خصوصی، جناب الکوزی صاحب، مومند صاحب، رحیمی صاحب، خواهران و برادران، معاون صاحب مشرانوجرگه، رئیسه صاحب کمیسیون، وکیل صاحبان و از همه کرده زیادتر مردمی که انتظار فوقالعاده داشتند که امروز مالک میشویم؛ اولتر از همه تحفه پیشوای بشریت را برایتان تقدیم میکنم، السلام علیکم و رحمت الله و برکاته!
امروز یک قدم مطمئن در یک راه دراز برداشته میشود. حلقه خبیثه عدم اعتماد بین مردم، سکتور خصوصی و دولت شکستانده شد. بعد از این انشاءالله تعالی با اعتماد کامل بین مردم، دولت و سکتور خصوصی، مشکل مسکن مردم شریف خود را حل خواهیم کرد. لاره اوږده ده، اما که اول قدم کې اطمینان او اعتبار نه وي، نور قدمونه نه شي اخیستل کېدی، نو ځکه دا ډېره ضروره وه. دا پروژه ماته امتحان و، امتحان په دې و چې کوم اعتبار ولس له لاسه ورکړی و، بېرته یې په لاس اخیستلی شوو او که نه یې شوو اخیستلی. جناب جنرال صاحب نن ستاسې او د نورو مشرانو خبرو ماته دا اعتماد راکړ چې موږ په سمه لاره روان یوو او ولس اصلاحات غواړي. ولس فساد نه غواړي، ولس ناروا نه غواړي، ولس زور نه غواړي، ولس یو خادم دولت غواړي او زه یې اول خادم یم، بنابراین تبریکی میدهم و تشکر میکنم. تشکرم از صبر بسیار دوامدار مردم شریف است که به خاطر این آپارتمانها صبر کردید. قالین و زیورتان را فروختید، به این امید که گپ دولت قابل اعتماد است. امروز امید است که هر فرد دیگر افغان با همین باور، همراه دولت کار کند.
از جناب وزیر صاحب خاصتاً ابراز امتنان میکنم که یک ضربالاجل را در افغانستان تعیین کردید که بیسابقه بوده. [خطاب به وزیر شهرسازی] شما به آسانی میتوانستید به مردم بگویید در ۹ ماه این کار را انجام میدهیم، مردم سرتان باور میکردند، اما شما ضربالاجل را تعیین کردید که در آن ضرورت کار ۱۶ یا ۱۸ ساعته بود. از شما، گیلانی صاحب، دلاوری صاحب و همه همکاران دیگر ابراز امتنان میکنم؛ چون این طور ضربالاجل تعیین کردن معنیاش این است که ما مشکلات مردم خود را جدی میگیریم. ضربالاجل وقتی معنیدار میشود که ما واقعاً خود را خدمتگار مردم بدانیم. با این روحیه انشاءالله مشکلات اساسی حل میشود. چون از وزیر صاحب یادآوری زیاد شد، من میخواهم که از جمع همکارانشان و گیلانی صاحب هم یادآوری کنم که دیزاین پروژه را به صورت اساسی تغییر داد تا بتواند آب، به صورت دوامدار و کممصرف، به تمام هموطنان ما برسد. همین طور جناب داکتر صاحب قیومی و دلاوری صاحب در ایجاد شبکه برق قدمهای بسیار زیادی برداشتهاند.
اما در قسمت دیگر از من تشکر نکنید که من هفتصد میلیون افغانی را اختصاص دادم. انشاءالله در آینده هفتصد میلیون دالر خواهد بود؛ امید است حرفم نیک شود. در این باره تشکر من از وزیر صاحب مالیه است، سالی که این مسئولیت (ریاست جمهوری) به دوش ما آمد، چهارصد میلیون دالر کسر بودجه داشتیم و اگر در آن حالت باقی میبود، نمیتوانستیم این تصمیم را به نفع مردم خود بگیریم. وزیرصاحب مالیه سال گذشته توانست که عواید ملی افغانستان را ۲۲ فیصد ازدیاد ببخشد. اینجا یک حلقه نجیبه دیگر است تا عواید در دست یک مشت افراد محدود نرود که تمام روز به اصلاحات فحش میدهند، بلکه در دست مردم افغانستان بیاید. واقعاً از وزیر صاحب مالیه و همکارانشان که در ازدیاد عواید به صورت دوامدار همکاری کردند، ابراز تشکر میکنم.
