← شاتګ
د افغان کډوالو او بېځایه شویو بحران او حل لارې
په بهرنیو هیوادونو کې افغان کډوال او په هیواد کې دننه بېځایه شوي زموږ د هیواد لپاره یوه جدي مسئله ده. دا جدي مسئله بېلابېل بُعدونه لري چې باید خبرې پرې وشي او بالآخره یې د حل لپاره یوه داسې لاره تعیین شي چې اساس یې د افغانانو ملي فکر وي. ارقام ښيي چې یوازې په پاکستان او ایران کې نږدې ۸ میلیونه افغان کډوال اوسېږي. د ملګرو ملتونو د ارقامو له مخې ۴٫۵ میلیونه افغانان یوازې په ایران او پاتې نور په پاکستان کې مېشت دي. د ایران د کورنیو چارو وزارت بیا وایي چې په هغه هیواد کې له ۵ تر ۶ میلیونو پورې افغانان اوسېږي. د کډوالو په دې مسئلې سربېره بل خوا اټکل دا دی چې په هیواد کې دننه هم لږ تر لږه ۶٫۵ میلیونه خلک له خپلو سیمو او کورونو بېځایه شوي او نورو سیمو ته تللي دي. زموږ د هیواد ټول نفوس ته په کتو، د کډوالو او بېځایه شویو دا مسئله تر هغې ډېره جدي ده چې کېدای شي ځينو خلکو ته ښکاره شي.
دا کډوال په هغو کوربنو هیوادونو کې دایمي نه شي پاتې کېدلای، ځکه یو وخت کوربه هیوادونه د بېلابېلو دلایلو له امله مجبورېږي چې افغان کډوال د فشار یا د تفاهم له لارې خپل هیواد ته ستانه کړي. د دې یو مثال ایران دی چې د ارقامو له مخې یوازې په ۲۰۲۳ کال ترې نږدې ۳۱۰ زره افغان کډوال هیواد ته را ستانه شوي دي. دا چې ایران نه کډوال په یوه ځل یا ډلهییز ډول نه دي راویستل شوي، په دې خاطر یې ورته د خلکو پام هم نه دی اوښتی او دا موضوع ډېره جدي هم نه ده ګڼل شوې.
پاکستان کې افغان کډوال
البته د پاکستان وضعیت توپير لري. د پاکستان دولت د ۲۰۲۳ کال په وروستیو کې اعلان وکړ چې ټول هغه کډوال چې دوی یې غیرقانوني بولي، له خپل هیواده باسي. په دې کې افغانان هم وو. د پاکستان د دې ناڅاپي پرېکړې له امله لوړ شمېر افغان کډوال بې له امادهګۍ، په یوه وار هیواد ته را ولېږدول شول. له پاکستانه د کډوالو د ایستلو د پرېکړې تر شا سیاسي دلایل وو. د دې پرېکړې لپاره نه کومه سراسري ارزونه شوې وه، نه یې عواقب سنجول شوي وو او نه یې د مدیریت بڼه ټاکل شوې وه.
ما چې د ولسمشر په توګه، د خپل ملت د خدمت ویاړ درلود، په پاکستان کې افغان کډوالو سره مې دومدارې لیدنې کولې، د هغوی محترمو استازو به تشریف راوړ یا چې ما پاکستان ته سفر کړی، هلته مې ورسره لیدلي دي. په پاکستان کې زموږ د افغان کډوالو یوه برخه فوقالعاده انسجام لري، مثلاً تر ۶۰۰ زیات، د ډېرو عالي تحصیلاتو لرونکي د طب ډاکتران په کې دي.
په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو بله غمیزه دا ده چې هلته یې د اوږدو کلونو په لړ کې خپل کاروبارونه لرل او پانګونې یې کړې وې. د یوه اټکل له مخې په پاکستان کې افغانانو نږدې ۲۰ میلیارده ډالر پانګونه کړې ده. پخپله د پاکستان رسنیو ګزارشونه خپاره کړي چې کله د دې کډوالو د ویستلو پرېکړه وشوه، ډېر افغانان خپلو شتمنیو ته پرېښودو ته اړ شول. دا چې په پاکستان کې افغان کډوالو په خپل نوم پانګونه نه ده کړې، زیاتره کاروبارونه یې د پاکستاني شریکانو په نوم وو او داسې ګزارشونه نشر شوي چې له بده مرغه هغو پاکستاني شریکانو په دې سختو شېبو کې له خپلو افغان شریکانو سره ښه چلند نه دی کړی.
د پاکستان د دولت دې ناڅاپي پرېکړې هلته مېشتو افغانانو کې یوه وېره پیدا کړې ده. هلته چې کوم افغانان له کلونو راهیسې اوسېږي، ژوند او روزګار لري، ټولنیزې اړیکې یې وې، اوس ورته ځانونه خوندي نه ښکاري. له بل لوري پولیسو او نورو ادارو کې فساد هم د دې لامل کېږي چې دغه وېره زیاته شي، ځکه زیاتره فاسد عناصر هڅه کوي چې خلک ووېروي، یو بېړنی حالت رامنځته کړي او بیا ترې د رشوت په بڼه ناوړه ګټه واخلي. دغه وېره که همداسې دوام وکړي په یوه حرکت بدلېږي او د دې حرکت راتلونکي منفي ابعاد اوس د اټکل وړ نه دي.
د کډوالو د ستنولو پر سیاسي اړخ سربېره یو بل اړخ اقتصادي دی. له بده مرغه پاکستان او ایران دواړه له شدیدو اقتصادي ستونزو سره مخ دي. د پیسو ارزښت یې ورځ په ورځ کمېږي او د توکو بیې په کې ورځ په ورځ زیاتېږي. د پخوا په څېر کارونه هم په کې نشته.
د دې موضوع درېیم بُعد دا دی چې پاکستان او تر یوه حده ایران کې چې افغان کډوالو سره کومې نړیوالې مرستې کېدلې، هغه هم نور دوام نه کوي. لامل یې دا دی چې نړیواله ټولنه نور افغانانو سره د مرستې هغه پخوانۍ لیوالتیا نه لري، په دې خاطر چې د مرستې هر څومره غوښتنه کېږي، د هغې ډېره لږه اندازه منل او ورکول کېږي.
په ایران کې افغان کډوال
په ایران کې دوه ډوله کډوال لرو: یو ډول اقتصادي کډوال دي. دا اکثریت هغه ځوانان او سړي دي چې هلته د مزدورۍ لپاره ځي او لویه برخه یې په ساختماني سکتور کې ونډه لري. د ایران نږدې ۴۰٪ اقتصاد د همدې افغانانو په مټو او اوږو ولاړ و. دویمه ډله هغه افغانان دي چې له کورنیو سره تللي، له څو لسیزو هلته اوسېږي او په سیمو کې یې تمرکز ځایونه معلوم دي. د ایران اوسني شرایط هم یوازې د هغه هیواد اړوند نه دي، ځکه پر ایران تحمیل شویو بندیزونو یې اقتصاد ته ډېر زیان اړولی دی. د پيسو ارزښت یې کم شوی، د کار شرایط په کې سخت شوي او ددې ټولو له امله نن په ایران کې د کار فضا له سقوط سره مخ ده. پخپله د ایران رسنۍ وايي، په هرو درېیو کسانو کې یو یې له هیواده وتل غواړي. خو دې ټولو سره بیا هم له ګزارشونو داسې ښکاري چې له ټولو کډوالو سره عمومي او افغانانو سره په ځانګړي ډول د تریخوالي یو حالت جوړ شوی دی.
اروپا کې افغان کډوال
په اروپا کې هم شرایط تر دې ډېر شدید دي. هلته هم کډوالو سره هغه پخوانۍ علاقهمندي نشته او هڅه کېږي چې د کډوالو جریان په یوه ډول معطل کړي. په اروپا کې دوه ډول افغان کډوال وو: یو هغه دي چې حقوق یې تثبیت شوي وو او د اروپايي ټولنې په محاکمو کې یې قضیې ګټلې وې، د دوی حقوق باید خوندي شوي وای. دویمه ډله هغه وو چې افغانستان ته د بېرته ستنېدو په شرایطو برابر وو. د دوی لپاره د راستنېدو خاص اقدامات وو.
کورني بېځایه شوي افغانان
د بهرنیو کډوالو ترڅنګ یوه بله ډېرې جدي ستونزه د کورنیو بېځایه شویو افغانانو ده. موږ له بدهمرغه دومره ستونزې لیدلي، دومره وینې مو تویې شوي او دومره دردونه مو زغملي چې اوس راته د کورنیو بېځایه شویو موضوع ډېره جدي نه ښکارېږي، خو دا موضوع بې حده ډېره دردونکې او حتی لړزونکې ده.
افغان نارینه په آسانۍ نه ژاړي، ځکه موږ له ماشومتوبه همداسې روزل شوي یوو چې هر څه باید وزغمو، احساسات باید کنترول کړو او که مرګ وي، که درد وي، که سیلاب وي او که بل هر افت وي، اوښکې به په سترګو کې ولاړې ساتو، خو ما په بېځایه شویو هیوادوالو کې داسې ځوانان او سپین ږیري لیدلي چې ساعتونه یې ژړلي دي. د دې ستونزې ژوروالی، شدت او جدیت له دې معلومولای شئ.
په افغانستان کې د اټکل له مخې ۶٫۲ میلیونه کورني بېځایه شوي دي. له دې جملې ۴ میلیونه د جګړو، بېثباتۍ او غصب له امله او ۲٫۲ میلیونه نور د چاپېریالي عواملو، لکه سیلابونو او وچکالیو له امله بېځایه شوي دي.
ما چې پر باعزته سولې ټینګار کاوه او ورته ژمن وم، یو لامل یې دا و چې ویل مې کورني بېځایه شوي باید بېرته پر ځای او د خپلو حقونو څښتان شي. لکه څنګه چې بهر کې افغان کډوال زموږ د وجود برخه ده، همداسې کورني بېځایه شوي افغانان، خوېندې، ورونه، ماشومان، سپین ږیري او سپین سرې ټول زموږ د سترګو تور دي.
د دې خلکو دې بېکوره کېدو یو دلیل د ځمکو غصب دی، ما د ولسمشر په توګه ستاسې د خدمت پر مهال د غصب موضوع ته د دې همدې هیوادوالو په خاطر لومړیتوب ورکړ. ځینو ځایونو کې دا خلک په ډېر بېرحمانه او وحشیانه ډول له خپلو ځمکو او مېنو ویستل شوي او شړل شوي دي. خو دا خلک باید افغانستان د خپل ځان وګڼي، د مالکیت احساس باید په کې بېرته را ژوندی شي، دوی باید خوندي جایداد ولري، دوی باید دا ډاډ پيدا کړي چې افغانان دي، خپل حقونه لري او له خپلو ورونو او خویندو سره په سرلوړۍ او مساوات ژوند کولای شي.
اوسنی وضعیت
دې ټولو اړخونو، ارقامو او ستونزو ته په کتو اوس اساسي پوښتنه دا ده چې زموږ واحد غږ چېرې دی؟ زموږ د هیواد او خصوصاً زموږ د بېوزله کډوالو استازیتوب څوک کوي؟ نن ورځ هغه غږ چې په ملي کچه زموږ د کډوالو استازیتوب وکړي، ډېر کمزوری دی.
نن یو ځل بیا له بده مرغه د خطر احساس پر فرصتونو برلاسی شوی دی. له دې امله د خواخوږۍ د یوه ژور حس پر ځای د بېلتانه او ځان خوندي کولو یو حس پيدا شوی دی. نړۍ لګیا ده دېوالونه لوړوي. افغانستان هېروي. په اړه یې خبره نه کوي او نه اوري.
