د خپلواکۍ د جهاد نمانځنه او د یوه سوله ییز راتلونکي جوړول
له افغانستانه د شوروي ځواکونو د وتلو د کلیزې په مراسمو کې وینا
- د ازادۍ نمانځنه: د شوروي له اشغال څخه د خلاصون او د آزادۍ د ورځې درناوی.
- د قربانیو مننه: د مجاهدینو او ملګي وګړو د مېړانې او سرښندنو یادونه.
- ملي یووالی: د ټولو قومونو او سیمو ترمنځ د پیوستون او اتفاق پیاوړتیا.
- د خپلواکۍ ساتنه: د افغانستان د حاکمیت او د برخلیک ټاکلو د حق ساتل.
- بیا رغونه او پراختیا: د ښوونځیو، زیربناوو او ښارونو بیا ودانول.
- سوله او پخلاینه: د خبرو اترو او سوله ییز ژوند هڅونه.
- اسلامي ارزښتونه او حکومتولي: د دین، قانون او اساسي قانون درناوی او پلي کول.
- د هیوادوالو مسوولیت: د هیواد په ابادۍ او دولت جوړونه کې د هر وګړي ونډه.
- د تاوتریخوالي غندنه: د پرمختګ لپاره د جګړې او نفاق په کلکه ردول.
- د راتلونکي لپاره لیدلوری: د یوه باثباته، سوکاله او سوله ییز افغانستان لپاره ژمنه.
٢٧ دلو ١٣٩٤
بسم الله الرحمن الرحیم
ډېر محترم جناب پیر صاحب، جلالتمآبان جنرال صاحب دوستم، دانش صاحب، ډاکتر صاحب عبدالله، استاد خلیلي، معاونین محترم ریاست اجرائیوی جناب انجینیر صاحب و جناب حاجي صاحب، اعضای محترم کابینه، علماء کرام، مجاهدین عظام، خواهران عزیز، وطنداران گرامی و مهمانان عزیز خارجی! السلام علیکم و رحمتالله وبرکاته!
خوش کیلډینګ! ښه راغلاست! خوش آمدید!
الله تعالی ﷻ د سورۀ اسراء په ٨١ آیت کې فرمایي: «ووایه، حق راغی او باطل ختم شو، په یقین سره چې باطل ختمېدونکی دی¹.»
عزتمنو وطنوالو!
موږ نن د يوې داسې ورځې تجلیل کوو چې په دې ورځ مو پر باطل باندې د حق د بري الهي وعده، د سر په سترګو ولیده، ځکه نن ټول افغانستان دا مبارکه ورځ نمانځي او په هر ولایت کې هر والي د ملي وحدت د حکومت د هدایت په اساس دا ورځ تجلیلوي. مبارک مو شه! اوه ویشت کاله پخوا د دلوې شپږویشتمه نېټه یادوم چې ګران افغانستان له متجاوزو وژغورل شو او د شهیدانو وینو مو رنګ راوړ.
افغانستان همیشه سرزمین شهامتها و رشادتها بوده و پاسداری از عزت، کرامت و مقدسات دینی در کارنامه مردم ما ثبت تاریخ است. اردوی سرخ اتحاد شوروی سابق در آن روزگار، از قدرتمندترین اردوهای جهان به شمار میرفت. اسلحهی مرگبارش، لرزه بر جان کسانی میانداخت که در معرض دشمنی با آن قرار میگرفتند؛ شمار وسیعی از کشورهای جهان در آن روزگار تسلیم قدرت بلامنازع آن شده بودند.
اما فرزندان مجاهد این کشور با تکیه بر نیروی ایمان و با الهام گرفتن از تاریخ تابناک نیاکان خود، رو در روی آن قدرت جهانگیر ایستادند و بیرق مبارزه را بالا کردند. آنان نشان دادند که تسلیمپذیری و سر فرود آوردن در مقابل تجاوزگران، در قاموس زندگی افغانان، جای ندارد.
¹ وَقُلْ جَاءَ الْحَقُّ وَزَهَقَ الْبَاطِلُ ۚ إِنَّ الْبَاطِلَ كَانَ زَهُوقًا.
ملت ما برای کسب آزادی و استقلال خود، بهای سنگین پرداخت؛ مهاجرتها، بیجاییها، تخریب کشتزارها، ویرانی خانهها، از دست دادن جگرگوشهها، و دهها درد و رنج دیگر؛ تا توانست، عزت و سربلندی خود را در تاریخ معاصر به ثبت برساند.
بانک جهانی تحلیل کرده که تنها از نگاه مالی، مردم افغانستان در جهاد اعلایشان ٢٤٠ میلیارد دالر صدمه دیدند و ما پیامدهای آن را هنوز هم حس میکنیم.