اما په خاصه توګه د افغانستان د امنیتي او دفاعي قواو نه مننه کوم، نن دا د وطن واقعي بچي دي، د سرباز کلیمې ته یې نوي معنی ورکړه، موږ جنګ نه غوښت. زما آرزو، زما هیله او زما ژمنه سوله ده، اما افغانان په ننواتو سوله نه کوي، هر څوک چې په دې فکر وي چې د افغانستان جمهوررئیس به چاته په ننواتو لاړ شي، دا آرزو به ګور ته یوسي، اما امروز ما از سربازی و قربانی قوای امنیتی خود در بخش ملکی به شکلی قدردانی میکنیم که اینها توقع دارند. فامیل شهید افغان و شهدای اردو، پولیس و امنیت ملی افغانستان مسکن ندارند، افسری که چهل سال در این خاک سربازی کرده و مخصوصاً در این شانزده سال و مجاهدی که در صف اول ایستاده، باید یقین داشته باشد که وقتی به شهادت میرسد، به خانوادهاش توجه میشود. باز هم تعهد اول من در ایجاد مسکن به خانوادههای شهداست. همچنین مهاجرین ما پس میآیند توقع دارند که در این خاک صاحب مسکن شرعی باشند.
دوم، تقدیر است. [خطاب به مسؤولین وزارت و پروژه] تشکرنامه و تقدیرنامه در این این مراسم برایتان داده شد. جناب وزیر صاحب! تقاضای من این است که لیست باندوال صاحب و کسانی را که زحمات فوقالعاده کشیدهاند، برای تقدیرنامه درجه اول به من بفرستید تا برای هر کدامشان یک تقدیرنامه درجه اول از ریاستجمهوری داده شود. با این روحیه، انشاءالله نکتهای که جنرال صاحب و دیگران اشاره کردند، میدان رقابت برای وزیرصاحبان دیگر، بسیار خوب باز شد؛ امید است که در آینده همین طور تقدیرنامهها را از بخشهای مختلف ملت دریافت کنید. از طرف من که تشویق است یا بعضی اوقات کمی فشار! او فشار هم ضروري دی او مجبوري ده، ځکه ما باندې د چا فشار دی؟ ما باندې د خپل بادار فشار دی. زما بادار څوک دی؟ د افغانستان کوټه! زما بادار څوک دی؟ هغه څلوبنست فیصده خلک چې په ورځ کې یو وار ډوډۍ خوري او سبا ته اندېښمن دي! زما بادار بې ځایه شوی دی! زما بادار مهاجر دی! زما بادار فقیر دی!
په اوله ورځ مې درته د حضرت ابوبکر صدیق(رض) خبره تکرار کړه او خدای (ج) هغه قوت راکړ چې زورورو ته سر تیت نه کړم او د غریب خادم واوسم. دا چې تاسو وایئ چې وزیر صاحب قراردادیانو ته سر نه ټیټوي، دغه د دې حکومت روحیه ده. انشاءالله تعالی یو چارواکی به هم په راتلونکي کې سر نه ټیټوي، سر به ولس ته ټیټوي. جمهوررئیس معنی څه ده؟ بې له ولس نه جمهوررئیس شته؟ مشري دا نه ده چې موږ زور ووایو یا زر پسې وګرځو. مشري دا ده چې د ولس خاطر او رضا ترلاسه کړو، ځکه د قیامت په ورځ چې له ما نه اوله پوښتنه کېږي د دې ولس وضعیت دی او په دې اړه موږ او تاسو نن خپله ژمنه بیا نوي کوو، تجدید عهدی که آرزوهای مردم را با وعدههایی که کردیم انشاءالله تعالی عملی میکنیم.