ملګرو ملتونو هېڅکله افغانستان ته داسې یوه طرحه نه ده راوړې چې هغه واقعاً موثره وي، کار یې کړی وي او ستونزه یې حل کړې وي. د هغوی د فعالیتونو مصارف ډېر لوړ دي، خو تاثیرات یې ډېر لږ دي چې ستونزې نه شي حل کولای. په اوس وخت کې د افغان کډوالو موضوع هم ملګرو ملتونو ته انتقال شوې ده او په دې اړه موږ خپل مستقل غږ یا ادرس نه لرو. له بلې خوا، تاسې باید په دې هم پوه شئ چې په اوسنیو شرایطو کې افغانستان ته د نړیوالې ټولنې پام او مینه دواړه کم شوي او موږ د سومالیا په قطار کې یوو. دا خبره ما مخکې هم څو څو ځله تاسې ولس ته کړې ده.
زموږ د مقدس جهاد او له هغه وروسته وختونو کې افغانستان کې تاوتریخوالی شدید و او نړۍ افغانستان ته د یوه ګواښ په سترګه کتل چې مخه یې باید ونیول شي. دا ډېرې تریخ حقیقت دی، خو حالت همداسې و، مثال یې د یوې وبا و چې ټولو هیوادونو یې د خپرېدو د مخنیوي لپاره بندونه اچول. له هغې وروسته خصوصاً د ۲۰۰۰م کال په دویمه لسیزه کې ما له منځنۍ آسیا سره ځینې پروګرامونه مطرح کړل. د ملګرو ملتونو سرمنشي ښاغلی انتوني ګوتریس یو ځل افغانستان ته راغلی و، ماته یې په حیرانۍ وویل: تا څه کړي چې ټوله مرکزي اسیا جنوب خوا ته ګوري؟ ما ورته وویل: موږ شمال ته درانه ولیدل او هغه علایق چې له یوې پېړۍ راهیسې پرې شوي وو، هغه مو بېرته تازه کړل. په دې دوره کې افغانستان په یوه فرصت بدل شوی او د دې لیدلوري ایجاد ډېر زیات مهم و، ځکه د سیمهایزو ارتباطاتو، اتصالاتو، د انرژۍ د لېږد، پټلۍ او سرکونو پورې ټولو لویو پروژو په همدې لیدلوري پورې اړه لرله.
که په داسې حالاتو کې د نړۍ توجه را خپلوو، نو لومړی باید دا پرېکړه وکړو چې له سیمې سره، اسیا سره، اسلامي نړۍ سره او نورې نړۍ سره څه ډول اړیکې غواړو.
بل دا چې د کډوالو د راستنېدو، د هغوی د انسجام او هغوی ته د یوه ژوند برابرولو لپاره زموږ طرحه څه ده؟ ایا موږ دې خلکو ته یو څو ورځې پخه ډوډۍ ورکوو، که نه د ډوډۍ ګټلو او پيدا کولو لاره او شرایط ورته برابرو؟ دې خلکو ته یو څو مڼې ورکوو، که نه د مڼو د باغ جوړولو یوه لاره ورته برابروو؟ دې خلکو ته څو نغدې پیسې، څو ورځې ډوډۍ او جامې ورکول کېږي، که نه، په ټولنه کې دوی مدغمېږي، د کار شرایط ورته برابرېږي او بالآخره دوی خپله کار کوي او خپله ډوډۍ پيدا کوي.
اړتیا څه ده؟
که په اساسي توګه د دې ستونزې حل غواړو، نو زموږ باید کډوال په عزت را وګرځېږي، خپلو مېنو کې ځای پر ځای شي او ځان ته ژوند برابر کړي، باید چې د ملګرو ملتونو د مرستندیو برنامو په تمه ناست پاتې نه شوو او په نړیواله کچه خپل غږ او د هغوی مستقل استازیتوب باید ولرو.
د دې لپاره یوازینۍ لاره دا ده چې موږ پخپله ملا وتړو، یوازې لازمي اجماع ته ورسېږو او د کډوالو د دې راتلونکي او حتمي بحران د مدیریت لپاره یوه جامع طرحه ولرو.
ستونزه په پټولو، سترګو پټولو یا نه منلو نه حل کېږي. د سترګو پټولو له دې حالته باید ووځو او په دې باید ځان پوه کړو چې دا مسئله څومره جدي ده. د دې ستونزې اساسي حل ملي مشارکت غواړي او لنډمهالي، منځمهالي او اوږدمهالي اقدامات باید وښي. که دا ټول کارونه ونه کړ، بیا هماغه انکار دی او هماغه په ستونزو سترګې پټول دي.
د ستونزې د حل موندلو لپاره لومړی ګام دا دی چې د مسئلې په ټولو اړخونو ځان پوه کړو، څومره چې وضاحت ډېر وي، دومره به د ستونزې د حل امکانات ډېر وي. په اوسني وخت کې له بده مرغه د افغانستان په داخل کې ټول ارقام پټ دي. د مسئلې جدیت په ارقامو معلومېږي، ارقام چې نه وي موږ ټول به په تیاره کې یوو. اوسمهال په افغانستان کې ارقام نشته، په دې خاطر موږ تیاره کې هم یوو او نه پوهېږو چې څه روان دي. له یوې خوا بهرنیو هیوادونو کې میلیونونه کډوال مېشت دي، له بل لوري دا کډوال هیواد ته رالېږل کېږي، بل خوا بهرنۍ سروې ښيي چې د ورځې تقریباً لس زره افغانان پاسپورټونه اخلي او غواړي چې له هیواده ووځي. که څه هم په دې کسانو کې ډېر خلک بهرنیو هیوادونو ته د تداوۍ یا لنډ سفر لپاره ځي او بېرته هیواد ته ستنېږي، خو یو لوی شمېر خلک په هیواد کې له خپل راتلونکي نهیلي هم دي. د آسیا فاونډېشن سروې ښيي چې افغانان پر خپل راتلونکي بېباوره دي، ناراضه دي او په هیواد کې خپل راتلونکی نه ویني. د زدهکړو او د زدهکړو بڼه یې یو مثال دی. د نجونو تعلیم او د ښځو او نجونو د کار حق اساسي مسئله ده. د عفت او حجاب تفکیک باید وشي، ایا نوره اسلامي نړۍ مسلمانه نه ده؟ ایا هغوی عفت نه رعایتوي؟ ایا هغوی اخلاق نه لري؟ نو ځینې داسې جدي ستونزې شته چې د افغانانو هیلهمندي یې کمه کړې یا بیخي له منځه وړې ده. د هیلهمندۍ او تعلق د حس موضوع ته باید جدي پام وشي.
خصوصاً زموږ په دیاسپورا کې بدبختي د ده چې خپل هیواد سره د تعلق او اړیکې حس یې تر پوښتنې لاندې راوستی دی. کله چې یوه برخه افغانان نورو ته بدې کلمې کاروي، دا پخپله د بې باورۍ او بېاعتمادۍ علامه ده.
که موږ واقعاً د ستونزې حل غواړو، نو یو شفافیت باید رامنځته شي او له وضاحت او روښنایۍ باید وېره ونه لرو. د دې ستونزو لامل دا دی چې د افغانستان د راتلونکي په اړه یو ابهام جوړ شوی دی. هېڅ معلومه نه ده چې افغانستان کوم طرف ته روان دی. ابهام چې وي، له احساساتي او ناڅاپي حرکتونو سره مخ کېږئ او د دې پایلې بیا عکسالعملي وي. دا ټول بیا د یوې نجیبه دایرې پر ځای په خبیثه دایرې بدلېږي، خو په نجیبه دایرې د دې خبیثه دایرې بدلول باید زموږ یو ملي لومړیتوب وي.
که موږ پوه شوو چې ستونزه څه ده؟ څومره ده؟ بېلابېل اړخونه یې څه دي؟ نو بیا خپل لومړیتوبونه ټاکلی شو او د دې لومړیتوبونو پر اساس بیا تګلاره هم انتخابولای شوو.
حل لارې
د دې ستونزې د اساسي حل لپاره موږ په ۲۰۰۴ کال کې د یوې طرحې اساس کېښوده. هغه وخت د جرمني په برلین کې یو کنفرانس وشو، موږ ورته د «د افغانستان د راتلونکي خوندي کول» یا «په راتلونکي کې خوندي افغانستان» په نوم یوه جامع طرحه جوړه کړله. طرحه مو له نړیوالې ټولنې سره شریکه کړه او د نړیوال بانک په شمول مو ټولو نړیوالو بنسټونو سره ډېر جدي کار وکړ.
د هغې طرحې اساس دا و: افغانستان چې له کوم فقر سره مخ دی او له ۲۰۰۴ مخکې تېرو ۲۳ کالو کې یې چې څومره زیان لیدلی و، د دې ډکولو لپاره ۲۴۰ میلیارده ډالرو ته اړتیا وه. د دومره پيسو لپاره باید افغانستان هر کال ۹ فیصده اقتصادي وده کړې وی.
پاکستان، ایران او اروپا سره توافق
په ۲۰۲۰ میلادي کال کې موږ پر دې طرحې یو ځل بیا له سره غور وکړ. دا ځل زموږ تمرکز پر دې و چې د کډوالو او په خاصه توګه له پاکستانه د راستنېدونکو افغانانو لپاره باید یو پنځه کلن پلان جوړ شي. له پاکستان سره زموږ د بحث یوه مهمه موضوع همدا پلان و او زموږ هدف په کې دا و چې دا کډوال په باعزته ډول له خپلو ټولو امکاناتو سره په تدریجي او دواطلبانه ډول بېرته هیواد ته راستانه شي. له پاکستان او ایران سره موږ د منځمهالو او اوږدمهالو همکاریو چارچوب مطرح کړی و او په دې مذاکراتو کې مزوږ د کډوالو د باعزته او قانوني راستنېدو مسئله یو لومړیتوب و. د خبرو اترو بنیاد ایښودل شوی دی، اوس یې باید د پلانګذارۍ په بڼه کار وشي.
موږ سره د اروپا اړیکو هم مثبت اړخ درلود هم منفي. منفي اړخ یې دا دی چې د اروپا متوسطه او لوړه طبقه مخدره توکي کاروي او له بدهمرغه دا وبا یې زموږ په هیواد کې ساتلې ده. د افیمو د قاچاق دا لړۍ له د افغانستان له جنوبه پيل کېږي او بالآخره اروپايي ټولنې ته رسېږي چې عاید یې په کال کې پنځوس میلیارده ډالر اټکل شوی دی.
مثبت اړخ یې دا دی چې افغانستان کې د افیمو د کرکیلې او هیروینو د پروسس مخه نیول آبادۍ ته اړتیا لري او په دې برخه کې اروپایي ټولنه مرستې کولو ته اړتیا لري. بله برخه چاپېریال دی چې اروپايي ټولنه په کې مرستې کولو ته لېواله ده. او همداسې درېیمه برخه د آسیا او اروپا د وصل مسئله ده چې په دې کې هم اروپا لېواله ده.
البته افغانستان سره د اروپا د مرستو لپاره افغانستان باثباته او هوسا وي او باید یوې دوامدارې، پایدارې او باعزته سولې ته ورسېږي چې دا مرستې یې د ودې لامل شي.
