د بقا د ازمېښت کال: په افغانستان کې د امنیت ټینګښت او د سولې لټون
د ملي شورا غونډې ته وینا
مهم ټکي:
- ملي یووالی: د دولت، مشرانو او ولس ترمنځ نږدې همکاري او همغږي.
- امنیتي ځواکونه: د جلب او جذب پراخول، مسلکي روزنه او په عصري تجهیزاتو سمبالول.
- پوځي عملیات: د یاغیانو پر وړاندې پرېکنده تعرضي او دفاعي اقدامات.
- د سولې بهیر: د خبرو اترو او ملي اجماع له لارې د پایداره سولې ټینګښت.
- د جګړې ماهیت: دا یوه لویه تحمیلي جګړه ده چې له بهر څخه پر موږ تپل شوې.
- له تروریزم سره مبارزه: د افراطي او تروریستي ډلو پر وړاندې جدي مبارزه.
- نړیوال مشارکت: له نړیوالو متحدینو سره د ستراتیژیکو اړیکو پیاوړي کول.
- حکومتوالي او اصلاحات: له فساد سره مبارزه او د دولتي ادارو او بنسټونو اصلاح.
١٦ حوت ١٣٩٤
بسم الله الرحمن الرحیم
ملي مشر کرزی صاحب، جلالتمآبان ډاکټر صاحب عبدالله، دانش صاحب، استاد خلیلي، ابراهیمي صاحب، مسلمیار صاحب، د انتخاباتو د کمېسیون مشر، د شکایاتو د کمېسیون مشر، د څارنوالي سرپرست، د مشرانو جرګې او د ولسي جرګې اداري هیئتونو او معاون صاحبانو، د کابینې محترمو غړو، د اجراییه ریاست محترمو معاونینو، جناب عظیمي صاحب، ډاکټر صاحب قیومي، ټولو مشرانو، د ملت محترمو استازو او ډېرو قدرمنو سناتورانو، ټولو سفراو، محترم شیخ السفرا، د تاجیکستان محترم سفیر، د هیواد مشرانو او معززینو، علماء کرامو، مجاهدینو کرامو! السلام علیکم و رحمته الله و برکاته!
خوش آمدید! خوش کلیب سلر!
اولتر از همه جلسه اولتان را در این تالار معظم برای شما تبریکی میدهم و انجینیر صاحب غفار را خوشآمدید میگویم. ښه راغلئ، خدای ﷻ مو له غمونو لرې ساته او خدای ﷻ دې زموږ ټول معززین او د وطن استازي او محترم سناتوران له درد او غمونو لرې ساتي. تاسې ټول د وطن سرمایه یئ او تاسې باندې دا ټول وطن حساب کوي او ستاسې موجودیت دلته د ثبات او همغږۍ علامه ده. نو خدای ﷻ مو په خیر او عافیت سره ساته. له رخصتۍ نه ښه راغلاست او له دې نه چې تېرو ورځو کې له کابینې سره، له ډاکټر صاحب عبدالله او له ما سره مو ډېرې منظمې جلسې درلودې او د وطنوالو ټول دردونه او خواهشات مو له موږ سره شریک کړل، د زړه له کومې مننه کوم. به خیر باشید.
دوست دارم پیش از هر چیز، سخنان خود را با تشکر از نمایندگان محترم ملت در مجلسین شورای ملی آغاز کنم؛ زیرا همکاریهای شما، نقش مهمی در برداشتن گامهایی داشته است که حکومت وحدت ملی در این سال به انجام رسانده است. به کمک شما بود که برای اولین بار، بودجه کشور در وقت مناسب آن مورد تأیید قرار گرفت و به کمک شما بود که قوانین عمده ضروری برای ایفای تعهدات بینالمللی به تصویب رسید و عواید کشور بالا رفت. همچنان از طریق شما، دیدگاههای مردم و توقعاتشان از حکومت به صورت واضح به من و کابینه، مخصوصاً در دو هفته گذشته، انتقال یافت.
