ډاکټر اشرف غني
ډاکټر اشرف غني

د لوی اختر پیغام: یووالي، قرباني او په افغانستان کې د سولې هیله

د لوی اختر پیغام: یووالي، قرباني او په افغانستان کې د سولې هیله

د ۱۴۳۶ هجري قمري کال د نېکمرغه لوی اختر په مناسبت پیغام

مهم ټکي:

  • د اختر ارزښت: د قربانۍ، وحدت او ورورولۍ پیغام.
  • د افغانانو قربانۍ: د دین او وطن په لاره کې د سرښندنو درناوی.
  • د هیلې پیغام: له هرې سختۍ سره اساني شته (قرآني اصل).
  • د راتلونکي جوړول: د شعوري عزم او عمل له لارې د غوره راتلونکي ایجاد.
  • پر ناهیلۍ غلبه: د بدبینۍ او د دښمن د رواني جګړې پر وړاندې درېدل.
  • ملي یووالی: د قومي او فکري توپیرونو ترمنځ یو بل منل او زغمل.
  • عیني پرمختګونه: په اردو، پولیسو، ښوونه او روزنه او سوداګرۍ کې لاسته راوړنې.
  • د اختر حقیقي روحیه: الله پاک ته تسلیمېدل او د ټولنې خیر غوښتل.
  • نړیوال پیوستون: په نړۍ کې له ځورېدلو مسلمانانو سره د خواخوږۍ څرګندول.
  • ګډ مسوولیت: د سولې او ملي یووالي په راوستلو کې د هر وګړي ونډه.

 

١ میزان ١٣٩٤

بسم الله الرحمن الرحیم.

د لوی اختر د را رسېدو په مناسبت د افغانستان او د نړۍ ټولو مسلمانانو ته مبارکي وایم. دغه بختور اختر چې په بیت الله شریف کې د حج د مراسمو له ادا کولو سره په یوه وخت دی، مسلمانانو ته د ایثار، وحدت او اخوت عالي پیغامونه لري. هیله ده چې د دغو مبارکو ورځو په برکت، د حج په مراسمو کې د بېلابېلو ژبو، قومونو، رنګونو او مذهبونو د مسلمانانو له واحد صف نه الهام واخلو او د مسلمانانو تر منځ او په تېره بیا په خپل هیواد کې د سولې او اتفاق شاهدان ووسو.

وطنداران عزیز!

عید سعید قربان همیشه برای مسلمانان یادآور مفاهیم بلند دینی و ایمانی بوده، و پیام فداکاری، ایثار و از خودگذری را با خود داشته است. اما برای ملت ما که انواع از قربانی و فداکاری را تجربه کرده و هنوز فرزندانش برای حفظ جان مردم و امنیت خاک‌شان قربانی می‌دهند، معنایی عمیق‌تر دارد.

برادران و خواهران!

می‌دانم که ما به خاطر دین، به خاطر آزادی و به خاطر آبادی وطن خود قربانی‌های زیادی داده‌ایم، و می‌دانم که فقر و محرومیت، جنگ و ناامنی، و وجود انواعی از بی‌عدالتی که محصول بحران‌های چند دهه اخیر است، اجازه نداده که این وضعیت را پشت سر گذاشته و محصول این قربانی‌ها را که باید امنیت، رفاه و پیشرفت باشد، به دست آوریم.

طبق سنت الهی، و چنانچه تجربه ملت‌های مختلفی در روی زمین به اثبات رسانده است، ما و شما باور داریم که پس از هر سختی، آسانی وجود دارد، و روزهای خوش و تابان در انتظار مردمی است که رنج دیده و زجر کشیده‌اند. به تعبیر قرآن مجید «إِنَّ مَعَ الْعُسْرِ يُسْرًا» یعنی با هر سختی آسانی‌ای در راه است.

بیایید ببینیم که چگونه می‌توانیم آینده‌ای بهتر داشته باشیم؟ هیچ ملتی آینده بهتر را مفت و رایگان به دست نیاورده است، بلکه در اثر عزم و اراده‌ای آگاهانه، آن را ایجاد کرده است. این عزم و اراده در وحدت نخبگان کشور، در یکدلی و همبستگی ملی گروه‌های سیاسی و اجتماعی، و در امید و خوش‌بینی آحاد ملت تجسم پیدا می‌کند.

نخستین گام این است که ما بر بدبینی‌ها و ناامیدی‌ها غلبه کنیم. امکان ندارد که با دامن زدن به یأس و تیره‌اندیشی به جایی برسیم. دشمنان افغانستان بیش از جنگ فزیکی بر جنگ روانی تکیه کرده‌اند، و می‌خواهند با شکستن روحیه مردم ما، آنان به خواسته‌های شوم‌شان برسند. زنده نگه داشتن امید و آرزو، بخش مهمی از نقشه‌های‌شان را نقش بر آب می‌سازد.

