داکتر اشرف غنی
داکتر اشرف غنی

منطق دولت - دولت: گذار از شعارهای احساسی به مسئولیت‌پذیری حاکمیت

منطق دولت - دولت: گذار از شعارهای احساسی به مسئولیت‌پذیری حاکمیت

مصاحبه با سلیم صافی از شبکه خبری جیو (Geo News)

نکات اساسی: 

  • رهبری نظامی: نیروهای افغان رهبری را بر عهده دارند؛ ناتو و نیروهای بین‌المللی نقش مشورتی دارند.
  • تروریزم منطقه‌ای و بین‌المللی: تهدیدات از شبکه‌های فرامرزی و جهانی ناشی می‌شوند.
  • روابط دولت با دولت با پاکستان: عدم هماهنگی و وجود پناهگاه‌ها مشکل اصلی است.
  • تسامح صفر در برابر تروریزم: هیچ تفاوتی میان شبه‌نظامیان «خوب» و «بد» وجود ندارد.
  • همکاری مبتنی بر اعتماد: اقدامات تایید شده و متقابل الزامی است.
  • سیاست خارجی مستقل: مشارکت با کشورهای دیگر تهدیدی برای همسایگان نیست.
  • گفتگو با طالبان: گفتگوها باید فراگیر بوده و به قانون اساسی احترام بگذارند.
  • بازگشت پناهجویان: همکاری‌های منطقه‌ای بازگشت امن و ادغام مجدد کډوال را تضمین می‌کند.
  • پروسه چهارجانبه: گفتگوی ساختارمند گروه‌هایی را که صلح را رد می‌کنند، مدیریت می‌کند.
  • اصل منافع متقابل: صلح و امنیت به اعتماد و هماهنگی بستگی دارد.

۲۸ مه چنګاښ ۱۳۹۵

خبریال: ما چې کله نیویارکر مجله کې ستاسې د شخصیت په اړه مقاله لوستله، ستاسې یوه وینا چې په ۲۰۰۵ کال کې مو کړې وه، را یاده شوه، فکر کوم موضوع یې وه "ناکام دولتونه څنګه ورغوو؟" دا چې تاسې په دې ساحه کې په نړیواله کچه معتبر لیکوال ګڼل کېږئ، هغه تجربه چې په افغانستان کې یې له خپلې تیوری نه لرئ څنګه ده؟ ځینې وختونه داسې معلومېږي چې تاسې په افغانستان کې "د ناکامو دولتونو بیارغونه" په برخه کې د خپلې تیوری په عملي کولو نه یئ بریالي شوي، آیا دا حقیقت لري؟

جمهور رئیس: بسم الله الرحمن الرحیم. ښه راغلئ. د جیو کتونکو ته سلام وړاندې کوم، افغانستان په حرکت کې دی؛ دا چې موږ له کوم حالت سره مخ شوو؟ که لنډ ووایم، د افغانستان د اساسي قانون د له منځه وړلو، د افغانستان د مشروع دولت د ځپلو او د افغانستان د خلکو له ارادې نه د سترګو پټولو لپاره کوښښ وشو. د افغانستان د سياسي جغرافیې په وېش کې له ناکامېدو سره، خدای ناخواسته، په دوه جلا نظامونو، تروریستي شبکو زموږ پرضد له هغه خشونت نه چې نړۍ یې دمخه بېلګه نه وه لیدلې او نوې یې تجربه کړ، کار واخیست چې موږ په هغه بریالي شوو.

یو شی چې ان‌شاءالله تاسې یې درک ته اړتیا لرئ دا دی چې افغانستان ۵۰۰۰ کلن تاریخ لري، زه تلونکی یم، خو دا ځمکه به تر پایه وي، او دا به غوره وي چې هر څومره ژر دا حقیقت درک شي او لکه لوی اقبال چې فرمایلي: از فساد او فساد آسیا، از گشاد او گشاد آسیا. موږ نه یوازې له خپل هیواده دفاع کوو، بلکې هره ورځ د وینې او قرباني په ورکولو سره موږ همدارنګه د یو موثر، ټول شمول او ډیموکراتیک دولت جوړولو لپاره د یوې اجماع د رامنځته کولو په حال کې یوو او هغه موده چې زه د دې کار ویاړ او مسئولیت په غاړه لرم، د کامیابی او ناکامی د قضاوت لپاره ډېره لنډه ده.

خبریال: جناب جمهور رئیس! خو ورځې وړاندې نړيوالې ټولنې او ناټو سازمان په وارسا کنفرانس کې یو ځل بیا ژمنه وکړه چې د افغانستان دولت او د دې هیواد د خلکو ملاتړ کوي. افغانستان به تر څه وخته بهرنیو مرستو او ځواکونو ته اړتیا ولري؟ په دې اړه ستاسې ارزونه څه ده؟ او موږ تر څه وخته توقع ولرو چې افغانستان په خپلو ځواکونو د خپلو سرحدونو په دفاع وتوانېدلی شي؟

جمهور رئیس: موږ د خپل وطن دفاع کوو، د خپل حاکمیت دفاع کوو، بین‌المللي ځواکونه په جګړه کې دخیل نه دي، پخوا دا له تصوره لرې وه. که تاسې وګورئ، زیاتو سیمه‌ايزو او حتی نړيوالو مبصرینو فکر کاوه چې د افغانستان ځواکونه خیالي دي، لیکن حقیقت دا دی چې د افغانستان ځواکونه واقعی دي، افغان امنيتي ځواکونه واقعی دي، یوازې سږکال د جګړې درې څپې زموږ پر ضد را پورته شوې چې موږ هغه وځپلې او دفع مو کړې. اما پوښتنه دا ده چې ولې جنګ؟ او ولې بین‌المللي ځواکونه تراوسه هم دلته په غیر محاربوي رول کې حضور لري؟

ځکه د سولې لپاره زموږ نوبتونه، برنامې او کوښښونه ونه منل شول. په هغه صورت کې که پاکستاني ملکي او نظامي رهبرانو زما هغه صادقانه کوښښونه چې تاسې یې یادونه وکړه، منلي وای، افغانستان جنګ ته نه مجبورېده او موږ بین‌المللي ځواکونو ته اړتیا نه لرله. غلطې فرضې موجودې وې، زه فکر کوم موږ هغوی ته وښودله چې بین‌المللي ټولنه ستړې شوې ده، خپل فعالیتونه یې له خپلې توانايي نه زیات پراخه کړي او افغانستان به هغوی ته لومړیتوب نه وي، زه هیله لرم چې اوس دا له شک پرته ثابته شوې وي چې په وارسا کې د افغانستان په هکله اجماع او د نظر توافق بې‌ساري و، دا د نظر توافق ولې وجود لري؟ ځکه موږ خپله ونډه ادا کړه.