در این میان، آنچه اهمیت فوقالعاده داشت، تصویب دو پیمان همکاری بینالمللی بود که برای بازسازی مناسبات افغانستان با کشورهای دوست و همپیمانش، حایز اهمیت کلیدی بود. امروز همه میدانند که در دنیای کنونی، روابط متقابل کشورها، نقش تعیینکنندهای در تحولات، انکشافات، گشایشها و یا انسدادهای کلان دارد. با سیر نزولی مناسبات افغانستان با کشورهای کمککننده در سالهای اخیر، بیم آن میرفت که کشور ما یک بار دیگر، مانند سالهای دهه هفتاد شمسی، به انزوا و فراموشی سپرده شود. چنین اتفاقی میتوانست، دستاوردهای سیزده سال قبل از آن را در معرض اضمحلال قرار بدهد. با قوت گرفتن این نگرانی، موج مهاجرت از کشور و بیرون شدن سرمایهها نیز به راه افتاد که تا هنوز پسلرزههای آن ادامه دارد؛ چرا که هیچکس نمیخواست دیگر شاهد یک افغانستان منزوی و فراموششده باشد.
اگر بخواهیم، نامی برای سال ٩٤ بگذاریم، شاید مبالغه نباشد که آن را سال «امتحان بقای افغانستان» بنامیم. پیش از آن، برخیها با بدبینی، احتمال سقوط نظام را با خود زمزمه میکردند. این بدبینی به چند عامل تکیه داشت؛ خروج نیروهای بینالمللی و انتقال مسوولیت امنیتی به نیروهای دفاعی افغان، کاهش شدید کمکهای خارجی، کمرنگ شدن شدید سرمایهگذاریها، فرار سرمایهها از کشور به دلایل نگرانی از آینده، و ناهماهنگی و چندصدایی نیروهای سیاسی در داخل کشور، به علاوه سردی مناسبات که به آن اشاره شد.
حکومت وحدت ملی توانست به کمک شما به بازسازی مناسبات افغانستان با جهان اقدام کند. برای این امر، لازم بود که اعتماد از دست رفته اعاده، و به جامعه جهانی این پیام، واضح رسانده شود که افغانستان میتواند شریک قابل اطمینان باشد.
ما این واقعیت را میدانستیم که سالهای طولانی جنگ، به ضعف منابع داخلی کشور ما انجامیده، و از طرفی جنگ تحمیلی کنونی، هزینه سنگینی را بر ما تحمیل کرده است. در چنین وضعیتی، ما ناگزیر هستیم که بر اساس منافع متقابل میان افغانستان و کشورهای دیگر، خصوصاً از نظر جنگ با تروریزم بینالمللی، حمایت کشورهای بزرگ را با خود داشته باشیم. همهی ما میدانیم که هزینه این جنگ، فراتر از منابع داخلی ما است. از طرفی، این واقعیت را هم باید از یاد نبریم که در جهان پرتحول کنونی، خصوصاً با تحولات تُند جاری در منطقه خاورمیانه، اولویتهای کشورها به صورت پی هم در حال تغییر است و هیچکس مکلفیت ندارد که هزینه دایمی ما را بپردازد.
ما توانستیم حمایت کشورهای دوست را برای تقویت نیروهای دفاعی و امنیتی کشور از نو به دست آوریم. در اینجا من اظهار امتنان میکنم از همه کشورهایی که در زمینههای تمویل، تجهیز و تعلیم نیروهای دفاعی و امنیتی ما، متعهد به همکاری شدهاند، خصوصاً ایالات متحده آمریکا که نقش آن در رهبری این روند، اهمیت اساسی دارد. پیش از این، تنها دیدگاه ٩ ماهه برای حمایت از نیروهای دفاعی ما وجود داشت؛ اما اکنون ما قادر شدیم که همکاران بینالمللی را به دیدگاه ٥ ساله قناعت دهیم. در کنفرانس وارسا که در ماه سرطان سال نو برگزار میشود، ما امیدواریم که این دیدگاه و منابع مالی برای تقویت نیروهای دفاعی و امنیتی کشور برای سالهای آینده تصویب شود.