ما همچنان نیاز به وحدت و همدلی داریم. وحدت و همدلی به این معنا نیست که هیچ انتقادی نباشد، و هیچ نظر متفاوتی داده نشود. داشتن طرح‌های گوناگون، و نظریه‌های متعدد در میان فرزندان یک ملت، نه تنها مشکلی نیست، بلکه نشانه تنوع و غنای آن است. اما درایتی به کار است تا نگذاریم این تنوع به مسیر اختلاف و تفرق کشیده شود. ما نباید اجازه بدهیم که فریادهای اختلاف‌آمیز به نام قوم، زبان، منطقه، مذهب، حزب، ایدیالوژی و غیره در دیواره اتحاد و همبستگی ما رخنه‌ای ایجاد کند. نیاز اساسی این ملت بالا کردن نوای خوش همبستگی، برادری و اتحاد است، و تنها از این طریق می‌توانیم راه ترقی کشور خود را هموار کنیم و آرزوها و امیدهای فراوانی را به تحقق برسانیم.

برادران و خواهران گرامی!

امید ما مبتنی بر خیال و توهم نیست. ما اردوی رو به پیشرفت داریم. ما پولیس در حال رشد داریم. ما دستگاه امنیتی رو به انکشاف داریم. ما روند تعليمي رو به گسترش داریم. ما سیستم تجارتي در حال تهداب‌گذاری داریم که تا ده‌ها سال بتواند برای ما و منطقه سودآور باشد.

وروڼو او خوېندو!

لوی اختر هغه خوشحالي ده چې بنیاد یې د الله پاک ته د تسلیمېدو او له انانیت او خودپرستۍ نه د راوتلو په یاد کوي. کله چې بنیاد یې خودپرسته شي، نو صرف خپلو ګټو ته به ګوري، یوازې د ځان او خپلې ډلې په غم کې به وي او له نورو سره ګوزارې کولو او د نورو منلو او زغملو ته به تیار نه وي. خو کله چې بنیاد یې د الله پاک ته تسلیم شي، هاله بیا شر نه بلکې خیر غواړي او د تفرقې په ځای د اتحاد او اتفاق لاره غوره کوي.

په دې ورځ د نړۍ د ټولو لویو وچو په میلیونونو مسلمانان د تور او سپین، عرب او عجم، نر او ښځې له توپیره پرته د خپل خدای حضور ته درېږي او د وحدت او اخوت آواز اوچتوي. موږ سږ کال لوی اختر په داسې حال کې لمانځو چې د نړۍ په مختلفو اسلامي هیوادونو کې د تشدد اورونه بل دي، د مسلمانانو وینې بهېږي او په میلیونونو انسانان د جنګ، اختلاف، بیوزلۍ او در په درۍ په اور کې سوځي.

د اسلامي هیوادونو ورانول، د هغوی د انکشاف او ترقي مخه نیول، مسلمان ماشومان له تعلیم او کسب و کماله محروم ساتل او په جوماتونو، بازارونو، زیارتونو او دفترونو باندې حملې تر سره کول، بې له دې چې مسلمانان وځپي او در په دره کړي، بله څه نتیجه لرلای شي؟ په همدې شېبه کې چې یو بل ته د اختر مبارکي ورکوو، له مختلفو اسلامي هیوادونو نه د ښځو، ماشومانو، بوډاګانو او ځوانانو کتارونه روان دي. دغه حالت د وطن د مشهور شاعر استاد عبدالرحمن پژواک هغه بیت رایادوي چې:

خلک وايي چې راغلی بیا اختر دی
دا چې چا باندې اختر دی، خدای خبر دی؟

امید دی چې د لوی اختر په برکت په جنګ ځپلو ټولنو کې له یو بل سره د مرستې او همکارۍ، اخوت، محبت او د یو بل د زغملو او منلو روحیه پیاوړې شي او لکه څنګه چې په میلیونونو انسانان له هر ډول توپیر او تبعیضه پرته په بیت الله شریف کې سره راټول شوي دي، دغسې په خپلو ټولنو کې هم یو بل ته د اتحاد او اتفاق لاسونه سره ورکړو او د کینې ، بغض او خودپرستۍ په ځای د سولې او اتفاق لمن ونیسو.

د سولې او اتفاق راوستل یوازې د حکومت یا خاصې شورا وظیفه نه ده ، بلکې دا د ټول ملت شریکه وظیفه ده چې د افغانستان د خیر او ملي وحدت لپاره کار وکړي او خپل اسلامي او افغاني مسولیت ادا کړي.

الله پاک ﷻ دې لوی اختر د نړۍ ټولو مسلمانانو او د ټول بشریت لپاره د نېکمرغۍ او خوشحالۍ سبب وګرځوي. د لوی خدای ﷻ له درباره د ټولو مسلمانانو په تېره بیا په خپل وطن کې د اتفاق، سولې او خوشحالۍ آرزو کوم.