قدرمنو وطنوالو! په الله تعالی ﷻ باندې ایمان او د ملت په صفوفو کې اتفاق او اتحاد هغه څه وو چې د جهاد په مقدسه لار کې زموږ د کامیابي سبب شول. په هغو سختو کلونو کې ټول افغانان، (پښتون یا تاجیک، ازبک او هزاره، ترکمن او بلوچ، پشهيي او نورستاني، ایماق او عرب، قرغیز او قزلباش، ګوجر یا براهوي د دې وطن د هر ځای او هر قوم اوسېدونکي) د وطن د دفاع او استقلال شریک سنګر ته ولاړل او د هیواد د ژغورلو لپاره یې یو بل ته لاسونه سره ورکړل. موږ په شریکه د خپلو دیني آرمانونو دفاع وکړه او په یوه خوله او یوه ژبه مو د خپل استقلال او ملي عزت آواز اوچت کړ. زموږ د تفرقې لپاره ډېرې هڅې وشوې، مګر موږ د یو لوی او باعظمته ملت په حیث متحد پاتې شوو.
د سره پوځ د ماتې لویه کامیابي، د دې خاورې د ټولو پرګنو، ولسونو او سیمو د شریک ایثار نتیجه ده. زموږ په جهاد کې علماء، معلمان، روشنفکران، شاعران، لیکوالان، هنرمندان، دهقانان، تاجران، قومي مشران او نور ټول اقشار او اصناف شامل وو. زموږ په جهاد کې کابو ټول ملت په یوه جبهه او یو صف کې و او د همدې اتفاق او اتحاد برکت و چې آزادي او سرلوړي مو په نصیب شوه.
برادران و خواهران عزیز!
ما باید شکرانهی آن نعمت بزرگ را به جا میآوردیم. باید از آزمون بزرگی که در فردای پیروزی در برابر ما قرار گرفته بود، با کامیابی بیرون میشدیم. ما سزاوار آن بودیم که پس از آن پیروزی تاریخی، به سوی آینده تابناک و روشن، گام برمیداشتیم. ما باید پس از شکست دشمن و رسیدن به آزادی، نیز متحد و یکپارچه میماندیم. ما باید به آبادانی مساجد و مکاتب خود همت میگماشتیم. ما باید پوهنتونهای خود را به شکوفایی میرساندیم. ما باید بر روی ویرانههای به جا مانده از آن جنگ توانفرسا، به تعمیر و آبادسازی میپرداختیم. ما باید دلهای شکسته و چهرههای تکیده را مرهم مینهادیم. ما باید خرابهها را میدیدیم و دردی را که زنان، کودکان، پدران و مادران این سرزمین در طول سالهای جنگ کشیده بودند، به یاد میداشتیم. ما باید همه به نیرویی یکپارچه و متحد بدل میشدیم؛ برای سرسبزی کشتزارها، برای پاکسازی راهها و بازسازی شاهراهها، و برای آبادی قریهها و زیبایی شهرها.
قدرمنو هیوادوالو، وروڼو او خوېندو!
موږ اوس یو ځل بیا د خپل تاریخ په یو حساس پړاو کې یوو. موږ د خپل ملي ژوند په یوه داسې مرحله کې یوو چې د اولادونو او راتلونکو نسلونو برخلیک مو په کې ټاکل کېږي. په داسې مرحله کې یوو چې د ملي عزم او شریکې ارادې په برکت، جګړه او ناامني ختمولای شوو او دا زموږ د ملي وحدت د حکومت ټینګه اراده ده. موږ کولای شوو چې د خپلو خلکو او خپلو راتلونکو نسلونو لپاره، سبا روښانه او آینده بختوره وګرځوو. دې آرزو ته د اتفاق په برکت، د عمل جامه وراغوستلای شوو. د تاریخ یو لوی سبق راته دا دی چې که متحد او متفق اوسو، که یو بل وزغموو او یو بل ومنو، نو هېڅوک به هم دا جرئت ونه کړي چې زموږ وطن ته په بده سترګه وګوري. موږ ته په کار ده چې خپل وحدت او اتحاد مضبوط وساتو او هغه آوازونه غلي کړو چې په ټولنه کې د شر او جنګ او نفاق سبب ګرځي.
برادران و خواهران گرامی!