از نظر مسایل امنیتی، سه عنصر مهم، نقش اساسی دارد: یکی امکانات، تجهیزات و آموزش است؛ دیگر نیروی بشری و سوم نهادها. با آن که سال ١٣٩٤ با فراز و فرودهایی همراه بود، در ٤ ماه اول سال، ابتکار در دست ما بود؛ در ٦ ماه دیگر دشمن تلاش کرد که ابتکار عمل را به دست گرفته و در چندین جبهه، نیروهای ما را درگیر نگه دارد و برای این کار، همه دار و ندار خود را به کار انداخت؛ و در ماههای اخیر مجدداً نیروهای ما، ابتکار عمل را به دست گرفتند. در تمام این مدت، روند تجهیز نیروهای ما ادامه یافت، دورههای تعلیمیشان به اجرا گذاشته شد، بر تجربه نیروهای ما افزوده گردید، هماهنگی میان ارگانهای امنیتی ما نسبت به سال پیش به مراتب بهتر شد، و خصوصاً در سطح مرکز این هماهنگی به صورت کاملاً مطلوب در آمد. علاوه بر آن، ساختارهای دفاعی و امنیتی ما نیز به جای خود مورد توجه دایمی ما بود. ما در این سال ٤٤٦٨٢ نفر را از ذکور و اناث به صفوف اردوی ملی جذب کردیم. از اینها، خانوادههایشان و تمامی پدران و مادران افغان، تشکر. همچنین فرقه کندز، لوای بدخشان، معاونیت پلانگذاری قطعات خاص، ریاست توپچی، لوای ٧٧٧ قوتهای خاص هوایی، قوماندانی گارنیزیون کابل و دهها مورد مشابه دیگر، تشکیل و جزء ساختارهای فعال و کارای قوای امنیتی و دفاعی شدند. از آغاز کار مخصوصاً از شروع سال ١٣٩٤ توجه بیشتر ما به همان اندازه که بر تقویت و نهادسازی قوای امنیتی و دفاعی کشور ما بوده، همزمان توجه جدی به انجام عملیاتهای تعرضی و دفاعی علیه دشمن مردم ما بوده است. در این سال، به تعداد ١٦٩٧ عملیات قاطع و ٤٠٨١٧ وظیفه محاربوی در زونهای هفتگانه کشور اجرا شده است. برای تجهیز نیروی هوایی ١١ بال طیاره و هلیکوپتر برای قوای هوایی و ٦ بال هلیکوپتر نوع ام.دی ٥٣٠ آماده گردید. ما توانستیم از فرصت زمستان، استفاده اعظمی کنیم و در ولایات بغلان، کندز، تخار، غزنی، میدان وردک، لوگر و ننگرهار ضربات قابل توجهی به دشمن وارد کنیم. تفصیل این موضوعات در گزارش نزدیک به پنجصد صفحهیی سالانه حکومت به شورای محترم ارسال شده است.
در خلال این سال، اردوی ما نشان داد که در هر جنگی برنده است و هر موقعیتی را میتواند از چنگ دشمن بیرون کند. نقاط ضعف پولیس در نگهداشت مناطق (آزادشده) در این مدت شناسایی شد و تدابیری سنجیده شده است که در آینده این مشکلات تکرار نشود.