ستونزه افغانستان پورې محدوده نه ده، دا یو داخلي جنګ نه دی. له بین‌المللي ترهګرو شبکو سره مبارزه، هغه ملاتړ چې هغوی ورنه برخمن دي، بین‌المللي همکاری ته اړتیا لري. د هرې ورځې په تېرېدو سره زموږ امنيتي ځواکونه ځواکمنېږي، خو لا هم بین‌المللي ملاتړ ته اړتیا لرو، ځکه دا جنګ منطقوي او بین‌المللي بعد لري.

خبریال: خو ښاغلی جمهور رئیس! په عمومي توګه له افغانستان نه بهر خلک په دې باور دي چې افغان ځواکونه نه، بلکې ناټو او امریکایان د افغانستان دفاع کوي. پر دې بنا نظامي فعالیتونه څوک رهبري کوي، ستاسې ځواکونه که امریکایان؟

جمهور رئیس: زموږ خپل ځواکونه په رهبرۍ کې قرار لري، تاسې لاړ شئ او زموږ د کورونو سرتېري وګورئ، هغه خلک چې وژل کېږي، په افغانستان کې څومره امریکایي تلفات وجود لري؟ له څه وخت راهیسې چې زه جمهور رئیس شوم، څو تنه اروپایان تلف شوي دي؟ جنګ تلفات لري. دا عملیات پخپله افغانان رهبري کوي. زه هیله من یم هغه خلک چې زموږ په ګاونډ کې دي، ځان ته دې لږ زحمت ورکړي او خپل فاکتونه دې وارزوي.

کله چې ما په ساحه کې کار کاوه په ۱۹۸۶ کال کې مېرمن بوټو تازه بېرته راغلې وه او ما په ټولو لاریونونو کې ګډون کاوه او وروسته ماښام په سالونونو کې یو شمېر هغو کسانو چې په لاریونونو کې یې ګډون نه کاوه، بحث کاوه او په دې اړه یې چې په لاریونونو کې څه پېښ شول تیوریانې وړاندې کولې، باید له خپلو څوکیو وځوځېږو، حرکت وکړو او حقایق وارزوو. دا هغه عملیات دي چې خپله افغانان یې رهبري کوي. د افغانستان امنيتي ځواکونو خپله توانايي، وطن پرستي، رهبري او مدیریت ثابت کړی او زه ډېر ویاړم چې د سر اعلی قوماندان په توګه د هغوی په خدمت کې قرار لرم.

خبریال: د هغوی رهبري د چا په غاړه ده؟ د ناټو ځواکونه باید ستاسې د دستورونو اطاعت وکړي که ستاسې سرتېري د هغوی د دستورونو؟

جمهور رئیس: د چا د دستور اطاعت نه کوو، دا یوه همکاري ده، نقش یې غیر محاربوي دی او په دې غیر محاربوي نقش کې، هغوی مشوره ورکوي، مرسته کوي او زموږ ځواکونو ته روزنه ورکوي. موږ له تروریزم سره په مبارزه کې ګډ عملیات کوو او په دې مواردو کې موږ دستور ورکوو، مثلاً په وروستیو کې مې دستور ورکړ چې عمر خطاب نومي څوک چې په پېښور کې په ښوونځي د برید او د ماشومانو د قتل فجیع جنایت مرتکب شوی و او په هغه یې افتخار کاوه، هوايي بریدونه پرې وشي او له منځه یوړل شي چې داسې کار وشو.

خبریال: د افغانانو د امنیت او ژوند پر وړاندې لوی ننګونه څه ده؟ القاعده، طالبان که ګاونډي هیوادونه، نیابتي افراد او ډلې؟

جمهور رئیس: پاکستان سره زموږ لویه ستونزه دولت سره د دولت اړیکه ده.

خبریال: آیا دا لویه ستونزه ده؟

جمهور رئیس: بلی، دا د سیمې د امنیت لپاره بنیادي مسئله ده، ځکه دوه جنګونه جریان لري، یو هغه جنګ چې خبرې پوښښ یې کېږي او بل هغه جنګ چې نړيوال خبري پوښښ یې نه کېږي. پاکستان د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې دوه سوه زره وسله وال پرسونل لري او هغوی پرلپسې زور ته لاس اچوي او دا عمل په جرئت ترسره کوي... خو بنيادي ستونزه تروریستي شبکې دي، ځکه موږ تراوسه د دولتونو په کچه هغې همغږۍ ته نه یوو رسېدلي چې ستونزه حل کړو. له بنيادي ننګونو سره مخ یوو، د دولتونو ترمنځ د حاکمیت تساوی او د لوبې بین‌المللي قوانین باندې توافق چې د دولتونو ترمنځ اړيکې تعریفوي، د سیمه‌ايز ثبات لپاره کلیدي دي، دا زما پیغام وو او دا اوس هم زما پیغام دی. موږ اړتیا لرو چې مشترک درک ته ورسېږو، څلور اړخیزه بهیر زموږ لپاره ډېر منظم چوکاټ رامنځته کړ او زه هیله لرم چې د هغه عملي کولو ته ور وګرځو.

خبریال: پر دې اساس، جلالتمآب! آیا تاسې فکر کوئ چې پاکستان سره دولت په دولت د روابطو ستونزه د طالبانو، القاعده او نورو تروریستانو له ستونزې نه لویه ده؟

جمهور رئیس: بلې، قطعاً! هغوی هغه تهدیدونه دي چې اساسي حل لاره یې د افغانستان او پاکستان د اړیکو د ستونزې حل کې نغښتې ده، ځکه د هغوی پټنځایونه وجود لري. آیا څوک شته چې په کوټه کې د طالبانو د دفترونو د موجودیت نه انکار وکړي؟ تاسې لاړ شئ له هغوی سره مرکه وکړئ، که تاسې د هغوی ادرس ته اړتیا لرله، موږ به یې درکړو.