حرف سوم، اهمیت الگوی مشارکت است. همه چیز در دست ماست. به خاطر این که مسکن به وجود بیاورید به چی ضرورت دارید؟ زمین، پول، مشارکت مردم و ظرفیت ساختمانی. این مسئله، فرستادن انسان به مریخ نیست؛ این کار قابل اجرا است. قوانین درست، نوع مشارکت و از همه زیادتر سرمایه اعتبار را کار دارد. وعده اول ما این است که دولت مشکل زمین برای مسکن را به صورت بنیادی حل میکند. ۹ هزار جریب زمین را تنها برای اتحادیه قالین روز گذشته داده بودم، خصوصي سکتور دې دولت ته را وړاندې شي او ودي وایي چې موږ حاضر یوو چې د مسکن په برخه کې پانګونه وکړو. اما قابل د استطاعت مسکن، هغه مسکن چې په یونیم میلیون تر دوه نیم میلیون افغانیو وشي، نه دا چې په یو نیم میلیون دالر، دوه نیم میلیون ډالر، هغوی پرېږدئ چې خپل کار وکړي، څوک چې یو نیم میلیون، دوه نیم میلیون ډالر لري هغه پرېږدئ چې خپل کار وکړي، موږ هغه چا پسې ګرځو چې د دې توان نه لري چې له خپل معاش نه د مسکن خښتن شي، له خپل زحمت نه د مسکن خښتن شي.
دوم، سکتور خصوصی پول دارد. همراه تاجران که در دوبی بودم، تخمینشان این بود که ۱۶ تا ۱۸ میلیارد دالر پول افغانها تنها در بانکهای دوبی است، تمام امارات نی، تنها دوبی. از پاکستان نمایندههای محترم مردم ما آمده بودند، ما مهاجرشان نمیگوییم به خاطر این که افغان هستند و هیچ افغان مهاجر نیست. وطن به تمامتان تعلق دارد و هر افغان اجازه دارد که در هر نقطه افغانستان زندگی کند. اینها تخمین میکنند که تنها ده میلیارد دالر سرمایهگذاری کردهاند. تاسې پیسې لرئ الکوزی صاحب! لاس راکړئ چې دغه پیسې د افغانستان وګړو لپاره او ستاسې د مشروع ګټو لپاره په کار واچوو. د افغانستان ولس حاضر دی چې خصوصي سکتور ته مشروع ګټه ورکړي او خصوصي سکتور حاضر دی چې په امانتداری کار وکړي.
مشکل در کجا است؟ مشکل در فساد و ترجیحات است. وعده من برایتان این است که با فساد به صورت اساسی مبارزه میکنیم تا کسانی که برای ملت کار میکنند، تقدیر و تحسین شوند و با شما کار کنند.
او بله ساختماني برخه ده. برای سکتور خصوصی و اتاق تجارت پیشنهاد ما دو چیز است: هر کدامتان که سرتیفیکیشن آیزو (ISO) میگیرید، قراردادهای فوری برایتان داده میشود. در غیر آن، ما یک هیئت انجنیري درجه اول را قرارداد کردهایم تا تمام انجنیران بررسی شوند و سرتیفیکیت بگیرند. در عین حال کل انجنیران دولتی هم بررسی شود. څو موږ پوه شوو چې څه لرو او څه نه لرو. قرارداد په دې نه ورکول کېږي چې څوک، څوک پېژني. هېڅ څوک د جمهوررئیس خپل نه دی، تاسې مو ټول خپل یئ او شفافه طریقه کمیسیون عالي اقتصادي کې ده، شورای عالي اقتصادي کې ده او شورای عالي شهری کې ده. را وړاندې شئ، په خیر راغلئ! او بله دا چې زه په خپله عالي کمیټې کې حاضر یم چې ورسره هرې میاشت کې یو ځل وګورم. د افغانستان بهترین سرمایه ګذاران راتول کړئ، راشئ چې په مشخصو برخو کې څنګه پانګونه وکړو.