دا د بینالمللي مقرراتو یوه برخه وه، خو اوس چې کډوال په زور راویستل کېږي، له بده مرغه تر ټولو لږ امکانات ورسره دي او هر یوه داسې روحي صدمه لیدلې چې ټول عمر به ورسره وي. موږ باید دې صدمې ته هم په کمه سترګه ونه ګورو. په همدې خاطر ډېره اړتیا لیدل کېږي چې کډوالو سره په مینه او درناوي چلند وشي. دوی ټول افغانان دي، د افغان نوم او هویت څوک له چا نه شي اخیستی، هېڅوک دا حق نه لري چې بل چاته ووایي ته افغان نه یې. موږ ټولو ته الله تعالی په دې خاوره مساوي حقونه راکړي دي.
موږ په ۲۰۲۰ کال د باعزته، اقتصادي خوځښت، ملي او اجتماعي یووالي او سیاسي اجماع لرونکي افغانستان لپاره چمتووالی نیولی و. په هماغه کال له نړیوالې ټولنې د راتلونکو څلورو کلونو لپاره هر کال د ۳٫۳ میلیارده ډالرو مرستې ژمنه واخیستل شوه چې ټول ۱۳٫۲ میلیارده ډالر کېدل.
د دې ترڅنګ زموږ صادارت په کال کې نږدې ۲ میلیارده ډالرو ته رسېدلي وو او په راتلونکو ۵ کلونو کې ۵ میلیارده ته پورته کېدلای شول. باعزته سوله د دې لامل کېدای شوه چې د پروژو او دولت لګښتونه کم شوي وی او موږ ټولو افغانانو ته د یوه عزتمن ژوند په برابرولو تمرکز کړی وای.
دا هسې د خولې خبرې نه وې، بلکې ډېر واضح او منسجم پلانونه وو چې پر اساس یې افغانستان کې د کال ۹ فیصده اقتصادي وده تأمیندلای شوه.
له بلې خوا، د ۲۰۱۶ او ۲۰۲۱ کلونو ترمنځ د افغانستان د ټول ملي تولید نږدې ۲۰٪ چې لږ تر لږه کال کې ۱٫۸ تر ۲ میلیارده ډالر کېدل، د مخالفینو له لوري له منځه وړل کېده. دا د افغانستان اقتصاد لپاره لویه صدمه وه. بیا هم وایم، باعزته سوله د دې لامل کېده چې دغه ټول اړخونه د ناامنۍ له امله نه وای زیانمن شوي او یو واضح اقتصادي تحرک جوړ شوی وای.
موږ د دې ټولو لپاره طرحې برابر کړې وې. د افغانستان د اوبو د انسجام یو هدف دا و چې مهاجر افغانان بېرته هیواد ته راستانه شي. په کومه ورځ چې ما د کمال خان بند د پرانیستې ویاړ درلود، بهر مې وکتل چې مرغابۍ او مرغان اوبو ته راغلي وو. ما وویل: مهاجر مرغان بېرته راغلل، زه په دې هیله یم چې یوه ورځ مهاجر افغانان هم بېرته راشي او دا ځمکه خړوبه کړي. د دې امکانات شته، طرحې هم وې، مالي تمویل یې هم شوی و، خو بدو امنیتي شرایطو یې د بشپړ تطبیق اجازه را نه کړه.
بل اړخ د دې طرحو د اجراء طریقه ده چې ډېره واضح ده. موږ او تاسې ولیدل چې ملي شرکت جوړ شو او د همدې شرکت په وسیله د قوشتیپې کانال لومړۍ مرحله سر ته ورسېده. ملي ادارې او ملي بنسټونه چې جوړېږي، دا د افرادو لپاره نه جوړېږي، دا د ولسونو لپاره جوړېږي. په افغانستان کې چې هر څه جوړېږي اول مالک یې الله جل شانه او دویم یې د افغانستان ملت دی. هر څوک چې د یوه ملي بنسټ ډبره ږدي، بنسټ ده هغه نه کېږي. په ټول افغانستان کې به داسې ځای پيدانه کړئ چې زما په نوم دې نومول شوی وي، ځکه دا کار زما د اصولو او عقایدو خلاف دی. موږ چې هر څه کوو او هر څه چې جوړو، د ملت د خیر لپاره دي. د قوشتیپې پر پروژې ما څو میاشتې کار وکړ. یوه واضح سیاسي پرېکړه مو وکړله او ومو ویل چې افغانان د ځمکې په سر او ځمکې لاندې اوبو کې خپل بینالمللي حقونه لري او باید چې ګټه ترې واخلي.
د دې ترڅنګ د ښارونو د ودې پلانونه وو، د افغانستان پر لمر پانګونه وه، په شین صنعت او شنې انرژۍ د پانګونې طرحې وې، دا ټولې شتمنۍ اوس هم شته چې بحث به پرې وکړو.
البته کوم وخت چې ما د خپل ملت د خدمت ویاړ درلود، هغه وخت به چې کوم ستونزه را منځته شوه، ما به پرې سمدستي تمرکز کاوه، که سېلاب و، که زلزله وه، که بل هر افت به و، فوري توجه باید ورته شوې وی. داسې ستونزې چې راځي باید چې تمرکز پرې وشي، امکانات باید له سره وسنجول شي او خدمت کې باید واچول شي. نن د راستنو شویو افغان کډوالو لپاره د کور برابرول، کار برابرول او باعزته ژوند برابرول باید په لومړیتوب کې وای. زه هیله لرم چې دا مسئله په لومړیتوب کې اوسي.
موږ چې څومره بهرني کډوال لرو، ترڅنګ یې چې ۶٫۵ میلیونه داخلي بېځایه شوي لرو، پر دې سربېره چې د فقر او بېکارۍ اوسنۍ سطحه هم شته؛ د دې ټولو د حل لپاره پراخې او اوږدمهالې پلانګذارۍ ته اړتیا ده.
له بده مرغه زموږ د اقتصادي ودې مزل هر ځل د نظام د بدلون له امله پرې شوی دی. موږ نږدې څلوېښت کاله پرلپسې زیان لیدلی دی. اوس نړۍ بل ځای کې ده او موږ بل ځای کې یوو. زموږ او د نړۍ ترمنځ واټن ډېر شوی او توازن ورسره نه لرو. مثلاً مراکش اقتصادي ودې کلونه کلونه دوام ونه کړ، منځ کې پرې نه شوه، اوس د دې دوام په برکت هغه هیواد یو داسې ځای ته رسېدلی چې له موږ سره یې ډېر زیات توپير دی. که موږ پرلپسې او دوامداره وده ونه کړو او هر ځل مو د اقتصادي ودې مزل په لاره کې دمې وکړي، نو مجبور یوو چې له هرې دمې یا انقطاع وروسته یې بېرته له سره پيل کړو. بېرته یې چې له سره پيلوئ، په پخوانیو ټولو کارونو خاورې اوړي او کار درته نور هم سختېږي.
ډېرو خلکو ته به ښايي د کال ۹ فیصده اقتصادي وده سخته او حتی ناممکنه ښکاره، خو اساسي پوښتنه دا ده چې ستاسې ملت انتخاب څه دی؟ تاسې په کومه لاره ځئ؟ ایا پرلپسې لوږه او فقر منئ، نه که ټول ملا تړو، په خپلو ټولو پټو شتمنیو او امکاناتو تمرکز کوو، لومړیتوبونه ټاکو او بیا د همدې لومړیتوبونو پر اساس مخ ته ځو؟ موږ باید پر دې هم پوه شوو چې که ۹ فیصده اقتصادي وده ونه شوه او مثلاً ۴ یا ۶ فیصده وشوه، نو د دې ۴ یا ۶ فیصده ودې نتایج به څه وي؟ هغه وخت به بیا موږ څه کوو؟ یا به د هغې ورځې لپاره کوم پلان لرو؟ مهمه دا ده چې یو ځل زموږ هدف معلوم شي، موږ د خپل مزل د اندازه کولو او بررسۍ لپاره معیارونه وټاکو او خپل قدمونه اندازه کړو، بیا له هغې په امکاناتو فکر کولای شوو.
کېدای شي ډېر خلک به دا تمه ونه لري چې د کال ۹ سلنه اقتصادي وده وشي، خو زه د هغوی ټولو برعکس هیلهمند یم چې دا کار کېږي. وروسته به د افغانستان پر پټو او ښکاره شتمنیو وغږېږو چې که سمې وکارول شي، موږ خپل هدف ته رسولای شي.
ځينې نور هیوادونه به هم له جدي ستونزو سره مخ وي، خو هغوی دومره پرمختګ کړی چې د کال یو یا دوه فیصده اقتصادي وده هم ورته مهمه او د پام وړ ده. خو د کوم هیواد چې اقتصاد ضعیف وي، هغوی باید په دوامدار ډول نسبتاً ډېره اقتصادي وده وکړي چې خپلو اهدافو ته ورسېږي. د ضعیفه اقتصاد یو مثال د بُن له کنفرانس وروسته افغانستان دی. موږ حتی په کال کې ۲۰٪ فیصده اقتصادي وده هم کړې ده. که چېرې تحمیل شوې حګړه نه وای او زموږ اقتصادي ودې پرلپسې دوام کړی وای، نن به زموږ حالت بدل وای.
راستنېدونکو کډوالو سره چلند
زما ټوله هیله دا ده چې زموږ وطن خپل راستنېدونکو کډوالو بچو ته د یوې مور – البته نه د مېرنۍ مور- په حیث غېږه خلاصه کړي او ټول په خپله غېږه کې ونیسي.
له پاکستانه چې کوم کډوال اوس راستنېږي، د افغانستان ۳ ولایتونو ننګرهار، کندز او کندهار ته ډېر ور ګرځي. دا ولایتونه په لومړۍ درجه کې دي. له ایرانه د راستنېدونکو کډوالو ځایونه بیا لس نور ولایتونه، دي، خو په ټوله کې، افغانستان کې داسې ولایت نشته چې راتلونکي کې ورته کډوال راستانه نه شي. په دې خاطر باید په ټولو ولایتونو کې چمتووالی وي، خو مهمه خبره دا ده، لومړی باید هغه ولایتونه تشخیص شي چې په لومړیتوب کې دي او کډوال ورته پخپله راستنېږي، په دې سیمو کې باید سم ترتیبات ونیول شي.
د جمهوریت په لومړیو کلونو کې ټولو ښارونو او خصوصاً کابل ته ډېره توجه وشوه، خو اوس په ښارونو کې اقتصادي او پراختیايي وضعیت ډېر ضعیفه دی. خلک زیاتره له ښارونو هغو ولسوالیو ته ستنېږي چې دوی په کې ژوند او روزګار کولای شي. مهمه خبره د ځای نه، مهمه خبره د ژوند شرایطو ده. دا باید ولیدل چې په کوم ځای کې امکانات او د خلکو اړیکې څنګه دي. موږ باید د خلکو اړیکو او خپلویو ته وګورو. البته کومو افغانانو چې ډېر کلونه کډوالي کړې او اوس یې دویم یا درېیم نسل راستنېږي، هغوی له خپلو پلارنیو سیمو او مېنو سره یوازې د نوم اړیکه لري، د کورنیو د خاطرو برخه یې ده، خو پخپله په کې د ژوند عملي تجربه نه لري.