نیروی بشری ما را سربازانی تشکیل میدهند که رضاکارانه و با افتخار به این صفوف میپیوندند، تعهد اسلامی و ملی دارند، با انگیزه قوی و روحیه عالی وارد جبهات میشوند و در این راه، قربانی میدهند و این نیرو، آیینهای است که تمام ملت افغانستان خود را در آن میبینند. سربازان و افسران ما، وحدت و همبستگی ملی را به بهترین وجه تمثیل میکنند. سربازان و افسرانی که از مناطق مختلف کشور تشکیل شدهاند و در هر جای کشور نیز با دلگرمی حضور دارند.
هر بار که من با سربازان و صاحبمنصبان، مخصوصاً آنهایی که در بستر شفاخانه و زخمیاند و من به عیادتشان میروم، دیدار میکنم، آنها ضمن اینکه با جرئت و شهامت، همچنان آمادگی خود را به خدمت به وطن نشان میدهند، از من میخواهند که از شما نمایندگان محترم مردم و تمام رهبران سیاسی، علماء کرام، شخصیتهای روحانی، نهادهای مدنی و رسانههای کشور تقاضا نمایم که از نیروهای امنیتی خود حمایت کنید و قهرمانیهایشان را تجلیل نمایید؛ زیرا قهرمانان واقعی ما، این فرزندان شجاع کشورند که در سراسر کشور سینهی خود را برای حفظ مال، ناموس، تمامیت ارضی و حقوق و آزادیهای مردممان، سپر ساختهاند.
در راستای امنیت و مقابله با دشمنان، هم نیروی ورزیده و متعهد داریم، هم امکانات و منابع را فراهم کردهایم و هم اراده قاطع سیاسی وجود دارد. در تمام این سال، من شخصاً و سایر مسوولین نهادهای امنیتیتان روزمره با میادین جنگ تماس داشتیم و ناچار بودیم، بخش عمدهای از وقت و توان خود را به این کار اختصاص بدهیم؛ زیرا دامنه جنگها گاه در یک روز از ۱۵ تا ۱۷ ولایت را شامل میشد. در بغلان، شماری از افراد منطقه آمدند و از من و شورای امنیت ملی خواهش کردند که فرمان جنگ را در بغلان ندهم؛ اما من بعد از مشوره با جنرالان و مسوولین امنیتی کشور و مسوولین ولایت به شمول والی محترم بغلان، بعد از یک ساعت دیدار با آنان فرمان حمله را بدون هیچگونه تردید صادر کردم. بنابراین نباید این سخن واهی تکرار شود که گویا در رهبری حکومت، ارادهای برای جنگ و مقابله با دشمن وجود ندارد؛ بلکه برعکس، هم اراده سیاسی، هم ظرفیت دفاعی و هم حمایت بینالمللی وجود دارد و از تمامی آن، بدون هیچ تعللی استفادهی به موقع صورت گرفته، میگیرد و خواهد گرفت. سایر اقدامات روزمره من و سایر اعضای شورای امنیت ملی نمایانگر اراده و تطبیق تصامیم ماست. علاوه بر تمام موارد یادشده، از همین جا اعلان میکنم که آینده دفاعی و امنیتی ما، از موضوعاتی است که تمامی شرایط و سرمایهگذاری برای تقویت آن را ادامه میدهیم.
قدرمنو حضارو، عزتمنو وطنوالو!
زه پوهېږم چې د سولې په اړه کې پوښتنې شته. زه غواړم دلته په ځینو خبرو رڼا واچوم او هر څه واضح بیان کړم. اول د رسول اکرم (ص) حدیث دی چې نیت اصل دی. صحیح بخاري کې ۷ وارې تکرار شوی او صحیح مسلم کې یو وار. موږ د سولې نیت لرو او هېڅوک دې په دې نیت کې شک نه کوي. هغه نیت چې جلالتمآب کرزي درلود، هغه نیت به د افغانستان د دولت وي او دوامدار به زموږ ملي ګټې په دې نیت استوارې وي. دلته د سولې په اړه کې اجماع موجوده ده. موږ د سولې ټینګه اراده لرو. موږ حتی د جنګ په حساسو شېبو کې هم د سولې آواز نه دی غلی کړی او خپله اراده مو نه ده بدله کړې. د سولې هغه هڅې چې اهداف پکې واضح نه وي، له ناکامۍ سره مخامخ کېدای شي. زموږ هدف پایداره سوله ده. د سولې په هڅو کې به زموږ هر اقدام په مشوره وي. واقعي سوله بې مشورې او بې مشارکته نه کېږي. خاصتاً د ملت استازو او محترمو سناتور صاحبانو سره. په مشوره کې دقت او برکت وي او بل دا چې واقعي سوله د بندو دروازو تر شا نه کېږي، بلکې ولس باید خبر وساتو او مشوره یې واخلو.