خبریال: آیا تاسې د هغوی ادرسونه.....؟

جمهور رئیس: بلې، البته زه کولای شم د هغوی ادرسونه تاسې ته درکړم، زموږ د قول اردو قومندان د کویټې قومندان ته ادرسونه ورکړل او ورنه یې وغوښتل چې له هغه سره هلته لاړ شي، هلته هغوی په ښکاره سربازګیري کوي، هغوی تمویلېږي، تدارکات او لوجیستیکي امکانات یې تنظیمېږي، دغسې ډلو ته د پټنځایونو ورکول د بین‌المللي قوانینو خلاف دي.

خبریال: ښاغلی جمهور رئیس! موږ دا شعار له دواړو لورو، یعنې پاکستان او افغانستان نه اورو چې "د پاکستان دښمن، د افغانستان دښمن دی او د افغانستان دښمن، د پاکستان دښمن دی" همدارنګه په پاکستان کې زموږ مشرانو هم مکرراً دا جملې تکرار کړي چې موږ مشترک مسیر، ګټې او اندېښنې لرو. نو پوښتنه دلته دا ده چې موږ ولې د تروریزم تهدید، فقر او نورو ننګونو سره د مبارزې په موخه ګډه ستراتیژي نه لرو؟

جمهور رئیس: تر هر څه وړاندې تاسې بالقوه امکانات وګورئ. زموږ ترمنځ همکاري، د دولتونو ترمنځ پیاوړې اړيکې، ولسي مناسبات... موږ په خپلو کې پخوانی تاریخ لرو او زیاتو رشتو موږ له یو بل سره پیوند کړي یوو، خو د دولتونو اړيکې کلیدي دي او د دولتونو ترمنځ اړيکو کې احساسات وجود نه لري. دا یو منطقي بحث دی چې دمنافعو په اساس کېږي، تاسې عمل کوئ، بالمثل عمل کېږي. افغانستان د هېڅ فرد ستراتیژیک عمق نه دی او هېڅ وخت به د چا تابع نه وي، هغوی چې په دې برخه کې کوښښ کړی، ناکام شوي دي. موږ د تاریخ جوړونکي ملت په توګه درک کړئ، دې ته تیار شوو چې له یو نیم میلیون نه زیات خپل اولادونه قرباني کړي تر څو جهاد کامیابی ته ورسوي چې هېچا حتی تصور نه کاوه چې ممکن دې وي. اسلام زموږ په خټه کې اخښل شوی دی، موږ ټول په دې توافق لرو او په هغه په خپلو کې یو ځای او متحد یوو. دا یو لفظي بحث نه دی، پوښتنه په عمل او عملي اقداماتو کې ده. موږ طالبانو ته اجازه نه ده ورکړې، موږ پټنځایونه نه دي ورکړي، د هغوی دفترونو ته مو د فعالیت اجازه نه ده ورکړې، موږ یې د سربازګیری شبکو ته د فعالیت اجازه نه ده ورکړې، موږ د تروریزم خطر درک کوو.

د هر ماشوم ژوند، که افغانستان کې، په پنجاب، پېښور، کویټه، کراچۍ او یا د نړۍ په بل هر ځای کې وي ارزښت لري، موږ هر هغه تهدید چې ماشومانو ته متوجه وي هغه د ځان لپاره تهدید بولو، موږ غواړو چې علامه اقبال ته غوږ کېښودل شي، د حرکت پاکستان موسس ته توجه وشي ځکه چې هغه موږ درک کولو او له افغانستان نه د هغه خاطري موږ ته تحرک راکوي. د هغه له اشعارو موږ عمیقاً متاثر یوو، ما تېر کال تقریباً د هغه ټول اشعار ولوستل، پوښتنه دلته ده، موږ نه شوو کولای یوه ډله تروریست وبولو، اساسي قانون تعدیل کړو، خپلو ځواکونو ته تغییر ورکړو او یو ملي کاري پلان ولرو او په عین وخت کې بله ډله تحمل کړو چې کوښښ کوي زموږ ګاونډی کمزوری او نسکور کړي او هغوی ته وحشت، مرګ او ورانی وراروي. دا د منلو وړ نه ده.

خبریال: اما ښاغلی جمهور رئیس! آیا فکر نه کوئ افغانستان هماغه اشتباه تکراروي چې پاکستان یې پخوا مرتکب شوی و؟ مثلاً په افغانستان کې د ملا فضل الله حضور.

جمهوررئیس: موږ فضل الله ۱۱ ځله دهوايي بریدونو له لارې په نښه کړی دی.

خبریال: ۱۱ ځله؟

جمهور رئیس: حد اقل ۱۱ ځله، یوولس عملیات وشول، موږ د هغه نږدې ملګري له منځه یووړل، دا چې هغه اوه ساوي لري، دا زما ستونزه نه ده، آیا تاسې کولای شئ یو عملیات چې د حقاني ډلې پر ضد ترسره شوی وي، ماته وښيي؟ آیا تاسې کولای شئ چې د ملا عمر او یا ملا منصور پر ضد شوی وي ماته وښيي؟

منصور په پاکستاني پاسپورټ له کراچۍ نه سفر کوي، آیا فضل الله له کابل، کندهار یا هرات نه په افغاني پاسپورټ سفر کوي؟ لطفاً وګورئ، تاسې بالمثل عمل نه کوئ، زه کولای شم د عملیاتو شمېر او ټول جزئیات ستاسې په اختیار کې درکړم. آیا څوک کولای شي چې د دې ډلو پر ضد اقدام او یا د قوې استعمال ماته وښيي؟ ټپیان یې ښکاره په روغتونونو کې بستري کېږي، هغوی په اسلام آباد کې پرانیستي او آزادې غونډې کوي.