اگر دیروز، در شرایطی قرار داشتیم که افغانستان از سوی دنیا به فراموشی سپرده شده بود و دستهای بیگانه در میان ما تخم نفاق و اختلاف پاشید؛ امروز در شرایط متفاوتی هستیم. افغانستان امروز یک شریک با مسوولیت برای جامعه جهانی است. انزوای ناشی از جنگهای تحمیلی به پایان رسیده و ما امروز در همه محاسبات مهم جهانی، جای داریم. ما دوباره به عنوان یک کشور دارای حاکمیت ملی در جهان مطرح هستیم. ما در برابر تروریزم بینالمللی با قوت ایستادهایم و میرزمیم. نیروهای دفاعی و امنیتی ما روز به روز آبدیدهتر میشوند و برای دفاع از تمامیت ارضی خود، آمادهی مقابله با هر نیرویی هستند. تعداد مساجدی که در این پانزده سال در افغانستان اعمار شده، در تاریخ ما سابقه نداشته است. مدارس، مکاتب و پوهنتونهای ما در حال افزایش هستند. نهادهای جامعه مدنی ما در عرصههای مختلف فعالیت دارند. رسانههای ما شب و روز مردم را در جریان حوادث و رویدادها قرار میدهند. احزاب و گروههای سیاسی ما در عرصههای مختلف حضور دارند و روندی دموکراتیک را نهادینه میکنند.
اکنون زمان این است که به ثمرهی جهاد و مقاومت خود بیندیشیم. زمان این است که به زحمات و رنجهای مردم خود فکر کنیم و ببینیم که چگونه میتوانیم آن نیروی عظیم صرفشده برای آزادی و استقلال را به خوبی پاس بداریم و از آن، بهترین بهره را به دست آوریم. زمان این است که افقهای تازهای برای همکاری میان آحاد و احزاب و اصناف مردم خود به وجود آوریم تا همه در کنار هم برای تحقق آرمان شهدای خود قدم برداریم.
زموږ د شهیدانو یوه لویه آرزو دا وه چې په ګران وطن کې یې سوله او ثبات وي. موږ واقعي سوله غواړو. داسې چې هر افغان له بل افغان سره برابر وي او د یوه بل په څنګ کې د ورورګلوی او عزت ژوند ولري. د جنګ او شرارت غوښتونکي باید پوه شي چې د دوی لاره د ناکامۍ او د بدبختۍ لاره ده. که هر څوک په دې فکر کې وي چې د زور او د ظلم په مټ به ځان په نورو ومني، اشتباه کوي او په ټولنه کې د فتنې او فساد باعث ګرځي. هغوی چې د خدای ﷻ د مخلوق وینې بهوي او په وطن کې جنګ او ناامني غواړي، له بدنامۍ او ناکامۍ پرته بله هېڅ آینده نه لري. ښه آینده د هغوی ده چې ټولنې ته سوکالي او خوشحالي غواړي. چې سړک جوړوي چې جومات جوړوي چې د برق او مکتب او روغتون فکر ورسره وي او له خپلو نورو وطنوالو سره د یوځای اوسېدلو او ګوزارې کولو په چل پوهېږي.
برادران و خواهران!
ما به ارزشهای جهاد و مقاومت پایبندیم. ما به آرمانهای شهدای خود باور داریم، ما به تحقق خواستههای دین مقدس اسلام تعهد کامل داریم، ما به نیازهای مردم خود آگاه هستیم، ما رسالت و مسوولیت خود میدانیم که در راستای تحقق این خواستهها و پاسداری از این ارزشها، شب و روز تلاش کنیم؛ اما موفقیت در این راه، تنها با اتحاد و همبستگی امکانپذیر است. ما باید همه دست به دست هم بدهیم تا نیروی ما، صرف همکاری و سازندگی شود. ما چارهای نداریم جز این که به چند دستگی و تفرقه پایان ببخشیم و برادری و برابری را در همه سطوح، شیوهی خود قرار بدهیم.
راه رسیدن به آن فردای تابناک که همه ما آرزویش را داریم، راهی دشوار و ناهموار است؛ اما دشوارتر از کسب استقلال و شکست بزرگترین اردوی آن روزگار نیست. ما که توانستیم، چنان شاهکاری را در تاریخ به نام ملت خود ثبت کنیم، باید بتوانیم، توانایی خود را برای ساختن جامعهای آرام، متحد، با ثبات و رو به ترقی نیز به اثبات برسانیم. باید نشان بدهیم که ما وارثان برحق شهدایی هستیم که برای سربلندی این ملت، جانهای شیرین خود را قربانی کردند و امروز نیز روزانه قوای امنیتی و دفاعی ما قربانی میدهند. باید به اثبات برسانیم که ما هم میتوانیم به خاطر ملت خود قربانی بدهیم. دست کشیدن از اختلافات قومی و زبانی، چشم پوشیدن از منافع حزبی و گروهی به خاطر منافع کلان ملی، کنار گذاشتن رنجشها و آزردگیها به خاطر رسیدن به همکاری و همیاری، صرف نظر کردن از سلیقهها و کمر بستن به مسوولیتها، میتواند نشان بدهد که ما خون شهدای خود را به بازی نمیگیریم و قربانیهای ملت خود را برباد نمیکنیم و به رنج و درد مردم خود بیپروا نیستیم.