سوال دا نه دی چې ولې سوله؟ موږ له هغې مرحلې تېر شوي یوو. سوال دا دی چې څنګه سوله؟ زه د ځینو دوستانو د تشویش د لرې کولو لپاره په وضاحت سره وایم چې که څه هم، د سولې امید لرو او هڅه ورته کوو، خو غافل نه یوو او له هغه چا سره مقابلې ته پوره چمتو یوو چې جنګ را باندې تحمیلوي او شر جوړوي.
زموږ مسوولیت دا دی چې بدترین حالت ته امادګي ونیسو او د بهترین حالت امید ولرو، غیر له هغه نه د اساسي قانون وجیبه، ملي ګټې او د شریعت احکام به مو په نظر کې نه وي نیولي.
قدرمنو وطنوالو، د دنیا د مختلفو هیوادونو تجربو ښودلې ده چې د سولې په لاره کې مشکلات وي. هم ورته وخت په کار وي، هم حوصله او هم دقت او هوښیاري.
ما په نړۍ کې د سولې تر سلو زیاتې قضیې مطالعه کړې دي او تحقیقات مې ورباندې کړي دي. تحقیقاتو ثابته کړې ده چې د سولې پنځوس فیصده موافقې په لومړیو پنځو کلونو کې بېرته ماتې شوې دي او د ناکامۍ اصلي علت یې دا و چې په هدفونو او فیصلو کې یې ابهام موجود و، د قضیې ټولو خواو ته سمه توجه نه وه شوې.
د دې لپاره چې تېرې ترخې تجربې تکرار نه شي، موږ خپل کار د مشکل له سم تعریف نه پیل کړ. د دې لپاره چې سوله وپېژنو، په کار ده د جنګ عوامل، د جنګ ماهیت او د جنګ دواړه غاړې وپېژنو.
زموږ په هیواد کې اوسنۍ جګړه داخلي نه ده. افغانان ټول له یو بل سره وروڼه یوو، ټول په یوه وطن کې یوو او ټول له دې وطن سره مینه لرو. داخلي جنګ خپل عوامل او خپلې خاصې حل لارې لري. دا یوه تحمیلي جګړه ده چې موږ یې پیلوونکي نه یوو.
راځئ وګورو چې په دې جنګ کې د چا لاسونه دي؟ د دې جنګ یو اصلي عنصر القاعده ده. القاعده نه افغاني عنصر دی او نه افغانستان د القاعدې د جنګ موضوع ده. دوی غواړي زموږ له پاکې خاورې نه د جنګ میدان جوړ کړي، موږ چاته اجازه نه ورکوو چې دا پاکه خاوره په خطر کې واچوي!
د جنګ بل عنصر او عامل داعش دی. داعش له نورو اکثرو مسلمانانو بېله، خپله ځانته یوه افراطي عقیده لري او دوی د خپلې ګټې لپاره جنګېږي. دا زموږ ویاړ دی چې نن افغانستان یوازینی هیواد دی چې داعش په کې په ګونډو دی. ننګرهار کې نن دوی په تېښته دي او افغانستان به د دوی ګور وي!