اما مهمترین نکته مشارکت، خود مردم است. شما پنج سال پیش یک قدم بزرگ برداشتهاید، اعتبار کردید و قالین و زیورتان را فروختید تا سر اینها به اقساط اعتبار کنید. بدبختانه اعتمادتان را شکستاندند که خوشبختانه اعتمادتان را امروز جذب کردیم. از مردم تقاضا دارم که بیایید همراه دولت و سکتور خصوصی یکجای شوید تا مشکل مسکن را به صورت بنیادی حل کنیم. در افغانستان باید کلمههای مسکن عرفی و بیجاشدگی داخلی و ماهها و سالها انتظار برای به دست آوردن زمین، لغو شود و انشاءالله تعالی لغو میشود.
عرض سوم؛ دیدگاه شهری ما است. زه هره ورځ له بده مرغه مجبور یم چې په امنیت باندې له درېیو تر لسو ساعتو وخت تېر کړم، اما زما ورځې اوږدې دي او شپې ته دومره ضرورت نه لرم، نو هغه پاتې وخت مې په اقتصاد باندې تېرېږي. که خدای (ج) له جنګ نه خلاص کړو اقتصاد به چټک شي. دغه خلک چې غواړي جنګ راباندې راولي، یو دلیل یې دا دی چې پوهېږي که چېرې زما وخت فارغ وي دا اقتصاد به څلور چنده تېز شي او انشاءالله تعالی تېرېږي به. که دوی خیال کوي چې زه خوب ته ضرورت لرم نو ځان تېرباسي. شاید تاسې وینئ نه اوسئ، خو زه مجبور یم چې وینئ ووسم، ځکه حضرت عمر (رض) به همیشه وینئ و. زه ولې پنځه ساعته خوب ته ضرورت لرم؟ د حضرت عمر کیسې مې په کوچنیوالي کې لوستې دي چې دی باید وینئ وای چې ولس په آرامتیا کې ویده شوی وای.
نو تغییرات او اصلاحات ضروري دي. الکوزی صاحب! ډار مه لره، دا هغه جمهوررئیس نه دی چې له اصلاحاتو و تښتي، دا هغه جمهوررئیس دی چې حاضر دی د اصلاحاتو لپاره خپل سر قرباني کړي.
دیدگاه شهری ما به صورت اساسی در حال انسجام است. در ماههای آینده امید است که در قسمت اول در ایجاد مسکن و غیره شاهد تغییر بسیار وسیع در شهر کابل باشید. نکتهای را که من میخواهم تأکید کنم اینکه تنها مساکن قابل استطاعت مثل این پروژه یا پروژههای چینیاییها و اینها نیست؛ ما یک طرح خاص را ترتیب کردیم که چه طور مهاجرین ما که دوباره پس میآیند و بیجاشدههای داخلی ما، قابل اسکان شوند. این ضرورت واضح دارد که شرایط تربیه اینها برای کار ایجاد شود، مدلهای خانه ترتیب شده، تا چهار خانه در یک یا یک و نیم بسوه به صورت اساسی جور شود. مسئله دیگر این است که تعهد این دولت که جایداد تمام مردم افغانستان شرعی شود، مطلقاً برجا است؛ در ماههای آینده، قدمهای اول این قسط را خواهید دید و انشاءالله تعالی به پیش خواهیم رفت.
نکته چهارم، اصلاحات است. مشکل بنیادی ما چیست که مردم، سکتور خصوصی و دولت باهم جمع شده نمیتوانند؟ مشکل ما فساد، عدم تعهد، جدی نگرفتن وقت و فرهنگ باداری است نه فرهنگ خدمت. دولت گاو شیری نیست که از آن خود را مستفید بسازیم. دولت تنها و تنها وسیله خدمت به ملت است. دولتی که اعتبار ملت را نداشته باشد، پا برجا نمیماند. ثبات از تفنگ نمیآید با تمام قربانیهای مردم ما، ثبات از اعتماد مردم میآید. بنابراین باورمند باشیم که کسانی که جیغ میزنند به خاطر این که صاحب میلیاردها دالر دیگر نمیشوند، به جیغ اینها من توجهی ندارم.