خبریال: آیا په شمالي وزیرستان کې د حقاني پر ضد عملیات د افغانستان په غوښتنه ترسره نه شول؟

جمهور رئیس: په شمالي وزیرستان کې عملیات د پاکستان د ملي غوښتنو په اساس ترسره شول، تهدید لوی شو، تاسې دا راپور ورکړی چې جنرال راحیل شریف شجاعانه تصمیم نیولی چې په هغه اړه له قوي ګته واخلي، مګر د هغه پایله دا بود چې یو لړ تروریستي ډلې د غومبسو په څېر تغییر مکان وکړي، زموږ پر ضد یې تهدیدونه زیات کړل، لیکن د حقاني شبکې پر ضد اقدام ونه شو، حقاني شبکه سلامته پاتې شوه. میرام شاه په نښه شو، دا یو واقعیت دی، د هغه عملیات قدرداني باید وشي، حق، حق دی. موږ د باور وړ ارزونې او څېړنې په برخه کې هر درېیم لوری منوو او زموږ وړاندیز تل رغنده دی. که موږ په دې مقوله چې د پاکستان پر ضد تهدید، د افغانستان پر ضد تهدید دی او د افغانستان پر ضد تهدید، د پاکستان پر ضد تهدید دی توافق لرو، نو راځئ چې یو هر اړخیز چوکاټ ته ورسېږو او هغه ولټوو.

خبریال: ښاغلی جمهور رئیس! د پاکستان دولت او اداره د پاکستان په سرحد کې د هندوستان د استخباراتي شبکې (RAW) د حضور او فعالیتونو په هکله زیاتې اندېښنې لري. هغوی ادعا لري چې د پاکستان پر ضد د هند (RAW) د کړنو زیات شواهد په لاس کې لري. پر دې بنا، آیا تاسو په دې برخه کې د پاکستان اندېښنو ته ځواب ورکړی دی؟

جمهور رئیس: وګورئ، ما له جنرال راحیل شریف، د آی اس آی سازمان رئیس، له لومړي وزیرنواز شریف او نورو سره کتنې لرلې، یو مدرک هم په دې هکله ماته وړاندې نه شو، خو د افغانستان سیاست متداوم دی، موږ هېڅ وخت اجازه نه ورکوو چې زموږ له خاورې نه په بل هیواد کې د بې ثباتۍ د رامنځته کولو لپاره استفاده وشي، په ځانګړي ډول زموږ د ګاونډیو پر ضد. موږ به هېڅ وخت له تروریستي ډلو نه د سیاست د ابزارو او له دولتي ارګانونو نه د غیر دولتي عواملو په توګه ګټه وانخلو. ځینې خلک د خیالاتو په دنیا کې ژوند کوي، هغوی په خپلو ادعاو باور کوي، که د ادعا نښه موجوده وي، نو راځئ چې د درېیم لوري له خوا د ارزونې او څېړنې میکانیزم د ایجاد په هکله توافق وکړو. آیا هغوی چینایان یا امریکایان مني؟ داسې ادعاوې باید ونه شي، ادعاوې باید په دلایلو او مدرک ثابتې شي.

افغانستان دوباره د یوې څلورلارې په توګه ځان ویني. د تمدنونو، فرهنګونو او سوداګریزو معاملو محراق او د سازګاري منبع. زرګونه کلونه، موږ دا رول لوبولی، البته د ورېښمو لویې لارې نه، له هندي اعدادو نیولې چې وروسته د عربي اعدادو په نومونو مشهور شول د ریاضي او نجوم علومو تر زده کړې پورې د اسلام له راتګ وروسته، موږ د اتصال مرکز یوو. موږ نه غواړو چې د شخړو منشا ووسو. موږ د نیابتي جنګونو برخه نه یوو. موږ غواړو چې پیاوړي اړیکي ولرو او له دې امله مهمه ده چې په حقایقو او هدفمند سیاست متکي روش اختیار کړو. زموږ سیاست ښه ګاونډیتوب، همکاري او د مرکزي آسیا او جنوبي آسیا نښلول دي. د ټرینګلتیا باوجود، زموږ اقتصادي همکاري ادامه لري. موږ د ټاپي، د ترکمنستان د برېښنا د لېږد لین او کاسا ۱۰۰۰ پروژو باندې کار کوو، زموږ حرکت سست شوی نه دی، افغانستان په وچه کې محاط هیواد دی او موږ ترانزیتي حقونه لرو چې باید درناوی یې وشي. زموږ مناسبات څو بُعدي دي، زموږ لویه ستونزه فقر دی او فقر په سیمه ایزه همکاري کمولای شو، فلهذا، زموږ د پالیسیو لپاره سیمه ایزې همکاري او تهدیدونو ته رسيدګي قطعاً حیاتي نه ده.

خبریال: ښاغلی جمهور رئیس! په هغه صورت کې چې تاسو تصمیم لرئ چې د تحریک طالبان پاکستان پر ضد اقدام وکړئ او که تیار یئ په سیمه کې د هندوانو او یا د هغوی د استخباراتو شبکې (RAW) د حضور په هکله د پاکستان اندېښنې ته ځواب ووایئ، نو ولې د افغانستان ملي امنیت له پاکستان سره له استخباراتي همکاري (د آی. ايس. آی او د افغانستان د ملي امنیت ترمنځ) چې تاسو غوښتل د هغه زمینه برابره کړئ، ډډه مو وکړه. ولې هغه کوښښونه عملي نه شول؟

جمهور رئیس: ولې؟ ولې عملي نه شول؟ ځکه چې هغوی د طالبانو ملاتړ او تمویل وکړ، له دولت سره د دولت اړیکې د هر اړخیزې جبهه ګیرۍ په مانا وي، دوه ځله ماته د سولې وعده راکړل شوه. لومړی ځل، په ۲۰۱۵ کې له پسرلي مخکې چې په هغه کې د سولې یو لړ توافقات وشول، خو د سولې پرځای، له یوه وحشیانه او همه جانبه تهاجم سره مخ شو. په ۲۰۱۶ کال د پاکستان حکومت په لوړه کچه ماته ډاډ راکړ چې په څو ورځو کې به د سولې بهیر جداً پیل شي چې په تعقیب یې یو لړ بریدونه وشول. په داسې محیط کې څنګه کولای شئ له موږ د اعتماد توقع ولرئ؟ موږ په لومړي ګام کې عملي اقداماتو ته اړتیا لرو، موږ خپل مکلفیتونه ترسره کوو، د دې ډلو هویت په څلور اړخیزه میکانیزم کې د تور او سپین رنګونو په څېر معلوم دی. هغه ډلې چې سوله یا د سولې پروسه نه مني، نه پخلا کېدونکي دي او کېدای شي د دې ډلو پر ضد قوه وکاروي یا هغوی آخراج کړي.