له خپلو سیمو سره د دې راستنو شویو پېژندګلوي، بلدتیا او اړیکې په دې پورې اړه لري چې دې خلکو په خپله پلارنۍ سیمه کې جایداد درلوده که نه؟ که یې درلوده، اوس هم شته که نه؟ او خلک ورسره دا مني چې هو هغه جایداد د دوی دی که نه؟ دا یادونه ځکه اړینه ده چې د جمهوریت د دورې په لومړیو څوارلس کلنو کې ډېر پراخه غصب وشو او نږدې یو میلیون هکتاره ځمکه غصب شوه. ډېرو خلکو چې پخوا کوم جایدادونه او د هغوی جایدادونو شرعي حقوق لري، اوس پرې دعوې روانې دي او ځمکې یې لانجمنې شوې دي. بله دا چې کله دوی کډوال کېدل، هغه وخت یې د کورنۍ غړي لږ وو، پخوا ورته دوه، درې یا پنځه جریبه ځمکه ډېره وه، خو اوس یې چې نفوس ډېر شوی، نو دا باید ولیدل شي چې هغه ځمکه یې څومره کمه شوې ده. په دې ټولو کې یوه مثبته خبره دا ده چې ځینې خلک خپل لوی خېل، ټبر، قبیله یا کلی په نامه پېژني، البته اوس مهمه دا ده چې هلته کوم خلک اوسېږي، دا راستانه شوي کډوال له هغوی څه خاطر لري؟ او څومره زر ورسره خپلوۍ پاللی شي؟ دا کډوال له نورو هیوادونو شړل شوي دي او څوک چې له یوه ځایه وشړل شي، له فکري پلوه هم ځپل کېږي او نهیلي احساسوي او له مالي پلوه هم ستونزو سره مخ کېږي. بیا دا په دې پورې تړلې وي چې د دې کډوالو د را ستنېدو ترتیبات څنګه نیول شوي؟ خلک ورته څومره هرکلی کوي؟ غېږه ورته خلاصوي؟ که له ځان او کلي یې شړي؟
که چېرې په هیواد کې مېشت خلک دې راستنو شویو کډوالو ته د مینې او اخلاص غېږه پرانیزي، نو سمدستي یې ورسره اړیکې او خپلوۍ بېرته پيدا کېږي او دا خپلوۍ لا ډېرې ژورېږي. خو که چېرې خدای مه کړه، له دوی سره تعصب وشي، کرکه ترې وشي، نیت پرې بد شي، لنډمهالی فکر وشي او د مسئلې ژورتیا ته پام ونه شي، نو دا کار بیا د کډوالو د ستنېدو مسئله په منفي سیاسي چلند بدلوي. دا حالت بیا بدې پایلې لرلی شي. لومړی هرکلی ډېر مهم دی، که دا ښه وي نتایج یې هم ښه وي او که دا بد وي، نتایج یې هم بد وي.
د ولس مسوولیت
هیواد ته د راستنېدونکو پر وړاندې ولس یو لوی مسوولیت لري، ځکه کډوال چې بېرته هیواد ته ستنېږي، هغه یوه طبیعي، بشري او الهي حق احساسوي او د همدې حس پر اساس را ستنېږي. په هیواد کې مېشت خلک له کلي نیولې تر ملي کچې پورې ټول دا مسوولیت لري چې د راستنو شویو دغه حس لا ډېر پياوړی کړي. دا زموږ ټولو په ګټه ده او د ملت په توګه زموږ راتلونکی په دې پورې اړه لري. له کډوالو سره په چلند کې باید درې اړخونه په نظر کې ونیول شي:
لومړی اړخ روحیه ده. ملي پیوستون او د یو بل ملاتړ زموږ د زرین تاریخ مهمه برخه ده. صله رحمي زموږ د مبین دین حکم دی. یوازې د عبادت نه، د خدمت کولو امر هم شوی دی. په دې خاطر باید د راستنو شویو خدمت وشي او تر دې بل لوی خدمت نشته.
دویم اړخ دا دی چې شرایط باید په اساسي توګه او په سړه سینه تحلیل شي او جمعبندي شي. زه د افغانستان ټولو ولایتونو ته تللی یم او ټول ولایتونه مې لیدلي دي. په دې لړ کې چې یو شي په ما کې ډېر ژور احساسات پیدا کړي او لا یې هم پيدا کوي، هغه د کوچني افغانستان شعار دی. داسې ولایتونه شته چې وايي موږ کوچنی افغانستان یوو او ټول افغانان په کې په ګډه اوسېږو. زموږ د ټولو قومونو، ټولو ژبو، او زموږ د بېلابېلو هویتونو اړیکې، د واړه افغانستان په دې شعار کې را څرګندېږي. داسې ولایتونه هم شته چې له پخوا راهیسې زموږ د دې یووالي او پیوستون مرکزونه وو، مثلاً لوګر یا کندز او داسې هم شته چې د تېرو کلونو د پرمختګ له امله په کې پیوستون جوړ شوی، لکه نیمروز. د افغانستان په ولایتونو کې همدا د قومونو، ژبو او هویتونو تنوع زموږ یوه لویه ملي شتمني ده. زموږ ټول ولایتونه په دې یووالي او پیوستون کې د یو بل متضاد نه، بلکې متمم دي. وروسته چې په طبیعي سرچینو غږېږو، وبه وګورو چې د افغانستان هر ولایت خپله ځانګړې شتمني لري او نه یوازې د هیواد بلکې د سیمې او نړۍ په پرمختګ کې هم ونډه لرلی شي. بله د وسایلو موضوع ده. دا وسایل دوه ډوله دي: یو زموږ د ولس نېک چلند دی چې له خپلو راستنو شویو سره یې کوي. مثلاً که تاسې د کوېډ وبا وګورئ چې لسګونه زره کسان له ایرانه د سېلاب په څېر ناڅاپه راستانه شول، خو هېچا سره تریخ او منفي چلند ونه شو. ټول ولس د دې خلکو ځای پر ځای کول د خپل یوه اساسي هدف په توګه وګڼل، یو بل ته یې لاسونه ورکړل او د یو بل ملاتړ یې وکړ، تر دې چې د ایران سرحد بیا پرانیستل شو او امکانات فراهم شول. ما هلته په خپلو سترګو زموږ د خلکو یووالی او پیوستون ولید. دویمه وسیله په هغه وخت کې دومره وه چې یو اساس و. په ټول هیواد کې د ملي پیوستون برنامه فعاله وه. د دې برنامې له امله په ټولو کلیو کې دا زمینه برابره شوه چې د ولسي انسجام لارې چارې له ملي او بینالمللي امکاناتو سره یو ځای شوې او فعالیت یې پيل کړ.
درېیم اړخ د برنامو دی. دا باید ولیدل شي چې پخوا کومې برنامې وې، هغه څنګه بېرته را ژوندۍ شي او نویو برنامو ته چې اړتیا ده، هغه باید په کومه بڼه مطرح شي.
کډوال، ژبې او هویت
کېدای شي دا پوښتنې پيدا شي چې کومو خلکو له خپل هیواده کلونه کلونه لرې ژوند کړی او ځینې یې حتی په نورو هیوادونو کې زېږېدلي او لوی شوي، هغوی له افغانستان سره خپله اړیکه څنګه احساسوي؟ ایا هغوی اوس هم افغانستان خپل هیواد ګڼي؟ عاطفي اړیکه یې ورسره شته او افغانستان د خپل هویت سرچینه بولي؟
په پاکستان او ایران کې چې کوم کډوال افغانان اوسېږي، هغوی دې ته نه دي پرېښودل شوي چې خپل اصلي هویت هېر کړي یا یې له خپل هیواد او سره اړیکه تته شي، ځکه هلته ورته شېبه په شېبه دا وریادېږي چې ته افغان یې، په دې هیواد کې د کډالو په حیث ژوند کوې او دویمه درجه حیثیت لرې.
د ثور له کودتا مخکې چې د موږ د کډوالۍ څپې نه لرلې زیاتره افغانان په دوو ژبو دري او پښتو پوهېدل. زه د کابل پوهنتون استاد وم، نیم درس به مې په دري ورکاوه او نیم په پښتو او ټول شاګردان هم پرې پوهېدل. د کډوالۍ له څپې وروسته چې ډېر خلک ایران، پاکستان او نورو هیوادونو ته کډوال شول، زموږ د ژبې په پوهه کې هم بدلون راغی، مثلاً پاکستان ته چې کوم خلک لاړل هغوی اردو او لوستو یې انګرېزي هم زدهکړله، خو ایران ته چې څوک تللي هغوی یوازې فارسي زده کړله او همدا یوه ژبه یې پاتې شوه. زه چې کله د کابل پوهنتون رئیس شوم، ومې لیدل چې زیاتره شاګردان په دواړو ژبو نه پوهېدل. هماغه وخت کې د پوهنتون په نوم هم شخړه جوړه شوې وه. ما محصلینو ته وویل چې د پوهنتون نوم لومړی دارالمعارف و، بیا پوهنتون شو او د دواړو بنیاد «پوهه» ده، خو له بده مرغه زه په تاسې کې همدا پوهه نه وینم. ورته مې وویل تاسې یو ډنډ جوړ کړی، زما کار دا دی چې دا ډنډ پاک کړم چې ذهنونه پاک شي. په پوهنتون کې اصلي خبره د درناوي، لیک، لوست او زدهکړې فضا ده، دا په مخالفتونو مه خرابوئ. په همدې خبره نتیجې ته ورسېدو. لومړیتوبونه چې وټاکل شي، بیا پرې نتیجې ته رسېدلی شئ.
اوس دا په موږ پورې اړه لري چې دا موضوع پر یوې ستونزې بدلوو، که نه د یوه لومړیتوب په سترګه ورته ګورو؟ موږ باید دې ته د یوه لومړیتوب په سترګه وګورو چې دا هیواد دوه لویې ژبې او نورې درېیمې ژبې لري او ټولې د رسمي ژبو حیثیت لري. موږ باید داسې شرایط برابر کړو چې یوه ګډه پوهه رامنځته شي. دا مسئله یوازې په افغانستان کې نه ده، د نړۍ ډېر هیوادونه له ورته حالت سره مخ دي، خو توافق یې پرې رامنځته کړی دی. مثلاً په کاناډا کې فرانسوي ژبي اقلیت دي، خو بیا هم ټول کاناډایان دا مني چې هیواد یې دوه ژبې: انګرېزي او فرانسوي لري. د ملي وحدت لپاره په دواړو ملي ژبو پوهېدل ډېر ضرور دي، که موږ دې مسلئ ته د ملي وحدت له زاویې ګورو، نو ډېره جدي توجه باید ورته وکړو او خدای مه کړه خپل سر ته پرېښودل شي او توجه ورته ونه شي، نو وروسته دغه واټن رالنډول ډېر سخت کار دی.
زموږ تمرکز باید پر دې وي چې د تشنج او واټن د زیاتېدو مخه څنګه ونیول شي او څنګه بېرته د ګډ افهام، تفهیم او یوځای کېدو او راټولېدو لارې چارې برابرې کړو. خلک باید پوه شي چې ژبه د بېلتون وسیله نه ده، بلکې د افهام، تفهیم، يو بل منلو، درک کولو او راټولېدلو وسیله ده. موږ باید یو بل ومنو او اوس باید پوه شوو چې د یو بل له منلو پرته مو بله لاره نشته.
د پوهنې او لوړو زدهکړو په برخه کې هم باید اقدامات وشي، ځکه هلته هم باید داسې یو ملي نصاب رامنځته شي چې دا ټول اړخونه په نظر کې ونیسي، خو متاسفانه اوس دا زموږ د کمزورۍ ټکی دی او د توجه په محراق کې نه دی.