په افغانستان کې د جنګ درېیم عامل د اوزبیکستان، تاجیکستان، چچن، سنکیانګ او داسې نورو ځایونو افراطي ګروپونه بللی شوو چې د هغوی هم زموږ له وطن سره هېڅ تعلق نشته. د پاکستان د طالبانو تحریک چې د افغانستان د روان جنګ یو عامل دی، که څه هم د افغانستان له طالبانو سره فکري قرابت لري، خو د هغوی سیاسي اجنډا له افغانستان سره ارتباط نه لري.
په افغانستان کې د روان جنګ یو بل عامل چې څو څو ځله مې یې ذکر کړی دی، د پاکستان او افغانستان ترمنځ نااعلان شوې جګړه ده. په دې منځ کې د افغانستان طالبان د جنګ په شپږو عواملو او عناصرو کې یوازې یو عنصر تشکیلوي. سوال اوس دا دی چې آیا د طالبانو ګروپونه خپل لاره د دغو شپږو ګروپونو نه جلا کولای شي؟ آیا طالب ګروپونه افغان او مسلمان دي؟ یا دا چې د اسلام او افغان د نوم نه د افغانانو د وژلو او د افغانستان د خرابۍ لپاره ورهه ګټه پورته کوي؟
هغه سوله چې د ملي وحدت حکومت یې په لټه کې دی، دوه بُعده لري: یو له طالبانو او حکمتیار صاحب سره سوله او دې ته ضروري ده چې طالبان خپل افغانیت ثابت کړي، او بل له پاکستان سره سوله. چې هر یو بېل کار غواړي. له هغو نورو عناصرو سره چې ذکر یې وشو، سوله مورد نه لري او زموږ عزم دا دی چې په خپله خاوره کې یې پرې نه ږدو او سرکوب یې کړو.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د واقعي روغې جوړې مشترک ټکی دا دی چې دواړه ملکونه د تروریزم په اور کې سوځي. موږ غواړو چې د دوو برابرو دولتونو په حیث چې د یو بل ملي حاکمیت ته پوره احترام لري، تفاهم ته ورسېږو. د افغانستان استقلال، د خارجي سیاست تعیین او اساسي قانون د چا د معاملې او بحث موضوع نه ده، دا یوازې او یوازې زموږ ملي موضوع او اراده ده.
موږ طالبانو ته وایو چې راځئ خبرو ته سره کښنو او دا خبره سپینه کړو چې اسلام او افغانستان ته د خدمت لاره کومه ده؟ زموږ خو الحمدلله اساسي قانون او نور ټول قوانین د اسلامي شریعت پر اساس تدوین شوي دي. د دې خاورې ټول افراد او خاصتاً د دې تالار غړي مجاهدین دي او د دې لپاره د دې تالار د هر غړي کورنۍ ډېر شهیدان او قربانۍ ورکړې دي. په ټولنه کې مو د اسلامي ارزښتونو رعایت کېږي، او د قانون له احکامو سره سم، دولت مکلف دی چې اسلام ته پابند ووسي. د هغو خلکو په کلیو، بازارونو او ښارونو کې انتحاري حملې او قتل عامونه څه معنی لري چې تر بل هر چا ټینګ مسلمانان او د خدای ﷻ او رسول ﷺ په لاره روان دي؟ زموږ جوماتونه ودان دي، زموږ مدرسې پرانیستې دي او د دین د تبلیغ او ترویج لپاره د افغانستان په هېڅ ګوټ کې هېڅ خنډ او مشکل نشته. نو آیا سمه ده چې د دغسې هیواد د خلکو کورونه وران شي، میندې یې بورې شي او ماشومان یې یتیمان شي؟ آیا دغه جنګ شرعي جواز لري؟ او آیا دغه جنګ اسلام او مسلمانانو ته څه ګټه رسولای شي؟
زه طالبانو ته وایم چې اوس له یو لوی تاریخي امتحان سره مخامخ یئ او دا فیصله باید وکړئ چې آیا د خپل هیواد او ملت په خوا کې درېږئ او که مخالفینو سره درېږئ؟ هغوی چې په افغانستان کې په قتل او انفجار او انتحار تاکید کوي، بهتره ده په مکه مکرمه کې د ټولې اسلامي دنیا د څلور سوه پنځوس کسه لویو عالمانو چې په هغو کې زموږ جید علما لکه کشاف صاحب او لودین صاحب هم ګډون درلود، هغې اجماع ته مراجعه وکړي چې د دین په نوم یې هر خرابکاري غندلې او په ښکاره یې ویلي دي چې قتل او انتحار او تخریب د اسلام د اصولو خلاف عملونه دي.