خبریال: اما جلالتمآب! په مطبوعاتو او بین‌المللي ناستو کې د یو بل د ملامتولو پرځای، آیا غوره نه ده چې ستاسې اردو د پاکستان اردو سره، ستاسې استخبارات د پاکستان استخباراتو سره او ستاسې سياسي رهبري د پاکستان سياسي رهبري سره مخامخ خبرې وکړي؟

جمهور رئیس: تاسو زما د ۲۰۱۴ کال خبرې تکراروئ... اعتماد باید رامنځته شي. باید ماته اطمینان راکړل شي چې پاکستان تروریستي ډلو ته چې موخه یې د یو مشروع حکومت ځپل دي، پناه نه ورکوي. تاسو نه شئ کولای دوه لارې انتخاب کړئ، موږ دا تجربه کړې، موږ د بې اعتمادی او مخالفت کلونه شاته پرېښي دي. په رښتینې نېت هلته لاړو او په تکرار مو وویل چې دا فرصت له یو عمر وروسته برابر شوی، زه اوس هم ټینګار کوم. حکومتونه دوست او دښمن نه لري، موږ د خلکو خادمان یوو او ملي ګټې لرو. زه د افغانانو لومړی خادم یم، کله چې د هیواد ملي ګټو ایجابوله، ما د همکاری لاس اوږد کړی. زه به د خلکو د ګټو د دفاع لپاره هرې مشروع لارې سره یو ځای شم او دا باید درک شي. هر څوک چې زموږ خلکو، حکومت او اساسي قانون ته په حقارت ګوري، د اعتماد دروازه تړې. موږ فرصت لرو، داسې فرصت چې تاریخ جوړ کړو، په تېر برلاسي شوو او په یوه ليدلوري، د تعهد او متقابلو ګټو په درک مخ ته لاړ شو. متقابلې ګټې بنيادي دي چې د هغو په اساس مخته تللی شو.

خبریال: څنګه کولای شوو مخ ته حرکت وکړو او څنګه کولای شوو دوباره هماغه د اعتماد او همکارۍ فضا ته ورسېږو؟

جمهور رئیس: اوس باید حرکت تدریجي او سیستماتیک وي. لومړی سیستماتیک اعلان دا چې پاکستان په ستراتیژیک عمق کې هېڅ ګټې نه لري او موږ ته دې د خپل کور د شاتنۍ حویلۍ په توګه نه ګوري. موږ د هېچا د کور شاتنۍ حویلۍ نه یوو، چا چې دلته قدم ایښی، نو فنا شوي دي، دا د زمریو وطن دی، نو دا د چرګو ځمکه مه بولئ.

خبریال: خو ستاسې اوسنۍ رهبري په سیاسي او نظامي برخو کې د ستراتیژیک عمق طرحه مردوده ګڼلې ده.

جمهور رئیس: دا باید پایلې ولري، په دې معنی چې هغو ډلو ته چې ښکاره زموږ پر ضد د جنګ اعلان کوي، پټنځای مه ورکوئ، په دې معنی چې هغوی ته د سربازګیرۍ اجازه مه ورکوئ. د پولیسو اکاډمي محصلین په لاره کې وژل کېږي او په پاکستان کې مشخصې ډلې د هغو مسئولیت اخلي، زموږ غیر مسلح امنیتي ځواکونه زموږ دوه مېله واټن کې درس وايي، بې رحمانه قصابي کېږي. په کابل کې بمي چاودنې کوي او د هغو مسئولیت هغه مشخصې ډلې اخلي چې په پاکستان کې قرارګاه، فعالیت او پرانيستې او آزادي ناستې لري. هېڅ لوړپوړی پاکستانی د لوړې کچې طالبانو سره له تماسه انکار نه کوي، څنګه منصور په پاکستاني پاسپورټ څو ځله د کراچۍ هوايي ډګر نه الوتنه کوي او دلته تورونه...

خبریال: خو هغوی ادعا لري چې زیات افغانان پاکستاني پاسپورټونه لري.

جمهور رئیس: فکر نه کوم چې ISI داسې دومره بې خبره وي. ISI ښه پوهېږي چې منصور څوک دی.

خبریال: اما، ښاغلی جمهور رئیس! پخوا حتی د افغانستان د جمهوري ریاست یو شمېر نوماندانو هم پاکستاني اسناد لرل....

جمهور رئیس: هغوی هغه کسان وو چې د مشخصو دلایلو له مخې یې درناوی کېده، نه د دې لپاره چې د تروریستي جرمونو مرتکب شي. د جهاد رهبران د یو مشروع اسلامي ماموریت په اجرا بوخت وو، یوه ملي وطنپرستانه دنده بود او دا زموږ د دوستی جز و. هغه څه چې زه ستاسې، کتونکو او ستاسې د مقاماتو پام هغه ته ور اړوم دا دی چې موږ فرصت لرو، موږ طرحې برابرې کړې په هغو کاغذونو چې په منځ کې کېښودل شول، د عملي اقدام لپاره فرصت وجود لري. زه آرزو لرم د دې خیال چې د افغانستان دولت به ړنګ شي او یا د افغانستان ملي اردو ړنګه شي او یا دا چې بین‌المللي ځواکونه به موږ پرېږدي او یا دا چې زموږ منابع، اراده او تعهد به زوړ شي، لرې کړئ. راځئ د متقابلو ګټو په اساس یې له سره پیل کړو. په هغه حالت کې موږ کولای شوو هغه لوی خطر چې د تروریستي شبکو له لوري په سیمه او نړۍ کې دواړو هیوادونو ته متوجه دی مهار کړو. دا تهدید دی او د حل لارې کیلې، زموږ ترمنځ همکاري ده. موږ تیار یوو په دغسې همکاري کې په سیستماتیکه بڼه او د زړه له تله د "باور وکړه او تحقیق وکړه" مقولې په اساس ونډه واخلو.