د راستنېدونکو ادغام
د افغانستان د اوسني نفوس او د راستنېدونکو د وېش مسئله هم ډېره مهمه ده. په دې برخه کې باید ځینې ارقام په نظر کې ونیول شي. که موږ افغانستان ته د بېلابېلو زونونو په بڼه ګورو، نو د هندوکش د شمال او جنوب توپير باید وشي. نږدې ۱۱ میلیونه افغانان د هیواد په ۹ شمالي ولایتونو کې ژوند کوي چې ۵٫۷ میلویونه یې په شمالختیځ او ۵٫۶ یا ۵٫۷ میلیونه نور په شمال کې دي. په لویدیځ کې ۵٫۶ میلیونه انسانان ژوند کوي. په سویل لویدیځه حوزه کې نږدې ۵٫۶ میلیونه، په سویل کې ۴٫۵ میلیونه، په ختیځ کې ۳٫۸ میلیونه او په مرکزي حوزه کې ۱۰٫۹ میلیونه تنه اوسېږي. همداسې ولایتونه هم په اساسي ډول طبقه بندي کولای شئ.
دویمه برخه د دې زونونو ساحه ده. د ساحې له پلوه زموږ ختیځ زون ۲۵۰۶۸ کیلومتره مربع دی، خو د نفوس او د تولید له پلوه دا ساحه ډېره زیاته مهم ده، ځکه ځمکه یې کال کې درې فصله کوي. د شمالختیځ زون ساه ۸۱۴۸۷ کیلومتره مربع ده. شمال زون مو ۷۸۷۸۷ کیلومتره مربع دی. لویدیځ زون مو ۲۰۳۳۸۹ کیلومتره مربع دی. سویل لوېدیځ زون مو ۱۵۸۱۱۴ کیلومتره مربع دی. سویل زون مو ۵۰۳۷۷ کیلومتره مربع دی او مرکزي زون چې کابل او ګاونډی ولایتونه په کې راځي، ټول ۴۷۷۱۰ کیلومتره مربع دی، خو تر ټولو ډېر نفوس په کې اوسېږي.
دا ټول ارقام شته او یوازې د همدې پر اساس دا سنجش کولای شئ چې په یوه کیلومتر کې د اوسېدونکو شمېر څومره دی او د خلکو تمرکز په کومو سیمو ډېر دی. همداسې د ولسوالیو تصویر هم شته چې په ځینو ولایاتو کې ځينې ولسوالۍ ډېر نفوس لري او ځینې نورې لږ لري. یوازې له مرکزي زون پرته، نور زونونه د نفوس پر اساس نسبتاً متوازن دي، اما د ساحې له پلوه غیرمتوازن دي.
دا ټول بېرته په دې پوره اړه لري چې موږ د افغانستان له ځمکنۍ سرچینو، د اوبو سرچینو او همدارنګه د کانونو له زېرمو د څومره ګټې اخیستو فرصت لرو چې دا توازن ایجاد شي. د قوم، ژبې او اړیکو په برخه کې هم اساسي پوښتنه دا ده چې ایا د نفوس د وېش او ادغام لپاره منسجمه برنامه سنجول شوې؟ که نه همداسې په خپل سر پرېښودل کېږي چې په خودجوشه ډول هر څه وشي؟ له بده مرغه د سرچینو او زېرمو په وېش کې خودجوشه ترتیب شخړې او تشنج رامنځته کولای شي او دا تشنج بیا پراخېدلی هم شي، نو په دې خاطر دې برخې ته هم جدي توجه په کار ده.
د غصب مسئله او حللارې
په افغانستان کې دوه ډولونه غصبونه شوي چې په اړه یې وضاحت باید وي:
یو لوی غصبونه دي چې د ټولو قوانینو، عرف او اصولو او بالخصوص د اساسي قانون پر خلاف شوي دي. د افغانستاني اسلامي جمهوري نظام په اساسي قانون کې دا وضاحت شته چې د افغانستان ولسمشر د قانون له امر پرته چاته ځمکه نه شي بښلی. موږ هغه وخت په همدې برخه کې یو قانون پاس کړ چې محدوده څو جریبه ځمکه په کې ښودل شوې وه، خو په بېلابېلو نومونو سلګونه او زرګونه جریبه ځمکه اخیستل شوې او دا لوی ظلم دی. دا ظلم خصوصاً په کلیوالو سیمو کې ډېر لوی دی، ځکه هلته ځمکې جمعي یا د ټولو خلکو دي.
د دې ډول لویو غصبونو ټول ارقام د ځمکو په ملي اداره کې پراته دي او اټکل یې هم شوی دی، اوس داسې یوه لاره په کار ده چې وښيي د ارقامو پر اساس د غصب پر وړاندې څه ډول عمل کېږي. دا ډول غصبونه عموماً بېوزلو خلکو نه دي کړي.
دویم ډول غصبونه هغه دي چې ځمکه نیول شوې او د اوسېدو ابادي ورباندې شوې ده. دا ابادۍ بېوزلو او نورو خلکو کړي او یو عرف جوړ شوی دی. د دې غصب لپاره یوه واضح تګلاره په کار ده چې بدیل یې څنګه رامنځته شي. دې خلکو دلته له کلونو راهیسې جایدادونه جوړ کړي او لګښتونه یې کړې دي. د حل لارې په توګه باید اوس دا جایدادونه رسمي شي، اما په بدل کې باید ترې فیس واخیستل شي. موږ همداسې یوه طرحه جوړه کړې وه چې دا فیس به په هغو خلکو مصرفېږي چې شرعي حقوق لري او بېرته خپل هیواد ته راستنېږي.
که چېرې تخنیکي ظرفیت او یوه ملي لازمي اجماع وي، دا کار ډېر سخت نه دی، ځیني سنجیده اقدامات باید وشي چې د دوی ټول ارقام راټول او شواهد یې په اساسي ډول وڅېړل او پروسس شي.
ورپسې اقدام بیا پر دې کار کول دي چې حق څنګه حقدار ته ورسېږي، په دې برخه کې یوه لویه ننګونه فساد او رشوت دی چې تل یې خبرې مطرح شوې دي.
د اسنادو په برخه کې بله ننګونه دا ده چې افغانستان کې د ځمکو او جایدادونو قبالې زیاتره عرفي دي او ډېر لږ خلک شرعي قبالې لري. د دې ستونزو د حل لپاره باید څېړنې او سروې وشي. اړینه نه ده چې له ډېرې پخوا زمانې دې را پیل شي. د حل لارې په توګه دې یوه نېټه وټاکل شي چې مثلاً له فلاني کال را په دې خوا تصفیه باید وشي. په دې برخه کې بیا شاهدان شته، هغوی شاهدي ورکوي او شاهدي یې منل کېږي. له دې پروسې وروسته باید ټول اسناد شرعي شي.
مخکې مو وویل چې دا کار سخت نه دی، خو یوه منسجمه اداره غواړي، خیر دی که لویه هم نه وي، خو چې منظمه او منسجمه وي. یوه مهمه اړتیا یې د خلکو مشارکت او همکاري ده. پروسه او د خلکو ګډون باید شفاف وي. د دې موضوع لپاره د کلي، ولسوالۍ او ولایت په کچه جرګې جوړېدلای شي چې خلک په واضح ډول په ټوله پروسه پوه شي او باور پرې ولري. په افغانستان کې عامه عقل او قضاوت ډېر لوړ دی. که زموږ خلک پوه شي چې حق حقدار ته رسېږي او معیارونه روښانه دي، یعنې له چا سره ظلم نه کېږي او هېڅ هم له هغوی پټ نه دي، نو بیا زر قانع کېږي او ډېره همکاري کوي.
دا ستونزه حللاره لري، خو په دې شرط چې همداسې په خپل سر پرې نه ښودل شي چې په یوې لویې معضلې یا بحران بدله شي، ځکه که دا مسئله خدای ناخواسته بحراني شوه، عواقب به یې د ټولو په زیان وي.
د اوبو غصب او د اقلیم مدیریت
د غصب مسئله یوازې تر ځمکې محدوده نه ده، د اوبو په مسئله کې هم غصب شته او دا پر کروندې ژور تاثیر لري. د سیندونو او ویالو مسیرونه غصب شوي دي. خلکو د سیندونو مخې ته کورونه اباد کړي یا داسې ویالې شته چې نیمې شوې دي. په کلیوالو سیمو کې چې څوک د ویالې یا کارېز سر ته پراته دي، هغوی بالاآب بولي، هغوی شولې کري چې زښتې ډېرې اوبه غواړي، خو کوم بزګر چې ښکته پراته دي، هغوی ته دومره لږې اوبه رسېږي چې غنم هم پرې نه شي کرلی.
د دې بل اړخ له بدهمرغه ژورې څاهګانې دي چې اوس په یوه فیشن بدل شوی او بې له کوم تفکیکه یې ټول خلک په کیندلو لګیا دي. د ځمکې لاندې اوبه محدودې دي، په یو وار چې را وویستل شي هغه اوبه ختمېږي. تاسې وګورئ په کلیو او ښارونو کې څاهګانې وچېږي او خلک یې بیا ژوروي. تاسې فکر وکړئ له ننه دېرش یا څلوېښت کاله مخکې اوبو په څو مترو کې راوتلې؟ او اوس څو مترو ته ښکته شوې دي؟ په کومو سیمو کې چې اوبه په څلور یا پنځو مترو کې راوتلې، اوس څلوېښتو او پنځوسو او حتی سلو مترو ته ښکته شوې دي. د افغانستان ټول ښارونه د اوبو له ستونزو سره مخ دي. موږ د هیواد د شپږو لویو ښارونو لپاره اساسي طرحې ایجاد کړې وي چې د اوبو اړتیا یې څنګه تأمین شي.
په همدې خاطر باید چاپېریال مسئلې ته په عادی سترګه ونه ګورو، بلکې دې برخه کې د اساسي اقداماتو اړتیا ده. په تاریخ کې موږ د اقلیمي بدلونونو له امله لوی زیانونه لیدلي دي. تاسې وګورئ، زموږ د لرغوني سیستان مرکز په نیمروز کې د رستم تخت و. د دې سیمې زرغونوالی د شهنامې په هر فصل کې معنکس شوی دی، خو اوس په وچه دښته بدله شوې ده. دا ځکه چې هغه وخت اقلیم مدیریت نه شو. اوس باید ورته جدي پاملرنه وشي.
ایران په دې برخه کې ځانګړي اقدامات وکړل، هغوی د اوبو د کمي له امله دا پرېکړه وکړله چې په ځينو سیمو کې خپل کرنیز تولیدات را کم کړي او پر ځای یې پر وارداتو اتکا وکړي. دا ټول مسایل حل کېږي، خو په دې شرط چې پوهه او برنامهسازي ورته وي.
د ښځو ونډه او وضعیت
پر پورته یادو مسایلو سربېره، له بدهمرغه زموږ افغانې مېرمنې هم له ډېرو ستونزو سره مخ دي. افغانې مېرمنې د کور چارې مدیریت کوي. د ډېرو کورنیو مشرانې همدا مېرمنې دي، سختې پرېکړ دوی کوي چې چاته لومړی او چاته وروستی خوراک ورسوي، خو پخپله تل د ټولو اخر کې خوراک کوي او که ورته پاتې شي، لا بختورې به وي. که د دې مېرمنو مدیریت نه وي، څه فکر کوئ چې کورنۍ به پښو ودرېږي؟ پخوا به متل کېده چې: «د کور ګټه د لاهور ګټه ده». کور چې سم مدیریت شي، سړی نه مجبورېږي چې لاهور ته په مزدورۍ پسې لاړ شي، او د مدیریت دا وړتیا مېرمنې لري.
د نساجي او قالین اوبدلو په برخه کې هم د مېرمنو فعالیت د پام وړ دی. په ملي تړون کې موږ ټولو مېرمنو ته د خپلو شوراګانو حق ورکړ او هغوی په ډېر قوت او دقت خپل دا حق وکاروه. مثلاً میدان وردګ ولایت کې یوې مېرمنې راډیو کې اورېدلي وو چې له روانو اوبو برېښنا تولېدېږي. د هغه کلي ټول نارینه له کوره لرې په ایران، پاکستان او نورو هیوادونو کې کډوال وو؛ خو د کلي مېرمنې سره راټولې شوې، هر څه یې ترتیب کړل او د ځان لپاره یې برېښنا جوړه کړه.