په سوله کې د ټولو افغانانو ګټه ده. هم زموږ ګټه ده چې د دې وطن خیر غواړو او هم د هغوی چې له موږ سره په جګړه بوخت دي او دا آرزو ورسره ده چې یوه ورځ په دې وطن کې ووسي او د عزت ژوند ولري. سوله یوازینۍ او حقیقي حل لاره ده.
سوله که له یوې خوا د طالبانو له ارادې سره تعلق لري، له بلې خوا د هیواد د سیاسي قشر له چلند سره هم ژور تعلق لري. د قوا د استعمال په مټ امنیت راوستلی شوو، خو ثبات ته نه شوو رسېدلای. موږ سولې او ثبات ته د رسېدو لپاره ملي اتفاق ته اړتیا لرو. هغه څه چې سوله ټینګولای او پاېښت ورکولای شي، هغه عدالت دی، د قانون حاکمیت دی او ښه حکومتداري ده. که له قدرت نه غلطه استفاده کېږي، که د ټولنې ځینې خلک په محرومیت کې اوسي او که منابع او امکانات په عادلانه ډول نه وېشل کېږي، نو په دغسې ځای کې د دوامدارې او واقعي سولې امکان کم وي.
هموطنان گرامی،
وجدان اجتماعی، محک اساسی برای عملکرد حکومت و اقشار سیاسی است. برای رسیدن به صلح، به دیدگاه واضح، برای دولتسازی و ملتسازی نیاز است.
ارائه گزارش از کارکردهای حکومت در زمینه مبارزه با فساد، ارائه خدمات، توجه به زیرساختها و پروژههای انکشافی، زمینهسازی برای توسعه مبادلات کالاهای تجارتی و اقدامات حکومت برای بهبود وضعیت اقتصادی که توانست کشور را از مرحله بحرانی به مرحله تحرک عبور بدهد، و مقدماتی که برای این کار فراهم شده است، با تفصیل در گزارش سالانه حکومت به شورای ملی آمده است، و نکات عمده آن را در مناسبت دیگری بیان خواهم کرد.
در پایان میخواهم یادآوری کنم که در سال آینده برنامههای بیشتری روی دست است، و تحقق آنها نیاز به همکاری بیشتر شورای ملی دارد. من به عنوان رئیس قوای ثلاثه دولت میخواهم که هماهنگی بین هر سه قوه، افزایش یابد تا اصلاحاتی که در قوه قضائیه شروع شده است و برنامههایی که قوه اجرائیه روی دست دارد، به خوبی به ثمر برسد. در سال آینده، دامنه مبارزه با فساد را وسعت خواهیم بخشید و بیش از پیش با قاطعیت عمل خواهیم کرد. تعهد ما به اصلاحات انتخاباتی و نیز برگزاری انتخابات به قوت خود باقی است، از اعضای محترم شورای ملی خواهشمندم که ما را در تحقق این اهداف یاری کنند. ما اجندای تقنینی منظمی را خدمت شورای محترم ملی تقدیم خواهیم کرد و خواهان آنیم که در غور و فیصله بر آن سرعت عمل به خرج دهند.
تشکر.
تل دې وي افغانستان!
زنده باد افغانستان!
یشهسین افغانستان