خبریال: درې ګامونه چې پاکستان یې باید واخلي کوم دي؟

جمهور رئیس: لومړی ګام، د هغو ډلو پر ضد چې تروریستي اعلان شوې دي، اقدام وکړئ. که یې تاسې پر ضد اقدام ونه کړئ، موږ په تاسې باور نه کوو. دویم قدم: د څلور اړخیز میکانیزم د توافقاتو په پخلاکېدونکي او نه پخلاکېدونکي عناصرو عمل وکړئ تر څو سوله پیل شي؛ درېیم، څوک چې سوله ردوي له پاکستان نه دې ووېستل شي.

خبریال: او په مقابل کې به افغانستان څه اقدام وکړي؟

جمهور رئیس: د افغانستان لوري به د ترهګرۍ ضد مبارزه کې همکاري وکړي. د تروریزم خطر د کرښې دواړو غاړو ته وجود لري او اوس په هغه ځای بدل شوی چې په دواړو هیوادونو له هغه ځایه سازماندهي کېږي. د تروریزم تهدید په پاکستان کې له هر اړخیزو سیمه ایزو او بین‌المللي همکاریو پرته نه شي محدودېدلی. موږ به په ټولو برخو کې - د خلکو مناسبات له خلکو سره، اقتصادي، امنیتي، سیاسي او فرهنګي مناسباتو کې همکار وو.

خبریال: په هغه صورت کې ستاسې دولت چمتو دی چې د هندوستان یا د تحریک طالبان پاکستان او بلوڅ بېلتون پالو د حضور په اړه د پاکستان اندېښنو ته ځواب ووایي؟

جمهور رئیس: هند د افغانستان یو تاریخي دوست دی، هند په افغانستان کې د اوبو بندونه جوړوي. هند د پارلمان په جوړولو کې موږ سره مرسته کوي. هند یو دیموکراتیک هیواد دی له موږ سره ګډې ولسواکې غوښتنې لري، زموږ بهرنی سیاست، له موږ پرته، له بل چا پورې اړه نه لري تر هغو چې رغوونکی وي. که د تخریب کاری ادعاوې وشي، موږ به د هغو څېړنه او پلټنه وکړو. موږ له هند سره په دوستی ویاړو، موږ چین سره، د امریکا له متحده ایالاتو سره په خپلې دوستی ویاړو. دا د حاکمیت جوهر دی. د حاکمیت جوهر دا دی چې تاسې له نورو سره د همکاری په خاطر آزاد یئ او د سیمه ایز ثبات جوهر دا دی چې له نورو سره ستاسې دوستي به ستاسې ګاونډي ته تهدید نه متوجه کوي.

خبریال: جلالتمآب جمهور رئیس، تاسې د دې تر څنګ چې د افغانستان د خلکو منتخب جمهور رئیس یئ، یو روښانفکر او محقق هم یئ، غواړم پوه شم چې تاسې په دغه پړاو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ رابطه څنګه ارزوئ؟ آیا کولای شوو هغې ته د ورورولۍ، دوستی، محبت یا نفرت، یا هم خدای مه کړه د یوې خصمانه رابطې نوم ورکړو؟

جمهور رئیس: د دولتونو ترمنځ پر اړیکو عواطف او احساسات حاکم نه دي. کله چې یو بل ته د ورور خطاب کوئ، د دې معنی داده چې تاسې د یوې عاطفي رابطې د لرلو ادعا لرئ. عاطفي مناسبات هغه وخت مطرح کېږي چې د دولتونو ترمنځ ثابتې اړيکې موجودې وي، د ورورګلوی بڼه د خلکو ترمنځ ده، نه د دولتونو ترمنځ. زه د دولت کارونه د فامیلي موډل په اساس نه اجرا کوم، تاسې کولای شئ زما له ټولو همکارانو پوښتنه وکړئ چې هغوی سره مې روابط وطن او خلکو ته د خدمت وسیله او ابزار دي. موږ ټول په همدې باور یوو... دا چې فامیل... دوست محمد، هغه څوک چې افغانستان یې بیا منسجم کړ، کله چې خپلو ورونو سره مواجه شو، مشر ورور یې وویل، د افغاني غیرت په اساس قلات ولایت ماته تسلیم کړه. هغه وویل چې د دولتدارۍ په چارو کې فامیلي اړيکې وجود نه لري. زموږ مناسبات واضح دي. زموږ په مناسباتو کې وضاحت رامنځته شوی دی اوس د دې وخت را رسېدلی دی چې موږ اقدام وکړو څو تفاهم او اعتماد رامنځته کړو. زموږ په ضد یو نا اعلان شوی جنګ روان دی، دا ما د پاکستان حکومت، د پاکستان امنيتي ځواکونو، رسنیو او پارلمان ته څرګنده کړه. هېچا دا د پوښتنې وړ ونه بلله. نا اعلان شوی جنګ باید ختم شي، دواړه غاړې دې سیستماتیکو او رغوونکو خبرو ته کېني چې سوله تامین شي. خطر چېرته دی؟ خطر دلته دا دی چې موږ له خلکو سره د خلکو عالي مناسباتو نه د خلکو په منځ کې د دښمنی لورته حرکت وکړو، دا هغه څه دي چې زه غواړم مخه یې ونیسم، له همدې امله زما په کلماتو کې هېڅ احساس نه دی موجود. موږ د پاکستانیانو د هغو مرستو قدردانی کوو چې زموږ مهاجرینو ته یې برابري کړې دي، زموږ نیت دا دی چې دوی په عزت سره بېرته وطن ته ستانه شي. اما، دوباره دا د خلکو په ګټه ده، په ځانګړي ډول د خیبرپښتونخوا او بلوچستان د خلکو په ګټه ده چې د ګڼ شمېر مهاجرو کوربه دي، دلته عواطف موجود دي، افغان مهاجرو، په ځانګړي ډول د جهاد کلونو کې دا احساس ونه کړ چې په پردۍ خاوره کې اوسېږي، هغوی داسې هیواد کې ژوند کاوه چې هغه یې پېژانده او درناوی یې ورته درلود. له خلکو سره د خلکو روابط عاطفي دي، په هغه کې ډېر احساسات پراته دي. زموږ نیت دی خپل کډوال بېرته وطن ته راولو، لیکن د دولت - دولت سره روابط باید په منطق ولاړ اوسي - د متقابلو ګټو او بالمثل عمل د پرنسیپونو په اساس. کله چې بالمثل مثبت عمل ترسره کېږي، موږ حرکت کوو، خو که کله منفي عمل کېږي، موږ پڅ او ورو کوی. بنیادي ټکی دا دی چې افغانستان او پاکستان لکه هر بل ګاونډی، له اوږده تاریخه یو بل سره وصل دي، موږ باید یو ځای کار وکړو چې خپلې ګډې ستونزې حل کړو، له یو بل سره لکه دوه رقیبان مخامخ نه شو، که نه بیا به تروریستان بریالي وي.