که څوک دا ادعا لري چې مېرمنې ضعیفه یا خدای ناخواسته ناپوهې دي، نو هغوی دې د اسلام صدر ته یو ځل مراجعه وکړي. د حضرت محمد (ص) له بعثت نه مخکې بي بي خدیجه (رض) تر ټولو شتمنه سوداګره مېرمن وه. تقوی او شتمنۍ یې په ټوله عربي نړۍ، شام او رومي او سآساني امپراتورۍ نوم درلود. بي بي عایشه (رض) ته وګورئ چې لویه محدثه وه، د صحیح بخاري او صحیح مسلم څومره حدیثونه ترې روایت دي؟
هو، حیا او عفت د اسلام او اساسي شرطونه او ارزښتونه دي، خو د ستر توپير باید وشي. زموږ ټولنه له څومره پېړیو راهیسې مسلمانه ده؟ په تاریخ کې څومره فعالې مېرمنې لرو چې د ژوند اوسیاست په چارو کې یې فعاله ونډه لرله؟ ایا هغوی ټولې بېعفته وې؟ ایا نازو انا، زرغونه انا، د میوند ملاله... او نورې بېشمېره افغانې مېرمنې بېعفته وې؟ که نه دا یوازې زموږ پر ټولنې، تاریخي ارزښتونو او مېرمنو تور تړل دي؟
پر دې سربېره نړۍ ته وګورئ، د ترکیه مېرمنې چې په پوره ملاتړ د فلسطین په ملاتړ ولاړې دي، دا بېعفته دي؟ په پاکستان کې چې ښځې او نجونې تحصیل کوي بېعفته دي؟ په قطر کې چې د پوهنتون اکثریت استادانې او محصلینې ښځینه دي، هغوی ټولې بېعفته دي؟
تاسې د افغانو مېرمنو عقاید او قربانیو ته وګورئ. دوی د خپلو کورنیو د عفت او عزت ساتلو لپاره څومره زیار وباسي؟ دوی له څومره حقونو محرومې دي؟ څومره سختیو سره مخ کېږي؟
هو، ښایي یو اقلیت یا یو څو کسان به داسې هم وي چې نظریات به یې مختلف وي، خو د افغانستان مطلق اکثریت په عفت ډېر زیات ټینګار کوي. افغانې مېرمنې که حتی هېڅوک مجبورې نه کړي او ویې نه څاري، بیا هم له خپل عفته لاس نه اخلي.
که باعزته لوڼې او زامن غواړئ، مېندې باید باعزته وي او باعزته چلند باید ورسره وشي. که موږ خپلې مېرمنې، خپلې خوېندې، خپلې لوڼې او خپله ټولنه خدای ناخواسته بې عفته ګڼو، خپله پښه په تبر وهو، په خپل ځان تهمت تړو او که دا مېرمنې او نجونې له کار، زدهکړو او حقونو محروموو، خپلې ودې او خپل پرمختګ ته زیان رسوو.
سلګونه او زرګونه داسې کونډې او بېکسه مېرمنې شته چې بسته کورنۍ ور په غاړه دي. دوی که کار ونه کړي، څه وکړي؟ دوی به ژوند څنګه کوي؟ د دوی بچي به څه کوي؟ د کور لوڼې به یې په کوم برخلیک اخته شي؟ زامن به یې په په کوم برخلیک اخته شي؟ پر دې مېرمنو د بېعفته تور لګول یو داغ دی. دوی ته باید د ژوند او کار شرایط برابر شي او جدي توجه باید ورته شي.
البته که څوک دوی له کاره منع کوي، نو دومره مېړانه هم باید ولري چې د باعزته ژوند شرایط او امکانات ورته برابر کړي. الله تعالی هېچا ته دا حق نه دی ورکړی چې په نورو خلکو دې تدریجي مرګ تحمیل کړي.
دا پرېکړه زموږ مسوولیت دی چې ژوند انتخابوو که مرګ؟ پخپله فکر وکړئ چې نن د خلکو په مخ کې سُرخي او په شونډو موسکا شته؟ ایا د ژوند هیلهمندي شته؟
مخکې مې وویل چې ټولو افغانانو او خصوصاً افغانو مېرمنو ډېرې سختۍ لیدلي. ډېرو مېندو او پلرونو د خپلو ځوانو بچو مړه جسدونه پورته کړي. ډېرې پېغلې د خپلو زلمیو ورونو مړو ته ژړېدلي. ډېرې ښځې د خپلو مېړونو د ستېندو په تمه کونډې شوي. ډېر ماشومان د خپلو پلرونو د لیدو په ارمان یتیمان پاتې شوي دي. همدا د ټول افغانستان واقعي تصویر دی. دا وخت وحدت غواړي. دا وخت یو بل ته لاس ورکول غواړي. دا وخت د یو بل اوښکې وچول غواړي.
زموږ انتخاب څه دی؟
موږ ټول نن د یوه ملت په حیث پر یوه دوله لارې ولاړ یوو: یوې خوا لنډمهالی فکر دی چې یو څو ورځې یا میاشتې به وي، تېرې به شي او هېڅ برخه کې اساسي او اوږدمهالي تحرک ته اړتیا نشته. بل خوا دا لاره ده چې موږ باید د خپل ژوند او راتلونکي ټول اړخونه په دقیق ډول وڅېړو. دې نتیجې ته باید ورسېږو چې څه ډول ژوند غواړو؟ ایا تدریجي مرګ غواړو که نه ټول په شریکه یو ګډ ژوند غواړو؟ که ژوند انتخابوو، نو بیا به بل ډول انتخابونه او بل ډول عملونه کوو.
دا ټول په یوه انتخاب پورې تړلي دي چې موږ څنګه انتخاب کوو. داسې هیوادونه هم شته چې په واضح ډول انتخابونه یې کړي او واقعي پرمختګ یې کړی دی. ځینې نور داسې هیوادونه هم شته چې هغوی دا د پرمختګ لاره نه ده انتخاب کړې، فرصت ته یې نه دي کتلي او شاته پاتې شوې دي.
اوس چې زموږ هیواد هم په ښه وضعیت کې نه دی، د دې اړتیا لیدل کېږي چې لومړی ګام واخیستل شي، خپل اوسنی حالت درک شي، انکار ونه شي، یوه اجماع رامنځته شي، او دا ومنل شي چې اوسنی وضعیت د ودې او پرمختګ وضعیت نه دی. اوس باید دا انتخاب وشي چې ایا موږ شاته ځو چې فقر او اقتصادي ضعف زیات شي، که نه راتلونکي ته ځوو چې په خپلو پښو ودرېږو، د هیلهمندۍ یو احساس پیدا کړو، یو بل ته لاسونه ورکړو او خپل ژوند په خپل لاس بدل کړو. ترڅنګ یې باید دا پوښتنې هم ځواب شي چې له چا سره، څنګه همکاري کوو چې موږ څه غواړو او څه مو هدف دی، هغه ته ورسېږو؟
که زموږ انتخاب دا وي چې هوسا هیواد، پرمختللی اقتصاد او سوکاله ولس غواړو، نو د دې لپاره باید یوه مشخصه موده وټاکو. دا موده باید واضح وي، مثلاً دا چې موږ په کوم کال کې څه ډول افغانستان غواړو؟ زما وړاندیز دا دی چې ۲۰۴۷ کال د یوه ملي هدف په حیث وټاکل شي. دا ځکه چې ۲۰۴۷ کال د احمدشاه بابا د واکمنۍ ۳۰۰مه کلیزه ده. په ۲۰۴۷ کې به افغانستان ۳۰۰ کلن شي، خو موږ باید یو هدف او لیدلوری وټاکو چې ۳۰۰ کلن افغانستان باید څنګه وي؟ موږ د ځان او خپلو بچو لپاره څه ډول افغانستان غواړو یا یې ورته په میراث کې پرېږدو؟ زه بیا هم وایم، هغه وخت به زه له تاسې سره نه یم، خو دا انتخاب ستاسې دی چې تاسې د خپل ځان او خپلو راتلونکو نسلونو لپاره یو پرمختللی، هوسا او سوکاله افغانستان غواړئ، که له اقتصادي پلوه وروسته پاتې او خوار افغانستان؟
اوس له بده مرغه فکرونه ډېر لنډ دي. موږ د سبا او بل سبا فکر کوو. دا ګورو چې سبا څه کېږي او بل سبا څه کېږي؟ دا ګورو چې څوک په واک کې دی او څوک په کومه څوکۍ ناست دی. کلونه وروسته به موږ او زما د نسل خلک درسره نه یوو، خو تاسې باید ځان ته داسې یو هدف وټاکئ چې له شخصي غوښتنو، نظریاتو او عقدو پورته او پاک وي. د افغانستان اکثریت نفوس ځوانان دي، تاسې باید پر دې فکر وکړئ چې دې ځوانانو ته څه ډول راتلونکی برابروئ؟ دوی باید څنګه وروزل شي او باید کومې وړتیاوې، ظرفیتونه او وسایل ولري چې خپل وطن پرې جوړ کړي؟
دا مو د راتلونکي هدف و، په اوس وخت کې څه کوو؟ په اوس وخت کې باید اساسي ستونزې په سړه سینه وڅېړل شي، هراړخیزه مطالعه یې وشي، وضعیت باید درک شي او ټول باید دې نتیجې ته ورسېږو چې زموږ اوسنی حالت دغه دی. دا موږ مثبت اړخونه دي او دا مو منفي اړخونه دي. مثبت اړخونه څنګه پياوړي کولای او ډېرولای شوو او منفي اړخونه څنګه کمولای شو؟
کله چې موږ د راتلونکي لپاره یو هدف وټاکه، او خپل اوسنی حالت مو مطالعه کړ، نو بیا پوښتنه دا پیدا کېږي چې له اوسني وضعیته به خپل راتلونکي هدف، یعنې ۲۰۴۷ کال ته څنګه رسېږو؟ دا زموږ د لارې نقشه ده. د لارې نقشه دوه برخې لري: لومړۍ موږ باید په ځينو لومړیتوبونو نتیجې ته ورسېږو چې مثلاً لومړی باید کوم کارونه وکړو. دویمه برخه یې عملي کول دي، یعنې دا چې موږ کوم کارونه ټاکلي، دا په عملي ډول څنګه کوو؟ بیا که مثلاً موږ لګیا یوو کار کوو او ناڅاپه شرایط بدلېږي، نو څنګه د شاتګ مخنیوی کوو او بېرته د پيل ټکي ته نه راځوو. دا یوازینۍ تګلاره ده چې موږ د پرمختګ مسیر ته برابروي.