سړی په یوه ورځ پیدا شوی، څوک پوهېږي چې څوک مخکې ځي او څوک به وروسته ځي. بېرته تګ ته سلسله مراتب نشته او نه دا مهمه ده چې چا څه پیدا کړي دي، په آخر کې انسان یوازې دی. قصه مولانا را خبر دارید، در آخر تنها چیزی که همراه آدم در گور میباشد، اعمال آدم است. نه ثروت میماند و نه چیز دیگر.
نبض ملت را اگر من درست میبینم، ملت اصلاحات گسترده، دوامدار و عملی میخواهد. تعهد ما این است که خواستههای ملت عملی میشود. این ملت اکثریت خاموش نیست، این ملت زبان، قلم و آواز رسا دارد. همدارنګه چې نن تاسې وغړېدئ، ټول ولس دې وغږېږي چې څه غواړي. اصلاحات د ولس په ګټه دي. یو دومره د نوک غوندې اقلیت دی چې فکر کوي په خطر کې دي. وه سړیه! څه مې در سره کړي دي؟ ولس دې ودرېږي، موږ له ولس سره یوو.
نکته پنجم و آخرم یک خواهش است. اول از وزیر صاحبهای محترم که وعدهها را همان طور که جناب نادری وزیرصاحب شهرسازی عملی کرد، به همان ترتیب ضربتی و با یک تقسیم اوقات مشخص عملی کنند.
خواهش دومم از خود مردم محترم پروژه خواجهرواش است، از پروژه برآیید و یک کتله شوید. شورای عالیتان را تشکیل دهید و سهم بگیرید. ما نظر به قربانیهای گذشتهتان هفتصد میلیون افغانی را برایتان انتقال دادیم تا وعده دولت بجا شود؛ اما بدون ایجاد یک حکومتداری فعال در این شهرک، این شهرک پابرجا نمیماند. په غم او ښادي کې سره شریک شئ، یو بل ته سره لاس ورکړئ. د اعتماد فضا جوړه کړئ، ځکه د دې ځای ساتنه او د دې ځای پراخول په تاسې پورې اړه لري. که تاسې یو ووسئ هېڅوک مو نه شي ماتولای. هغه کیسه خو مو اورېدلې ده: یو پلار په بستر کې و، نهه اولادونه یې درلودل، نهه زامن یې درلودل، دوی نه یې وغوښتل چې لښتې ماتې کړي، لښتې یې ورته کښېښودلې، البته د لښتو یوه بسته وه. ورته یې وویل چې هر یو یې ماته کړي. هر یو یې چې کوښښ وکړ، وی نه شو کړی چې ماته یې کړي. بېرته یې لښتې بېلې کړې او د هر یو په لاس کې یې ورکړې هر یوه یې لښته ټوټه ټوټه کړه. ورته یې وویل پوه شوئ چې اوس درته څه وایم، ویل یې نه پلاره څه وایې؟ ورته یې وویل چې په اتحاد کې مو توان دی، که نه نه د لښتو په څېر به مو خلک زر ماتولای شي.
دغه شی مې غوښتنه ده. تاسې اتحاد وکړئ او خپله برخه مو واخلئ. که یوه افغانۍ ده، که لس افغانۍ دي، که تاسې یې مصرفوئ، نو بیا به مو ونه خوندي وي، سړک به مو خوندي وي او موږ به ګټه وکړې شوو. نو ضرور ده چې تاسې انشاءاللهتعالی اوس چې د اعتبار فضا رامنځته شوې، تاسې نور قدمونه واخلئ او موږ به هم انشاءالله تعالی درغوو او یو کال وروسته مې بیا مېلمه کړئ چې وګورم څومره تغییرات مو راوړي.
تشکر از همه!
یشه سین افغانستان!
زنده باد افغانستان!
تل دې وي افغانستان و پاینده باد فضای اعتماد بین دولت، مردم و سکتور خصوصی افغانستان!