خبریال: یوه عامه معضله، د کډوالو مشکل دی. د پاکستان مقامات خپل عذر په دې توګه بیانوي چې "موږ نه شوو کولای طالبان تشخیص کړو" یا " موږ نه شوو کولای د هغوی په ضد اقدام وکړو، ځکه هغوی د کډوالو له کمپونو استفاده کوي او په دغه کمپونو کې د مهاجر تر نامه لاندې فعالیت کوي" په دغه اساس د افغانستان دولت ولې خپل خلک خپل هیواد ته نه را غواړي؟ لکه تاسې چې شاهد یئ د ښاغلي کرزي په دوره کې هېڅ کډوال هیواد ته راستون نه شو، په اوسني دولت کې هم حالت دغه شان روان دی. آیا د افغان کډوالو د بېرته راستنېدو لپاره کوم پروګرام تر لاس لاندې دی؟

جمهور رئیس: په دې برخه کې دوه جالبې تبصرې، لومړی، په دې اقرار چې هغوی په واقعیت کې طالبان حمایه او تمویلوي، پاکستاني مقامات وايي چې دوی طالبان حمایه کوي، په دې خاطر چې د کډوالو له غبرګون نه وېرېږي. دا یو ډېر لوی اقرار دی، مننه.

خبریال: ضمناً پاکستانیان وايي که د هغوی په ضد اقدام وکړي، د افغانستان دولت....

جمهور رئیس: نه، نه... اوس ستونزه یاده شوه، هغوی هېڅکله ستونزه په دغسې وضاحت سره نه ده مطرح کړې، که په دغه وضاحت سره ستونزه مطرح شوې وی، موږ هغه په ګډه سره حلوله، بلکې پړپړه چې دوی لږ تر لږه دا تاسې ته ونه وایي، خو ماته وايي... ځکه دا مهمه ده. دویم، په تېرو ۱۴ کالو کې پنځه میلیونه کډوال بېرته وطن ته راستانه شوي دي، لږ تر لږه دوه میلیونه له پاکستانه راغلي دي، دا هیواد تش شوی و. موږ ډېره علاقه لرو چې د یوې ټول شموله لارې، د هغه کنفرانس چې ټاکل شوې ده بروکسل کې جوړ شي، یوه برخه کې به نه یوازې دا چې پر کډوالۍ بحث کوي، بلکې دغه مشکل ته به د حل لار هم وسنجول شي. ما په تکرار سره ویلي دي، غواړم بیا یې تکرار کړم: تر هغو چې شاوخوا ۴ میلیونه افغان کډوال له پاکستان او ایران نه بېرته راستانه نه شي، افغانستان به یو نامکمل هیواد وي. لیکن، زه باید دا فرصت ولرم چې پر اقتصاد تمرکز وکړم. په اقتصاد کې د تحرک رامنځته کولو لپاره، که موږ غواړو چې کډوال د هیواد اقتصاد کې جذب شي، موږ باید د ٦-٩ سلنې په اندازه اقتصادي وده ولرو، زه ډېر غواړم چې دا کار ترسره کړم، منطقوي همکاري به دا پروسه را لنډه کړي، ټول مطالعات ښيي چې کله یوه سیمه د جنګ له حالته د سولې حالت ته تېرېږي، یوازې ګاونډیان یو نه تر دوه فیصدو پورې ګټه کوي. دا د دواړو غاړو په ګټه ده. که د کډوالو مسالې او غبرګون په اړه یې اندېښنې موجودې وي، دا مسئله مشروع ده، موږ کولای شوو دا موضوع په خپلو خبرو کې ځای په ځای کړو او وطن ته یې د راستنېدو د سیستماتیک جدول ترتیبولو په سر بحث او خبرې وکړو.

خبریال: ښاغلی جمهور رئیس! که څه هم طالبان د افغانستان دولت سره مبارزه کوي او افغانان وژني، خو بیا هم کوم طالبان چې هلته حضور لري افغانان دي. په داسې حال کې چې دا مهال یې استازي په قطر کې حضور لري، ولې د افغانستان دولت طالبانو سره په مستقیمه توګه خبرې نه کوي؟ تاسې کولای شئ هغو سره اړیکه ونیسئ او له هغوی سره خبرې وکړئ، نو بیا ولې افغانان خپله درېیم اړخ ته فرصت برابروي چې راشي او مداخله وکړي؟

جمهور رئیس: څو موضوعات دي، کله چې موږ د ښاغلي کرزي د حکومت پر مهال خبرې وکړې، آیا دا خلک توقیف نه شول؟ ولې ملا برادر ونه نیول شو؟ ځکه چې افغانانو سره یې خبرې کولې. موږ باید ډاډ ترلاسه کړی وی، صافی صاحب، دا یو څو بُعدي جنګ دی له دې امله لومړی ګام کې لومړیتوب دا و چې د دولت مناسبات له دولت سره د خلکو له خلکو سره، د پاکستان خلکو او دولت سره مناسباتو ته په جلا توګه وکتل شي، د دولت له دولت، خلکو او خلکو ترمنځ مناسباتو ترمنځ تفکیک وشي، موږ اول د دوه هیوادونو ترمنځ سولې ته اړتیا لرو. تر هغو چې د پاکستان له خوا نیابتي جګړه روانه وي، لکه تاسې چې مخکې وویل، که په هر دلیل وي چې هغوی تحمل، حمایه یا تشویق کړي، موږ د دولت له دولت مشکل سره مخ یوو. داسې ځای در معلوم دی چې هلته پټنځایونه ورکول شوي وي او بیا سوله د مستقیمو خبرو له لارې تامین شوې وي؟ دویم، موږ خبرې کوو. موږ د حکمتیار ډلې سره د خبرو په حال کې یوو.