د افغان کډوالو مسئله د عقل، عواطفو او احساساتو ... ټولو له نظره ډېره زیاته مهمه ده. اوس به ټولو ته دا ثابته شوي وي، که څوک ځان افغان ګڼي، که یې نه ګڼي، ګاونډيان ورته افغانان وايي. دا هیوادونه چې ستاسې په اړه پرېکړه کوي، ترمنځ مو توپير نه کوي، ټولو ته په یوه سترګه ګوري او چې کله مو له هیواده وباسي، نو وايي چې افغانان دې ووځي! دا هم یاد ولرئ چې بل هېڅ ځای کې خپل وطن نه لرئ، بل هېڅ ځای کې عزت نه لرئ، د یو کس یا فرد په حیث به ډېر لوړ شئ، خو په جمعي ډول به عزت نه لرئ، هر ځای کې به کډوال یئ او هر ځای کې به د کډوال په نظر درته کتل کېږي. کوم خوند چې د خپل وطن په ژوند کې دی، دا خوند بل ځای کې نه شئ پيدا کولای. په دې خاوره کې یو راښکون دی، یوه مورنۍ عاطفه ده، دا راښکون او مورنۍ عاطفه په بل هېڅ ځای کې نشته، دا باید ټول ومنو او اعتراف پرې وکړو:
هر چاته خپل وطن کشمیر دی
زما کشمیر دی د وطن شینکي باغونه
زه چې اوس هم هغه وخت را یادوم سوړ اسویلی مې له خولې وځي. کلونه پخوا کابل پوهنتون ځوان استاد وم او په ۱۹۷۷ز کال کې امریکا ته د دوکتورا لپاره لاړم. اراده مې دا وه چې دوه کاله وروسته بیه بېرته وطن ته ستون شوم، خو د ثور کودتا وشوه، په درېیمه میاشت هیواد کې زما د کورنۍ ټول نارینه غړي بندیان شول او یوازې ښځې پاتې شوې. د لوګر په سورخاو کې زموږ کلی، لومړنی کلی و چې بمبار شو... او دې سره په امریکا کې زما دوه کلنه مسافري په څلورویشت کالو ته ورسېدله. په دې لړ کې زما د ژوند دوه خاطرې تاسې سره هم شریکوم:
د ثور له کودتا وروسته مې چې د کورنۍ نارینه بندیان شول، نو پلار، ترونه او نور خپلوان مې د پلچرخي زندان په یوه کوټه کې وو. کوټه دومره وړه وه چې ټول په کې په یو ځل د استراحت او خوب لپاره نه شول پرېتولای. یوازې د غاړې جامې او د پښو څپلۍ ورسره وې. زما ټوله هڅه دا وه چې دوه یا درېیو اونیو کې يو ځل ټيلیفون وکړم او احوال چې کورنۍ مې ژوندۍ ده که نه؟ یوازې همدا مې کولای شول. هغه وخت زموږ یو خپلوان تیلیفون درلود، ما دوه ځله زنګ وهلی، څو ورځې وروسته مې چې په درېیم ځل زنګ ور وواهه، راته یې وویل چې: نور ماته ټيلیفون مه کوه، دا ماته خطر پیدا کوي. هغه هم له استخباراتو وېرېده. له خپل هیواده لرې، په یوه پردي وطن کې میاشتې میاشتې نه پوهېدم چې کورنۍ مې مړه ده که ژوندۍ؟ بالآخره مې یو تره جنرال شاپور خان شهید شو او نور له زندانه ووتل.
د وطن د مینې او درد بله خاطره مې دا ده چې زه په نړیوال بانک کې وم او یوه ډېره لویه پروژه باندې مې روسیې کې کار کاوه. یوه شپه، تقریباً شپه له نیمې اوښتې وه چې زه را ویښ شوم او بي بي سي تلویزیون مې ونیوه. یوه خپرونه چالانه وه چې د لوی سکندر د راتګ لرغونې لاره یې تعقیبوله. په دې وخت کې په کې یو تصویر راغی، دا چې زه اندراب ته څو ځله په آس تللی یم، نو دستي پوه شوم چې دا اندراب دی. په مسافرۍ کې د وطن د دې یوه تصویر لیدو رانه درې ورځې خوب ورک کړی و. هغه ښکلا، هغه خاطرې او هغه مینه مې سترګو سترګو ته کېدله.
زه رسمي مهاجر نه وم، ځکه د کولمبیا پوهنتون سکالرشپ راکړی و، بیا له هغې وروسته لومړی په برکلي او وروسته جان هاپکنز پوهنتونونو کې استاد شوم او لس کاله مې استادي وکړله. له هغې وروسته بیا نړیوال بانک ته لاړم، هلته مې لاس کاله کار وکړ. زه که څه هم مجبور نه وم او خپل روزګار مې پخپله مخ ته ووړ، خو بیا مې هم روحي وضعیت د مهاجر و، ځکه هغه ملک زما خپل نه و.
یو وخت مې چې زوی د ۷ یا ۸ کلونو و، یوه ورځ يې زما په اړه یو څه لیکلي وو چې: پلار مې په ژوند کې یوازې یوه ارزو لري چې وطن ته لاړ شي او زه ورته دعا کوم چې دا ارزو یې پوره شي.
ما چې څه کول، څه مې چې لوستل او څه مې چې نړۍ کې لیدل، ټول د دې لپاره وو چې زه یو څه زده کړم او هغه بیا زما د خپل وطن افغانستان په درد وخوري.
د مسافرۍ په دې ټوله دوره کې راسره وطن ته د ستنېدو فکر و. بیا چې د یوولسم سپتمبر پېښه وشوه او افغانستان کې نوی حکومت جوړ شو،نو ما هم د افغانستان د آبادۍ لپاره په نړیوال بانک کې یوه طرحه ولیکله او له هغې وروسته مې نړیوال بانک سره په دې خاطر مخه ښه وکړله چې خپلې ازادې خبرې وکړم. زه هېڅکله ملګرو ملتونو سره کار ته نه وم حاضر شوم، خو د افغانستان لپاره ورسره کار ته حاضر شوم. څنګه چې په ۲۰۰۱ کال کې فرصت برابر شو، زه هم بېرته افغانستان ته ستون شوم. کابل ته په رسېدو مې خوب په شواروز کې له اووه یا اتو ساعتونو نه، پنځه ساعتونو ته کم شو. خو بیا مې هم د سکون، خوښۍ او ارامتیا هغه احساس درلود چې د نړۍ په هېڅ هیواد کې مې هېڅ وخت نه و لرلی.
وسایل، شتمنۍ او فرصتونه
پر دې ټولو کیسو سربېره، په موږ او تاسې خدای ډېر لوی فضل کړی دی، زموږ وطن له امکاناتو ډک دی، هر څه لرو، پټې او ښکاره شتمنۍ لرو، یو خو کار باید وکړو! یو بېګناه بندي باید له بنده ازاد کړو او هغه بندي «عقل» دی. که د افغانستان د ولس جمعي عقل له بندیتوبه خلاص شي، باور پرې وشي او رجوع ورته وشي، نو موږ پرمختګ کولای شوو، خو که عقل بندي وي، بیا ټولې چارې سختې دي.
ما په لومړیو کې وویل چې خبره، مشوره، بحث او ناسته یوازې د ستونزو لپاره نه ده، بلکې د فرصتونو او شتمنیو لپاره هم باید وشي. که تاسې یوه تله را واخلئ، د دې تلې په یوه پله کې زموږ لوږه، ستونزې، غربت او د کډوالو ستونزې دي، خو د همدې تلې په بله پله کې زموږ امکانات او شتمنۍ دي.
په متحرکه اسیا کې د افغانستان موقعیت د سرو زرو ارزښت لري؛ د افغانستان کانونه زموږ پرمختګ تأمینولی شي؛ زموږ د اوبو ارزښت ورځ په ورځ سیمه او نړۍ کې زیاتېږي؛ د افغانستان په فضا د هوايي کوریدورونو امکانات شته؛ د هیواد له بادونو مو ۷۰ زره میګاواټه برېښنا تولیدېدلی شي؛ د لمر انرژۍ امکانات تر دې هم پراخه دي. پر دې سربېره زموږ طبیعي سرچینې؛ زموږ د هیواد طبیعي ښاېست؛ توریستي حیثیت؛ زموږ د ښارونو موقعیتونه؛ زموږ ځوان قشر چې د نفوس اکثریت دی... دا ټولې هغه شتمنۍ دي چې شته دي، خو اوس ترې سم کار نه اخیستل کېږي. که څه هم اوس یو نسبي امنیت شته، خو زه دا منفي امنیت بولم، ځکه د اسلامي فلسفې له مخې امنیت پنځه اړخونه لري او یو اړخ یې د عقل خوندیتوب دی چې ما مخکې هم ویلي او بیا به هم پرې وغږېږو.
اساسي خبره دا نه ده چې موږ سرچینې نه لرو، بلکې اساسي خبره دا ده چې موږ باید یوې سیاسي او ټولنیزې اجماع ته سره ورسېږو. موږ باید په داسې اقتصادي طرحو سره سلا شوو چې هم موږ او هم زموږ ټولنې ته ګټورې مناسبې او ګټورې وي. دا طرحې باید موږ پخپله، د نړیوالې ټولنې په همکارۍ عملي کړو.
بل ټکی دا دی، موږ چې کوم ډول اقتصادي پرمختګ غواړو د دې لپاره د ګاونډیانو همکارۍ؛ سیمهایزې همکارۍ؛ د متحرکې آسیا همکارۍ؛ د اسلامي نړۍ همکارۍ او همدارنګه د نړیوالې ټولنې همکارۍ او نړیوالې پانګونې سرچینو ته اړتیا لرو. د اوس لپاره عاجل کار دا دی چې موږ معاصرو نړیوالو سرچینو او معاصرې بازارموندنې ته اړتیا لرو څو داسې یو تحرک رامنځته کړو چې نتیجه یې کار، کار او کار وي.
ښايي پوښتنه دا وي چې دې ټولو همکاریو ته به څنګه رسېږو؟ دا اړیکې به څنګه رامنځته کوو؟ او دا هدف به څنګه ترلاسه کوو؟
که موږ ملت ته لومړیتوب ورکوو، د ملت وضعیت راته مهم وي او د ملت غم راسره وي، نو د داخلي مشروعیت، سیمهایز مشروعیت او نړیوال مشروعیت مسئلې ته باید لومړیتوب ورکول شي. څوک چې په زور واکمن شوي، هغوی باید نن دې نتیجې ته ورسېږي چې ایا د افغانستان راتلونکی مدیریت کولای شي؟ که نه یوه بنسټیز بدلون او یوې نوې ارزونې ته اړتیا ده؟ که چېرې د ملت غږ واورېدل شي او لکه مخکې مې چې وویل ملت د جمعي عقل په مرسته خپله لاره وسنجوي، نو وېره، اندېښنې او نهیلي ختمېږي او راتلونکي ته هیلهمندي او باور پيدا کېږي.
زموږ په هره دره کې باید زموږ د آبادیو نښې نښانې وي. د تورو، ټوپکو او مېړانو خبرې مو ډېرې کړې دي، راځئ چې نور دا تعریفونه بدل کړو. اوس باید د وطن ابادول، یو بل سره د ورورولۍ ژوند کول، د یو بل منل او درناوی کول او په ګډه د ټولو افغانانو عزت ساتل باید لومړیتوب وي. نوم په دې نه ګټل کېږي چې څوک سپک کړئ یا څوک خوار کړئ. څوک خواروئ؟ او څوک سپکوئ؟ خپل ځان؟ خپل هیوادوال؟ خپلې خوېندې، خپل ورونه؟ خپله مور؟ خپل پلار؟ نوم په دې ګټل کېږي چې په نړۍ کې د افغان او افغانستان نوم اوچت کړو. همدا نوم لوړېدل د ټولو عزت او د ټولو مېړانه ده.
په ټولو هیوادونو کې د هویت بېلابېلې دایرې وي. په دې اړه به وروسته لا ډېر وغږېږو، خو موږ هم بېلابېلې دایرې لرو، بېلابېلې ژبې لرو، بېلابېل قومونه لرو، بېلابېل ولایتونه لرو... خو دا ټول سره تړلي دي. ټول د یو بل متمم دي، د یو بل د کمولو او حذفولو ذریعه ده. دا توپیرونه، دا تنوع، د لکه د یوه چمن د بېلابېلو ګلونو د جمع کولو ذریعه ده، د جلا کولو او شړلو وسیله نه ده. دا وصل خبره ده، د فصل خبره نه ده.