په آخر کې غواړم چې د افغانستان د تاریخ په دې بختوره ورځ د سولې د عالي شورا د نوي مشرتابه په هکله اعلان وکړم چې له نېکهمرغه په دې اړه مشورې د بشپړېدو په حال کې دي او په بل مشراتابه کې
به زموږ د جهاد مشران ډېر قوي حضور ولري. ډېر ژر به د دغو مشرانو نومونه اعلان شي او خوېندې به هم په کې حضور ولري. زموږ مجاهدین لکه څنګه چې د جهاد په وخت کې د آزادي د جنګ اتلان وو، دغسې به نن د سولې د کاروان مشران او اتلان وي. له دې فرصت نه په استفادې سره د طالبانو په ټولو ډلو او د حکمتیار صاحب په مشري اسلامي حزب او نورو مخالفانو باندې آواز کوم چې راشئ! د سولې له کاروان سره یوځای شئ! هره مخالفه ډله که له موږ سره د سولې او ورورۍ ژوند کوي، زموږ غېږه ورته خلاصه ده او استقبال یې کوو. اوس چې د سولې عمومي چوکاټ برابر او د سولې د لارې نقشه ترتیب شوې ده، مخالفانو ته تر ټولو ښه فرصت دی چې له خپلو وطنوالو سره جنګ او مسلحانه مخالفت بس کړي. که منظور سیاسي مشارکت وي نو زموږ اساسي قانون د هېچا لاره نه ده بنده کړې. موږ مخالفانو ته په صراحت سره وایو چې په سوله باور لرو او دا مو د ایمان او عقیدې برخه ده.
قرآن مجید فرموده است: «والصلح الخیر»! یعنی صلح، بهترین است. صلح، بهترین انتخاب است؛ نهتنها برای ما و مردم ما، بلکه حتی برای کسانی که هنوز در سنگر بغاوت قرار دارند. من از همین جا یک بار دیگر به گروههای طالبان خطاب میکنم که به ندای الهی، خواست مردم و تلاش مخلصانه رهبران جهاد احترام بگذارند و به ندای صلح لبیک بگویند. وقتی که راه گفتگو و مذاکره باز است، چه نیازی به استفاده از خشونت میباشد. آنان چه پاسخی به این فرموده الهی دارند که در آیه شصت و یکم سوره انفال میفرماید: «اگر دیدید که مخالفانتان تمایل به صلح و آشتی دارند، شما هم به صلح روی آورید¹.»
قانون اساسی افغانستان که مبتنی بر ارزشهای اسلامی است، به همه اقشار، احزاب و گروهها اجازه داده است که برای تحقق اهداف سیاسی خود، از راههای مسالمتآمیز فعالیت کنند. این مغالطه دیگر اعتباری ندارد که کسی جنگ قدرت را، جهاد برای دین بنامد. تحقق اهداف علیای دین و مقاصد اعلای شریعت اسلامی همه از راههای صلحآمیز میسر است. همه باید بدانند که از راه جنگ و ناامنی، تنها حاصلی که به دست میآید، خرابی بیشتر کشور، دربهدری مردم و انزوای نهایی افغانستان است.
عواقب وخیم جنگ تنها دامنگیر مردم نمیشود؛ بلکه خود این گروهها را نیز وادار میکند که هر روز به دروازه ارباب تازهای بکوبند و حمایت آن را التماس کنند. آیا از رفتن به سوی دیگران و پشت کردن به مردم خود، بهتر این نیست که به آغوش ملت خود برگردند و در آبادانی این آب و خاک سهم بگیرند.
¹ وَ إِنْ جَنَحُوا لِلسَّلْمِ فَاجْنَحْ لَهَا وَ تَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ ۚ إِنَّهُ هُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ
زه خپل ملت ته ډاډ ورکوم چې د دوی آرزوګانې او د دوی د شهیدانو آرزوګانې پوره کېدونکې دي. د ملي وحدت حکومت متعهد دی چې دا آرزو ګانې په سر ورسوي. هغه وخت لرې نه دی چې د سولې او ثبات لمر انشاءالله تعالی را وخېژي او افغانستان د نورو له احتیاجه راووځي.
تل دې وي افغانستان!
پاینده باد افغانستان