پر کابل له برید وروسته مې چې پارلمان کې وینا درلوده، ما خلکو ته وویل چې موږ له پاکستانه سوله نه غواړو، موږ ژمنه غواړو، دولت په دولت تعهد.. داسې تعهد چې یو دولت یې بل دولت ته ورکوي، موږ به په دغه برخه کې هڅه کوو او هڅه به وکړو. خو دا مهمه بود چې د معضلې هغه بُعد ته رسيدګي وشي چې پاکستان سره مستقیم پیوند لري، لکه تاسې چې مخکې وویل، هغوی مهم اعلان کړی دی، خو موجه نه دی. تروریزم نه شي تفکیک کولای، څه شي ته چې تاسې اشاره وکړه، د مقاماتو له نقل قوله چې ښه او بد تروریزم موجود دی، دا ادعا موږ ته د منلو نه ده.

خبریال: خو پاکستاني لوري ویلي دي، کله چې موږ طالبان د مری سیمې ته راوستل، ولې د افغانستان د دولت او ددغه هیواد ملي امنیت د ملا عمر د مړګ خبر خپور کړ؟

جمهور رئیس: د ملا عمر د مړینې خبر له طالبانو راغی.

خبریال: دا موضوع د افغانستان د دولت له خوا رسماً افشا شوه؟!

جمهور رئیس: موږ څه نه دي افشا کړي، په دې اړه مو یوه رسمي اعلامیه خپره کړه، افشا کول په دې معنی وي چې داسې څه ووايي چې تائید شوي نه وي. زما پښه ماته وه، جراحي عملیاتو ته تللم، کله چې بېرته راستنېدم، خبر د شایعه کېدو په حال کې و، موږ خپله اعلامیه د طالبانو د بېلابېلو ۱۹ ډلو د سرچینو له څېړنې وروسته خپره کړه. دا څنګه امکان لري چې دا خبر په سیمه کې یو له ماهرو سازمانونو نه دوه کاله پټ پاتې شي؟ په ټولو ترسره شویو خبرو کې په صادقانه نیت، یو ساده حقیقت لکه د ملا عمر مړګ موږ سره شریک نه شو.

خبریال: ښاغلی جمهور رئیس! طالبانو ته به ستاسې د دولت وړاندیز څه وي؟ کله چې هغوی ستاسې اساسي قانون نه مني، آیا کومه موضوع د ملاقات لپاره پاتې کېږي؟

جمهور رئیس: موږ چې کوم شی طالبانو ته ورکوو شهروندي، برخلیک او د راتلونکي لپاره ګډ لیدلوری دی. موږ اساسي قانون منو چې د افغانان ترمنځ تفکیک نه کوي، دا زموږ د موجودیت منشور دی، موږ باید یو ځای ژوند وکړو، د هغو شیانو جزئیات چې موږ سره وېشي د سولې د خبرو موضوع ده. موږ پیش شرط نه دی ایښی. ما له ۱۰۰ زیاتې د سولې توافقنامې لوستلې دي، ما په دې برخه کې نسبتاً اوږده مقاله ولیکله، البته په هغو ورځو کې چې مقالو لیکلو ته مې وخت درلود، ما له دې مطالعاتو زده‌کړه وکړه، یو کلیدی شی مې چې زده‌کړ دا دی چې خپل صداقت باید ښکاره کړو، موږ خپل تعهد او صداقت ښودلی دی، کوم شی چې د سولې مذاکراتو پروسې ته راوړل کېږي، هغه د جنګ په میدان کې نه شوو فیصله کولای.

خبریال: د حکمتیار له اسلامي حزب سره د تفاهم پروسه چېرته ورسېده؟

جمهور رئیس: کار مخ ته روان دی، موږ لا هم بحث لرو، دا رغوونکي خبرې دي، موږ هیله من یوو.

خبریال: تاسې هیله من یئ؟

جمهور رئیس: بلې.

خبریال: کله به له هماغې دوستانه فضا سره یو وار بیا په پاکستان کې ستاسې د حضور شاهدان اوسو؟

جمهور رئیس: هغه وخت چې د پاکستان رهبران زموږ د مناسباتو او زموږ د هغو کلیدي پوښتنو په اړه چې لرو یې وضاحت ورکړي. تېر وار زه هلته وم، د بالمثل عمل د اصل په اساس، د پاکستان رهبري دې دلته راشي. ما لومړي وزیر نوازشریف ته ټیلیفون وکړ او هغه ته مې د سلامتی هیله وکړه او هغه ته مې خبر ورکړ چې موږ یو منفور جنایت کار له منځه وړی دی.

خبریال: زموږ لومړي وزیر د زړه جراحي عملیات وکړ، هغه دا مهال یو نوی زړه لري! ولې تاسې بلنه نه ورکوئ چې کابل ته راشي او دغو خبرو کې ګډون وکړي؟

جمهور رئیس: موږ یې دعوتوو. زموږ دروازه تل پرانیستې ده. مخکې له دې چې لومړي وزیر عملیات ته لاړ شي ما ورته ټلیفون وکړ، تازه مې بیا ورته ټلیفون وکړ.

خبریال: تاسې ورته دعوت ورکوئ چې کابل له نږدې وګوري؟

جمهور رئیس: بلې، ولې نه، موږ به ډېر خوښ شوو چې لومړی وزیر دلته له ځان سره ولرو.

خبریال: د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس ډاکټر اشرف غني! له تاسې نه یو وار بیا مننه کوم.

سلیم صافی (پایله): کتونکو! تاسې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس ډاکټر اشرف غني صاحب مرکه مو وکتله. یقیناً د هغه په شکایتونو کې وزن شته. که څه هم هغه د دواړو هیوادونو د اړيکو لپاره د انساني جذباتو اړوند اصطلاحات استعمال نه کړل، لیکن ما د یو پاکستانی او خبریال په توګه د هغه له خبرو داسې محسوس کړه چې د هغه د شکایتونو روح دا دی چې یو ورور یې له بل ورور نه لري چې یو دوست یې له بل دوست نه کوي او د یو کور اوسېدونکي یې د هغه کور له بل اوسېدونکي نه کوي. له دې دعا سره چې الله تعالی دې کابل او اسلام آباد دواړه د امن، دوستی او محبت زانګو وګرځوي. جناب ډاکټر صاحب اشرف غني نه یو ځل بیا په مننې. له دې ځانګړې جرګې نه اجازه غواړم. د الله په امان.