دا د وېش او تقسیم وخت نه دی. دا د دې وخت دی چې یو بل په غېږ کې ونیول شي. دا دې وخت دی چې ټول سره په یوه ټغر راټول شئ. دا د دې وخت دی چې د یو بل مټ شوو او ټول پوه شي چې په خپل هیواد کې یې هم د سر سیوری شته، هم یې عزت شته او هم یې راتلونکی شته.
بیا هم وایم، که واقعاً ملت ته لومړیتوب ورکوو او یوه لازمي اجماع رامنځته کول غواړو، نو د ملت غږ باید ازاد شي. د ملت له غږ او خبرې باید وېره نه وي. ملت جنګ نه غواړي، وینه تویېدل نه غواړي، له وینې او جګړې نور ستړی دی، خو تګلاره او له ټولو یووالی غواړي.
د تاریخ ګواښ
د افغانستان تاریخ شاهد دی، چا چې د ملت خبره نه ده اورېدلې او د ملت نظریاتو ته یې پام نه دی کړی، هغه له ناکامۍ سره مخ شوی دی. که څوک وایي چې ملت یوازې رعیت دی او مېږو او اوزو د رمې غوندې چلند ورسره کولای شي، نو سبا به د تاریخ نوی درس وګوري.
که ووایو چې هر څه پخپله کولای شوو، نورې نړۍ ته مو اړتیا نشته، هر څه په انزوا کې کېدای شي، نو جلا مسئله ده. که نه، وایوو چې خلکو سره دې مرسته وشي، نو دا پخپله پر دې اعتراف دی چې انزوا کې نه شې اوسېدلی او نړۍ سره باید اړیکې وي. ستونزې په سترګو پټولو او انکار نه حل کېږي، لومړی باید اعتراف وشي چې بیا د ستونزې اساسي چاره او حللاره پيدا شي.
یو ګډ روایت
موږ ټول د دې روایت تر سیوري لاندې راټولېدی شوو چې ژوند ته په مرګ ترجیح ورکړو. موږ ژوند غواړو، په ګډه ژوند غواړو، له یو بل سره ژوند غواړو، باعزته ژوند غواړو او د یو بل ژوند غواړو. همدا متل یې ښه مصداق دی چې: «که تا ویل چې زه یم او ما ویل چې زه یم، نه به ته یې نه به زه یم؛ او که تا ویل چې ته یې او ما ویل چې ته یې، هم به زه یم، هم به ته یې.»
افغانستان د ټولو ګډ کور دی، داسې برخه په کې شته چې تاریخي ویاړونه دې په کې نه وي. د افغانستان هر زون د یوې امپراتورۍ مرکز تېر شوی دی. موږ په ګډه لوی تمدنونه رامنځته کړي، لویې مېړانې مو کړې دي، هر وخت چې د یو بل ترڅنګ ولاړ شوي یوو، په سیمه او نړۍ کې ځلېدلي یوو.
موږ په تاریخ کې ژوندی ملت یوو، ټکانونه او زیانونه مو ولیدل، ۴۵ کاله کړاو مو وزغمه، زموږ په شان ورځ د شلمې پېړۍ په اخر او د یویشتمې پېړۍ په پیل کې، پر بل هېچا نه ده راغلې، خو موږ بیا هر ځل ژوند انتخاب کړی دی.
برعکس، هر وخت مو چې نقاق کړی، خوار شوي یوو. زموږ یووالی او وحدت زموږ روایت دی او د دې روایت د عملي کېدو امکان شته. دا روایت هسې خوب او خیال نه دی، بلکې په عمل کې شته دی. افغانستان یو منسجم بدلون ته حرکت کولای شي. موږ ټول د منطق او استدلال پر اساس سره را ټولېدلی شوو.
که موږ همدا روایت ومنو، نو بیا لومړیتوبونو ته راځو او په دې خبره نتیجې ته رسېدلی شوو چې افغانستان ځان ته پرته او له نړۍ جلا جزیره نه ده. افغانستان د اسیا په زړه کې پروت هیواد دی. موږ بیا پر دې هم نتیجې ته رېدلای شوو چې له دې موقعیت نه څنګه ګټه اخیستی شوو؟ په داخل کې کوم امکانات لرو؟ ستونزې مو څه دي؟ او په څه ډول مخ ته ځوو؟
لکه څنګه مې چې مخکې وویل دوه لارې دي: یا دا چې په تېرو ملامتیو او سلامتیو پسې ګرځو او ټول وخت او انرژي په همدې تیروو یا دا چې یو واضح هدف ټاکو، مثلاً دا چې په ۲۰۴۷ کال کې د افغانستان ۳۰۰مه کلیزه ده، هغه وخت لپاره څه ډول افغانستان غواړو؟ زه به ښايي نه اوسم، ډېر نور خلک به هم نه وي، خو زموږ میراث به زموږ بچو ته پاتې وي او انتخاب باید موږ وکړو چې څه ډول میراث ورته پرېږدو.
که ملت په ګډه حرکت وکړي، امنیتي لګښتونه کمېږي، ټول افغانان د ژوند په ارزښت نتیجې ته رسېږي او موږ ټول د یوه ګډ، باعزته او ویاړلي ژوند خوا ته ځو، خو که دا ونه منو، نو د پېښو او حوادثو ښکار کېږو. یو به مو یوې خوا ته وړي، بل به مو بلې خوا ته وړي، زموږ به تبر لاس کې وي او د کومې ونې سیوري ته چې کېنوو، د هغې ریښې به پرې کوو.
لازمي اجماع
د ګډ ملي روایت معنی دا نه ده چې د ټولو خلکو او ټولو ډلو اجماع دې پرې وي. په افغانستان کې خاموش ملت یو قاطع اکثریت دی او هغوی باید د دې روایت د ثقل مرکز وي.
ملت باید خپل راتلونکی پخپله وسنجوي، لومړۍ خبره باید د ملت وي. د عمومي مشارکت معنی دا نه ده چې افرادو سره دې مشارکت وشي، بلکې معنی یې دا ده چې دې ته باید د یوې ملي پروسې په سترګه وکتل شي. هر څوک که د انحصار هڅه کوي، هغوی ته هم مسوولیت متوجه دی او څوک که تاوتریخولی غواړي، هغوی هم باید دا پوښتنې ځواب وکړي چې ایا ملت تاوتریخوالی غواړي که نه یې غواړي؟ دا خلک د چا استازیتوب کوي؟ څوک یې ملاتړ کوي؟ تګلاره یې څه ده؟ او د دوی د تاوتریخوالي زیان به څوک زغمي؟
دا پوښتنې باید په واضح ډول مطرح شي، احساساتي چلند باید ونه شي او په خلکو باید ټاپې ونه وهل شي. مسئله یوازې د افغانستان نه ده، بلکې سیمه هم مطرح ده.
که ملت دې نتیجې ته ورسېږي چې تاوتریخوالی یوازینۍ لاره ده، نو بیا هغه د مجبورۍ انتخاب او وروستۍ لاره ده او پخپله دې چارې ته لاره هوارېږي. ملت به ښايي تاوتریخوالی او د ترخو تجربو تکرار نه غواړي، خو اوسنی وضیعت له بدهمرغه دې ته زمینه برابرولی شي. همدا د تاریخ درس دی چې عبرت ترې باید واخیستل شي.
راتلونکې لاره
د ترخو تجربو د تکرار مخنیوي لپاره، زموږ پر ملي انتخاب باید یو ملي بحث پیل شي. د کډوالو راویستل، ورځنۍ ستونزې او چارې... دا به روانې وي او مدیریت ته یې باید پام وشي، خو اساسي بحث باید زموږ زموږ پر ملي انتخاب وشي. کومه داسې لاره باید وټاکو چې زموږ ملت خیر او د الله تعالی رضا په کې وي؟ دا زموږ او ستاسې ټولو مسوولیت دی، هر افغان چې هر چېرته او په هره کچه دی، له دې مسوولیته انکار نه شي کولای، ځکه سبا به دې ملت او د لوی الله دربار کې ځواب ورکوي. افغانستان کې اکثریت خلک د فقر له کرښې ښکته ژوند کوي او د ابرومند ژوند ته اړتیا لري. په یوه هیواد کې چې دا حال وي، ایا د اساسي اقداماتو اړتیا په کې شته که نه؟ همدا پوښتنه باید د یوه ملي بحث محور شي.
دا بحث سخت نه دی، ما به چې د خپل خدمت پر مهال هر ولایت ته سفر کاوه، ساعتونه ساعتونه به مې د خلکو خبرې اورېدلې، په یوه ورځ زرګونه خلک لیدل کېدای او د ټولو ګډ غږ اورېدل کېدای شي. همداسې د بېلابېلو اقشارو استازي را غوښتل کېدای شي چې تر یوې منظمې اجنډا لاندې په دې مسایلو بحث او خبرې وشي. د لازمي اجماع رامنځته کېدو لارې چارې ډېرې دي. ارقام شته او پيدا کېدای شي، دې برخې کې باید یوازې حدسونه ونه وهل شي. زه دې هدف ته رسېدو لپاره څو ګامونه وړاندیز کوم:
1) ځان پوهول؛
2) لازمي اجماع؛
3) د لارې انتخاب؛
4) پراخه ټولنیز مشارکت؛
5) د برنامو ایجاد؛
6) مدیریت؛
7) امکانات.
دا ټول ګامونه د زنځیر د کړیو غوندې یو بل سره تړلي دي او باید چې په یوه واضح چوکاټ کې تنظیم شي. تر څو چې زموږ لومړیتوبونه معلوم نه وي تر هغې نه له نړۍ امکانات غوښتلی شوو، نه له سیمې امکانات غوښتلی شوو او نه ورته پخپله امکانات برابرولی شوو.
دا له موږ څه غواړي؟
تاریخ دوه درسونه راکوي: یا به ترې عبرت اخلو یا به یې تکراروو. عبرت اخیستل دا دي چې د تاریخ په منفي ټکو برلاسي شوو او دا باور رامنځته کړو چې له زرګونو کلونو راهیسې دا شته هیواد په راتلونکي کې هم بقا لري. په راتلونکي باید باور ولرو.
دا په دې پورې اړه لري چې موږ په زړه کې څومره باوري یوو او له خپل وطن سره څومره مینه لرو. زه په دې باور یم چې دا باور رامنځته کول لیونۍ مینه غواړي، ستره قرباني غواړي او د هیواد د مالکیت احساس غواړي.
په افغانانو کې د مالکیت دا احساس ډېر ژور دی. زه د افغانستان په ډېرو سیمو کې ګرځېدلی یم. ډېرو خلکو سره مې د زړه خواله کړې او په ټولو کې مې د وطن د مالکیت ډېر قوي حس موندلی دی. که له دې ملت سره مینه وشي، سل چنده مینه درسره کوي. که پر دې ملت باور وشي، سل چنده باور درباندې کوي او که د دې ملت لپاره یوه قرباني ورکول شي، سل قربانۍ درته درکوي.
لکه څنګه مې چې مخکې وویل موږ د الله په فضل ډېر زیات امکانات لرو او الله تعالی په ډېر شتمن هیواد نازولي یوو. راتلونکو فصلونو کې به د خپل ګران هیواد په هغو امکاناتو او پټو او ښکاره شتمنیو وغږېږو چې یوه پرمختللي افغانستان بقا تضمینوي.